(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان سره داسلام په نامه د اسلامی او غیر اسلامی هیوادونو سیا سی لوبی. :

-- داسلام په نامه دشورویانو د سیسی.: شورویانو دافغانستان داشغال نه وروسته.کله چی یی خپله ناکامی ولیده نو بیا یی دځان او دخپلو قواو دنجات لپاره ، نوی . سیاسی لاری چاری ولټولی په دغو لارو چاروکی.لکه چی ولیدل شول د ایدیالوژیکی موقف په ځای هغوی ته سیاسی ګټی مهمی وی نوځکه شورویانونوی سیاسی تګ لاره جوړه کړه .اوهغه داسلام ددین او قومیت نه دشوروی حاکمیت ددوام لپاره ګټه اخستل وه. تاریخ وښودله چی دشوروی لخوا دکمونیزم ، سوسیالیزم ، کاګر طبقه ، زحمتکشان ،انتر نا سیونا لیزم شعارونه اونور صرف دچل ول او دجهان دروښان فکرانو د فریب لپاره وه . دهغوی اصلی سیاست استعماری او دهغه هیوادونو اشغال وه چی دوی ورباندی بر لاسی درلود. شورویانو په افغانستان کی دمخه په اسلامی او نژادی ډلو کی لکه جمعیت اسلامی او ستم ملی کی نفوذ درلود .نو ځکه کله چی دافغانانو دشدید مقاومت سره مخ شول شور ویانوخپل نوی سیاست چی د مجاهدینو په زپلوکی د قومیت او سیاسی اسلام نه ګټه اخستل وه.عملی کړ. په نوی سیاست کی.دوی ته دکابل نه تر حیرتانو دلاری ساتل داشغال ددوام لپاره حیاتی وګڼل شول.نو ځکه یی د اسلامی اونژادی ډلو سره پدی هدف روابط ټینګ کړل، چی دشوروی پرضد افغان مقاومت ددا خل نه مات کړی. او په مجاهدینو کی .خاینان اوغداران پیداکړی، بیا داسی تګ لاره.په عملی سیاست بدله شوه. دمسعود په مشری شورای نظار اوجمعیت اسلامی، اوستمی ډلی .دشورویانو هغه پټی شبکی وی.چی دشوروی پر ضد دجهاد اووطن ته دخیانت لپاره .تیار کړای شوی وی.هغوی افغانستان نه مانه اودنوم سره یی حساسیت درلود اودهغی په ځای یی دخراسان چغی وهلی اودروس اوایران دجاسوسی شبکو دهدایت په اساس دهیواد دتجزیی اوملی نفاق داور دبلولو لپاره کار کاوه. ایران اوشوروی . دهمدی ګډ و اهدا فوپه خاطرخپلی هڅی شریکی کړی. په همدی دلیل دشوروی او ایران جاسوسی شبکو همیشه دافغانستان دتباهی لپاره مشترک کار کړیدی. شورویانو چی دغه اسلامی ستمی ډلی په وسلو او پیسو سنبال کړی وی.دحالاتو په تغیر سره یی د نوی سیاست صحنی ته داخل کړل. او هغوی ته یی دکی جی بی په وسیله دسره سازمان ورکړ.په 1983 کال دفروری په میاشت کی کله چی جګړی شدیدی شوی .شورویانو لومړی ښکاره معاهده د کابل - حیرتانو دلاری دساتلو په خاطر داحمد شاه مسعود سره امضا کړه . ددی معاهدی په اساس دشوروی قواو او دهغوی افغانی جاسوسانو دپاڼی په ښودلو سره دسا لنګ په تونل او لویه لار. آزاد تګ راتګ تظمین شو .اما پدغه لاره دافغانی قواو ، د ا. خ . د. دګوند دهغه غړو ،ټګ راتګ په امن کی نه وه چی په دغو دسیسو کی شامل نه وه .هغوی ددغه ګوند وطن پالونکی غړی دکمونست ، شوروی جاسوس، ملحد په نامه نیول او . بیا یی دپیسو په مقابل کی خوشی کول اویایی وژل . دشورویانو کرکجنه سیاسی او استخباراتی لو به دهیواد په سیاسی او نظامی ډګر کی ډیری ناخوالی رامنځ ته کړی .او په حاکمیت کی یی بحران او سیاسی ټکرونوته زمینه برابره وله ځکه شورویانو دافغان حاکمیت بدیل یا اسلامی ستمی ډلو ته دحکومت دسپارلو لپا ره کار کاوه. بلاخره دغه جریانات اود شورویانو په مقابل کی دجګړی شدت دشورویانو او شورای نظار د نورو معا هداتو دامضا کولو اساس وګر ځید. شورویانو دخپل اکمالاتی لاری دساتلونه علاوه .په شمال او جنوب باندی د افغانستان تقسیم. او په شمال کی دقومی کرکی دخپرولو په اساس د یوه قوم نژادی تصفیه او داستخباراتی کار په اساس په شمال کی دشوروی پلوه ډلو حاکمیت لپاره پراخ پروګرام درلود.دشورویانو لخوا ددغو ټولو افغان دشمن پروګرامونو داجرا لپاره مرکزی حلقه دمسعود په مشری جوړه شوه. [.دمسعود سره دشورویانو رسمی معاهده د 1988 کال ددسامبر په میاشت کی لاس لیک شوه .ددغی معاهدی په اساس دافغانستان دتجزیی لپاره کار ته شدت ورکړ شو.ددغی معاهدی په 3 - ماده کی لیکل شوی : په افغانستان کی دیو آزاد او مساوی حقوقو درلودونکی یو ګوند په توګه د ربانی جمعیت اسلامی تنطیم په رسمیت پیژند نه. 4 ماده : د افغانستان د جمعیت اسلامی د تشکیلاتو پر اساس د تاجکو د یو منظم پوځی ځواک جوړول او دافغانستان په اردوکی دهغه شمولیت.................هدف دحیرتان څخه تر کابله پوری دلوی لاری ساتل وه . ددغی معاهدی په اساس څه موده وروسته دنورو معا هداتو ضرورت پیښ شو او بیا په افغانستان کی دشوروی دځواکونو دمشرتابه او د شورای نظار دمشر احمد شاه مسعود تر منځ د ا معاهده لاسلیک شوه. [کامل متن] 1 – په جنوبی سالنګ او د کابل حیرتان دلوی لاری په اړوند سیمو کی دبوځی عملیاتو غوڅ بند ښت ،د افغانستان دجمعیت اسلامی ډلو تر ولکی لاندی مورچو باندی او همدا رنګه د ټولو هغو کلیو ، پو ځی ځواکونو، پوستواو مورچلونو په شمول چی دشوروی او افغان پو ځی ځواکونو، سرحدی ساتونکو اوڅارندوی تر ولکی لاندیوی .د هر ډول وسلی په وسیله دهر رنګه یرغل مخه یندیدل. 2 - دپنجشیر وسله وال ځواکونه دشوروی او افغان حکومت د پو ځونو پر ضد دهر ډول ډ زو ،حملی،لوټماری او دشمنانه عملیاتو دبندښت په خاطر د تاجکان او چوګنی تر منځ دمواصلاتو دخوندی ساتلو ضمانت کوی. 3 – شوروی لوری ژمنه کوی چی ددوه اړ خیزه تړون له مخی به دنوموړی ژمنلیک ، داعتبار په موده کی د پنجشیر او سالنګ دلوی لاری دور پوری سیمود مادی اړ تیاو د پوره کولوپه خاطر لازم مقدار خوراکی توکی ،او داړ تیا وړ بیړنی او نور مواد برابروی . 4 - نورو تنظیمونو ډلو او ځواکونو ته به اجازه نه ورکول کیږی .چی ددی خبرو اترو لړ وند سیموته ننوزی او هلته دشوروی یا افغان حکومت پر کاروانونو باندی ډزی یا ترو رستی عملیات او یا دتیلو پیپ لاینونه وران کړی .که دغسی کوم عمل د نورو تنظیمونو د وسلوالو سړیو لخواوشی ، نو شوروی لوری به دپنجشیر وسلوالو ځواکونوته د غوښتنی په صورت کی ... مرستی ورکړی. 5 - دهغه شوروی او افغان اتباعو د موندلو په خا طر به دمعلوماتو راکړه ورکړه او ګډ زیار ایستل کیږی .چی ددی ژمن پاڼی په اړوند سیمه کی ورک شویوی . 6 - د اندیښنود زیات والی پر مهال په اړوند سیمه کی د سولی دټینګښت په خا طر ددی لپاره چی نو ی جنګی عملیات بیا پیل نشی ، ددواړو خواو تر منځ مشورتی لیدنی کتنی کیږی . 7 - دا پرو توکول دتاجکان او چوګنی تر منځ د پیوستیزی لاری د دواړو خواو د 30 کیلو متری ټوله سیمه په بر کی نیسی .شوروی پوځ اودپنجشیر وسلوال ځو ا کونه حق لری چی ددی پولو ها خواته د نورو هغه تنظیمونو د وسلوالو ډلو پر ضد عملیات وکړی ، چی نه غواړی د تړون کونکی یو لوری پر خلاف خپل نظامی فعالیتونه ودروی . 8 - دا پروتوکول تر منلو او لاس لیک وروسته سمدلاسه نا فذ دی . (ددغه سند منبع : ( دلستونی مار ) کتاب .لیکوال – بروس ریچاردسن) داحمد شاه مسعود سره ددی موافقت لیک شوروی اړخ .په کابل کی شوروی سفیر ( ام.ورونتسوف) او دشوروی ددفاع وزارت د پوځی عملیاتو دډلی قوماندان ( ای.ورونیکوف) وه.] دیادونی وړ ده چی ددغو توافقاتو د 4 مادی په اساس مسعود تعهد درلود چی په شوروی قواو باندی دنورو جهادی تنظیمونو دحملی په صورت کی دمجاهدینو پر ضد دشورویانو په ګټه وجنګیږی او په دغه جګړه کی دهغوی نه مرسته وغواړی جا لبه داده چی په هغه وخت کی جمعیت او شورای نظار چی دشوروی سره یی پټ قراردادونه درلودل. په زرهاو دګوند غړی او دامنیتی قواو غړی .دکافر کمونست ،اوشورویانو سره .درابطی په جرم په بی رحمانه ډول وژل ، ترور اویا د شورای نظار او جمعیت په زندانونو کی اچول. دیادونی وړده چی داسلامی دولت دجوړیدلونه وروسته .کله چی شمالی تل واله قدرت ته ورسیده.دغه اسلامی دولت..دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند وطن پالونکو او ضد شوروی غړو قتل عام دشورای نظار اوجمعیت اسلامی په لاس چی داسلامی دولت اصلی قدرت وه تر سره کړ . حال داچی هغوی دهمدی ګونددرهبری غړی لکه کارمل او دهغه ډله چی دټولو ناخوالو اوملی خیانت جرم یی په غاړه وه په شمال کی دډیرو امتیازاتوسره وساتل او نور یی داسلامی دولت عالی رتبه مامورین مقرر کړل .دغو جعلی مجاهدینو ، پدی قتل عام کی چی دکفر ،کمونیزم ،شوروی جاسوس.په نامه وشول. حتی هغه اشخاص چی دا.خ.د.ګوند غړی هم نه وه اما مستقل ملی شخصیتونه وه لکه استادان،انجیران، داکتران ، معلمین اونور روشنفکران،تکفیر کړل،شکنجه کړل،دتعقیب او ازار لاندی واقع کړل، ترورکړل. او جبری مهاجرت ته یی مجبورکړل حال داچی دوی دپردی شاته دهماغه شوروی یا سرو کفاروسره پټ قرار دادونه امضاکړی وه.او جهاد ته یی خیانت کړی وه .دبلی خواپه هره یوه جګړه کی چی دددشمنو ډلو تر منځ روانه وی هر هغه څوک چی په پدغه جګړه کی دخپل صف نه ووځی او ددشمن سره یو ځای دخپلو جنګیالیو پر ضد وجنګیږی هغه ته خاین ویل کیږی.حتی په یوه دولت کی کچیری یو جنرال دجګړی په حالت کی دشمن ته واوړی او دخپل دولت پر ضد وجنګیږی هغه دنیول کیدو په صورت کی دملی خاین په نامه اعدامیږی.اما احمد شاه مسعود ته په ټولو حالاتوکی اعزازی القاب ورکړل شول.او حتی تراوسه هغه ته روس او ایران او نور هیوادونو جواسیس اتل وایی اوعوامفریبانه تبلیغات ورته کوی .دا حالت ددی خبری ثبوط دی چی په 1992 کال د ابریل په 28 یا د 1371 کال دثور په 8 اسلامی دولت قدرت ته ونه رسید بلکی دروس او ایران کودتای پروګرام دجمعیت، شورای نظار، دایران حزب وحدت اودکارمل دنظامیانو په ګډون کامیابه شو. اود افغانانو هیواد دپردو هیوادو داستخباراتو لخوا اشغال شو.چی دا اشغال تر اوسه دوام لری. اوس چی ټوله مدیا ددغو جنګی جنایت کارانو په دفاع کی کار کوی .دهغوی یو استدلال دادی .چی دغه افراد کومی محکمی په جرم ندی محکوم کړی نو ځکه هغوی دتعقیب وړ ندی.او حق لری ددولت په عالی مقاماتوکی مقررشی او کار وکړی .حال دا چی داسی یوه غیابی علنی محکمه دداکتر نجیب په وخت کی جوړه شوی وه .چی جریانات یی درادیو او تلویزیون لخوا په مستقیم ډول خپاره شول. د محکمی په پای کی .جهادی قوماندانان احمد شاه مسعود،پنا خان، اسماعیل خان ، علاوالدین خان ،مولوی جلاالدین حقانی اونور دملی خیانت په جرم په اعدام محکوم شول.دا حکم تر اوسه پوری دکومی بلی محکمی لخوا ندی تعدیل شوی او اعتباریی پاتی دی. - دیادونی وړده .چی په هر هیواد کی حاکم قدرت دځان دبقالپاره .هرډول دلایل او منطق جوړولای شی .دا چی خلک په هغوی باور کوی اویا نه. او دا چی دټولنی واقیعتونه کوم د ی ددوی لپاره ارزش نلری . -- داسلام په نامه د روسانو ،ایران ، پاکستان اونورو هیوادونو دسیسی. کله چی په 28-04- 1992 کی دروس او ایران کودتا کامیابه شوه او بیا په هغی باندی داسلامی دولت نوم کیخودل شو .نوبیا دهغوی تباه کونکی پټ پلانونه دعمل ساحی ته داخل شول.ددی پلان مطابق باید افغانستان په شمال او جنوب تجزیه شوی وای .په شمال کی پښتانه دی پلان مانع وګڼل شول. نو ځکه دهغوی نژادی خونړی تصفیه د پخوانه دجوړ شوی پلان مطابق پیل شوه. همدا رنګه د کابل ښار دورا نولو لپاره .دکابل ښار دمختلفو قومی ډلو لخوا چی دروس اوایران لخوا په پیسو او وسلو سنبال وه.تقسیم کړای شو.او بیا هغوی ته دجنګ قومانده ورکړل شوه.په دغه جګړوکی چی داسلام او قوم په نامه ترسره شوی.هغه زړه بوږ نونکی جنایات وشول .چی په تاریخ کی ساری نلری.لکه ،رقص مرده ،دانسانانو په سرونوکی دمیخ ټکوهل، دښځود سینو پریکول ، اونور دهغی مثالونه دی. چی دهغوی مستند فلمونه خپاره شویدی.دا ټول وحشت او دهشت دهغه قرار دادونو په اساس وشول چی دمجاهدینو دحکومت دجوړیدلو نه دمخه ، داحمد شاه مسعود او روسانو تر منځ امضا شوی وه. ددی لپاره چی دغه حوادث په مستند ډول بیانشی .ددغو حوادثو دمهم لوبغاړی جنرال نبی عظیمی کتاب ( اردو وسیاست ) ته مرا جعه کوم .دیادونی وړده چی داسلامی دولت دجوړیدلو نه وروسته .ددفاع په وزارت کی دوه مهم نظامی افراد موجود وه .یو نبی عظیمی دمر کزی قول اردو قوماندان ، او بل جنرال آصف دلاور لوی درستیز .هغوی دشمالی تلوالی قدرت ته دراتلو په دسایسو کی مهم رول ولوباوه .خو شمالی تل والی دافغانستان او افغانانو لپاره کوم مشخص سیاسی ارمان نه درلود.دهغوی هدف دقوم اونژاد په اساس دافغانستان دورونو قومونو ترمنځ دخونړیو جنګونو پیل اودوام وه .چی دډیرو وینو تویدو وروسته هیواد تجزییه کړی چی دهغوی داناپاکی ارادی افغانانو هغه وخت ناکامی کړی .اما اوس دغه ناولی هدف ته دخراسان او فدرالیزم دنامه لاندی کارروان دی. دربانی دراتلو وروسته هغه اتحاد چی دیوه قوم پرضد جوړ شوی وه.خپل ټول اهداف ترلاسه کړل.اوهغه وخت راورسید .چی سیاسی قدرت دسره تقسیم شی.نوځکه دسیاسی قدرت دغه نامتجانس ترکیب.منفجر شو .دکارمل سیاسی نظامی ډله ،شورای نظار جمعیت اسلامی ډله، دایران حزب وحدت ډله ، اودپاکستان نه راوړل شوی موقت حکومت.دا ټول دیوبل سره په جګړه اخته شول .ځکه د دوی نه یوه هم خپله اراده نه درلوده.او دټولو وسلی، رتبی، او پیسی .دخارجی جاسوسی شبکو لخوا ورکول کیدی .او داچی هغوی کوم اوامر سرته ورسوی څه وخت متحد اوڅه وخت وجنګیږی.کوم پلا نونه عملی کړی.ټول دپردو لخوا ورکول کیدل.جنرال عظیمی هم کله چی یی دقدرت په جګړه کی ماته وکړه.بهر ته مهاجرشویوکتاب یی داردو وسیاست په نامه ولیکه.دغه کتاب ځکه مهم دی چی ددغو جنایاتو دیوه ګډون کونکی لخوا لیکل شویدی. ځکه.دپورتنیو خبرو داثباط لپاره.دهغی نه دیوه سند په حیث یادونه کوم .عظیمی..داسلامی دولت د جوړیدو د پیل په اړه داسی لیکی (پښتو ژباړه) 599 – مخ .احمد شاه مسعود بلاخره یوه اونی وروسته کابل ته را داخل شو ، له ده سره یو شمیردشورای نظار ، دجنرال مومن اړوند د 70 فرقی او دجنرال دوستم یو شمیر ځواکونه وه......مسعود په منډه اوچټکی دماښام په تیاره کی ځان دکابل ګارنیزیون ته ورساوه.د اطاق دروازه می په زوره خلاصه شوه...او راننوت زه له ځایه پاڅیدم هغه ته می لاس ورکړ.خوهغه ځه په غیږ کی ونیولم، ویی پوښتل:عظیمی صاحب تاسو یاست ومی ویل هو.د آصف دلاور په کوټه کی نورالحق علومی ،سید اعظم سعید،فتاح عبدا لحق علومی، امیر محمد،داود عزیزی او نور نه پوهیږم چی څوک وه.خو ټولو ته یی لاس ورکړ...هغه په یوه چوکی کیناست ... هغه وویل: عظیمی صاحب تاسو ډیر زحمت وکیښ ، ځه نور پوهیږم ، که تاسو اودا ورونه نه وای، حکمتیار صاحب به خپل هدف کی بریالی کیده....زه دټولو ورونو په ځانګړی ډول له عظیمی صاحب نه مننه کوم...مسعود حا ضرینوته وویل:د چا چی دلته کار نه وی،رخصت ورکول کیږی .زه عظیمی صاحب ،دلاور صاحب،او جنرالان ورونه غواړو یو څو شیبی یواځی اوسو.] عظیمی دخپل کتاب په 503 مخ کی ادعا کوی چی داسلامی دولت نظامی قدرت ددوی په لاس کی وه[ په دغه وخت یوازی اصف دلاور جګړه سوق او اداره کوله .نور ټول د ربانی او مسعود په شمول کاریز میر اوخیر خانی ته تللی وه ] هغه داسلامی دولت داختلافاتو په باب داسی لیکی: 622 مخ -- د 1371 کال دسرطان دمیاشتی په 8 نیټه له مسعود سره د مجددی روابط خراب شول .، ځکه مسعود د هغه داوامرو سر غړونه کوله او ددولت دریاست په غونډو کی یی ګډون نه کاوه،1371 د سرطان په میاشت هغه مزار ته سفر وکړ ،جنرال دوستم دهغه تود او په زړه پوری هر کلی وکړ، مجددی هغه دستر جنرال په رتبه ونما نځه او هغه ته یی دستر مجاهد خطاب ورکړ.] هغه دمجا هدینو دجنایاتو په اړه داسی لیکی. 609 مخ—بندیانوی یی، نوکان یی باسی ، لاسونه یی پریکوی،اور ته اچول کیږی، ښځه دمیړه دویر جنو سترګو په وړاندی دتیری ښکار کیږی.اودپلار،موراو خور په مخ کی دهغوی په نابالغه ورونو او زامنو تیری کوی...د انسانیت او شرافت په تابوت مبخ ټک وهل کیږی.] دمجاهدینو دجنایاتو په دوام . 627 – مخ – د جګړی لمن بیا ددهمزنګ په سیمه کی غړاندی شوی.جګړو قومی او ژبنی بڼه غوره کړه او پراختیا یی ومونده ،د هزاره ګانو میشت ځایونه د توپ او تلویزیون د غونډیو دسرونو څخه و ځبل شول. کریم خلیلی د وحدت اسلامی دمشر تابه غړی د شورای نظار لخوا و درول شو او دهغه ساتونکی سپک اوو ډبول شول، یو تن پښتون یی په بی یی مهرو کی دموتر په شا پوری وتاړه او په وزیر آبلد کی یی په موتر پسی راکش کړ ترڅو چی ټوتی ټوټی شو، قیادی شورا غونډه جوړه کړه اوله احمد شاه مسعود نه یی په لاندی برخو کی وضاحت وغوښت. -- ددی موضوع روښانه کیدل چی آیا مسعود د تیر رژیم له ځواکونوسره یووالی لری اوکه دقیادی شورا تابع دی.که دتیر رژیم له قوتونوسره همکاری ته لری ، نو ولی هغوی له ښارنه نه باسی او په ښار کی امنیت نه ټینګوی .؟ --- هغه 36 میلیارده ډالر ، چی چی دهیواد پولی پشتوانه وه څه شول اوپه کوم سرنوشت اخته شول. ؟ --- مسعود ولی د دوه میلیونه اوپنځوس زرو ډالرو معادل د خپلی ډلی د ګټی لپاره د افغانستان له مرکزی بانک څخه اخیستی دی.؟ --- مجددی ولی دوه ملیونه ډالردبانک نه استی دی.؟ خو مسعود دغو پوښتنو ته جواب نه وایی .او یواځی دومره وایی ، چی چمتو دی د جنرال دوستم ځواکونه دښار نه وباسی .] د یادونی وړ ده چی عظیمی اودهغه دجرم شریکان کارمل اونورو کله چی دافغانستان دولتی نظام ړنګ کړ، ملی اردو یی منحل کړه. اودملی نفاق اور یی بل کړ .دهغوی لپاره هغه وظایف چی روس او ایران ورکړی وه نور ختم شویوه.او دتیښتی وخت رارسیدلی وه.هغه وظیفه درلوده چی دهیواد دتباهی عاملین په امن کی دهیواد نه وباسی .هغه پدی اړه په 590 مخ کی داسی لیکی : ببرک کارمل چی دکابل د ګارنیزیون په څنګ کی د مکروریانو په 240 بلاک کی اوسیده له کابل نه مزارشریف ته اوبیا حیرتانو ته ولیږدول شو .انا هیتا راتب زاد او دګوند نور کادرونه دکابل دګارنیزیون په مرسته ددهلی په لور واستول شول. ددی لپاره چی دهیواد دتباهی د عاملینو څیری اولاسونه د هیواد په ملی ناورین کی په ښه ډول دلیدو وړشی لازمه ده چی ددغه ملی ناورین ټول مراحل په مستند ډول بیان شی. پدغه اړه ځه دیوه اافغان لیکوال .ش .ستانیزی کتاب ته .چی نوم یی :( واقعات و حوادث از پا تک شاهی تاکیبل شاهی) .دی مراجعه کوم .چی د1379 کال په منی کی دچاب نه راوتلی دی .سره لدی چی په دغه کتاب کی صرف دکابل جریانات ثبت شوی خو بیا هم دتوجه وړدی. ځکه دافغانستان د 250 کلن سیاسی نظام دورانولو ټول مراحل په هغی کی دلیدو وړدی [ (. دبیښور معاهده ). د اپریل په 24 کال 1992 کی د تنظیمونو تر منځ دا لاندنی معاهده لاس لیک شوه. بسم ا لله الرحمن الرحیم. .. 1 -- پریکړه وشوه چی دحضرت صبغت اله مجددی تر مشری لاندی یو پنځوس کسیزه هیات دا خل دافغانستان ته ولاړ شی تر څو ددو میاشتو په موده کی دکابل دموجوده واکداری څخه قدرت په پوره ډول پی له قید او شرط څخه تر لاسه کړی .ددغه هیات مشری به په همدی دوه و میاشتو کی ددولت دریاست ممثل وی. دغه هیات به ددغی مودی څخه وروسته د عبوری دولت تر اخره د اسلامی موقتی شورا په حیث پاتی کبږی او ریاست به د حضرت صبغت الله مجددی په غاړه وی. ددشورا موده به هم څلور میاشتی وی . 2 – پریکړه وشوه چی استاد ربانی به دڅلورو میاشتو له پاره د افغانستان د اسلامی موقت دولت دریا ست ممثل وی دغه هیات به ددغی مودی خخه وروسته عبوری دولت تر اخره د اسلامی موقتی شورا په حیث پاتی کیږی .او ریاست به د دحضرت صبغت اله مجددی په غاړه وی .ددی شورا موده به هم څلور میاشتی وی . 3 -- دا پوره تعین شوی موده یوه ورځ هم نه تمدیدیږی . 4 -- د صدارت مقام او د کابینی نور غړی به د تنظیمونو د مشرانو يرته ددغو تنظیمونو ددوهمه درجه غړو څخه ټاکل کیږی . 5 --- دصدارت مقام حزب اسلامی ته ورکړ شو . 6 -- د صدارت معاونیت او داخله وزارت اتحاد اسلامی ته . 7 -- د صدارت معا ونیت او داخله وزارت د مولوی خا لص حزب ته . 8 --- دصدارت معاونیت او خارجه وزارت محاذ ملی ته. 9 -- ددفاع وزارت جمعیت ته . 10 --- ستره محکمه حرکت انقلاب اسلامی ته . او دا پریکړه هم وشوه چی شورای رهبری به علاوه پر تقسیماتو او تعیناتود نورو د پاره وزا رتونه تثبیتوی ددی ټولی پروسی عمر شپږ میاشتی دی او پدی ترڅ کی به د را تلونکی حکومت د پاره اسلامی متفق علیه شورا تصمیم نیسی .اودهغه اتقالی عمر به دوه کاله وی . ددغی معاهدی په پای کی .دغواشخاصو امضا ګانی کړیدی . مولوی محمدی ،مولوی خالص ، بر هانالدین ربانی ، عبد الرب رسول سیاف قطب الدین هلال ،پیر سید احمد ګیلانی ،او صبغت اله مجددی . ( د صبغتاله مجددی حکومت ): . پشتو ژباړه. د ثور په 8 . صبغت اله مجددی کابل ته ورسید.په پل چرخی کی نبی عظیمی . د هغه نه استقبال وکړ .په لارو کی خلک نه لیدل کیدل .کله چی شاه شجاع د انګریزانو لخوا کندهار ته راوړل شو . خلک دلارو دسرنه تخدیدل .همدا صحنه دمجددی دراتګ په وخت په کابل کی ولیدل شوه .مجددی چی رحیم وردګ دهغه سره مل تیا کوله ، دمرحوم سردار نعیم په کورکی ځای په ځای شو .او دهغه ځای نه یی هغه محفل کی چی دخارجه چارو په وزارت کی جوړ شوی وه برخه واخسته .دخارجه چارو د وزارت په تالار کی عبدالرحیم هاتف د جمهوری ریاست معاون.او فضل حق خا لقیار صدراعظم د خبرو کولو وروسته دولتی قدرت ، حضرت صبغت اله مجددی ته د جهادی شورا ریس او ددولت دممثل په توږه تسلیم کړ.په همدغه ورځ د خا لقیارموټر د خارجه چارو دوزارت دتالارنه مجاهدینو غلا کړ . صبغت اله مجددی دثور په 9 په کار پیل وکړ داحمد شا مسعود قواوی ددولت سره یوځای شوی او شورای نظار یی جوړه کړه.د وحدت ګوند پر وزارت داخله باندی قبضه وکړه .او دکابل ښار دقوماندانانو تر منځ تقسیم شو .تپه مرنجان ددوستم دقواو لخوا اشغال شوه .کوته سنګی او څلورمه کارته د د مزاری او اتحاد اسلامی تر منح تقسیم شوه .د عمومی سرک په دواړو خواو کی دد همزنګ نه تر میر ویس میدان پوری .په یوه خوا کی اتحاد اسلامی اوپه بله خوا کی حزب وحدت او حرکتیانو ځای نیولای وه . دمجددی دحکومت په اوله هفته کی لوټ تالان په ټول کابل کی پیل شو. شهر نو او داخله وزارت ،میر ویس میدان ،کارته یی چار اوسیلو ددوحدت ګوندلخوا چور او چپاول شوه .د وسلو ګودامونه دلوټمارو په لاس کی ولویدل. څلوزره موټر ددفاع دوزارت په شمول د شورای نظار او وحدتیانو لخوا غلا کړای شول.د صدارت مقر هم لوټ کړای شو. ..... په ګردیزکی ټانک او سقیله وسلی د حقانی دټوپکیانو لخوا اره شول او پا کستان ته منتقل شول.په کابل کی دارتزاقی او تعاونی موادو ګودامونه لوټ شول مجددی په افتخار ویل چی زما دقدرت په وخت کی دارتزاقی موادو نرخ ټیټ شویدی.اما دی خبر نه وه چی دامواد جهادی داړه مارانو غلاکړیدی او اوس یی په ارزانه بیه خرڅوی لوټ مارو حتی د جنازی موټر غلاکړل اودملی بس موټری دټولو نه لومړی پیښور ته ورسیدلی.مطبوعاتو سقوط وکړ.په کابل او ټول افغانستان کی دنواز شریف دامر په اساس دافغانستان مدرنه او عصری اردو منحل شوه او دهغی ځای جهادی قطعاتو ونیوه .د کابل په ښار راکټونه فیر کیدل او هره ورځ په لسهاوتنه دکابل بی دفاع خلک شهیدان کیدل.په دولتی ادارو کی مطلقه انار شی موجوده ده مجددی دجوزا په 5 پاکستان ته سفر وکړ نواز شریف هغه ته دلس ملیون ډالرو چک ورکړ .خوددغه چک سرنوشت معلوم نشو . هغه مزار شریف ته سفر وکړ اوددوستم سره یی مذاکرات وکړل او هغه ته یی د خالد بن ولید اوستر مجاهد لقب ورکړ...........ددولت او حزب اسلامی تر منځ شدیده جګړه پیل شوه.......دوحدت ګوند اواتحاد اسلا می تر منځ جګړه پیل شوه .پو هنتون او پولیتخنیک او ټولی لیسی او دولتی ادارات چی دوحدت دګوند په واک کی وی .بند شول. په ښار کی دهوتلونو اوګودامونو نه شراب را ایستل کیدل او دخلکو په مخکی د ټانک لاندی کیدل اما په مقابل کی د خلکو په ناموس اومال دجهادیانو لخوا تعرض کیده او لوټ کیدل. په ټول ښار کی دوسلو دخرڅولولوی مار کیتونه جوړشول...یومیل کلا شنکوف دیو قطی ال ام سګرت سره معاوضه کیدل......... بلاخره صبغت اله مجددی دسر طان په7 . دبیښور دمعاهدی دفیصلی مطابق قدرت استاد ربانی ته تسلیم کړ. .... دسرطان په 23 په کارته چار ،میر ویس میدان اوکارته مامورین کی د شورای نظار حزب وحدت اسلامی او اتحاد اسلامی تر منځ جګړی پیل کیږی..... دربانی دحکومت نه څلور میاشتی تیری شوی خو استاد پدی دلیل چی دقدرت خلا را منځ ته نشی داهل حل او عقد دشورا ددایریدوپوری خپل کارته دوام ورکوی . ... دکلبل په ښار راکټونه داغل کیږی هره ورځ په لسهاوتنه شهیدان کیږی .دکابل په غرب کی ټول ډیپو ګان، دکابل پوهنتون او دمعارف دوزارت دکتابونو ګودامونه لوټییږی .مکتبونه سوځول کیږی .د سوریا په مکتب کی ددریو سوو په حدود کی پښتانه او تاجکان ژوندی سوځول کیږی. دوحدت ګوند دا جنایات په حره کتیانو او حرکتیان یی دحزب وحدت په غاړه اچوی .درحمن بابا لیسه،رابعه بلخی اوسوریا په اور کی وسوځول شوی.دکابل فضا دلوګی نه ډکه ده دراکتونو اواو دسقیله وسلو دمرمیو انفجار وحشت جوړ کړیدی .دکابل اوسیدونکی په خپلو کورونو کی پټ شوی او دراکټونو دراتګ انتظار باسی، دغوګونو پریکول،دمیخونو ټکول ، دسینوپریکول،او دپښتنو او تاجکو ژوندی سوځول دکابل په غرب کی پیل شول......ددلوی دمیاشتی په 24 ددولت او وحدت ګوند دجګړی څلورمه مرحله پیل شوه .په سل هاو راکتونه اود هاوان مرمی فیر شوی.دکابل په ښارکی دهزاره ګانو لخوا شب نامه خپره شوه په هغی کی ویل شویوه .چی مزاری دهزاره قوم تباه کړ.موږ په دولت کی 6 چوکی لرودا موږ ته کفایت کوی څوک موږ ته دصدارت او جمهوری ریاست چوکی نه راکوی.چنګ په شدت دوام لری ددولت قواوی پرمخ ځی دبولیسو اکادمی د څارندوی روغتون،او دعلومو اکادمی اودباغ با لا دوحد تیانو دوجود نه پاکیږی...مولوی منصور دربانی طرفدار او ضپتو خان دلوګر والی ترور کیږی...وعلومو داکادمی نه 2500تخته قالینی دوه بوجی دالر په زرګونه تلویزیونونه اویخچالونه اونو رسامان الات چی دخلکو دکورونونه غلا شویوه.دجمعیتیانو په لاس ورغلل بیا معلومه نشوه چی هغوی دا مالونه څه کړل....جنرال حمید ګل کابل ته راغی چی امنیت تامین کړی.په تهران کی استاد ربانی او رفسنجانی دحوت دمیاشتی په 23 ملاقات وکړ. رفسنجانی دسولی غوښتونکی شو او وی ویل .چی ایران حاضر دی چی خپل ټوپکیان دامنیت دتامین لباره کابل ته ولیږی ....تورن اسماعیل دحکومت داجازی نه په غیر ایران ته سفر وکړ چی دایران دحکومت سره قراردادونه امضاکړی.....دایران دخارجه چارو وزیرمعاون ددوستم سره په یوه ملاقات کی وویل: کچیری په افغانستان کی داقلیتونو حقوق مراعات نشی سوله نشی راتلای.] (داپه دغه کتاب کی دمجاهدینو دیوه کال 1371دجنایاتو او ملی خیانت لند ه خلاصه وه چی ټکی په ټکی نقل شوه .خو بیا هم لازمه ده د72 نه تر76 کال پوری حوادثو ته هم لنده اشاره وشی چی پدی کتاب کی راغلی دی.چی ټکی په ټکی هغی ته به دپښتو ژباړی په شکل کی اشاره وشی.) احمد شاه مسعود په جبل سراج کی کله چی یی دجنګی بندیانو سره لیدل.په لودسپیکر کی خلکوته داسی وویل: ای مجاهدو قوماندانانو د پښتنو پر ضد قیام وکړی..کچیری پښتانه دوباره قدرت ته ورسیږی .څرنګه چی یی د بچه سقاو په دوره کی تاسی لوټ کړی .هغوی بیا هم تاسی لوټوی.هغه دخبرو په حال کی وه چی په هغه ډزی وشوی.او مسعود په ډیری عجلی سره دصحنی نه وتښتید او ځان یی پټ کړ. عزیز مراد وویل.امیددی چی دثور 28 .دکابینی سر نوشت تعین شی . دزاړه ښار اودمیوند په جاده کی دجمعیت او ددوستم دقواو تر منځ جګړه پیل شوه او 7 ساعته یی دوام وکړکورونه وسوځیدل اوتخریب شول.جنګونه دوام لری او راکتونه دکابل په ښار داغل کیږی. فهیم دعمومی امنیت ریس په یوی مرکی کی وویل: خارجیان ځموږ په چارو کی مداخله کوی.دهغی ژوندی مثال حزب وحدت دی.چی دایران لخوا تحریک او تمویل کیږی.پدی اړه معتبر اسناد ځموږ په لاس کی موجود دی.چی دمزاری دتیښتی وروسته دعلومو داکادمی نه داسی اسناد په لاس راغلل .چی دوحدت سره دجمعیت جنګی اسیرانو نه ایرانیانو تحقیق کاوه.. .ټاکل شوی وه چی په 8 دثورحکمتیار کابل ته ورشی.دحکمتیار کابینه دلاری دبندیدو په خا طر ونشول کولای چی په دارلامان کی راغونډشی.لس تنه وزیران یی چی غوښتل یی دبل چرخی دلاری نه چار اسیاب ته لاړ شی.دمسعود دټوپکیانو لخوا ونیول شول.چی بیا دسعودی عربستان دسفارت په منځ ګړیتوب خوشی شول(.2 دجوزا) .په 8 دجوزا یو تعداد وحدتیان چی په غوښه کی یی زهر بیچکاری کړی وه دپولیسو له خوا ونیول شول.دسرطان په 12 استاد ربانی په شاهی ارګ کی ددوستم سره ملاقت وکړ هغه ترکیی ته لاړ او دوستم یی دکفیل په حیث وټاکه. ..عزیز مراد دبی بی سی سره په یوه مرکه کی وویل:چی بالا حصار دشورای نظار په لاس کی دی او دوستم په تپه مرنجان کی مقاومت کوی... په 12 دجدی جګړی شدت پیدا کړ .پدی سوزونکی جګړه کی حزب اسلامی اووحدت هم برخه درلوده.ربانی دجدی دمیشتتی په 11 ددوستم پر ضد دجهاد اعلان وکړ .په 11 دجدی جګړه ددوستم او جمعیت ترمنځ په پل محمود خان او دمیوند په جاده کی کی پیل شوه ...دوستمیان دجمهوری ریا ست پوری پر مخ لاړل اما د3 پجونه وروسته دوستمیانو دپل محمود خان نه چمن حضوری خواته عقب نشینی وکړه....دجدی په 19 دتوپ او هاوان مرمیو نه علاوه 120.راکتونه په کابل وداغل شول ...دشازده سرای دجمعیت اواتحاد لخوا لوټ شو او بیا ورته اور واچول شو.... حامد کرزی چی بندی وه خوشی شو.هغه وویل چی موجود حکومت دحکومت کولو لیاقت او اهلیت نه لری... دکابل ښار دوباره دهوای حملو لاندی واقع شو د جدی په 24 په جلال اباد کی دمهاجرینو تعداد20 زرو تنوته ورسید. ددلوی د میاشت په 22 استاد ربانی د انتر کانتی ننتال، په هوتل کی دحزب وحدت دنمایندګانوسره ملاقات وکړ .هغه افشار دوباره حرب وحدت ته وبا ښه او هلته 1500 تنه وحدتیان دمزاری شا خه ځا ی پر ځای شول .( دیادونی وړ ده چی دکابل خلک د مزاری د ظلمونونه ډیر په تکلیف وه نو هغوی یو لیک دکابل اونیزی ته دنشر په خاطر واستاوه ځه صرف ددغه لیک ځینی برخی دهمدی کتاب نه چی ډیر مهم سند دی نقلا دلته راوړم.)دکابل دخلکو سر خلاصی لیک .. داسی اوازی موجودی دی چی ګویا دولت حزب وحدت ته اجازه ورکړی چی د افشارو په غره کی پوستی جوړی کړی.ایادولت په 1371 او 1372 کی دمزاری فجایع هیری کړیدی ؟ داسلامی انقلاب دپیل نه تر اوسه په زرهاو راکتونه.او هاوان مینونه دمزاری لخوا په خیرخانه،کارته مامورین، کارته پروان ، شهر کهنه شهرنو ،خوشحال مینه اوپغمان باندی فیرشول.چی دزرهاو تنو دشهادت باعث شول اوفامیلونه د 3 ، 5 ،6 ، 7 ناحیونه فرار او مهاجر شول.دهغوی کورونه چور او وران شول.ایا مسولینودچهل ستون.اود 3، 4 کارتی دخلکو لیک چی په هزاره قوم پوری اړه لری او دکابل په اونیزه کی نشر شویدی ندی لوستی؟ ایا هغوی مزاری جنایتکار او سادسیت نه وه معرفی کړی ؟ایا دکابل دعالمانو اعلامیه هیره شویده .؟ ایا هغه تعداد جنایت کاران چی دعبدلواحد ترکمنی په مشری په میوو او سبزیجاتو کی زهر ګډ کړیوه چی دسلهاو انسانانو دشهادت باعث شول هم هیر شویدی .؟ ایا دتیر کال خاطره داجتماعی علومو په انستیتوت او دافشارو په بوستوکی دهغه ښحو جسدونه پیدا کیدل چی په هغو تیری شویوه اوبیا یی سرونه پری شویوه هیرشوی.؟ ....عبدلعلی مزاری دپښتنو او تاجکو ورونو د وژلو او لوتولو نه علاوه په ملیاردونو ډالر مادی زیان افغان مظلوم ملت ته رسولی.یواځی دکابل پوهنتون ...په ملیون هاو ډالر ضرورت لری چی دوباره احیا او ترمیم شی.مزاری دکابلیانو دوژلو نه علاوه دغه موسسات اومکاتب لوټ کړی او تخریب کړی. داخله وزارت او ټولی نظامی قرار ګاه ګانی.په شهرنو ،قلعه فتح اله خان ، دتجارت وزارت، داوبو او بریښنا وزارت ،دصنایع وزارت، د کرهنی وزارت،دلوړو زدکړو او عالی تحصیلاتو وزارت،دکابل پولی تخنیک،دوطن پالنزی،دڅارندوی اکادمی،دڅارندوی 200 بستر روغتون، داجتماعی علومو انستیتوت،دواکسین جوړولو موسسه،دارلمساکین،دیخ جوړولو فابریکه ،دخصوصی سکتور ریاست،مرکزی سیلو ،د څلورمی کارتی ددوا جوړولوعمومی دیپو ، دبوتون فابریکه ،دمخابری لوا،د توپچی لوا،دراکت لوا،د کشف قطعه ،دوسلو ګودامونه د کرغ په غره او تپه تاج بیګ کی،ددارال امان قصر،دکوکا کولا فابریکه،دحیواناتو او الوتونکو دمرضونو انستیتیوت ،دنور روغتون،دملا ریا سره دمجادلی انستیتوت ،دښځو سناتوریم ،دعلی اباد روغتون ،دعقلی عصبی روغتون ،داتا تورک داطفالو روغتون. دسره صلیب روغتون، دنارینه و سناتوریم ،دکابل پو هنتون دهغی دتولو بوهنځیو سره،دکابل پوهنتون لیلیه ،کتابخانه،په لسهاو لیسی.ابتداییه مکاتب ، حبیبیه او ،حربی ښونځی،عالی دارالمعلمین.ثانوی تخنیک ،د غازی،محمود طرزی ،رابعه بلخی ،رحمن بابا،سوریا،رخشانه ،کارته چار لیسی اونور. همدارنګه په ګزر ګاه کی دپولند سفارت،دشوروی سفارت،5 ریاست اونور ټول دمزاری لخوا لوټ شول چی خساره یی دملیاردونو ډالروته زیاتیږی.ایا داسی یو سړی چی هیواد ته یی مادی او معنوی زیان رسولای وی عفوه کیداشی....تاریخ به هغه عفوه نکړی....موږ دکابل ښاریان په صراحت سره وایو چی ددفاع وزارت اواسلامی دولت ځموږ دکابل دځوریدلو خلکو اواز واوری....... مزاری ددینه غافل دی چی هزاره خلک دتاریخ په اوږ دو کی دخلکو په زړنوکی ځای درلود.او په هر وخت اوزمان کی دربارته نژدی وه لری نه ځو تیر 20 کاله په نظر کی نیسو.ایا دظاهر شاه په وخت کی داکتر سهرابی اونور دوخت وزیران نه وه.ایا سلطان علی کشتمند دکمونستی حکومت برجسته غړی نه وه؟ ایا همدا اوس ..... دکانونواوصنایعو وزیراو کریم خلیلی دمالیی وزیر ندی..په پای کی موږ په اسلامی دولت ،انتقاد کوو.او په تشویش کی یو چی مزاری ته دافشارو دوباره تسلیمول په خا ص ډول ستراتژیک نقاط ایا ددولت ماته نده.... داعمل به ستر مصیبت دکابل خلکو ته راوړی..... 15- 3- 1373 . شمسی کل .د کابل ښاربانو دامضا ځای . دحمل دمیاشتی په 6 – دارګ په شاوخوا ،دما لیی وزارت ، داستقلال لیسی .دپوهنی وزارت ،دزرنګار پارک او پل خشتی کی 62 راکتونه ولګیدل چی په هغی کی 32 تنه مړه 63 تنه تپی شول.. .د چلستون په شاوخواکی پنجابیان ، او عربان ولیدل شول.عربانو په خپلو تورو افغانان په بی رحما نه ډول حلا لول .هغوی د اله اکبر په ویلو سره اول دهغوی دغاړی رګ پری کاوه او دهغی وروسته به یی دافغان سر دهغه دتن نه جلا کاوه ددی نه وروسته به جنایت کار عرب په وینو ککړه توره څټله او بیا به یی په تیکی کی ایخودله .... په دارالامان کی موزیم تخریب اوتاریخی اثار دوحدت ګوند لوټ کړل.او هلته هغه ودانی چی دامان اله خان په وخت کی جوړ شوی وی. ټولی ورانی کړی او دهغی کړکی لرګی د ځان سره وړل .دد ارل امان قصر هم هغوی همدارنګه وران کړ .... په چهل ستون کی داوسپنو لوی ګودام لیدل کیده چی یو من په 50 افغانی خر څیده .... قاچاق برانو دغه اوسپنه اول لوګر اوبیا پا کستان ته وړله. د سرطان دمیاشتی په 8 په جلال اباد کی جناب حکمتیار، صبغت اله مجددی ،جنرال فوزی ، حزب وحدت غونډه وکړه . دجلسی په پای کی هغوی د پاکستان نه وغوښتل چی دربانی په لری کولو اودهیواد دمشر په ټاکلو کی مرسته وکړی...په تهران کی د افغانستان سفیر دایران خارجه وزارت ته احضار شو او هغه ته وویل شول: چی پر مزاری باندی تعرض شویدی او ایران پدی مورد کی بی تفاوته پاتی کیدای نشی. دافغانستان خارجه وزارت دایران دا ادعا دحقیقت نه لری وګنله او هغه یی دافغانستان په چارو کی صریح مداخله و بلله.... کله چی دکابل غربی برخه د مزاری دوجود نه پاکه شوه .دسید کاغذ دسینما نه دلسهاوښحو بربند جسدونه چی پرهغوی تعرض شوی وه اوبیا وژل شوی وی.کشف شول .ډیری بوجی ګانی چی دښحو دسر چوټیو نه ډکی شوی وی.په لاس راغلی .او دکابل په پوهنتون کیداسی اجساد په لاس راغلل چی په ولاړه دفن شوی او سرونه یی پری شوی وه.دپولند په سفارت کی د ګزرګاه خواته یوتعداد ښځی چی سرونه یی کل شوی وه ازادی کړای شوی دپاتی برخی لپاره دلته ټک ورکړې - بېرته شاته