(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان سره داسلام په نامه د اسلامی او غیر اسلامی .... :

-- داسلام په نامه دخارجی هیوادونو شریکی دسیسی. داوه داسلامی تنظیمونو په لاس داسلامی حکومت په دوران کی دشویو جنلیاتونو لنډ ګزارش چی په مستند ډول دهغی نه یادونه وشوه ..اوس.د هغه اسلامی تنظیمونونه چی دټولونه زیات دشویو جنایاتو مسولین دی .لکه وحدت اوشورای نظارنه څوک.دانافغانانو دوژلو پوښتنه نه کوی. هغه هم.پدی ضعیف منطق چی سوله خرابه نشی حتی دهغوی نه خلکو ته دمالی رسیدلی زیانونو تاوان هم نه اخستل کیږی .سره لدی چی هغوی اوس په همدی هیواد کی واک چلوی. او ملیونونو ډالر لری. د تعجب وړ خبره داده .هغه کسانو چی دغه جنایتونه کړی د 1992 کال نه تر اوسه واک چلوی او.نن یی په دفاع کی 36 هیوادونه دخپلو عسکروسره ولاړ دی دا دهغوی کاری تیم دی .دغو هیوادونو.خپل ټول نظامی ،اقتصادی، استخباراتی،او تبلیغاتی امکانات او حتی خپل جهانی اعتبار. دهغوی په واک کی ورکړی.ځکه خارجیان ددوی په شان کسان چی په خپلو خلکواووطن هیڅ رحم ونه لری.او حرفه یی وطن فروشان او ملی خاینین وی .نشی پیداکولای .چی بیا د هغوی په لاس په افغانستان کی، خپل اهداف عملی کړی.ددغو ښکاره مجرمینونه د دوه تنو لپاره نن ډیر کار کيږی.یو مسعود اوبل مزاری .دهغوی عکسونه خپریږی، مجسمی جوړیږی،او فرهنګی ټولنی هغوی ته کار کوی .دهغوی نه اتلان جوړوی.او حتی دمسعود عکسونه په رسمی دوایروکی ځوړند دی.داددی خبری ښکاره ثبوط دی چی او س څوک حکومت کوی او واک چلوی.او دد موکراسی او بشری حقوقو دشعارونو شاته .اصلی او عملی سیاست دسیاسی اسلام د شعار لاندی کوم دی.دهغوی روان تبلیغاتی سیاست دافغان روشنفکرانوپر ضد دزهر جن پرو پا ګند دوام دی چی خپل کاری تیم یا دبشریت دشمنان په قدرت کی وساتی. او ټول مسولیت افغان روشنفکرانو ته متوجه کړی..اوس لیدل کیږی چی دداود دوخت تکنوکراتان اونورو سیاسی مداریان. دافغان روشنفکرانو دبدنامولو لپاره په جهانی تلویزیونونو کی.چی د خارجی جاسوسی شبکو لخوا دهغوی په واک کی ورکړ شوی. شدید عوامفریبانه تبلیغات پدی خاطر پیل کړی چی دموجود ملی ناورین نه دخلکو توجه بلی خواته شی او افغان روشنفکران تخریب شی. اوس ښکاره لیدل کیږی چی .رادیو تلویزیون، انترنتی پاڼی،ورځپانی،کتابونه، اوپه جوماتونوکی.ددغو هیوادونو لخوااستخدام شوی مبلغین.ددغو جنایت کارانو په ګټه او دافغان روشنفکرانو پر ضد په کارلویدلی.دغه لوی تبلیغاتی ماشین چی دخارجی هیوادونو لخوا استخباراتی وظایف سرته رسوی.غواړی عامه ذهنیت ته په هغه جهت کی سمت ورکړی.چی دوی یی غواړی. اوس لیدل کیږی چی حتی ددغو تلویزیونونو په سیاسی .بحثونوکی.دخارجی جاسوسی شبکو افغان غړو.خاص ګروپونه جوړ شوی چی داوریدونکو په شکل کی دمداری او جنبوری رول لوبوی او بیا دغه مداریان.د افغان روشنفکرانو.دبد نامولو او تخریب په خاطر.دهغه چټلو بازاری کلماتونه استفاده کوی .چی دانسان نفرت او کرکه تحریکوی.سره لدی چی ددوی کرکجن ماهیت.او اصلی څیره اوس خلکوته روښانه شوی ده.خو ددوی رزیلانه هڅی اوس هم دوام لری.دشمن د دغه ستر تبلیغاتی ماشین.په وسیله دافغانانو دمعنوی تباهی لپاره کار کوی.دوی تور سپینوی او سپین توروی.حقیقت وژنی او درواغ په حقیقت بدلوی.او د افغانستان عینی تاریخ تحرف.او دعوام فریبی داستانونه جوړوی. دمعلوم الحال اشخاصو په وسیله.په جعلی عوامفریبانه سیاسی تحلیلونو خلک غولوی. داد افغانانود نن ورځی دملی ناورین ددوام مهمه روانی وسیله ده. اوس ددی وخت رارسیدلی دی چی افغان وطن پالونکی.ددشمن دغه تبلیغاتی ماشین مات کړی. افغان وطن پالونکی روشنفکران په قوی ارادی او مشترک کار سره حقایق خلکوته توضیح کړی او دخلکو د ذهن په روښانولوسره ددشمن داسنګر مات کړی. ځکه.همدا تبلیغات دی چی دوطن دتباهی عاملین یی په قدرت کی ساتلی او عامه ذهنیت یی دهغوی منلوته تیارکړی دی. او واقعی وطنپالونکو دتجرید لپاره یی کار کړیدی او پدی ډول یی دهیواد ملی ناورین ته یی د دوام ورکولوژمینه برابره کړیده. ما فیایی ډلی یا دهیواد اصلی اداره کونکی پټ تشکیلات . خارجیانو داسلامی ګوندونو په وسیله دمافیایی ډلو په جوړولوسره ډیر اهداف تر لاسه کړی.مثلا 1 --.د ملګرو ملتونو د احصایی مطابق هرکال تر 8000 ټنو پوری مخدره موادخارج ته صادریږی.دا به ډیره ساد ه ګی وی که داسی تصور وشی چی افغان دهقان دا مخدره مواد.په خره باروی اوبیا یی داوروپا اونوری نړی بازارونوته انتقالوی.هیڅوک نشی کولای.دامنیتی او استخباراتی کړیو دمرستی په غیر دا کار وکړی.په ټوله نړی کی ددغو موادو انتقال رسما لوی جنایت شمیرل کیږی.اما په عمل کی د افغان او خارجی پټو جنایی تشکیلاتو لخوا چی مافیا ورته ویل کیږی دا کار هره ورځ تر سره کیږی.ځکه خارجیانوته دا ملیاردونه ډالر عاید دی.چی هم دروان جنګ مصارف پوره کوی.اوهم دو ی ته لویه سرمایه پاتی کیږی.شاید دافغان قاچاقبرانو لپاره د100- یا 300 یا 500 کیلو مخدره موادو انتقال دامنیتی قواو په مرسته اسان کار وی .اما افغان قاچاقبرانوته د 100 – یا 300 – 500 – یا 1000 ټنو انتقال هغه هم دنړی ټو لو هیوادونو ته عقل نشی منلای. نوځکه ویل کیږی چی دا مخدره مواد د خارجی نظامی ځمکنی او هوای تراسپورت په وسیله دنړی مخصوصو ځایونوته انتقال کیږی . ځکه هیڅ یوه هیواد ته ددغه دنظامی ترانسپورت دکنترول حق ندی حا صل .دغه نظامیان صرف خپل مرکزی امرته مسولیت لری. دغه مخدره مواد خپل ځای ته درسیدلو وروسته. بیا دجهانی مافیا لخوا ټولی نړی کی خپریږی . دمخدره موادو دقاچاق پرضد تشکیلات چی هدف یی صرف دخالی ذهنه افرادو غلول دی.یواځی تبلیغاتی جنیه لری- 2 –د نوی حکومت د 8 کلن حاکمیت وروسته .بیا هم په ایران او پا کستان کی د 4 ملیونوافغان مهاجرینو دراتګ مخه دیوه پلان مطابق نیول شویده .همدا نن کچیری دوی ونشی کولای دسیاسی ما فیا دلار ی دولتی نظام بدل یا استعمال کړی.کافی ده چی دغه مهاجرینوته په یوه وخت دافغانستان په لور حرکت ورکړی.دا انسانی سیلاب کولای شی نه یواځی سیاسی نظام بلکی ټول افغانستان دیو لو ی بحران سره مخ کړی.دمهاجرینودنه راتګ دلیل بی امنیتی ده .اودا بی امنیتی اسلامی حاکم ګوندونو او ددوی ما فیایی ډلو دپلان مطابق جوړه کړیده.3 – نن په اروپا امریکا او نوروهیوادونوکی په لسهاوزره روشنفکران،داکتران ، انجینیران ،او عالمان اوسیږی چی هیواد ته دورستنیدلو وسواس او قوی اراده لری.افغانستان هم دوی ته شدید ضرورت لری.دهغوی جمعی ورتګ او دهیواد سیاسی اواقتصادی چارو کی برخه اخیستل دهیواد سیاسی سیستم او دمافیایی ډلو حکم حالت ته تغیر ورکولای شی او دنظام څیره بدلولای شی.نوځکه دمصنوعی بی امنیتی په راوستلوسره ما فیایی ډلو دهغوی دراتګ مخه هم نیولی ده.4 – نن هر څوک پدی پو هیږی چی په افغانستان کی د صنعت او تجارت او سرمایداری درشد لپاره.امنیت ته شدید ضرورت دی.دا امنیت ددوی دما فیایی ډلو لخوا له منځه تلی دی .دو په دی کار سره حتی خپل اصول چی دسرمایداری نظام جوړیدل دی د پخو لاندی کړی.- پورتنیو حقایقو ته په کتلو سره داویلای شو چی اوسنی نظامی سیاسی ، اقتصادی ،اوفرهنګی بحران ټول دیوه تنظیم شوی پلان مطابق جوړ شوی. دمثال په ډول 8 – کاله کیږی چی دبن دغوندی په اساس افغانستان کی مافیایی ډلی واک چلوی.اوخپل قدرت یی زیات کړیدی. سالم انسانی عقل دا هیڅکله نشی منلی.چی مشهور غله، لوټماران،دخلکو قاتلان، دافغانستان دنوم دشمنان،وطنفروشان.وکولای شی.ملی ګټی تامین کړی،امنیت راولی،اداری فساد ختم کړی ،اجتماعی عدالت راولی،او په حکومت باندی دخلکو باور زیات کړی.دا حا لت په افغانانو باندی دخارجیانو ملندی وهل دی. کچیری دغو پور تنیو حوادثو او حقایقو ته لږ دقت وشی ، دا به په ډاګه شی .چی په سیاسی اسلام کی هرڅه جایز دی.دخلکو وژل دهغوی دبدن ټوتی په بمونو الوزول.دهغوی په ناموس تعرض کول. وطن تباه کول،دهیواد ورونو قومونه په جنګ اچول ،او وطن خرڅول. ملی خیانت کول داټول ، دهغوی لپاره جنایت نه شمیرل کیږی. او عادی کار دی. او اجوره یی هم دخارجیانولخوا ورکول کیږی. ددی دلیل چی خارجی هیوادونه دخپلو عسکرو دوینو په قیمت اسلامی تنظیمونه په قدرت کی ساتی .هغه ددغو تنظیمونو لپاره د،وطن،خلکو،اوحتی اسلام په مقابل کی د وجدانی مسولیت داحساس نه لرل دی.همدا علت دی چی خارجی هیوادونو.دسیاسی اسلام نه دیوی ډیری قوی فکری او ایدیا لوژیکی وسلی په توګه په افغانستان کی دحکومت کولو لپاره استفاده کوی. دا دهیواد دملی ناورین ددوام اصلی عامل دی. همدا دلیل دی چی .دبن په کنفرانس کی خارجیانو هغه اسلامی تنظیمونو ته قدرت وسپاره چی دافغانانو هیواد یی تباه کړی وه .دیادونی وړ ده چی .په 2001 کال کی دبن د کنفرانس ددایریدلو په وخت ډیر منور او پوه خلک اوسیاسی ګوندونه چی د جهانی ټولنی دتاید وړهم وه ، قصدا دحکومت په ترکیب کی دشاملیدلونه لری وساتل اویا یی دحکومت نه دوباره دمافیا یی دلو داعتراض په اساس لری کړل. ځکه دهغوی هدف دمافیای ډلو دجوړولو دلاری .دحکومت اداره کول وه .چی دهغوی مداخله ددولت په اداره کی دلیدلو وړ نه وی او هرڅه دپردی تر شا بت باتی شی یعنی دپردی پرمخ داسلامی ګوندونوحکومت وی اما اصلی اداره ددوی په لاس کی وی. نوځکه دبن په کنفرانی کی هغه اسلامی تنظیمونوته قدرت وسپارل شو چی کابل او ټول وطن یی وران کړی وه.دادی اوس 8 کاله وروسته داسی معلومیږی.چی دغه اسلامی تنظیمونه به دخارجی هیوادونودکاری ټیم په توګه په قدرت کی تل پاتی وی. دغو اسلامی تنظیمونواوس په هیواد کی سیاسی مافیا جوړه کړیده . چی دغه سیاسی مافیا به دخارجی استخباراتی شبکو په وسیله دپردی شاته دهیواد سیاسی سیستم کنترولوی. ځکه دخارجی هیوادونو لاس په دولت اوحکومت کی دتغیراتو دراوستلو لپاره.پټ وی .او خلک په هغه نه وینی .او دغه تغیرات به دخارجی هیوادونو مداخله نه کڼل کیږی .او ددغی مافیایی نظام رهبران به دپردی شاته دمعاملو وروسته . دانتخاباتی نندارو د لاری دخلکو په منتخبو نمایندګانو بد لیږی . نوځکه ویل کیدای شی.چی د بشری حقوقو،دموکراسی،مدنی ټولنی ، د قانون حاکمیت شعارونو شا ته .دخارجی هیوادونو کاری تیم هغه اسلامی تنظیمونه دی.چی دادی دوه لسیزی واک چلوی او دمدنی ټولنی ، دموکراسی ، بشری حقوقو ، دقانون حاکمیت . ددغو ټولو اعلان شویو اصولو سره په دشمنی کی ولاړ دی . اوسنیو شرایطو ته په کتلوسره ددغو بدو شرایطو دیدلون امید دیر کم دی. دموجودو اسنادو پر اساس لکه چی ولیدل شول دوه تنو دهیواد په تباهی اساسی رول درلود .مسعود او مزاری .دغه اسلامی دولت دهغوی نه اتلان جوړکړیدی. او خلکونه یی داحق هم اخستی دی چی هغوی ته دمجرم خطاب وکړی.او یا دحاکم نظام نه دعدالت غوښتنه وکړی.او س دا په روښانه لیدل کیږی چی دخلکو رایه دقدرت منبع نده.بلکی دا خارجی هیوادونه دی چی د قدرت منبع جوړوی.موجود شخصیتونه چی دهغوی په زر اوزور جوړ شوی.دی. دخلکو دارادی تمثیل نشی کولای.که داسی نه وای نو د انتخاباتو وروسته به جګړه ختمه وای ځکه خلک دخپل منتخب حکومت پرضد قیام نکوی اویا یی نشی کولای. په طبیعی ډول خلک دهغه حکومت نه دفاع کوی چی رایه یی ورکړیده. لکه څرنګه چی لیدل کیږی.دخارجی هیوادونو په دغه سیا ستونوکی .اسلامی ګوندونه په شمال اوجنوب ویشل شویدی .یا په بل عبارت.خارجی هیوادونه دوه کاری تیمونه لری .دشمال اسلامی ګوندونه اودجنوب اسلامی ګوندونه. چی په واقعیت کی دولت او اپوزیسیون یی جوړ کړیدی.او هریو ځان حقیقی مسلمان او بل غیر حقیقی مسلمان بولی. . په دغه تقسیم کی دشمالی ډلوته ډیر امتیازات په برخه شویدی.حکومت اومالی چاری، ما فیایی ډلی چی په هغی کی سیاسی،اقتصادی،مخدره مواد مواد اونوری مافیایی ډلی شاملی دی.هغوی وظیفه لری چی دملی نفاق اور تازه وساتی او دخراسان دنامه لاندی دهیواد تجزیی ته کار وکړی.او دهیواد اقتصاد کنترول کړی او داسی یو نظام جوړ کړی .چی اداری فساد.اورشوت ، بی عدالتی.په نا اعلان شوی قانون بدل شی. خو پدغه تقسیم کی ډیر وژونکی اوتباه کونکی وظایف دجنوب اسلامی ډلو ته ورکړل شویدی کچیری تیر تاریخ ته ولیدل شی. دشمالی تلوالی اوروسانو دتوافقاتو پر اساس.چی په شمال کی دپښتنو نژادی تصفیه او په جنوب کی دهغوی ځپل دهغی هدف وه دشمالی ټل والی مافیایی ډلو مشرانو همدا قرار دادونه چی ملی نفاق او دهیواد تجزیه یی هدف و په 2001 کی داتلاف دقواو سره هم امضا کړل. چی ذکر یی دا لیکنه په کتاب بدلولاشی .دهمدی قرار داد و نود عملی کولو په اساس په 2001 کال کی 120000 تنه دشمال نه درسمی احصایی په اساس جنوب ته مهاجر شول. چی ځینی یی تراوسه هلته پاتی دی خارجیان کولای شی دغه مهاجرین خپلو کورونو ته ستانه کړی .خوهغوی دملی نفاق داور دبل ساتلو او نورو پټو سیاستونو په خاطر داکار نه کوی . .. -- په جنوبی ولایاتو کی د اسلام په نامه روان دوینو سیلاب. . سره لدی چی داسلام ددین نه سیاسی قدرت ته درسید لو دیوی وسیلی په حیث ګټه اخستل دسیاسی اسلام تګلاره ده .اما دطالبانو غورزنګ ځان ته دحقیقی اسلام پیروان وای.هغوی پدغه شعار: که مړ شوی شهید یی او کچیری دی وواژه غازی یی همیشه دجنګ میدان ګټلی خو دسیاست میدان یی بایللی دی.اوس دادی دهغوی دشهیدانونه هدیری ډکیږی او دمعلولینو لښکر ورځ په ورځ دزیاتیدو په حال کی دی سره لدی چی هغوی پاکه عقیده لرله .خود خپلو ماتونه درس نه اخلی. او دهغوی دتباهی داستان بیا بیا تکراریږی.دغه حالت په دریو مرحلو ویشلای شو.. 1 – لومړی مرحله شورویان مات شول او ووتل خو رو سان راغلل او اسلامی دولت هغوی جوړ کړ.دولتی امتیازات دروسانو دافغان جاسوسانو په برخه .او دوینو تویدل او دجنګ په اور کی سوځیدل ددوی په برخه شول. 2 – دوی خپل حکومت د امارت اسلامی د نامه لاندی جوړ کړ.اما سیاست او دهغوی سیاسی رهبری بل هیواد یا هیوادونو کوله .خو کله چی سترو قدرتونو بله لوبه کوله .دغه هیواد دوی ټول لکه دقربانی پسونو په ډیر لوړ قیمت خرڅ کړل . دوی یوځل بیا په جنګ کی وړل شوی میدان په سیا ست کی پای لود.. 3 – دریمه مرحله .چی همدا اوس روانه ده . دسیاسی درایت دنشتوالی له امله .همدا لوبه بیا دتکراریدلو په حال کی ده. ځکه چی جنګ په تش لاس نه کیږی .وسلو او پیسوته ضرورت لری دا وسلی او پیسی داسمان نه نه راولیږی .دوی مجبور دی چی دنورو هیوادونو نه هغه ترلاسه کړی.هر هغه هیواد یا هیوادونه چی دا ورکوبی.په مقابل کی خپل اهداف لری. او س دحاتم طا یی وخت تیر شویدی .هر هغه هیواد چی څه ورکوی په مقابل کی ډیر څه غواړی..او دا واضح ده چی دغه هیوادونه دبل چا په غم نه ځوریږی .او خپلی ګټی او سیاسی اهداف ورته مهم دی.نو ځکه سیاسی لوبه خارجی هیوادونه ګټی او وینه دعقیدتی مسلما نانو توییږی..ایا سالم عقل به داسی یوی تکراری تراژیدی ته دبیا تکرار اجازه ورکړی. ؟ جواب نه دی. دبلی خواخارجیان دجګړی ددوام لپاره قا طع دلیل ته ضرورت لری یعنی دجنګ دیوه اړخ موجودیت . دبل اړخ دموجودیت ایجاب کوی.ځکه کچیری دااړخ موجود نه وی.جګړه دوام نکوی.دغه دلیل يا بهانه طالبان دوی ته ورکوی خارجیان ضرورت لری چی خپل نطامی او استخباراتی قوت دجهانی رقابتونو په خاطر ځموږ په هیواد کی وساتی او ځموږ په هیواد کی مغلوبه جګړی ته پدی خا طر دوام ورکړی چی بل واقعی سیاسی یا مسلح اپوزیسیون دجوړ یدو مخه ونیول شی. ددی کار لپاره .اوس حتی خارجی استخباراتی ډلی.دوسلوالو مخالفو دلو په جوړولوکی کار کوی اوس دمدیا دلاری ویل کیږی .چی ډیرو خارجی هیوادونو .خپل مسلح جواسیس د طالبانو دنوم لاندی دجګړی میدان ته داخل کړیدی.اوس به خلکوته دا ډیره مشکله وی چی داصلی او جعلی طالب فرق وکړی ځکه شرع ظاهر ته ګوری او ددغه جواسیسو ظاهری بڼه د طالب په شکل کی ده. اوس خارجیان علاوه د پیسو او وسلو دخپلو دډلو دتقویی لپاره دملکی خلکودوژلو دلاری.خلک تحریکوی چی دطالبانو سره یو ځای شی او په وسلو سنبال شی. حتی دخارجی هیوادونو په مدیا کی په وار وار ددی ذکرشوی چی ډیرځوانان په کلیو او بانډو باندی دړوند بمبارداو دبی ګناه خلکو دوژلونه وروسته د طالبانوته سره یو ځای شویدی .داکار قصدی کیږی. مثلا. سره لدی چی داتلاف قواوی دافغانانو په رسم او رواج، اودهغوی دانتقام جویی په روحیه خبردی.خو هغوی بیا هم د 2001 کال نه بیا تر اوسه پوری په واروار په جنوبی ولایاتوکی دخلکو په ودونو ، دهغوی دجنازی په مراسمو ،او دبی ګناه خلکو په کورونو، ړوند بمبارد کړیدی.پدی اړه حتی هغوی دمنتخب جمهور ریس کرزی اعتراضونوته هیڅ توجه نده کړی.ددی خبری ښکاره ثبوط او معتبر سند دی چی داتلاف قواوی د طالبانو دامحا لپاره نه بلکی دهغوی ډلوته دنویو احساساتی ځوانانود شاملولو په خاطر او دمخکنی پلان مطابق دا تحریکونکی ،اعمال په تکرار تکرارسره سرته رسولی دی.ددی نه علاوه.نورو شواهدوته هم اشاره کیدای شی.چی دا لیکنه اوږدوی. دایو ثابت حقیقت دی چی په نړی کی روان کړکیچ اوپه وروسته پاتی هیوادونو کی داخلی جګړو ته اکثر دسترو قدرتونو لخوا سازمان ورکول کیږی.داخلی جګړه په یوه هیواد کی د یوه مضر مکروب او طاعون حیثیت لری.چی مداخله کونکی هیوادونه دهغی په خپرولوسره د یوه هیواد کنترول تر لاسه کوی.او دخپل حاکمیت او جهانی سیا ستونو دعملی کولولپاره دداخلی چګړو په وسیله زمینه مساعده وی په افغانستان کی دخارجیانو لخوا دجګړی ددوام منطق چی اوس د طالبانولخوا ویل کیږی.داسی جوړ شوی .چی دسولی مذاکرات په کلی ډول ناممکن کړی.مثلا .دخارجی قواو وتل،او داساسی قانون لغوه کول يا تعدیل .داسی شرطونه ځکه عملی ندی .چی دیوی خوا موجود سیاسی نظام دخارجی قواو په تکیه جوړ شوی.اوکه دا قواوی ووځی نوسیاسی نظام عملا نشته.او دبلی خوا داساسی قانون موجودیت د سیاسی نظام دموجودیت معنی لری .ځکه ددغه حکومت قانونی بنیاد دهغی په اساس ایخودل شوی. دداسی شرط وړاندی کولو معنی داده چی دمذاکراتو یو اړخ له منځنه لاړشی.نوبیا مذاکره دچاسره . ؟ ددی په ځای کیدای شی چی دمساوی حقوقو په اساس دمذاکراتو غوښتنه وشی.داسی یو پیشنهاد هم عملی او هم منطقی دی.او کیدای شی چی عامه ذهنیت دهغی نه استقبال وکړی .ځکه دجنګ په څنګ کی دسولی او مذاکراتو بدیل هم شته .اما په اوسنی شرایطو کی دجګړی دوام چی ګټه یی هم په تبلیغاتی اوهم دجګړی ددوام په لحاظ خا رجیانوته رسیږی .دهیواد دتباهی او بربادی نه په غیر بله ګټه نلری.دداسی تباهی اثار او س په جنوبی ولایاتوکی ډرښه دلیدو وړ دی. دهیواد تیرو جریاناتو وښودله.چی په جنوب کی دپښتنو دځپلو لپاره دشمال اسلامی ډلو امکانات ډیر کم وه.نوځکه دادنده دجنوب اسلامی ډلوته وسپارل شوه. په جنوب کی دخارجی جاسوسی شبکو لخوا د داسلامی ډلو لپاره. . ددغو لاندی وظایفو اجرا کول مطرح وه : دمغلوبه خونړی جګړی دوام .( مغلوبه چګړه هغه ده چی په هغی کی ماته اودمرګ فیصدی زیاته وی اویوه خواا داستخباراتی وظایفو په جریان کی دیوه ګروپ دمرګ په منلو سره هغی ته دوام ورکوی) خلک دهیواد دسیاسی بهیرنه لری ساتل،.دداسی حلت راوستل چی په هغی کی په خلکو باندی د فقر ، ناروغی، جهالت او خارجیانوته دایمی احتیاج، غمجن حالت حاکم وی ، .په جنوبی ولایاتوکی د پښتنو دځپلودهغوی دبیسواده کولو،او په فقر اودایمی احتیاج ساتل وه دبلی خوا خارجیانو دجګړی دپیل لپاره . یوی بهانی ته ضرورت درلود . چی خلک وځپل شی او بیا دویری او وحشت په اساس دخلکو اراده ماته اوډیرو بدو شرایطو ته تسلیم شی. او دهمدی ویری او وحشت په اساس خلک دخارجیانو ټول پروګامونه په اسانی ومنی . اسلامی ګوندونو دمغلوبه جنګونو په کولو. داسی یوه بهانه خارجی قواو ته په لاس ورکړه. ځکه دی جګړی کوم هدف نشو تر لاسه کولای .اما دبی دفاع خلکو دزپلو لپاره یی خارجی قواو ته بهانه په لاس ورکو لای شوه.چی ددی کار په جریان کی ډیر بی ګناه خلک ددغی دسیسی قربانی شول په پیل کی خارجی قواوته دا کافی وه چی دیوه کلی نه په هغوی ډز وشی او هغوی دسقیله وسلی په استعمال سره دغه کلی دټولو انسانانو او حیوا ناتو سره په بل مخ واړوی .اوټول ووژنی .چی خلک دویری او وحشت په اساس هر ډول بدو شرایطو ته غاړه کیږدی..چی مثا لونه یی ډیر دی.اوس ددنیا دتلویریونونو لخواددغو حوادثو ډیر مستند تصاویر خپاره شوی دبلی خوا.په جنوب کی اسلامی ګوندونو پدی منطق چی دخارجیانو پرضد جهاد کوی.د افغانستان په سیاسی بهیر کی یی دخلکو داشتراک مخه ونیوله .او په انتخاباتو کی یی دهغوی ګډون منع کړ..داکار به ددی باعث شی .چی خارجیان هرهغه څوک چی وغواړی ددغو خلکو په نمایندګی .په ډیره اسانی پارلمان ته ولیږی.داسی کسان چی دخلکو په مقابل کی دمسولیت احساس ونکړی .او دملت په ځای خارجی بادار ته مسول وی خارجیانو داسی یو کار په خپله هیڅ وخت نشوکولای. خودغو اسلامی ګوندونو هغوی ته وکړ. دداسی خدماتو لړی اوس هم روانه ده. هغوی په جنوب کی.دعلم اوتحصیل مخه ونیوله.مکتبونه یی وسوځول او معلمین یی ووژل.او خلک یی دجهالت تورو تیاروته ورټیل وهل. دلارو جوړول او مدنی پروژو مخه یی ونیوله صحی کلینیکونه یی وران کړل.دخلکو دژوند سطحه یی ټیټه کړه .خلک یی په دایمی فقر او احتیاج کی وساتل.. هغوی داسی حالت راوست .او ځوانان یی دنا پوهی او جهالت پداسی تورو تیاروکی ډوب کړل. او خرافاتی کړل .چی بیا دغه ځوانان دجنګ ددوام لپاره دهغوی دتوپ دخولی په غوښی بدل کړای شی.اوس هره ورځ دهغوی وینی تویږی .اسلامی ډلو هغه تنکی ځوانان دمرګ کندی ته اچولی چی دسیاسی لوبونه خبرهم نه دی .هغوی ته ویل کیږی چی ځان ددنیایی عذاب نه خلاص کړی ځانونه داسلامی جهاد په لار کی قربان کړی چی ابدی راحت مو په جنت کی نصیب شی.دغه ملایان په دی دنیاکی هغوی ته دجنت قوالی ورکوی .چی دا په خپله کفردی. صرف خدای پوهیږی چی څوک به جنت ته ځی .او څوک دوزخ ته.بنده دداسی فرمان دصادرولو حق نلری. ځکه خاتمه مستوره ده . اوس دا ځان مرګی بریدونه اکثر په جوماتونوکی کیږی اوډیر بیګناه مسلمانان قربانی کیږی چی ددنیانه خبر هم نه وی . کچیری نن دجګړی دواړوخواو ته وکتل شی . اداره یی دخارجی جاسوسی شبکو په لاس کی ده. دطالب او ضد طالب جګړه یوه مصنوعی جوړه شوی جګړه ده .چی په منطقه کی داوږ دی مودی ستراتژیک اهداف لری . اما هغه ځوانان چی په دغه جګړه کی شهیدان کیږی ټبی کیږی.په غفلت اوبی خبری کی ساتل شوی.هغوی ته ویل کیږی چی دوی ټول داسلام په لار کی قربانی ورکوی دغه ځوانان دژوند پداسی شرایطو کی واقع شویدی.چی مجبوردی هغه څه چی ورته ویل کیږی .هغه ومنی ځکه دټوپک خوله دهغوسرته نیول شوی ده. . نن د جګړی دواړو اړ خونو ځوانان چی دجګړی په میدان کی دهغوی وینه توییږی. عقیده مند مسلمانان او هغه ځوانان دی چی دخارجی سیاسی لوبی ښکاردی. او دژوند د غمجن ما حول او دهیواد ملی ناورین قربانی شوی دی ددواړوخواو ځوان عسکر په جګړه کی په یوبل دحملی په وخت اله اکبر وای .او شهیدان کیږی دلته یواځی افغان وژل کیږی .دامهمه نده چی دا دولتی قواوی دی او که طالبان .دا افغان ځوانان دی چی حق لری دنورو هیوادونو دځوانانو په شان ، خپل ژوند جوړ کړی،تحصیل وکړی،کاروکړی،خپل وطن اباد کړی،خو هغوی د جهانی سیاستونو د لوبغاړو او دهغوی دداخلی نوکرانو لخوا چی په مخ یی د اسلام نقاب پروت دی.په مرګ محکوم شویدی.پدغه کلونو کی هره ورځ دمد یا دلاری.10 – 20 – 30 – اوکله کله 120-160 تنو او لا زیاتوافغانانو دوژل کیدو خبر خپریږی .چی دا اقغانان دطالب اوضد طالب د جګړی د بدنام پروګرام په اسا س قر بانی کیږی او دافغانانو دوینو سیلاب روان دی.چی ددغه سیلا ب دبندیدو امکانات دلیدو وړنه دی. ځکه افغانان دخپلی مستقلی ارادی دعملی کولوتوان نلری. دغه اسلامی استخباراتی ډلو نه یواځی خلک تباه کړل او اسلام یی بد نام کړ بلکی دیوه ملی اپوزیسیون دجوړیدلو مخه یی هم ونیوله چی دجګړی په ځای دسیاسی لارو چارو لټون وکړی ،اودهیواد دملی ګټو په دفاع کی دیوی سیاسی سوله یزی مبارزی بهیر جوړ کړی. ځکه ډیر زر دجګړی ددواړوخواولخوا تکفیر یږی. دهیواد ملی ناورین ته دهغه اسلامی ډلو لخوا دوام ورکول کیږی چی پردی یی ترشا ولاړ دی... .هغه هیوادونه چی دطالب او ضد طالب بد نامی جګړی مصارف ورکوی . په بدل کی یی ددوی نه دډ یرو مسا یلونه علا وه دهیواد دملی ګټو محوه کول او یا خرڅول هم غواړی. داسی یو عمل داسلامی عقیدی سره په تضاد کی دی . حب الوطن من الایمان. او س لیدل کیږی چی دجګړی اور د پولی هاخوا ته تللی دی. یواځی په صوات کی 3 ملیونه مسلمانان په خپل وطن کی مهاجر کړای شول .دهغوی کورنی بی ستره شوی .او اوس په خیموکی ژوند تیروی .دا ټول دهغه ګوندونو لخوا قربانی شویدی دی چی داسلام نقاب یی په مخ پروت دی خو مصارف یی دغیر اسلامی هیوادو دجاسوسی شبکو لخوا ورکول کیږی. -- خارجیان په افغانستان کی دجګړی داور په بل ساتلوکی سره متحد دی. صرف افغان وطنپالونکی باید په خپل وطن زړه وسوځی .او خپل ټول امکا نات دجګړی دخاتمی لپاره سره شریک کړی.خارجیان دا کار نکوی.دهغوی په موجود پروګرام کی داکار نه لیدل کیږی.ځکه هغه ځمکه سوځی چی اور ورباندی بل دی.اودا ددوی ځمکه نده. په افغانستان کی خارجی،ګاوندی،او نور هیوادونه چی په دغه جګړی کی ښکیل دی.شاید په خپل منځکی شدید اختلافات ولری.خو دافغانانو په ځپلوکی سره یودی.او ګټی یی شریکی کړیدی.مثلا په تیرو 8 کلونو کی ولیدل شول چی ایران په افغانستان کی دخارجی قواو دموجودیت سره قوی مخالفت لری.اوهمدارنګه دغه هیوادونه دایران سره داتومی پروګرام په سراختلاف لری.خو خارجی هیوادونه دایران نه په افغانستان کی دملی نفاق په اچولو ،دخراسان دنامه لاندی دهیواد په تجزیه کولو ددانشګاه او پوهنتون په نامه دژبنی نفاق اور بلولو، دشیعه اوسنی مذاهبو ترمنځ دنفاق اور ته لمن وهلو ، اود افغانی ټولنی دجهالت عصر حجرددوری ته دبیولو په خاطر مرسته غواړی .او ایران هم بی قید او شرطه دداسی مرستی ورکولو ته تیاری ښیی.سره لدی چی رسمی غوښتنه په افغانستان کی دسولی راتګ دی.خو په عمل کی سیاست بل دی.اوس تجربی ښودلی ده چی ظا هری سیاستونه. دعملی سیا ستونو سره همیشه. په تضاد کی دی. دبلی خوا په افغانستان کی دکر کیلی او برښنا لپاره کافی اوبه موجودی دی.خو عملا افغانستان ته دخپلو دریابونونه په خپله د استفادی کولو حق ندی ورکړل شوی.اوس درسمی احصایی مطابق افغانستان صرف د خبلو اوبو ٪ 35 نه استفاده کولای شی او پاتی دافغانستان ٪ 65 دریابونو اوبه نورو هیوادونو ته روانی دی.امو دریاب هرکال په زرهاومتره ځمکه دافغانستان نه بیلوی اود ګاوندیو سواحلو سره یی یوځای کوی .دولت ددی اراده نلری چی ددغه ورانی مخه ونیسی. ځکه داکمه خاوره شمالی ګاوندیو هیوادونوته دتروریزم ضد جګړه کی دهغوی داشتراک په خاطر یوه تحفه ده. دبلی خوا پداسی حالاتو کی چی افغانستان داوبو زیرمی لری .د ملیاردونو ډالرو مرستو په موجودیت کی.د 8 کلونو په تیریدلو سره حتی یوبند چی بریښنا تولید کړی هم جوړ نکړ. داحالت دخارجی هیوادونو دپلان په اساس را منځ ته شوی ځکه هغوی په افغانستان کی دبنیادی اقتصادی پرو ژو دجوړیدلونیت چی افغانستان په پښو ودروی نلری. تراوسه دهغوی فیصله داسی وه .چی افغانستان همیشه بایداحتیاج او په نورو متکی وی. اوس چی دانسانی سیاستونوشعار ورکول کیږی .کیدای شی پدی تباه کونکی سیاستونوکی هم تغیر راشی. اما اوس کله چی دګاونډ یو هیوادونو نه بریښنا په نقدو اسعارو اخستل کیږی .طبیعی ده چی افغانستان دګاوندیو دارادی تابع کیږی .هغوی دغه بریښنا هر وخت قطع کولای شی .بهانی زیاتی دی : دپیسو نه ورکول،دسیاسی مناسباتو خرابیدل، او داسی نور. جالبه داده .چی په افغانستان کی په داسی حلاتوکی دګاونډیو هیوادونو دنفوذ لپاره کارکیږی .چی دناتو او اتلاف قواوی موجودی دی . حا ل دا چی افغانستان باید په ګاوندیو هیوادونو کی خپل نفوذ چی په حقیقت کی د اتلاف دهیوادونو نفوذ دی زیات کړی.اما داحالت اوس په معکوس جهت کی روان دی.مثلا ایران کولای شی ټول کابل په تورو جندو وپوخل کړی .تیره عاشورا دهغی مثال دی .اما دغه هیوادونه دځان په کټه دیوه متنګ دجوړلو امکانات نه لری. سره لدی چی هغوی په خپلی اسلامی استخباراتی لوبه کی ځان کامیاب وینی .خودا کامیابی کید ایشی چی موقتی وی.او حالات دکنترول نه ووځی .چی دا کار په تیر وخت کی، څوڅوځله تکرار شویدی.همدا اوس په پاکستان کی. دهغوی دغه اسلامی لوبه دکنترول نه وتلی ده.دنړی په استخباراتی لوبوکی کله چی یو پروګرام افشا شی .بیانو ټول عملی اقدامات دافشا شوی سیاسی لوبی لپاره بند یږی .اودنوی پروګرام لپاره کار پیل کیږی.اوس چی دافغانستان ټول خلک ددغه بد نام او خونړی پرو ګرام داصلی ماهیت نه خبردی .نو ځکه دهغی دبندولو وخت رارسیدلای دی. افغانستان دځمکی لاندی ستری خزانی او کانونه،دځمکی په سر کافی اندازه حاصل خیزه ځمکه اوکافی اوبه او زیار ایستونکی خلک لری.د افغانانو سره به د خارجی هیوادونو لویه مرسته داوی.چی د طالب او ضد طالب په نامه جوړه شوی جګړه او دسیسه ختمه کړی.او دافغانستان خلک پریږ دی .چی دنړی دنورو خلکو په شان خپل ژوند ته دوام ورکړی.کچیری هغوی داکار وکړی دافغانستان خلک به دهغوی احسان مند وی.سره لدی چی داکار به په پیل کی ددوی لپاره مشکل وی ځکه چی په لسهاو زره نظامیان استخباراتی ډلی.اودملیاردونو بودجه دی کار ته وقف شویده .خو دداسی انسانی شریفانه تصمیم نیول به دوی ته هم په ګته وی. ځکه دافغانانو نفرت په دوستی بدل شی .دبلی خواهغوی کولای شی په خپلو اقتصادی او فرهنګی واقعی مرستو افغانی تولنه چی اوس دسترو کړاونو سره مخامخ ده په یوه پرمختللی متمدنی ټولنی بدله کړی .داسی یوه مرسته به افغانان دزړه دکومی استقبال کړی....... .
دلومړئ برخی لپاره دلته ټک ورکړې
- بېرته شاته