(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عبدالغفار خان دفرنټئير گاندهي

راپور:لاس اينجلس ټائمز ورځپاڼه ژباړه:فاروق فراق نن سبا چې دپاکستان په قبائيلي سيمو کې داړي گړي ، ځانمرگي بريدونو، پوځي عملياتو اؤ ترهه گرۍ کوم بهير را الوتلى دى دهغې له امله دټولې نړۍ پام دې لوري ته راگرځيدلى دى اؤ داسې گڼل کيږي چې گنې جنگ جگړې اؤ ماته گډه کول دپښتنو روايات راروان دي خو باچاخان چې دپښتنو يو ستر قباييلي مشر ؤ٩٨ نوي کاله عمر يې لرلو اؤ دخپل ژوند درې برخې عمر يې دزندان دتورو تمبو شاته تير کړى ؤ. په ١٩٨٨ء کې پيښور کې پحق رسيدلى ؤ. نوموړى دعوامي نيشنل گوند بنسټ ايښودونکى ؤ، دغه گوند په سرحد ايالت کې دطالبانو دله مينځه وړلو په هڅو کې بوخت دى اؤ هڅې کوي چې قبائيل خپلو کې يو موټى اؤ اتفاق شي. دغه لويې شخصيت په غرب کې ډير کم پيژندل کيږي. باچاخان پښتنو ته دعدم تشدد فلسفه وړاندې کړې وه اؤ هغوي يې په دې خبره پوهه کړي وؤ چې جنگ جگړې اؤ وژنې داسلامي احکاماتو په ضد عمل دى اؤ اسلام يې هيڅ کله طرفداري نۀ کوي. باچاخان پخپل اولس کې دفرنټئير دگاندهي په نوم شهرت لرلو ددې وجه دا وه چې گاندهي کومه دعدم تشدد فلسفه وړاندې کړې وه ، باچاخان دهغې دپاره اسلام ملاتړ ترلاسه کړى ؤ. په امريکا کې په ٨م نومبر يو فلم نندارې ته وړاندې کړل شو چې ددغه فلم نوم دى ”باچا خان دفرنټئير گاندي “. ددغه فلم ليکواله ټي سي ميکلوهان ده چې له دې وړاندې يې هم دوه فلمونه اؤ څو ناولې ليکلي دي. دباچا خان په هکله ددغه فلم په جوړيدو ٢١ کاله وخت مصرف کړل شوى دى اؤ ددې فلم په جوړولو کې ليکواله اؤ فلم سازه ديو لړ ستونزو سره مخ شوې وه. نوموړې ددغه فلم جوړولو دپاره څو څو کرته افغانستان ته دکړکيچ اؤ ستونزو څخه ډک سفرونه کړي اؤ هغه هاغه ځايې ته يې ځان رسولى دى چې دباچاخان په هکله ورته څه ناڅه معلومات ترلاسه کيدى شول ، حتى ټي سي ميکلوهان هاغه مهال هم ددغه فلم جوړولو په لړ کې دافغانستان دننه موجوده وه کله چې د٩م ستمبر له پيښې وروسته امريکايي ځواکونو په افغانستان بريد کړى ؤ اؤ په دغه هيواد کې هر لوري ته دجنگ اورونه بل وؤ. ددې فلم شوټنگ په پاکستان په خاص ډول صوبه سرحد ، افغانستان اؤ هندوستان کې شوى دى. دفلم ليکونکې وايي هغې چې ددې فلم دقيصې راټولولو دپاره دسيمې څومره سفرونه کړي اؤ دکومو حالاتو سره مخ شوې ده هغه پخپله هم يوه قيصه ده. نوموړې وايي هغه دفلم جوړولو په غرض شپږ ځله دخيبر په دره اوښتلې ده اؤ دطالبانو دحکومت په وخت کې چې يې کله په دې فلم کار کولو نو دطالبانو له ويرې يې دافغاني فلمي هنرمندانو سره پناه اخستې وه. دټي سي ميکلوهان سره ددې فلم په جوړولو کې دهندوستان يو فلم ساز چې دجنگ جگړو دفلمونو په جوړولو کې زيات مهارت لري هم زيات لاس امداد کړى دى. دوه شپيتۀ کلنه ميکلوهان وايي ددې فلم سوچ هغې ته په کال ١٩٨٧ء کې هغه وخت ورغلى ؤ چې کله ورته داکنيت ازوارن نومې يو ليکوال لخوا دباچا خان په هکله دهغه ليکل شوى کتاب ”داسلام امن خوښى سپاهي “ دلوستلو دپاره ورکړل شو. ميکلوهان زياتوي کله چې يې دغه کتاب ولوستو نو دې نتيجې ته ورسيده چې باچا خان لکه دگاندهي په څير دعدم تشدد دفلسفې يو ستر منونکى دى اؤ ډير پښتانۀ يې دخپلو رواياتو اؤ نفسياتو برعکس دصبر، زغم ، علم اؤ پوهې طرفته راگرځولي وؤ. دفلم ليکونکې وايي هغې ته سوچ پيدا شو چې ولې دباچا خان په څير لوړ شخصيت لکه دگاندهي په ټوله نړۍ کې دخلکو دنظر څخه پناه دى اؤ دهغه په هکله زيات معلومات نۀ لري. همدغه سوچ نوموړې دې ته وهڅوله چې هغه دباچاخان دژوند اؤ دعدم تشدد دفلسفې په هکله يو فلم جوړ کړي اؤ باچا خان په نړۍ وپيژني. ټي سي ميکلوهان وايي هغې ددې فلم دجوړولو په لړ کې دافغان جمهوررئيس حامد کرزي څخه هم تاثرات اخستي دي اؤ حامد کرزي ورته ويلي دي کله چې هغه دباچاخان سره په لمړي ځل ليدل نو ډير کم عمره ؤ خو بيا هم دباچاخا ن اؤ حامد کرزي دليدنې په هکله احوال دفلم کتونکو دپاره دځانگړې خوښۍ وړ دى. همدغه راز دپاکستان پخواني جمهوررئيس پرويز مشرف هم دباچاخان په هکله خپل تاثرات ورکړي دي، خو هغه باچاخان يو وطن خوښى شخصيت نۀ گڼي ، ولې دفلم ليکواله وايي باچاخان دوطن سره ريښتونې مينه لرله. په فلم کې په دې خبره زيات زور راوړل شوى دى چې دباچاخان اؤ گاندهي دعدم تشدد فلسفې ديو بل سره زيات يو شان والى لرلو خو ولې باچاخان دغه فلسفه دگاندهي څخه نۀ وه اخستې بلکې هغه چې لا ځلمى ؤ نودعدم تشدد دفلسفې منونکى ؤ. ټي سي ميکلوهان په دغه فلم کې دهاغه خدايي خدمتگارو مرکې هم کړي دي چې دباچاخان سره په خدايي خدمتگار تحريک کې څنگ په څنگ ملگري پاتې شوي دي. ټي سي ميکلوهان وايي دغه خدايي خدمتگارو به دخامتا سرې جامې اچولې اؤ دباچاخان سره به يې په خدايي خدمتگار تحريک کې دوفا کولو يوه لوړه کوله اؤ دغه لوړه ددې فلم دشاعرۍ يوه مهمه برخه ده. دټي سي ميکلوهان له مخې هغې ددې فلم جوړولو په لړ کې ٨٢ خدايي خدمتگار اوس هم داسې موندلي چې عمرونه يې د ٩� کالو څخه اوښتي وؤ اؤ دباچاخان په هکله ورته ډيرې خاطرې يادې وې. په دغه خدايي خدمتگارو کې ٥ ښځې هم وې اؤ هغو ټولو دباچاخان په هکله خپل تاثرات ورکړي دي. ټي سي ميکلوهان وايي په فلم کې به دباچاخان داواز ډبنگ دهندوستان فلمي هنرمند اوم پوري کوي. ټي سي ميکلوهان دباچاخان دعدم تشدد دفلسفې ذکر په ځانگړي ډول کوي اؤ وايي باچاخان به خپلو ملگرو ته ويل دعدم تشدد مقصد صبر کول دي. - بېرته شاته