(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکالام ښکلا گانې دباردو په لوگيو کې

گام په گام دډول سُرنا، رباب اؤ منگي اوازونه دشډلو پښتنود”ياقربان“ سره په فضاء کې دپيدا کيدونکې مستۍ اؤ سرور پُرکيفه لهرونه دشنو لوړو دنگو غرونو په لمنه کې دبهيدونکي غضب ناک سيند په غاړه په لگيدلو تمبوانو اؤ خيمو کې دژوند په تماشو کې دورکو سيلانيانو اتڼونه په چمنونو کې دماشومانو مستۍ، شرارتونه دمستو شوخو پيغلو لخوا يو بل سره په ضد خيژونکي ټالونه په ختونکيو ځانگو گانو اؤ ميلو کې په ځمکه ولاړو خلکو ته کيدونکي دخوښۍ بيلا بيل اوازونه دغرونو په سرونو اؤ په تورو سړکونو دواورو غوړيدلي تک سپين څادرونه په واورو کې خوئيدل، يو بل راپرځول اؤ اخستل کيدونکي عکسونه دسيند دشنو اوبو په مينځ کې په پرتو کټونو کې دماځيگري گرم محفلونه دانسانانو څخه برجق گرم بازارونه بس ! بيخي داسې وه لکه چې ژوند درب ددې لويې کائنات دغورځو پرځو څخه ستړى شوى اؤ دغه درې څلور کلو ميټره ساحې ته د ارام دپاره راتښتيدلى وي. دا دهاغه جنت نظيره کالام منظر دى کوم چې دپاکستان اؤ افغانستان په گډون دنړۍ دبيلا بيلو هيوادونو دسيلانيانو په زړونو اؤ ذهنونو نقش دى. سوات چې ورته وړوکى سوئيزرلينډ هم ويلى شي، دنړۍ په حسين ترينو سيمو کې شميرل کيږي. دپاکستان دپايه تخت اسلام اباد څخه دشمال ختيځ په اړخ په ٢٥٤ کلو ميټره اؤ دپيښور څخه په ١٧� کلو ميټره فاصله پرته دغه شنه پُرفضاء سيمه باندې قدرت هاغه ټولې پيرزوئينې کړي دي چې انساني ذهن ته ارام اؤ تسکين بخښلى شي. دسوات دښکلا تذکره نۀ يواځې دپښتو په لرغونيو ادبياتو کې په کثرت سره تر سترگو کيږي بلکې دنړۍ سيلانيانو هم پۀ خپلو کتابونو اؤ ليکونو کې دغه گُل ورينه سيمه دښکلا گانو اؤ ښائستونو مجموعه گرځولې ده. دسوات دسرښار مينگورې نه د ٩٦ کلو ميټره په فاصله پرته سيمه کالام بيا دسوات دسيلگرۍ مرکز په دې گڼل کيږي چې دغه سيمه په سور اوړي کې هم انسان ته دسخت ژمي احساس ورکوي. کالام دسمندر دسحطې څخه په ٦٨٨٦ فټه پورته والي په اتيا زره ابادۍ مشتمله يوه داسې وادي ده چې په ژمي کې ددسمبر دمياشتې څخه دغلته دواورې وريدنې لړۍ پيل شي اؤ تر اپريل پورې بيا دوام لري. د مارچ په مياشت کې دکالام ټول سړکونه ، پټي ، ميدانونه ، کورونه اؤ نورې ودانۍ دواورو څخه ډکې اؤ داپريل په مياشت کې د غرونو سرونه په واؤرو وپوښل شي چې ددغو واؤرو څخه وروسته دخوندونو اخستو لپاره ټول کال دنړۍ دبيلا بيلو هيوادونو سيلانيان په ځانله ځانله توگه اؤ دډلو په شکل کې دکالام مخه کوي ،ولې د کال ٢� � ١ء څخه را په ديخوا چې په پاکستان کې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب کوم بهير رامات شوى دى دهغې له امله کۀ چرته دژوند په نورو ډيرو مدونو منفي اغيزې مرتب شوي دي نو د کالام سيلگري هم ورسره زياته اغيزمنه شوې ده. کالام چې دهوټلونو ښار هم ورته ويل کيږي ددغه سيمې دخلکو دژوند دارومدار په محدوده پيمانه دکرکروندې څخه وروسته دسيلگرۍ په مد دى. په دغه وړوکې غوندې وادۍ کې خواؤشا ٣� � هوټلونه جوړ شوي دي چې د اوړي په موسم کې دسيلانيانو څخه ډک وي. په عصري اسانتياوؤ سمبالو دغو هوټلونو کې کۀ په زرگونو سيمه ييز خلک په کارونو بوخت وي نو دسيل دپاره کالام ته دراغليو ميلمنو اؤ سيلانيانو د خريدارۍ اؤ سيل سپاټې دلارې هم دزرگونو خلکو دکورونو نغري گرم پاتې کيږي ولې سږ کال چې په باجوړ ، وزيرستان اؤ سوات کې دانتهاخوښۍ اؤ ترهه گرۍ کومه ستونزه په شدت سره پيدا شوې ده دهغې له امله دکالام دسيلگرۍ مد تر ټولو زيات زيانمن شوى دى. وړاندې چې به په سوات کالام کې انسان يواځې دتحفظ اؤ سکون احساس لرلو اوس دغه سيمې ته دورننوتلو سره سم بنده داسې محسوسوي چې گنې هغه يوې داسې خطرناکې سيمې ته راننوتلى دى چې څه وخت هم دمرگ غيږه کې سر ايښودلى شي. دپاکستان دولت چې په سوات کې دکله نه دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي دي دهغه ورځې راهسې سوات اؤ کالام دسيلانيانو دذهنونو څخه وتلى دى. د پيښور څخه سوات ته دتگ په مهال دچکدرې سيمې څخه پوځي پوستې اؤ پاټکونه پيل شي اؤ تر بحرين پورې ځايې پځايې يواځې پوځي وردۍ ، دسړکونو په غاړه دشگو دبوجيو څخه د جوړو کړل شوؤ مورچو نه رابهر شوې دپوځي ټوپکونو اؤ ماشينونو تورې شپيلۍ انسان ته په نظر راځي دغه پوځي موجوديت کۀ هرڅو حکومت دانسانانو دتحفظ په خاطر رامينځته کړى دى ولې دپوځي ماشينونو اؤ ټوپکو تورې شپيلۍ انسانانو ته دعدم تحفظ څخه پرته بل هيڅ احساس نۀ ورکوي. په سيمه کې دپوځي موجوديت يو دليل دپاکستان حکومت دغلته دتندرويانو اؤ ځايې طالبانو دفعاليتونو مخنيوى ښايي خو ولې دلنډاکي نه تر کالام پورې په ټوله لاره چاته طالب يا تندرويان په نظر نۀ ورځي. دکالام ٣� � هوټلونه په سوات سيمه کې دپوځي موجوديت له امله دديواليه کيدو په حال کې دي ځکه چې په کالام کې دميلمنو دنيشتوالي له امله دغه هوټلونه په ١� � ؤ کې ٩٧ في صده تړل شوي دي. دسوات دهوټلونو دسازمان مشر وايي سږ کال دکالام هوټلونو ته لږ ترلږه د٥ؤ اربو روپو زيان رسيدلى دى. دکالام هاغه سړکونه چې انسانانو به پکې دزيات رش له امله په خلاص مټ گام نۀ شو اخستى نن خوشې پراتۀ دي. پۀ تفريحي پارکونو کې واښۀ اؤ گياه گانې راښتلي دي ، درنگينو اؤ ښائسته ؤ هوټلونو دروازو ته لويې لويې جرندې پرتې دي. دکالام په سيند کې دسيلگرو دناستې دپاره پراتۀ کټونه دسيلگرو دناستې په ارمان وراستۀ شوي دي. دکالام ميلې اؤ ځانگوگانې کباړيانو داوسپنو په تول اخستي دي اؤ اوس چې کله کالام ته يو سيلگرى ورننوځي نو هغه داسې گمان کوي چې گنې يوې داسې سيمې ته راغلى دى چې په هغې کې يو اوږد تباه کوونکى جنگ تير شوى وي. - بېرته شاته