(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتونخوا دپوهنی دیره

د وختونو لــــــه بدلونه داسې ښكاري د پښتو د باغ ګلونه به سمسور شي.

لكه څنګه چې په نړۍ كې قامونه او اولسونه د خپلې ژبې، دود او دستور له مخې پېژندلى شي، همداراز د نړۍ په وېش كې د خپل پېژند په اساس په بېلابېلو سياسي پولو كې سره تړل شوي دي، خو ځينې داسې قامونه هم شته، چې په دوه يا زياتو سياسي پولو (هېوادونو) كې ژوند تېروي. د بېلګې په توګه د عرب قام يا ملت، چې په څو هېوادونو كې مېشته دي. همدا شان پښتون قام يا ملت، چې شمېر يې (50) پنځوس ميليونه اټكل شوى دى، د 1893 كال راهيسې د وخت د انګريزي حكومت له خوا په دوو هېوادونو افغانستان او پاكستان كې په څو برخو ووېشل شو. پښتون ملت پياوړى او موړ كلتور لري، خو د وخت د حكومتونو او واكدارانو له خوا لكه څنګه چې لازم دي، د پښتو ژبې دپاره چې هم ژبه او هم د ژوند دود قانون دى، كوم د يادونې وړ كار او پاملرنه نه ده شوې او كه څه شوي، هغه هم لكه په اوړو كې مالګه. په اولسي سطحه ځينې بااحساسه او هېوادپالو پښتنو په ځانګړې توګه او ځينې نورو يې د ادبي او كلتوري ټولنو او ادبي جرګو په شكل كې د خپلې ژبې او كلتور د پرمختيا لپاره اوچت ګامونه واخيستل او دوام لري، چې له دې جملې څخه د پښتو ژبې نوميالى ليكوال، اديب، شاعر او افسانه ليكونكي ښاغلي لايق زاده لايقLayaqzada Layaq او عبدالبصير بيدارAbdul Basir Bidar د يادونې وړ دي، چې د ځينو نورو ليكوالانو، شاعرانو او اديبانو او پوهانو په سلا او مشوره يې د 1998كال د اګست په مياشت كې د پښتو ژبې، ادب، كلتور او هنر د ودې او پرمختيا په خاطر په پېښور كې د "پښتونخوا د پوهنې دېره" جوړه كړه، چې نامتو ليكوالان، شاعران او پوهان پكې راټول شوي دي او د هر ډول سياسي نظر نه پرته د پښتو ژبې او ادب د پرمختيا لپاره كار كوي. د ليكوالانو، پوهانو او شاعرانو د نظريو يووالي ته وده وركوي، اړيكې ورسره ټينګوي او د اثارو د چاپ زمينې يې برابروي، كلتوري غونډې او مشاعرې جوړوي او د پښتو موسيقۍ پروګرامونه ترتيبوي. د پښتونخوا د پوهنې دېرې مشري د لايق زاده لايق په غاړه ده او عبدالبصير بيدار يې مرستيال دى. په افتخاري غړيو كې يې ډاكټر كبير ستورى، پروفيسر اباسين يوسفزى، ډاكټر شاه جهان سيد او جمشيد نديم نيازى شامل دي. د پوهنې دېرې تراوسه (38) ادبي او پوهنيز كتابونه چاپپ كړي او د پښتو موسيقۍ (25) پروګرامونه يې جوړ كړيي دي، چې دا نه ستړې كېدونكې هلې ځلې يې د ډېر درناوي وړ دي، چې د راتلونكي نسل يا كول دپاره د ارزښتناك تاريخ په حيث ګټور ثابېتېداى شي، د پښتونخوا د پوهنې دېرې خپلې هلې ځلې په يو لنډ يادښت كې په لاندې ډول ليكي: "د نړۍ په غېږ كې چې څومره انسانان ژوند كوي، نو په دې كې د هر قام ژبه، دود، دستور، رسم او رواج او كلتور جدا جدا دي، خو په دې ټولو كې ژبه هغه نعمت دى، چې نه يوازې د خبرو كولو وسيله ده، بلكې د قامونو په جوړښت كې خورا زيات ارزښت لري. همدارنګه د هر قام وګړى په خپله ژبه ژوندى پاتې كېږي، ترڅو چې د يوه قام ژبه وده او پرمختګ ونكړي، تر هغې هغه قام د پرمختګ او ترقۍ په لور ګامونه، نه شي اخيستى. نن سبا په ډېرو پښتنو كې د ژبې د خدمت جذبه زياتېږي او د روانو حالاتو په ترڅ كې داسې څرګندېږي، چې "پښتو ژبه": د خپلو بچو نوره پاملرنه او توجه هم غواړي. د پښتونخوا د پوهنې دېره په دې فخر او وياړ كوي، چې د خپلو كوښښونو په ترڅ كې يې يو شمېر كتابونه چاپ او لوستونكيو ته وړاندې كړي. برسېره پردې يې د پښتو موسيقۍ ماښامي او پروګرامونه د نامتو سندرغاړو په خوږو اوازونو جوړ او مينه والو ته وړاندې كړي، غواړو چې د پوهنې د دېرې د زيار انځورونه ستاسې له نظره تېر كړو.
د پښتونخوا د پوهنې دېرې د پښتو د موسيقۍ بابا استاذ خيال محمد، استاذ رحيم غمزده، استاذ ګلزار عالم، استاذ ماسټر علي حېدر، پېغلې نازيه اقبال، استاد نواب، پېغلې شبنم، انور خيال، سيداګل مينا، زلمى غمزده، رضوان منور، شاه ځوان منور، رحيم ګل بنګش، زاهدالله اپريدى، نور رحمن، غازي اصف، حشمت مرچكى، ګل جان صادق، استاذ صنم او نورو خوږ ژبو سندرغاړو په خوږو اوازونو په زړه پورې ښكلي د موسيقۍ پروګرامونه جوړ كړي او مينه والو ته يې وړاندې كړي دي. د پوهنې دېره هڅه كوي، چې د ټولو پښتنو ليكوالانو نثري، شعري، تحقيقي او پوهنيز (علمي) ليكنې د نورو زياتونو سره خپلو مينه والو ته د لوستو جوګه كړي. د پښونخوا د پوهنې د دېرې دا ادبي كلتوري او هنري هلې ځلې به په راتلونكي وخت كې هم دوام لري او په دې هيله چې پښتانه ليكوال او پوهان به د خپل ژبې پښتو دپاره خپل استعدادونه او سلاحيتونه په كار راولي، ترڅو دغه تنګياله ژپه د سياليو سره سياله شي پښتونخوا: شپږویشتمه ګڼه،نولسم کال، ۲۰۰۵ ع کال Pakhtoonkhwa, Jahrg./Vol.: 19, No.: 26 Year 2005 - بېرته شاته