(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د كلتوري يرغل اغيزې پر نورو باندې

كلتور (فرهنګ) د توپيرونو يوه مجموعه ده چې هنرونه، كړنې، دودونه، قوانين او فولكور رانغاړي چې د انسان په واسطه په نړۍ كې تر لاسه شوې دي په انسان پيژندنې او ټولنه پيژندنې كې د فرهنګ څخه ډير تعريفونه شوي دي رالف لينتون فرهنګ داسې تعريفوي فرهنك هغه مكتب دى چې د هغه په وسيله د يوې ټولنې غړي (خلک) د هغه ټولنې دود يو نسل څخه بل نسل ته نقل وي چې د خلكو په منځ كې شريك دي بيا ادوارد وايي چې فرهنګ د اړيكو هغه نظام دى چۍ د ټولنې د كړه وړه څخه په خلكو باندې تپل كيږي او په عين حال كې د اړيكو نظام دى چې د ټولنې اړيكې خلكو سره ټينګوي د دغو تعريفونو څخه ورسته ويلى شو چې فرهنګ د انسانانو ټولنيز ميراث دى دوديز كيدل د دود كيدلو خصوصيات په دوه ډوله دي يو دا چې انسان خپل ځان د ټولنې چارو سره سمه وي او په هغه باندې ځان سباله وي او دوهم د طبيعي محيط سره د ځان برابرول دي او د انسان څخه هر عمل په ټولنه په مستقيم او غير مستقيم ډول تر سره كيږي د ژوند د پايښت لپاره خوراك، څښاك او نورو اوليه موادو ته بدن ډير اړتيا لري خو فرهنګ د يوې ټولنې د خلكو كړه وړه تر څيړنې لاندې نيسي مثلا مقررات، قواعد، دود او فرهنګ د خلكو تر منځ ګډ دي. او له بلې خوا دود او عادات د يو نسل څخه بل نسل ته ځي او د يوې ټولنې زيرمه كيږي معنوي فرهنګ او عادي فرهنګ كه مونږ فرهنګ د انسان د كوښښونو په ټولنه باندې ومنو نو فرهنګ په دو ډوله باندې ويشو ۱- مادي فرهنګ غير مادي فرهنګ (معنوي فرهنګ) مادي فرهنګ هغه ټول شيان دي چې د ليد او لمس وړ دي لكه د اوسيدلو ځاى او د ژوند ټول وسايل طياره، موټر ماشين آلات چې مادي ورته ويلى شو او ژر په ټولو برخو كې ورڅخه كار اخلو، معنوي فرهنګ لكه ژبه، ادبيات، سياست، فلسفه، عقايد قوانين دي مادي فرهنګ او غير مادي فرهنګ په يو شكل پرمختګ كولى نشي مادي فرهنګ په چټكه توكه پرمختك كوي ولې غير مادي فرهنګ په چټكه توكه پرمختك كولى نشي معنوي (غير مادي فرهنګ) د ټولنې اصلي فرهنګ دى او همدغه د يوې ټولنې روحي قدرت څرګنده وي او بايد د زړه له كومې كوښښ وكړو تر څو دغه فرهنګ ته وده وركړو په هر فرهنګ كې مختلف تعريفونه او حقايق موجود دي نو د هغه ځاى څخه چې ژبه د يوې ټولنې اساسي او كليدي درك دى او د هر قام ژبه دومره ارزښت لري كه هغې ژبې ته پاملرنه ونشي نو هغه قام لمنځه څخه ځي نو ژبه يوې ټولنې ته مادي او معنوي ارزښت لري په بل عبارت تكنالوژي عصر كې فرهنګ ته اوس ډير پاملرنه كيږي چې كاملا علم پورې ټړلى دى. په دې ورستيو كې دا ثابته شوې ده چې د نړۍ پرمختګ په علم او ژبې باندې ولاړ دى او ژبه د پرمختګ اصلي لامل دى نو كه ژبې ته هره ټولنه پاملرنه وكړي نو دا ويلى شو چې هغه ټولنه به تر ډير حده پورې په خپلو پښو باندې ولاړه ټولنه اوسي عام فرهنګ عام فرهنګ هغه دى چې يوې ټولنې ته ميراث پاتى او د همدې لپاره د انسان فرهنګ د ټولنې سره متمايزكوي او هغه د عام فرهنګ په توګه محاسبه كوي خبرې كول، اند عام فرهنګ دى چې فرهنګي، ټولنيز او اقتصادي ځانګړې كوي. حيواني ټولنې د فرهنګ فاقد دي او فرهنګي سلوك وركې موجود ندى نو دا انسان دى چې د فرهنګ خاوند او د فرهنګ د ودې اصلي مخكښن دى خاص فرهنګ خاص فرهنګ هغه فرهنګ ته ويلى شو چې يوې ټولنې ته په ميراث پاتې وي چې په محدوده د جغرافيوي او ايدئولوژيكي پورې تړلې وي مثلا، افغاني فرهنګ چې په لومړي سر كې د افغانستان په سيمه او بيا ورسته ځينو نورو هيوادونو ته خپره شوه فرهنګ منل فرهنګ منل په دوه ډوله ويشل كيږي ۱- يو خوائيزه (يو طرفه) ۲ – دوه خوائيزه ( دوه طرفه) فرهنګ منل يو طرفه د كوچنيانو پورې اړه لري او په همدغه خاطر يو خوائيزه ورته ويلى شو كوچنيان يوازې د خپلې ټولنې او خپلې كورنۍ هغه ژبه چې په كور كې ويل كيږي زده كوي او هغه ژبه نسبت نورو ژبو ته ورته آسانه اوښه وي او د خپلو ملګرو په منځ كې خپله ژبه باندې تر ډيره حده پورې په خبروكولو حاكم اوسي او كه انسان په خپله ژبه باندې ليك او لوست وكړي درس ووايي نو په راتلونكې كې يو ستر شخصيت ورڅخه جوړيږي دا په نړۍ كې ثابته شوې چې په خپله ژبه ليك او لوست داسې دى لكه زر .په يو خوائيزه فرهنګ منلو كې ماشوم يوازې خپل كورنۍ او هغه ټولنې سره كار لري چې په خپله ژبه خبرې كوي او خپله ژبه ورته اسانه ده د نورو ژبو سره سر او كار نلري د دوه خوائيزه كلتور منل د نورو ژبو فرهنګ دى او په رښتيا چې ډير تفاوت هم لري كه انسان غواړي چې په بله ژبه زده كړې وكړي نو داسې زده كولۍ نشي لكه چې خپله مورنې ژبه باندې زده كړې كوي. او بله ژبه باندې انسان كولى نشي خپل تولنيز ژوند ته پرمختګ وركړي او تل به د پرمختګ مخه ورڅخه نيول كيږي نو بايد كوښښ وشي چې د پوهنې او لوړو زده كړو په برخو كې په مورنۍ ژبه باندې سبق وكړو چې دا د يو هيواد د پرمختګ لپاره ډير ارزښت لري او هغه هيواد د بډائنې او لوړ والى خواته بيائي - بېرته شاته