(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د یویشتمې پېړۍ پښتون ، ملي مسایل او ملي نجات

پرعلمي او ساینسي بنسټ د نړیوالو حالاتو څېړونکي او څارونکي پوهېږي چي د پښتنو د ملي ستونزو د ادراک عمل نیمګړی دی. منطقي لامل او دلیل یې هم دا کیدی شي، چي د پښتنو د ملي خدوخال تصویر او تصور نیمګړی، مات او وران دی. ویل دا غواړم چي پښتانه دملي حاکمیت خاوندان نه دي، قامي وحدت نه لري او دیو مرکز د نشتوالي له تاریخي جبر سره مخامخ دي. نن دیویشتمې پېړۍ د ساینسي عروج او انساني معراج پردې انقلابي پړاو هم پښتانه د خپلې ژبې د فطري او انساني حق نه محروم دي. "دوی له ځانه ژبه پرې کړه، ژبې دوی له ځانه پرې کړل ". یو غیر یقیني صورتحال او د ذهني اضطراب فضاء ده. سیاست مو له ملي موخو مخ اړولی او ادب مو چا د علم او فن سترګو په خلاء کي اویزان ساتلی دی. هرې خوا ته د فکري جمود یوه توره تیاره غوړېدلې ده. د ټولنیز ژوند د ډګر واکمني چي مذهبي دانش ته وسپارل شي نو د پښتون غوندي ځان ته په زمري او جنګیالي خطاب کوونکی د یو بزبنډ دوزخي دوښمن په غېږ کي د امن امن په سوالونو سر شي، قامي مبارزه د یوې ژورې بې وسۍ سمبول شي او په ټولنیزه توګه د ملي روحیې او رویې برعکس د قبیلویت د تحفظ او دفاع خیرن احساسات او د انفرادیت ذهني اذیتونه وزېږول شي. په دې خاوره چي د ایډیالوژیو جنګ خپل منطقي انجام ته رارسېدو، نو سیمیزې ریاستي مشینرۍ د ظالم استبدادي نظام د مرستې په پار په پښتنو کي د تشدد او استبداد انتها وکړه. ذهنونه یرغمال او فکرونه شنډ شول، ترقي او ارتقاء په ټپه ودرېده، رېښې رېښې ګرېوانونه مو په پردیو لاسونو کي پاتې شول، هرې خوا ته هدیرې وغزېدې، اوس د دروېش د وطن مځکه هواره نه ده. تر هر قدم لاندي یو قبر دی او په هر قبر کي د هیلو او ارمانونو یو لاش پروت دی. المیه خو لا دا چي " قبر دپښتون دی او کتبه پرې د کشمیر ده". ملي افتخارات مو د دوی د شومو موخو نذرانه کړل، توري او پټکي مو محفوظ پاتې نه شول، د ملالي مېخکی مات شو،بودا سنګسار شو، سندري مړې او فن ووژل شو، لنډه دا چي تشدد د تشدد زېږولو(violence breeds violence) دنده اجراء کړه. ارواښاد داکټر صاحب شاه صابر وویل: زما د قام د کومې بدبختۍ به درته وایم چي څوک رازلمي کېږي په ټوپکو پسې ګرځي نن د عالمي کساد بازارۍ پر دې پړاو هر څه ګران دي خو یو د پښتنو وینه ارزانه ده.ددې په عکس العمل کي زموږ د فکر او سوچ انداز هم د کتو دی. موږ په پیتاوي نکلونو او د بابا په زړه توره او کاږه ټوپک دوښمن ته ماته ورکوو.اوس هم ټولې مسلې په دعا او ښېرا حل کول غواړو او د ساینس سره مو رشته شلولې او دوښمني پاللې ده. د نویو عصري رجحاناتو په سنجولو او خپلولو کي مي روڼ آندې طبقه د تنګ احساساتي او قدامت پسند ذهنیت څرګندونه کوي او ادبي تخلیقات مو په دې برق رفتارو دوزخي حالاتو کي هم د پرون نه نن ته راستانه نه شول. دپرون د سرلوړۍ ویاړ برحق ویاړ دی. علمي رویه دا ده،چي د نن د پستۍ، پسماندګۍ ، محکومیت او محرومیت پېغور باید پېغور وګڼل شي. موږ د پراخو هدیرو اوسېدنکی نژاد د پرون د زمریتوب په قصیدو کي ښکېل ساتل به په سترګو کي خاورې رادوړول وي. د روڼ انو مسوولیت جوړېږي چي د پښتنو د تهذیبي ترقۍ او ارتقاء د رفتار نشاندهي وکړي. د احساساتي قدامت پرست او رجعت پسند ذهنیت په واکمنۍ کي له مترقي تهذیبونو او پرمختللو قامونو سره علمي پېژندګلوي او نفسیاتي هم اهنګي ناممکنه برېښي. موږ د تاریخ د کړاوجنو ازمایشونو پر محاذ تش لاسونه پاتي یو. یوازې د بابا د سپینې تورې په زرینو تذکرو کي ذهني تسکین مومو. خو دا تراخه رښتیا به څنګه دروغ کړو چي نه خو "پرون" ، "نن" ته راستنېدی شي او نه خو تاریخ یو تکراري عمل دی. ژوندي قامونه خپله حاضري لګوي،پر حال نظر ساتي او مستقبیلیت (futurism ( د ژوند سرنامه پاموي. خلکو د ژوند اغزني او غرنۍ لارې د تګ جوګه کړې. پښتانه په سمه بې لارې بې ګودره شول. هم یې سرونه وبایلل او هم یې دستارونه ....... سرداران یې هغه دي څوک چي سرونه وهلی شي او " غاښ چي ماتولی شي هغه سړی ښاغلی دی " . د حقونو او خپلواکۍ جنګ په خو اکې اوچ، موږ د ژوند لوبه هم ونه ګټله. منطقي نکته مي هم دا د مبارزې عنوان شو چي اوسنی جنګ د پښتنو د سر د بقاء جنګ دی. دښمن مي ډاډ راکوي چي د سر بقاء د بېلتون د ښامار (ډیورینډ لاین) د منلو او د حقونو د مبارزې نه د دستبردارېدلو په قیمت ممکنه ده. پر هم دې اساس یې هر خوا راته یوه پراخه دوزخي فضاء رغولې ده. په سترګو کې مو د نړیوال وحشت سره ټوپونه وهي او شونډو مو د رازق خدای پر زمکه د قحط پاړونه نیولي دي. موږ ددې دور په پېمانه کې نه ځایېدونکي یو. چا انا پرستو به ویل د خوشحال وطن د قصیدو او ترانو وطن دی، خو دا په مزارونو پوښلی وطن نن په مرثیو هم ژړلی نه شو. دلته د اجمل د اباسین تنده غري وچې شونډې ولاړ د حالاتو په لپه کې د نړیوالې ورورولۍ د علمبردارو نه د امن د اوبو سوال غواړي او هلته د لایق د خواریکښ ، بزګر او شپون چونغر چاودې لاسونه او لوڅې پښې لا په بارودو کې رغړي. په دې خړکۍ پښتونخواګۍ کې د خدای حسین او شاهکار تخلیق ادم په کاڼو سنګسارېږي او شېطان عرف ابلیس د فرشتو سپینې پاکې جامې اغوستې دي. څوک چي پر خدای ډېر مین دي هغه راباندې خپل حیوانیت ازمایي. دا به مي د تاریخ نازولی جبر او که قامي بدبختي وي ، چي هر زلمی مي جنت ته د لنډې لارې ایستلو په هیله د عقیدوي حساسیت پسندۍ مین دی. رښتیا اورېدلو او منلو ته په هیڅ قیمت نه چمتو کېږي. فتواګري یې راپکې پلنه کړې ده او په ټولنیز ذهنیت کي یې بې لچک او جامد خیالونه راټومبلي دي. د جمود واکمني ده، د جمود له ښکرورو سره لاس او ګرېوان یو. د نویو رجحاناتو د قبلولو صلاحیت ‎ (adaptability)نه لرو. په تهذیبي او قامي نرګسیت اخته خلک یو، په نرګسي رویو اباد ذهنونه لرو، خپل هر څه تر ټوله دونیا لوړ اټکلو. پښتون تر ټولو قامونو جنګیالی او غیرتمند قام دی او پښتو تر ټولو ژبو خوږه او پسته ژبه ده. خو نه قامي نظریات او قامي رویې لرو او نه د ژبې خاوندان یو، آن دا چې خوله هم نه لرو. څوک مو وجود تسلیمولو ته تیار هم نه دي. په ټوله دنیا کې مو شهرت په ترهګر او انتها پسند دی. موږ د خپل امېج(image) په درستولو کې ناکام یو. د "ناجایزو بچیانو" پردی پېداوار او تولید یې موږ ته منسوب کړی دی. " پردی غوبل دی پردی اشر دی". د حالاتو په منظرنامه کې حېران دریان ولاړ یو. خو تر ټولو لویه غمیزه مي ددې حالاتو په عکس العمل کې د قامي شعور نېستي ده." سایل" راپه زړه شي. غم دا نه دی که نن د ژوند او مرګ په برید ولاړ یم غم دا دی چي ددې خبرې غم راسره نشته ایا څوک ددې سوال جرات کولی شي چي پښتون محترم ! په دواړو سترګو، په ټوله دنیا کي تر تا جنګیالی او غیرتمند نشته . خو دا راته ووایه چي ستا دې جنګ او غیرت تا ته درکړي څه دي؟ د مریي مریتوب، وران وطن، تورې کنډوالې او پلنې هدیرې!!! ددوﺉ په مطبوعاتو کي لولو چي اسلام په تېزۍ سره په ټوله دنیا کې خورېدونکی دی، خو د اسلام د سرلوړۍ مسوولیت یوازې د پښتون په سر تپلی دی. دا ځکه چي دپښتون مرګ د مذهب په توره تر هر څه اسان دی. د پښتون تاریخپوﮪ او دانشور ارواښاد خان عبدالولي خان په قول " پېرنګیانو په خپلو کتابونو کې د پښتون د وهلو لپاره دوې وسلې ښودلي دي. یوه دا چي پښتانه درنه یوځای نه شي او بله داچي پښتانه من حېث القوم مسلمانان دي ځکه نو د مذهب او اسلام په نوم به یې وهی". سایل په حقه دی، چي د بېټ نیکه دعا قبوله ضرور شوه، روښتیا هرګز نه شوه. " پښتانه چي څومره ډېر شو هومره زېر شو". دا زېر پښتانه د نورو شتمني شوه، د تهمت تور داغ یې سردریاب پر لمن ګرځاوه، خو ښایست د ریاکار او مکار مُلا د منبر او محراب شو. زندانونه ورباندې چاتېرول ، پر آزادۍ یې دچا سندرې وویلې؟ هیڅ څوک هیڅ نه وایي ځکه چي هیڅ څوک په شا هیڅ نه لري، پر اوږو پردي سرونه ګرځوي او په لاسونو کي یوازې زنځیرونه لري. د انسان په اندرون کې به پخوانیو د ضمیر په نوم یو څیز یادولو هغه هم لکه د لوی افغانستان تاریخي اثار او نوادرات له ډېره وخته بې درکه دی. زما د نژاد وګړي د یوې بد بوداري ذهني غلامۍ ژوند تېروي، د فکري استبدادګرۍ په وړاندې د شک، ضد او انکار جرﺃت نه شي کولی. زموږ په ذهنونو کې خپل قدامت پسند کلتور شخصیتونه په زور راټومبلي دي. د شخصیت بُت پرستي کوو او د تاریخ بُت شکني!! موږ د سومنات بُت خو ماتولی شو، دا تاریخ شکني مو کولی شوه، خو د محمود غزنوي د شخصیت بُت مو په ذهنونو کي ودان ساتلی دی، ددې بُت د ماتولو جرأت نه شو کولی. د بودا کیسه هم دغه شان ده، بودا ځکه لا وارثه دی، چي قام یې د تاریخ شکنو ملګری دی او د تاریخ شکنو شکني نه شي کولی. د استعمار مېډیا مي د هغو خلکو سرودونه ږغوي څوک چي په موږ کي دي خو له موږه نه دي. زما په کلي کي، ستاسو په کلي کي او د سعدالله جان برق په کلي کي " لا د ګل په ونې پورې خر تړلی دی". د خره په واکمني کي به د جمالیاتو او ښایستونو تصور څه وي؟ د زمکې مخ به کوم منظر وړاندې کوي؟ "ګلستان که ګورېستان د ګل؟؟" سېف الرحمان سلیم وایي څوک به څه په دې چمن کي د سپرلي سندرې وایي هر یو ګل سره پنجره ده، هره لښته کي صلیب دی دا چي رقص ورته کېږي، دا نشه کي چي پراته دي یو د بر کلي امام دی، بل د کوز کلي خطیب دی ځکه خو د باور او اعتماد نېستي ده، له ژوندیو سره مو هیڅ رشته ونه پاللِه او ژوندیو راسره هیڅ رشته ونه پاللِه. نظرونه مو د نفساتي تسکین لپاره د خړکیو قبرونو طوافونه کوي. هیلې به په چا پورې تړو، د خدای مین او د خدای پر زمکه د خدای د نظام مین د اقتدار مین دي. د محتسب د احتساب څوکۍ د واک د غالمغال مرکز دی او منبر د محراب سره په جنګ دی. ډاکټر اسرار به پوهېږي ، چي اوس د وخت د زاهدانو نه جامې ایستل شوي دي او نور د خلکو نه بدرنګ او سخا پمن بدنونه پټ نه شي ساتلی. حقیقتونه تراخه حتماً وي خو حقیقتونه به منل وي،رښتیا وایم په دې غیر فطري زندان (پاکستان) کې د غلامۍ ذهني اذیتونو له هره توانه اچولي یو.اُجرتي مطبوعات یې له کلونو راباندي ملنډي وهي، قامي مبارزه مي راله په خپلو مراعات یافته ګانو تورنوي او د پښتون غیرت په نوم مي جذباتیت او تشدد ته لمسوي. که د درسي کتابونو تر تاریخ دښمنۍ ورتېر هم شو نو په عامه کچه خپرېدونکي اثار مي هم له خپل ملي تاریخ او ملي اتلانو سره نه اشنا کوي. اندېش رښتیا وایي چي د بهادرۍ تمغه یوازې ددې خاورې اتل ته د اتل نه ویلو په شرط راتړي. موږ په پټو سترګو پردي ډول ته اتڼونه واچول. نه مو له مشرانو د خپلو ملي هدفونو پوښتنه وکړه او نه مو له خپل شاعر او لیکوال نه د هغه منصبي فریضه او مسوولیت معلوم کړ. څوک چي د ښه تقریر ملکه لري هغه مي د خوشحال ځایناستی دی او څوک چي د غزل او آزاد شعر په نوم د څو لفظونو تړلو کاریګري کولی شي، هغه د قام سترګې، خوله او غوږونه دي . خو په دې بې سترګو، بې خولې او بې غوږو سماج کي یې مثبت رول په نیشت حساب دی. له ادبي تخلیقاتو نه د رټلو خلکو زهیر تصویرونه کډه کوي او ځای یې دښار د مصنوعي ژوند مبهم او مهمل علامتونه نیسي. زموږ د دېرش کلن ناورین په جریان کي تخلیق شوی ادب زموږ فکري لارښوونه نه کوي بلکې سرچپه مو په نفسیاتي اضطراب او تذبذب کي ښکېل ساتي. موږ خپلو ټولنیزو مریضانه رویو او د قامي اغیار ریاستي دسیسو او توطیه ګریو د یو بربنډ دشمن د پېژندلو له توانه اچولي یو. څوک چي مو په فکري، تهذیبي، ادبي او ژبني لحاظ فلجوي، موږ د هغوی په کلنیو جایزو سرونه هسک ګرځوو. دوی مو په څلور کونجه دنیا کي له ککریو سره د نازولو ماشومانو په دود لوبې کوي، موږ یې دسر دبقاء سولونه کوو او په قدمونو کي یې ځان خاورې کوو. د خپلو شتمنیو د اخیستلو جنګ به نه کوم خو ولي پر ځان یې قارون په کوم دلیل ومنم؟ اجمل صاحب وای ستا د سنګینو فېصلو نه قربان ولي حېران یم کوم قانون ومنم ته خو دي خپل قارون په زمکه منډې زه دي په سر باندي قارون ومنم د تاریخ پر دې احساس پړاو مي د حل لاره یوه ملي اجتماعي مبارزه ده. پر ساینسي او انقلابي بنسټ ولاړ نهضت به مي د نجات لار ګرځي. نور به مصلحتونو ته د پای ټکی ایښول وي. د ټول پښتون او یو مرکز تصور د پښتنو ذهني دښته ښېرازه او زرخېزه ګرځولی شي. دا دپردي دیوال سایه به پرېښوول وي او دا د کرکي او کینې ډک دیوال به د ملي روحيې او رویې په زور نړول وي. فطري حق او د حالاتو غوښتنه هم دا ده چي نور د ا دبېلتون ښامار له منځه ټول کړو. " دلته کي هسې هم زموږ لمني سپیني نه شوې". په دې مقتل کي نور راته د ژوند خونه میراته ښکاري. تر دې المیه څه کېدی شي چي امن نن په سوالونو هم پېدا کولی نه شم. د اور او ویني په غېږ کي پروت پښتون د خپلو مشرانو، روڼ آندو او ادیبانو نه د یوې نېغي لارښووني غوښتنه کوي. نور باید راته د مُلا صاحب په دود پر خوله لاس ونه نیسي، چي په حساسو مسالو کي به ګوتي نه وهې او د مشرانو په مخ کي به د سوال ګستاخي نه کوې. شاعر خېل ملګري به مي راسره دا خبره مني، چی څوک ځان مشر ګڼي، د مشرۍ حق دي را ادا کړي، زه یې په شا دودرېدلو او په کشرۍ شمله هسکه ګرځوم. نور به رانه د خپلو مجبوریو په بانه ځانونه نه غړوي. د سیاسي او غیر سیاسي درجه بندۍ په بابولالو به نور وخت نه ضایع کوو، د نویو رجحاناتو د پامولو او خپلولو هڅه به کوو او دساینس او ټیکنالوجۍ نه به ګته اخلو. د ټول پښتون او یو مرکز تر سرلیک لاندي خپل ادبي فعالیتونه جاري ساتل د نننیو حالاتو اساسي غوښتنه ده. د خود ساخته ادبي مکتبونو رواج او د جنوب او شمال درجه بندي مي په قامي ګته نه تمامېږي. له پرهر پرهر رګونو نه د مسلسل وینې بهېدلو مي قامي وجود له هر ډول توانه اچولی دی. اوس نه زمري یو او نه اتلان یو. تر موږ زمري او اتلان اوس پر هند او سیند شته. حقه دا ده چي " ګیدړو مات کړو". د ژوند خلک یو، په ژوند مین خلک یو، مایوسي خورول نه غواړو، خو نشاندهي کول ضروري ګنو. نور به په پراخو پراخو خیالی جنتونو کی له سپینو حورو سره اتڼونه نه کوو، د ژوند په دوزخ کي به خپل خپل کردار په ایماندارۍ او دیانتدارۍ تر سره کوو. ځانته به یو اکاډمیک چاپېریال رغوو او قام ته به یو تنقیدي مېزان ورکوو، چي هم پکي جهان وتلي، هم پکي ځان او هم پکي د ځان رویې، رایې او روایات!!! هم دا به مو د ملي مسایلود ادراک اوحل یو ساینټیفیک بنیاد وي او هم دا تګلاره به مو د لر اوبر افغان د ځلان او تابان سباوون زېری وي. ډېر په کږو لارو اسراره لاړو آخري وخت دی سمېدل په کار دي [email protected] خان زمان کاکړ (قلعه سېف الله) de Yawoolasami Pairrai Pakhtun, Mili masael au Mili Nijat By: Khan Zaman Kakar, Qala Saifullah - Suhili Pakhtunkhwa - بېرته شاته