(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون سوسيال ديمکرات ګوند او د پښتنو قومي وحدت

یادونه: دامقاله د پښتون سوسیال ديمکرات دګوند په هغه سيمنار کې چې په ۲۲ د ماي کال ۲۰۰۹ ميلادي کې د جرمني د کولن په ښار کې جوړ شوي وه ، وه ويل شوه . د لوي او بخونکې خداي په نامه قدرمنو پښتنو د لري او نژدي ځا يونو څخه راغلو درنو عزيزانو ، ، او خوږو وطنوالو ، ستړي مشي هرکله راشي ! درنو ملګرو ! د پښتنو تاريخ د زماني د تودو او سړو څپو ، د لوړو ا و ژورو کږليچونو ، يو څرګنده او ځلانده بيلګه ده ! دا چې دغه غيرتمند قوم د خپل رسالت په اوږدو کې د خپل ملي هويت ، جغرافي او سیاسی خپلواکي د پاره ستري قرباني ورکړيدي ، پدي هيڅوک سترګي نشي پټولي ، او دا به د تاريخ يو ځلانده څپرکي وي ، خو زه دلته د پښتنو په تير تاريخ خبري کو ل نه غواړم ، بلکه په لنډ ډول دي ته راګرځم چې ، پدي تيرو ديرشو کلونو کې په يورپ او په ځانګړي ډول په جرمني کې د پښتنو ټولنيز اولسوليز ګوند د پښتنو د يوالي او قومي وحدت د پاره تر دي دمه پو ري د خپل ګوند په سیاسي ، کلتوری او ټولنيز چوکاټ کې څه کړيدي ! درنو او قدرمنو اوريدونکو ! د پښتنو د ټولنيز اولسوليز ګوند د بنسټ ډبره په ۱۹۸۱ ميلادي کال د المان د کولن په ښار کې کيښودل شوه ، په هغه وخت يو ګڼ شمير پښتانه موجود وه چې ، د قومي وحدت،او ملي خپلواکې او ديمکراسي يو اوچت احساس او نظر لرونکي وه ، د دي د پاره چې قيصه رانه اوږده نشي دد غه ګوند موخه او هدف ، د پښتنو قومي يوالي ، او خپلواکي ده ! او د يو داسي ټولني بنسټ ايښودل دي چې هر څوک پکي په ازادانه ډول خپل شخصيت ته وده ورکړي ، او د انسانانو په خدمت کې د ټولني په سياسي ، اقتصادي او کلتوري ژوند کې پوره ونډه واخلي . پښتو نولي او ټولنولي د اولسولۍ په واسطه چې ، ګډ خوينه لري ، او يو د بل سره کلک تړاو لري ، يو دبل څخه جلا کيدلي نشي ، پښتونولی په اولسي ټولنولۍ کې او اولسۍ ټولنولي په پښتونولي کې پياوړي او بشپړيږي ، ازادي ، ټولنيز عدالت او ورورولی د پښتنی ټولنيزي اولسولۍ غوښتنی او مرام دي . درنو او قدرمنو عزيزانو ! د پښتنو ټولنيز اولسوليز ګوند يا د پښتون سوسيال ديمکرات ګوند ، د بنسټيزي په تړاو ، په اصل کې د پښتو ن ويش په سيمه کې د سولي او ډاډ منتوب نښي نښاني بل کل د مينځه وړي دي ! ډير اوږد تاريخ ته به نه ځو ، خو په دي تيرو څو مياشتو کې چې د ډيورنډ د کرغيړني کرښي په دواړو خواو کې چې په پښتون قوم کوم ناورين روان دي او کيږي ! ولي و ه شوه ؟ ، څنګه وشوه ؟ چاوکړ ؟ او ددي نه وروسته به بيا د همدغو پښتنو څه حال وي ؟ د ا ټولي داسي پوښتني دي چې ، د همداسي سيمنارونو دنده او وظيفه ده چې ، پدي هکله کوټلي دريځونه جوت او د خلکو او اولس د ذهنيتونو د روښانه کولو د پاره د پښتنو د راتلونکې د پاره د حالاتو د څيړنو نه وروسته څرګندي لاري په ګوته کړي . ددي د پاره چې ، په بشپړ ډول په راتلونکې کې سوله او ارامی رامينځ ته کړي شي ، بيدون د پښتنو د قومي وحدت او يوالي څخه بله کومه څرګنده او جوته لاره نه تر سترګو کيږي ! نن چې د ډيورنډ د کرښي دواړو خواو ته کومه اولس وژنه روانه ده او يو ګڼ شمير پښتانه ورته په رڼو سترګو ګوري او هيڅ نشي کولی ؟ نو اصلي پوښتنه داده چې نور پښتانه څه ته انتظار دي ؟ ايا دغه روانه اولسوژنه د دي بسيا نه کوي ! چې نور پښتانه د خپل او پردي توپير وکړي ؟ تر څو به د پښتو او پښتنو د تقدير خبري په شپ شپ کې کوه ! ايا دا د شپ شپ پاليسي ټوله په بشپړ ډول تر دي دمه پوري د پښتنو په ستر تاوان تمامه نشوه ؟ چاته په انتظار ياستي ؟؟؟ اتفاق او د ملي خپلواکي جذبه او ا حساس څه د موټر پرزه نده چې څوک یې تاسي له د جاپان نه فرمايش کړي او يا یې د ما رکيټ څخه تاسو له راونيسي !! بنسټيزه خبره داده چې ، د پښتون د قوم ذمه واري د پښتنو په اوږو پرته ده ، او دوي به په اخلاص او ايمانداري دغه پيټي ته اوږه ورکوي او بس ! خو دلته يوه خبره ټولو ته په ډاګه کوم او هغه داچې ، د پښتنو د قومي وحدت او ملي خپلواکي په لمړي قدم کې ستر خنډ ، پخپله مذبذب ، شکمن ، مرتجع ، په کور کې د کورګئي جوړولو ، او يو څه نور بيا د تيرو ايډيالوژيکي نظريو پسي کلک ليوني ، او يوڅه یې د ځاني او شخصي ګټو پلويان پښتانه ولاړ دي او نه غواړي چې پښتانه د يو خپلواک قوم په حيث سياسي ډګر ته راوه دانګي ، مونږ او تاسي له په کار دي چې ، په نني حساس او نازک وخت کې خپل داخلي او بهرني د ښمنان په ګوته او خپل غيرتمند قوم د دوي د منګولو څخه خلاص کړو ، تر څو چې دا کار ونکړو ، نو مونږ به د پښتنو په حيث په خپل قوم هميشه د بي کسي او بي وسي وير کوه ؟ او بسس ، تر څو به زمونږ دا حال وي ؟ دغه وير زه د ۳۰ کلونو راهيسي دلته په المان کې د روڼ اندو په کړيو کې اورم ، داوسنيو رو شنفکرانو اول ټکي چې په بحث پیل کوي دا وي چې پښتانه بي اتفاقه دي ؟ خبره داده چې زمونږ تعلیم يافته يا لوستي داسي وي ، نو اوس ګيله د چا نه کوي ؟ ايا نن د يو غيرتمند او باتور قوم او ددغه باتور قوم د بچيانو دنده او ذمه واري ختمه شويده ؟ ايا پدوي کې د خپلي ازادي او خپلواکي احساس مړ دي ؟ ايا دوي نور نه غواړي چې د خپل ځلانده تاريخ پاڼي نوري هم ځلانده کړي ؟ بل کل نه ! ! بلکه پښتانه د خپل تاريخ په اوږد و کې هر وخت د داسي کړکيچنو حالاتو څخه په ميړانه او هسکه غاړه وتلي دي ، اوس به هم په ګډه د ډیورنډ د کرغيړني کرښي دواړو خواو پښتانه په ګډه د دغه روان ناورين څخه په ميړانه ځانونه وباسي ، پدي شر ط چې د يوي ملي بنسټيزي ، ملي مشرتابه ، اود ملي او نړيوالو سیاسي حالاتو په انډول د يو کوټلي پروګرام د رامينځ ته کولو بندوبست وکړي شي !! تر څو چې پښتانه ويشلي وي ؟؟؟ او د قبايلو ، ازاد پښتونستان ، محکوم پښتونستان ، او افغانستان په نومونو او نارو سورو مو داخلي او بهرنې د ښمنان هر وخت مصروف ساتي ، نو ټول عمر به د دوي د سیاسي چالاکيو او لوبو ښکار يو !! تر څو چې قومي وحدت تر سره نشي ، نو نه به د لنډ او نه د اوږده وخت د پاره په سيمه کې سوله او ارامي را شي ، او دا به نه د ګاونډيانو او نه د نړيوالو د پاره ښي پايلئ ولري !! د پښتون د قومي وحدت په هکله د پښتون سوسیال ديمکرات ګوند په تيرو څو لسيزو کې نه ستړي کيدونکې هلي ځلي کړيدي ! د علمي سيمينارونو ، کلتوري ماښاميو ، د يووالي د و رځو نمانځلو ، د ډرامو ، مشاعرو، جرګو ، او علمي کنګرو او نورو غونډو په کولو سره یې خپله پوره ونډه جوته کړيده ، او دلته بايد دا په زغرده وه وايم چې د پښتون سوسيال ديمکرات ګوند يواځینۍ ګوند دي چې په عملي ډول یې د پښتنو د قومي وحدت او يووالي بيرغ اوچت او هسک ساتلي دي ، تر اوسه پوري نه په لره او نه په بره داسي يوه پارټي شته دي چې ، تر اوسه پوري یې په عملي ډول د پښتنو د قومي وحدت او يووالي په لاره کې دومره هلي ځلي کړي وي ، او بله داچې ، پي اس ډي پي يواځينۍ پارټي ده چې د لر او بر پښتانه پکې په ګډه سياست کوي ، او حتا د مشرانو د جرګي غړي یې په سلو کې ۳۰٪ فيصده د کوزي خوا پښتانه تشکيلوي ، سربيره پردي يواځينۍ پارټي ده چې د لر او بر ټولو ملي مشرانو ، سياسي او غير سياسي او کلتوري ډلو ټپلو سره د نيکو او دوامدارو اړيکو لرونکي او پالونکي دي ، بله داچې د پښتون سوسيال ديمکرات ګون د لمړي ځل د پاره دالمان د سوسيال ديمکراتانو سره د جون په ۱۷ نيټه کال ۲۰۰۰ ميلادي کې د کولن په ښار کې د سیاسي ملګرتوب يوه ډله جوړه کړيده ، او هڅي کوي چې په راتلونکې کې دغه هڅي او هلي ځلي نوري هم وه غزوي ، د يو پښتون ملګري د وينا په تړاو چې د پاکستان په يوه پوهنتون کې د تاريخ پروفيسر دي وایې چې ، څومره کار چې د پښتنو د يو والي او قومي وحدت د پاره د پښتون سوسيال ديمکرات ګوند کړيدي ، نه په لره او نه په بره چا کړيدي ، د پښتون سوسيال ديمکرات ګوند لمړنۍ پارټي ده چې د قومي وحدت هڅي یې ځانله په نارو او شعارونو باندي ندي ولاړي ، بلکه عملي قدمونه یې پدي اړه اوچت کړيدي ، د بيلګي په توګه کله چې د ډيورنډ د کر غيړني کرښي سل کاله پوره شوه ، يانی دکال ۱۹۹۳څخه راپديخوا د پښتون سوسيا ل ديمکرات پارټي د جرمني د کولن په ښار کې په مسلسل ډول د پښتنو د يوالي ورځی نمانځی ، کله ناکله د کوچنيو مجبوريتونو له کبله پکي يو څه ځنډ راشي ، خو تر اوسه پوري همدغه سلسله جاري ده ! په اصل کې د يو والي د ورځي د نمانځلو موخه او هدف داو ه چې ، د قومي وحدت احساس او جذبه پياوړي او د لر او بر ملي مشران او ټولنيز شخصيتونه په ګډه د ټولو پښتنو په مينځ کې د يو مهم او اړين مرکزيت په بنسټ ايښودلو ، او د يوي ګډي مشرتابه ، په جوړيدو سره د يو ګډ پروګرام لاندي ، خپلئ هلي ځلي سمبال او تنظيم کړي ، دلته بايد دا خبره په ډاګه وکړم او که یې ونکړم نو دا به د هغو ملګرو د حق ادا کولو څخه سرغړونه وي ، کوم چې اوس زمونږ او ستاسي په څنګ کې نشته ، خو د قومي وحدت ، او ددغه ګوند په سياسي هلو ځلو کې یې څرګنده ونډه درلوده ، هغه خداي بخلي ډاکټر کبير ستوري ،او خداي بخلی ډاکټر شيرافضل ګرديوال دي ، څښتن تعالا دي د دواړو جنتونه په برخه لري ! . درنو عزيزانو ، په تيرو دريو لسيزو کې د چپ او کيڼ سیاست دپلويانو له اړخه په زياته پيمانه پښتانه د يو ډيره کي په حيث په مادي او معنوي ليحاظ زيات تاواني او زیا نمن شويدي ، او زياته قرباني یې ورکړيده ، خو لکه څنګه چې ګوري ، تر اوسه پوري نه د چپ سياست د واکمنانو او نه بيا وروسته د ښي اړخ سياست د واکمنانو له اړخه ورته کومه خاصه توجه او پاملرنه وه شوه ، او تر اوسه پوري یې حال نا څرګند دي ، او د نورو د ناولو سیاسي چلونو قرباني دي ! ! پښتنو په افغانستان کې هم لا تر اوسه پوري د خپلو نفوسو په اړوند خپل سالم حق ندي تر لاسه کړي ، او واکمني واړه اقليتونه ، د نورو بهرني بادارانو په زور کوي ، خودا بار به تر منزله ونه رسيږي ! تر څو چې حق حقدار ته ونه رسيږي ، او د افغانستان ستره ملي مسله ، او په سيمه کې د ډيورنډ د کرښی په دواړو خواو کې د پښتنو ملي مسله را کابو نشي ، نو دا به په ځانګړي ډول په ملي کچه يوه ستره سرخوګي نه وي ، بلکه د نړيوالو د پاره به هم دا يو ستر ناسور وګرځي ، چې حل به یې بيا هر چا ته خورا ګران تمام شي ، ددي د پاره چې په اخره کې خپلي خبري راغونډي کړم ، نو دا خبره ټولو ته په زغرده وايم او ټول یې په خلاصو غوږونو واوري چې ، هر څوک چې ځان د افغانستان او افغان يا پښتون ګڼي ، او همدغه کلمو ته صادق او ايماندار وي ، نو دا خبره واوري چې ، لر او بر دواړه سکه وروڼه دي !!! هيڅوک او هيڅ قدرت یې بيلولي نشي ، او دا هم واوري چې بيلتون د بشپړ افغان اولس په ګټه ندي ، خو په تاوان یې بل کل دي !! مونږ له د خپل پلار نيکه ټاټوبي چا په خيرات کې ندي راکړي ، بلکه زمونږ د پلرونو او نيکونو په سرو وينو ګټلي ميراث دي ، مونږ له اوس سوچ په کار دي چې دغه ميراث اوس څنګه سمبال کړو ! خودا په چغو او نارو نه کيږي ! بلکه دستر پښتون د هويت ، او د لوي افغانستان د ملي ګټو او خپلواکي ، ته د رسيدو د پاره يوه کوټلي پروګرام او بنسټيزي ته اړتيا ده ! تر څو چې ټول پدغه بنسټيزه کې د راتلونکې د پاره د مسلو حل په مسالمت اميزه ، او د سولي او ورورولي په چوکاټ کې تر سره نکړو ، نو مسلي به د حل لاري کله هم مونده نکړي ! ، خو دلته دا هم ټولو ته په ډاګه وايم چې تر اوسه پوري د پښتنو بديل قوم چې لارښودي او رهبري کونکي رول ادا کړي لا تر اوسه پوري مور ندي زيږولي ! بشپړ امنيت په غير د پښتنو څخه په سيمه کې هيڅوک راوستلي نشي ، او په همدي خبره بايد پښتانه نور پوه کړي !! په درناوي داوريدو څخه مو يوه دنيا مننه . . کو لن / جرمني - بېرته شاته