(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د یو رسمي سفر پای

د المان له معتبرې ورځپاڼې فرانکفورتر الګمینه څیټونګ څخه لیکونکې . متیاس ریوب ژباړڼ . سراج ا لحق ببرک زی ځدراڼ څنګه په افغانستان کې امریکایې ستر قوماندان تللو مجبور شو واشنګټن .. امریکایې ډلیزو رسنيو کې د دې په اړه په عامه توګه د سرغوڅولو خبره کیده . معمولا په سر غوڅولو کې طالبان وتلې نوم لري .خو دا ځل د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس دغه ناوړه عمل تر سره کړو . خبره په افغانستان کې دامریکا اوناټو ځواکونو دعمومي قوماندان ډګرجنرال ډیویډ مکیرنن د برطرفه کولو ده . په دې اړه د امریکې پوځي تاریخ پوهانو او د پنټاګون کارپوهانو داسې پلټنه کړي . په واشنګټن د ۱۹۵۱ کال څخه رایسه هېڅ یو جنرال په جګړه کې د ملکې مشرتابه له خوا په دې ډول منفک شوی نه دی . د جنرال دوګلاس مک ارتور ایستکولو لامل د هغه نیوکه پر امریکایې اسټراټیجی د کوریا جګړې په اړه وه چې تر ننه ورځ پوری یې تاریخ پوهان څیړي . د افغانستان قوماندان د بدلو په اړه دفاع وزیر ګېټس او د هغه مشاورینو به ډیره موده فکر کړي وي . د کابل او واشنګټن تر منځه کړکیچ د ورستیو امریکایې هوایي بریدونو پر سر چې د ډیرو ملکې خلکو وژنه او تلفاتوسره مل و او درسنیوله خوا په داګه شوي، کیدای شي چې د دغې مسئوول سړی بدلول یې نوره هم ګړندي کړي وي . له دی سره دیو مخور او منلي جنرال ۳۷ کالنه بریالي دنډه چې د سرتیرو له خوا ورته ډیر درنښت کیده پای ته ورسیده . د ډګرجنرال مکیرنن په ځای ډګر جنرال سټانلی مکرېسټل چې یولس میاشتي مخکې په کابل کې هغه مهال ۴۵۰۰۰ امریکایې سرتیرو او ۳۲۰۰۰ میړه د ایتلافي هیوادو نړیوالوسرتیرو قومانده په غاړه لرله ، ټاکل شوي دی . دی اوس مهال دپنټاګون په متحده لوی درستیز یت کې د امیر البحر کیک مولن سره په چار بوخت دی . د دې مقرري به په ډاډه تو ګه د امریکا دمشرانو جرګه له خوا ومنل شي . جنرال مکرېستل پنځه کاله په عراق کې دکومانډو عملېاتو قوماندان و. ډګر جنرال سټانلی مکرېسټل یو له هغو منځنیو نابغه افسرانو او مشرانو څیرو څخه ګڼل کیږي چې د عراق په جګړه کې دی دیو ې خاصي قطعې قوماندان و. دوی پر ځولې شوې دکتاتور صدام حسین یې په خپله پلارنی سیمه تیکریټ کې د ځمکې له سوري څخه راویستلو او په عراق کې د القاعدي ترهګري ډلې مشران ونیول .لکه ابو مصعب الزرقاوي یې په نښه کړو او هوایې ځواک یې را وغوښتلود هوایې برید په لړ کې الزرقاوي ووژلوشو . یو تور تپې د جنرال مکرېسټل په دنده کې د وتلې فوټبال لوبغاړې پیټ تیلمن وژل دي . هغه مسلکې فوټبال پریښود او غوښتل یې چې دیوې خاصي پوځې قطعې .. ارمی رانجر .. سره د افغانستان په جګړه کې برخه واخلي . دی هلته په ۲۰۰۴ کال کې د عملیاتو په ترڅ د خپلو ملګرو له خوا سهوآ ووژل شو . جنرال مکرېسټل په لومړی سر کې غلط مالومات د پیټ تیلمن وژلو په اړه خپاره کړل . غوښتل یې هغه ته باید د میړاني مډال ورکړل شي . داسي وښي چې د طالبانو په ګولیو لګیدلې دی . په افغانستان کې د جنرال مکرېسټل دغغې ډنده ته مقرري داسی معنا ورکوي چې د کال تر پایه د امریکایي پوځونو شمیره له ۲۳۰۰۰ تر ۶۸۰۰۰ میړه سرتیرو ته جګیږ ي . دی به د خاصو ګدو عملیاتو له لاري جګړه د طالبانوپر وړاندې پرمخ بیایي . پخواني جنرال مکیرنن د دویزه ،ډګریزه جګړې ډوکټرین له لاري غوښتل چې د سرتیرو شمیره ډیرشوزرو ته جګه کړي . دغه وړاندیز په سپینه ماني او پنټاګون کې رد شو. یو بل نوښت د افغانستان او پاکستان لپاره د نوی اسټراټیجې په ترڅ کې یوه نوی ډندې د ټولو ایتلاف ځواکونو مرستیال قوماندان په افغانستان کې ده . مرستیال قوماندان به په هندوکش کې د ټولو امریکایي سرتیرو بولندوي وي . دغی نوی دندې ته ګېټس ډګرجنرال ډیویډ رادریګویز ټاکلی دی . دی هم د افغانستان په ختیز کې پخوانیو عملیاتو کې دهوایې او ځمکنې دواتیایمه فرقه سره د وسلوال مقاومت پر وړاندي بریالي جنګیدلي دی . د رادریګویز نومول هم د مشرانوجرګی تائید سره تړاو لري . ګېټس ډیره خوښنه څرګنده کړه دخپلو راتلونکو افغانستان بولندویانود فو قعلاده تجروبو څخه ، په یوه ډیره ګړکېچنه،پراخه ، لړزنده جګړه کې د وسلوال مقاومت پروړاندي . دا کسان به ایتلاف ته د نویو شونتیاوي مخه خلاصه کړی . له سپینه ماڼې څخه ویل کیږي چې د افغانستان لپاره نوی سټراټیجی په پلې کولو کې د نورو سرتیرو ډیریدل دخاصوروزل شویو قطعاتو څخه دي . له یوې خوا د ملکي وګړو د تلفاتو دمخنیوي، ښه ساتنه، ژغورل دي او له بلې خوا دوی د طالبانو په وړاندي اغیزمنه جګړه وکړي ، د هغو بریدونه کچه باید راتیټه شي چې په کې ملکي ولسي وګړو ته زیان رسیږي . له همدي امله د پوځ په مشرتابه کې بدلون اړین ګڼل شوي دی . مایکل اوهالون پوځې کارپو په یو کیڼ اړخه لیبرال دپوځی پلټنو انستیتوت کې په نامه د ،، برکینګس انستیتوت ،، لیکی . مکرېسټل او رادریګویز دوه سوپرستار د انتظارپه حالت کې ناست و . دوی په پنټاګون کې د مهمو دندو انتظار کاوه . تر څو چې په افغانستان کې د بیا ځواکمن شویو طالبانو پر وړاندي د جګړې ډګر ته ولږده ول شي . پای - بېرته شاته