(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونستان د داعیی په سر باندی د اوباما ، زرداری او کرزی ګده معامله

ځه چه می مخکی په کرات می ویلی یو خل بیا تکراروم چه یو مزدور او د ملی ستراتژی بی برخی حکومت چه د بهرنیو قواوو سره د یو نړیوال تړون په بنست باندی تړلی نه وی ، نه یوازی د افغانستان او افغانانو د ګتو نه دفاع کولی نشی بلکه دا امکان شته چه د هیواد ښته والی هم تر ګواښ لاندی را شی . په وروستیو ورځو کی د افغانستان د ملی ګتو په خلاف هلی ځلی په قبایلی سیمو کی د پاکستان د چارواکو د کنترول په غزولو پیل شو . ) د ۱۹۰۱ م د قانون Federally Administred Triba Area - FATA - قبایلی سیمی ( ) Frontier Crime Regulation( په بنست باندی د یو فدرال نظام په چوکات کی خود مختار ( اتونوم ) وپیژندل شول . پاکستان د خپل تآسیس نه وروسته ( ۱۹۴۷ م ) نوموړی خود مختاری په رسمیت وپیژانده . د ۱۹۰۱ قانون له مخی انګریزان په سیمه کی د قبایلی جنګیالیو ځخه د حق العبور د پیسی په بدل د مواصلاتو لوژستیکی کرښی د استفادی امتیاز یی تر لاسه کړل . پرته د نوموړی محدودیت نه ، په سیمه کی میشته ولسونه د یو خود مختار نظام په چوکات کی د خپل حقوقی او مدنی چارو په تنظیم کی بښپړه خپلواکی درلوده . په قبایلی سیمو کی پاکستان فوج ته د اوسنی بریدونو له کبله چه د سلګونو تنو په وژلو او اتکل يو ملیون کسانو د کدی کولو لامل وګرځيد ، د اوباما او کلنګتون له طرفه شاباسی وویل شو . کرزی خو د ۷ کلونو راهیسی همیشه پاکستان فوج تشویقاوه چه قبایلی سیمی تر بمباریو لاندی ونیسی ، خپل ولکه ورباندی تینګه کړی او په واقعیت کی د قبایلو دودیزه تاریخی خپلواکی ختمه کړی. په افغانستان کی اشغالګر ځواکونه باید په یو واقعیت باندی ځان پوه کړی . پدی معنی چه : نړیوال نظامی ائتلاف دا پیاوړتیا لری چه په سیمه کی د خپلو ګتو د تآمین په مقصد نړیوال قوانین تر پښو لاندی کړی . د دیموکراسی او د بشر د حقونونه د سیاست په دګر کی دسیاسی افزار په توګه کار واخلی . په سیمه کی د یو ځواکمن کام په وړاندی د دشمنی دریز ونیسی . د جګړی اور تر ابده پوری بل وساتی . په جنګی جنایاتو لاس پوری کړی . اما هیڅکله د جګړی له لاری خپل موخی ته رسیدلی نشی . افغانان دیته چمتو دی چه د بهرنیو قواوو سره د خپل ملی ګتو په ساتلو ، د نړیوال قوانینو په مراعاتولو او د ملګرو ملتونو د منشور په نظر کی نیولو سره معامله وکړی او زبر دستی او جګړه د استعمار تاریخ کندی ته وسپاری . اما هیڅکله زور زیاتی ته نه تسلیمیږی . راځو خپل اصلی مطلب ته : پاکستان د مذهب په بنست باندی جول شویدی . له یوی خوآ د اسلامی افراطیت او اعتدالی اسلام تر منځ کرښه هم په عقیدوی لحاظ او هم په جغرافیایی لحاظ معلومه نده . که نوموړی کرښه څرګند هم وی ، بنست پالنی جذبات ( د هغه تعبیر په چوکات کی چه لویدیز وال لری ) په قبایلی سیمو کی محدود نه پاتی کیږی . په تول پاکستان کی اَن د پاکستان د باندی ژوری ریښی لری . که فرضآ د پاکستان د ننه پاتی هم شی د هغه په وړاندی جګړه د حل لاره نده . باید هلته په چتکی اقتصادی او تولنیز پروګرامونه پلی شی .کوم چه په دغه برخه کی پاکستانی چارواکی وړتیا نلری ، باید د سیمی اداره ملګرو ملتونو ته وسپارل شی . په قبایلی سیموکی د اوسنی جگړ ی نه مثلث اړخونه ( پاکستان ، افغانستان او نړیوال نظامی ائتلاف ) هریوه ځانګړی غوښتنی لری : ــ پاکستانی فوج او په ځانګړی توګه د پاکستان په اداره کی پنجابیان د ۶۰ کلونو راهیسی په قبایلی سیمو کی اسلامیستان د ملی ګرآ ګوندونو په وړاندی استعمال کړی دی . همدا اوس په سیمه کی اسلامیستان نه یوازی د رادیکالو اسلامی ارزښتونو په خاطر بلکه ورسره د دودیزی تاریخی خپلواکی د ساتلو په مقصد جنګیږی . مقاومت مذهبی او ملی بنه لری . دغه موقع چه باید د مقاومت په ماتولو سره سیمه د پاکستان تر کنترول لاندی راوستل شی ، د کابل حکومت ، امریکائیان او انګریزان ، پاکستان ته ور په برخه کړل . خو داسی معلومیږی چه پاکستان د یو لوی پرادوکس سره مخ دی : که اسلامی - ملی مقاومت مات شی ، د پاکستان جنګی ولسی پوتانسیل د هند او افغانستان په وړاندی په قبایلی سیمه کی چه د اهمیت وړ ستراتژیک موقعیت لری کمزوری کیږی . که مقاومت حذف نشی د لویدیز په ادعا سياسی اسلام پراختیآ مومی او د نړی امنیت تر ګواښ لاندی راځی ؟؟؟ . او پاکستان په ۵ راتلونکی کلونو کی د امریکا د ۷ ملیارد دالرو د مرستی نه بی برخی کيږی . دالر د جګړی او وینی په بدل ...!هو ــ د کابل حکومت په قبایلی سیمو کی د جګړی په اړوند خپلواک ملی ستراتږی نلری او په بشپړه توګه د نړیوال نظامی ائتلاف تر اغیز لاندی دی . د دیورند کرښه او د پښتونستان پروبلم کابل حکومت ته د یوی ملی داعیی په بنه نه مطرح کیږی . کرزی په د اوباما او زرداری سره د خپل وروستی لیدنه کتنه په ترڅ کی په بیړه يوازی په قبایلی سیمو کی د بمباریو غوښتنه مطرح کړ. په سیمه کی دپاکستان د فوج د حضور موده ، د قبایلی سیمی د اتونومی ساتنه ، د جنګی عملیاتو په بهیر کی د ملکی خلکو مصئونیت ، د یو ملیون کدوال ستونزه ( د ملګرو ملتونو په قول په ۲۱ پیړی کی بی ساری بشری ناورین ) د مثلث اړخونو له خوآ د یو تړون په چوکات کی ځای په ځای نشو . ــ نړیوال نظامی ائتلاف ځواکونه اوس مهال د پاکستان د دولت سیاسی ، اقتصادی او ځمکنی بشپړتیا د تینګیدو په دریز کی قرار لری . تر څو چه پاکستانی چارواکو خپله ولکه په هغه سیمه کی تینګ کړی چه د لویدیز په حساب د سیاسی اسلام جذبات په کی پیاوړی دی . اما واقعیت په بل ځای کی دی : نړیوال نظامی ائتلاف فکر کوی چه تر هغه وخته پوری چه د پښتون قام چه په سیمه کی تل د یرغلګرو په وړاندی مزاحم واقع شویدی مقاومت او جنګی پوتانسیل مات نشی په افغانستان او سیمه کی د خپل ژیوپولتیک پلانونو په پلی کولو کی پاتی راځی . نوموړی پلانونه باید د جګړی له لاری عملی شی او پاکستان په جګړه کی ونده ولری . د نړی حقوقی نظام چه په جګړه باندی محدودیت ایجادوی باید د پامه وغورزول شی . په لند مهاله کی په قبایلی سیمو کی د مقاومت ځپل چه شآ ته یی نړیوال نظامی ائتلاف ولاړ دی د افغانستان د ننه یوازی یو هدف تعقیبوی : د انتخاباتو ( ؟؟؟ ) په مقصد زمینه برابرول . د نظامی حضور او جګړی له لاری د په اصطلاح د انتخاباتو نه رازیږیدل شوی مزدور حکومت ساتل . په اوږد مهاله کی د ژنوساید پروګرام د دیورند هغی خوآ د پښتونخوآ سیمی په غزولو کی او د پاکستان د فعال رول په تعینولو کی نوی پړاو ته ورننوزی : په سوات کی نظامی عملیات د هغی عام وژنی یوه برخه ده چه د ۷ کلونو راهیسی په ترڅ کی یی افغانی ( پښتانه ) ملکی وګړیو په نښه کیږی . د می په ۷ نیته د « بونیر » نه راغلی یوتن کدوال ( بوختی زید ) د فرانسوی اخبار ( لو موند ) راپورتر ته وویل : « زموږ په کاروان کی ۱۰۰ تنه وو . په سر خلاصو موترانو کی ښځینه سپرلیو د دی د پاره چه د کاروان « ملکی محموله » په هوآ کی د ګزمی چورلکو ته وښیی خپلی بورقی لری کړی وو . خو سره له دی د هوایی ګوزارونو تر برید لاندی راغلو . ۷ تنه مړ او ۲۷ تنه زخمیان شول . د مړو په جمله کی زموږ د کورنی ۴ غړی شامل وو . ( لوماند انترنتی سایت . د می ۱۱ ) . مثلث هیوادونه په ناسم لار روان دی . جګړه په ۸ کاله کی د سیاسی اسلام د پراختیا او د مذهبی عقیدی د رادیکالیزیشن لامل ګرځیدلی ده . د وسلی او جګړی په زور ساتل شوی حکومت خيل باور د خلکو په منځ کی له لاسه ورکړی دی . د جګړی په وسیله د ولسونو د وژنی او د پښتون خوآ د داعیی په سر باندی د یو دول معاملی په ځای باید زیاتره فشار د پاکستان په چارواکو کی په دی مقصد چه د مذهب نه د خپل بهرنی سیاست د یو افزار په توګه کار وانخلی ، واچول شی . د هغه په موازاتو کی باید د پښتون خوآ د سیمه ایز انتخابی حکومت د تینګیدو په مقصد او د ملی ګرآ اسلامی ګوندونو د پیاوړتیا په موخه يو پلان جوړ شی . د نوموړی پلان په چوکات کی کولتوری ، تولنیزی ، اقتصادی او مالی مرستی د ملګرو ملتونو له لاری په نیغه محلی حکومت ته وسپارل شی . د پاکستان فوج باید د سیمی نه ووزی او امنیت ملګرو ملتونو قطعاتو یا هغه ملیشیاوته وسپارل شی چه د محلی حکومت او پاکستانی چارواکو له خوآ جوړیږی . فرانسه – د می ۱۱ ، ۲۰۰۹ م کال - بېرته شاته