(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کندهارښاروال - که د بې منطقۍ...

کندهارښاروال - که د بې منطقۍ او بې استدلالۍ يوه غوره بېلګه! ډېرو درنو لوستونکو، مخکې تر دې چې خپلې آرې (اصلي) موخې ته راشم، غواړم يوه دردوونکې پېښه درسره شريکه کړم. څه موده مخکې مې يوه دوست يوه کيسه راته وکړه؛ هغه داسې راته وويل: (زموږ له کور سره يو بېوزله سپين ږيرى اوسېږي، وړم کال يې يوازېنى ځوان زوى په حضرت جي بابا سيمه کې د بمي چاودنې له امله له لاسه ورکړ. نو دې سپين ږيري پلار (نجم الدين کاکو) ته د هغه ځوان زوى کونډه مېرمن، سر و نيم سر اولادونه او خپلې نورې پېغلانې لوڼې ورپاتې شوې. دى خوارکى نور مجبوره شو، چې کار وکړي _که څه هم ډېر لوېدلى او عمر يې د استراحت و عبادت دى_ نو يې د ښار په يوه سيمه کې رېړۍ چلول پيل کړل، چېکله به يې ترکاري او کله به يې هم پياز او پټاټې پکې خرڅول. خو نن سهار د دې بېچاره رېړۍ کندهارښاروال ورچپه کړې ده، ټول شيان يې لښتي ته وراچولي، او دى يې هم په دا سپينه ږيره په بازار کې د ټولو په مخکې ډېر سخت بې آبه کړى دى! ... اوس يې په کور کې راته وويل، چې دى بېچاره نن ماپښين په خپل کنډواله کور کې ناست و، ټول اولادونه او لمسيان يې په داسې حال کې، چې ژړغوني او حيران وو، ورباندې راڅرخېدلي او په دې فکرونو کې غرق وو، چې څه وکړي او څه وخوري؟؟!).هغه مهال مې ملګري نورې داسې بېلګې هم راته وويلې، چې زموږ له بېوسه خلکو سره يې د ښاروال د ظلم، تېري او توهين څخه ډک چلند ښوده. هغه ښاروال ډېر وغانده،
او زياته يې کړه: (يوازې زه نه، بلکې ټول ښاريان په دې نظر دي، چې دا ښاروال ډېر ظالم، د خلکو توهينوونکى، د کندهاريانو سرکوټونکى، بې تدبيره، نااهله او کم عقله انسان دى!). چې رښتيا شي، ما هم له نوموړي سره په بشپړه توګه همږغي څرګنده کړه. ځکه ده چې کومې بېلګې وړاندې کړې، هغه د هغو په سلګونو پېښو صرف يو څو مثالونه وو، چې زه، تاسو (لوستونکي) او هر څوک ترې خبر دي. زه په رښتيا هم ډېر حيران ځکه يم، چې په نورو هېوادونو کې چارواکي شپه و ورځ هڅې کوي، تر څو د خپلو خلکو لپاره کارونه پيدا کړي، خو زموږ هغه بيا په لوى لاس پر خپلو خلکو د سهار و ماښام وچه ګوله ډوډۍ هم دروي! دا هم بايد زياته کړم، چې يوازې زموږ د سورغر اوونيزې له لوري تر سره شوې رسمي سروېګانې ښيي، چې تر اوسه د کندهارښاروال د ځانګړي مرحمت(؟!) له امله لس زره کندهاري ځوانان بېکاره شوي، او نور هم د بېکاره کېدو په حال کې دي! ځکه ښاروال پرته له دې چې کوم کاري پلان ولري، يا له خپلو ځايونو څخه پسې اخيستل کېدونکو کسانو ته بل مشخص ځاى په نښه کړي او د خپلو خلکو د بېکارۍ او نه بېکارۍ غم وخوري، په خورا بېشرمۍ او بېرحمۍ د خپلو بې بنسټه پلانونو عملي کولو ته جوړېدلى دى! درنو لوستونکو! تاسو پخپله فکر وکړئ، دا دومره ځوانان او خلک چې بېکاره شول _او لا هم بېکاره کېږي_ دا به څه کوي؟! ... څه فکر کوئ، چې آيا په دوى کې به ځينو د مجبوريت او ځينو د عُقدې پر بنسټ جرمونو، غلاوو، او د دولت په مخالفو کرښو کې شاملېدلو ته زړه نه وي ښه کړى؟! ... ځکه پر دوى ظلم شوى، له دوى څخه خپل روا حق اخيستل شوى، د دوى رزق ورباندې درول شوى او د دوى د احساساتو، انسانولۍ او عزت سپکاوى شوى دى! يعنې په عام بازار کې د کندهار د درانه(!) ښاروال له خوا د دوى هغه رېړۍ _چې په دې سختو شرايطو کې د خپلو اولادونو لپاره ډوډۍ ورباندې برابروي_ له هر څه سره يو ځاى په لښتي کې چپه کړل شوې ده، او دوى په چکو وهل شوي، په عامه ښکنځل ورته شوي، توهين شوي او احساسات يې زخمي کړل شوي دي! .... زما د دغو پورتنيو او نورو ټولو ادعاوو يو تر ټولو ښه ثبوت په دې وروستيو کې د کندهار د ښاغلي لوى څارنوال (له لوري د کندهارښاروال غلام حيدر حميدي په اړه راپورته کړل شوې دوسيه ده. نوموړي ويلي دي، چې کندهارښاروال په څو جرمونو تورن دى: لومړى دا چې له خپلو تر لاس لاندې کارکوونکو سره ناوړه چلند کوي، هغوى ښکنځي او حتى لاس پر پورته کوي. دويم دا چې د کندهارڅارنوالۍ له لوري يې ښاروالۍ ته د څارونکي په توګه د ورلېږل شوي څارنوال توهين کړى، هغه ته يې بد-رد ويلي او ګواښلى يې دى. درېيم تور دا دى، چې دى له خلکو سره هم ډېر سخت ناوړه چلند کوي او تر اوسه يې د کندهار زيات شمېر مخور سپين ږيري، مشران، ځوانان او ډېر نور کسان ښکنځلي، په خپل شخصي زندان کې بنديان کړي، وهلي-ټکولي او توهين کړي دي! څلورم تور دا دى، چې ده دولتي ځمکې هم غصب کړې دي! .... اصلاً زما په نظر، اوس چې د دولت او ولس تر منځ کوم واټن راغلى دى، او کومه بې باوري رامنځته شوې ده، د هغې اصلي لامل همدغه د ښاروال په څېر بې تدبيره، بې درده، بې احساسه او بې سوچه کسان دي، چې د هېڅ کار په کولو کې شا و مخ ته نه ګوري او د هېڅ کار عواقب او پايلې نه سنجوي! برسېره پر دې _چې کندهارښاروال زما په نظر يو لېونى، ظالم، اعصاب خرابى، بې منطقه او بې استدلاله سړى دى_ يو لوى درواغجن او دوه مخى هم دى! ځکه څو ورځې وړاندې نوموړي زما په اړه يو مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړى او ويلي يې وو چې : (زه د نسيم خان ډېر احترام کوم، د خدمتونو قدر يې لرم، خو دا چې ما پر نوموړي ماليه لوړه کړې ده او دى يې نه ورکوي، نو زه يې په ښار کې ټولې موجودې لوحې راکښته کوم او نور يې د درولو اجازه نه ورکوم!). درنو لوستونکو! آيا دا به ډېره بده نه وي، چې يو ډېر مشر سړى په سپينه ږيره درواغ وايي؟! ... طبيعي خبره ده، چې بده ده! خو ښاروال دا کار په ډېرې سپين سترګۍ کوي او په عامه درواغ وايي! ځکه دى په عامه خلکو ته وايي، چې زه د نسيم (زما) احترام کوم، خو په غياب کې تل ما ته د هر چا په لاس ښکنځل، ناوړه او بدې خبرې رااستوي! حتى دومره سپکې او ناوړې خبرې راته کوي، چې زه يې اصلاً دلته مازې د يوې بېلګې په يادولو هم شرمېږم! زه ډېر افسوس کوم، چې زموږ مشران چې داسې وي، نو بيا له کشرانو څخه څنګه ګيله وکړو؟! ... ده په هغه پريس کنفرانس کې بله دا خبره هم وکړه، چې ده پر اراکوزيا شرکت ماليه لوړه کړې ده او دا چې اراکوزيا شرکت يې نه ورکوي، نو دى مجبوره دى، چې لوحې يې ورکښته کړي. مګر له نېکه مرغه اراکوزيا شرکت په دنګه غاړه ويلاى شي، چې نه يوازې دا چې د خپلو شپږو مياشتو اوسنۍ ماليه يې په هغه لوړ قېمت _چې کندهارښاروالۍ ورته ټاکلى دى_ مخکې له مخکې ورکړې ده، بلکې د خپلو تېرو څه باندې پينځو کلونو ماليات يې هم وخت پر وخت تحويل کړي، چې د ټولو اسناد زموږ سره موجود دي. د دې اوسنۍ شپږ مياشتنۍ ماليې ټول اصلي سندونه هم زموږ سره پخپله د همدغه ښاروال په لاسليک شته، چې تاسو يې دلته په خپلو سترګو وينئ!بايد ووايو، زموږ شرکت دغه ټول ماليات په داسې حال کې ورکړي، چې ښاروال ورباندې کلني ماليات تر شپېته سلنه هم زيات لوړ کړي دي په حقيقت کې په دومره کچه ماليات له داسې شرکتونو څخه په مرکز (کابل) کې هم نه اخيستل کېږي، چې نفوس يې تر پينځه مليونه لوړ دى. او تر اوسه په نوره نړۍ کې هم هېڅ ځاى نه دي ليدل شوي، چې د ښاروالۍ له خوا دې پر خلکو ماليات يو ناڅاپه شپېته سلنه لوړ کړل شي! ... خو د ښاروال له دې ماليات لوړونې سره-سره _چې بنياد يې د ده شخصي کينه او تضاد دى_ موږ دا ماليات بيا هم تحويل کړل.کندهار ښاروال دا خبره هم کوي، چې دى زما د شرکت هغه لوحې _چې په کندهار ښار کې پر بامونو ولاړې دي_ راکښته کوي، او دى ښاغلى د دې کار وجه دا بولي، چې ښايي دا لوحې د تېزو بادونو له امله راولوېږي او خلک ژوبل کړي. په داسې حال کې چې دا يو ډېر احمقانه، ماشومانه او د شخصي غرض و تضاد پر بنياد يو ولاړ دليل دى! ځکه ښاغلى ښاروال تر اوسه داسې يوه بېلګه نه شي راوړاندې کولاى، چې زما د شرکت يوه لوحه دې هم د باد له امله رالوېدلې او چپه شوې وي. حتى د ډېرو نورو شرکتونو لوحې د سړک پر غاړه لا چپه شوې دي، په داسې حال کې چې زما لوحې د بامونو پر سر هماغسې کلکې ولاړې دي. اصلاً دعوه کولاى شو، چې د خلکو خوندي ساتنې ته تر ښاروال زموږ توجه زياته ده، او له همدې امله داسې کار نه کوو، چې کومه نيمګړتيا دې پکې محسوسه وي. ځکه تر اوسه مو خلکو ته کومه بې آبي او بې عزتي نه ده وراړولې، تر اوسه مو د خپلو مشرانو سپکاوى نه دى کړى، تر اوسه مو پر خپلو مظلومو خلکو د سهار و ماښام وچه ګوله نه ده درولې او تر اوسه د چا د توهين لامل نه يو ګرځېدلي! (لکه څنګه چې دغه څه د کندهارښاروال د ورځني مهالوېش يوه ډېره عادي برخه ده!) دلته دا پوښتنه هم پيداکېږي، چې آيا دا بادونه يوازې په افغانستان کې دي او په نوره نړۍ کې هېڅ نشته؟! ځکه دغه ډول پر بامونو ولاړې لوحې په ټوله نړۍ کې شته. آمريکا، اروپايي هېوادونه، دوبۍ او نور پرمختللي مملکتونه خو لا څه کوې، حتى په دا نږدې پاکستان او ايران کې لا دغه ډول په زرګونو لوحې موجودې دي! ... نو زه د کندهار له ښاغلي ښاروال څخه پوښتنه کوم، چې آيا ته تر دوى لوړ فکر کوې، آيا ته تر دوى زيات د خپلو خلکو خواخوږى يې؟! ... ښکاره ده چې نه يې! ځکه هغوى هېڅکله خپل مشران په عام بازار کې نه دي ښکنځلي، لکه ته چې يې ښکنځې. هغوى هېڅکله د (نجم الدين کاکو)، د هغه د کورنۍ او ماشومانو په څېر خلک نه دي ژړولي او له خولې يې د ماښام ډوډۍ نه ده ايستلې، لکه تا چې ايستلې ده. هغوى ښايي هېڅکله دومره په عامه دروغ نه وي ويلي، لکه ته چې يې په ما او نورو پسې وايې. هغوى شايد هېڅکله دومره د خپلو خلکو د پرمختګ، هوساينې او کاروبار د پراخۍ مخه نه وي نيولې، لکه ته چې يې په څومره سپين سترګۍ نيسې! (چې يوه تر ټولو ښه بېلګه يې زما اراکوزيا افغان اعلاناتو شرکت دى!) کندهارښارواله! اصلاً ته د دې دومره لوى او درانه مسووليت د تر سره کولو قابليت نه لرې! ځکه که دې درلودلاى، نو بيا به خلکو دومره شکايتونه نه درڅخه لرلاى او څه-ناڅه به درڅخه خوښ واى! خو دا چې د خلکو له دې بې انتها نفرت سره-سره _چې ستا په اړه يې لري_ ته بيا هم ولې پر خپله څوکۍ پاتې يې، دا ښکاره خبره ده، او هغه دا ده چې ته په حقيقت کې د ولسمشر د ورور ښاغلي قيوم کرزي او نوموړي د کورنۍ په زور او واسطه دلته راغلى او ناست يې. او په دې هم ټول پوهېږي، چې دوى هم ستا دا ظلمونه، بې پروايۍ، ستا په لاس د بېوسه کندهاريانو سپکاوي او توهينونه، او احمقانه او بې بنسټه چلندونه له خلکو سره ويني، خو څه نه وايي. حتى تر اوسه ستا په اړه د کندهار ولايتي شورا ته هم د دغه ولايت د مخورو، سپين ږيرو، ناحيو د مشرانو او بېلابېلو کسانو له لوري وخت پر وخت په انفرادي او ډله ييزه توګه رسمي شکايتونه وروړل شوي دي، خو چا غوږ هم نه دى ورباندې ګرولى! نو په دې ځاى کې موږ کندهاريانو ته اصلاً له دوى (کرزيانو) څخه ګيله راپيداکېږي (البته بايد ووايم، مطلب مې هغه کرزيان دي، چې اوسمهال په قدرت کې دي او د ښاروال په څېر نورو لارورکو کسانو سره همږغي او همکاري لري، يعنې خداى مه کړه ټول کرزيان مې مطلب نه دي!)، او فکر کوو چې اصلاً دوى غواړي، چې کندهاريان همداسې توهين او سپک کړل شي، ظلم ورباندې وشي، پر ماشومانو او اولادونو يې د سهار و ماښام وچه حلاله ګوله ودرېږي او ستا (کندهارښاروال) په څېر نااهله، بې درده او بې تدبيره کسان ورباندې حاکمان واوسېږي! درنو لوستونکو! بله خبره دا ده، چې کندهارښاروال د خپلې دوه مخۍ پر بنسټ زما نوم پر هر سټېج (محمد نسيم کرزى) يادوي، په داسې حال کې چې زه له لومړي سره خلکو په (محمد نسيم شريفي) پېژندلم، دا ځکه چې زموږ ور نيکه (حاجي محمد شريف خان) نومېده. خو څه موده
کېږي، چې د ځينو ملګرو او دوستانو په مشوره او خپله هغه خاصه غوښتنه _چې بنسټ يې زما له خپل قوم سره مينه ده_ خپل تخلص (پښتون) ته اړولى دى. خو کندهارښاروال ځکه ما په (محمد نسيم کرزي) يادوي، چې خلکو ته وښيي، چې: وګوره، کندهارښاروال حتى د کرزيانو هم په کيسه کې نه دى او خپل پلان پر هر چا عملي کوي! ... مګر په حقيقت کې داسې نه ده او دا د ده د مکارۍ يوه بېلګه ده. لکه څنګه چې مې مخکې هم وويل، دى اصلاً د همدغو کرزيانو په مرسته او زور دلته ناست دى او ښايي د دې هرې ناوړې کړنې د تر سره کولو جرئت هم د دوى له لوري د هر څه د کولو د جواز د لرلو له امله کوي! زه اصلاً بارکزى يم (د قبيلې يادونه به ما هېڅکله په هېڅ ځاى کې نه واى کړې؛ ځکه زه پخپله د قبيلويت پالنې سخت مخالف يم. زه اصلاً يوازې يو قوم پېژنم، چې هغه (پښتون!) دى، او دا قوم ما ته تر هر رنګه قبيلې زيات ارزښتمن، ګران او قدرمن دى! ... خو دا چې دلته يې يادونه اړينه راته ښکاره شوه، نو ځکه مې دغه څه وليکل!)، نو کندهارښاروال او د نوموړي نور ملاتړي تل د ټليفونونو يا هم نورو بېلابېلو کسانو له لارې د خبرداري په توګه راته وايي: (زموږ چې هر څه زړه وغواړي، هغه درسره کوو! د هېچا په کيسه کې دې هم نه يو؛ نه دې ګل آغا شېرزى راڅخه ژغورلاى شي، نه دې د خالد پښتون په کيسه کې يو او نه دې هم محمد انس _د کندهار ولايت اداري رئيس_ په سترګو وينو! ...). تاسو پخپله فکر وکړئ، چې دا خبرې څومره د ټيټو سوچونو، فکرونو او عقلونو زېږنده دي!!! له دې هر څه څخه معلومېږي، چې کندهارښاروال زما سره هغه زموږ-ستاسې په کندهارۍ اصطلاح فقط رااخيستې ده، يعنې دغه روانه مبارزه يې _چې سر تر پايه د ده له خپلو دولتي امکاناتو څخه له ناوړې ګټې اخيستنې څخه ډکه ده_ هېڅ رنګه قانوني او حقوقي بنياد نه لري، او دى فقط غواړي، هر هغه څوک چې نه غواړي، له ده او ملاتړو سره يې ناروا جوړجاړى وکړي او ونډه ورسره يوسي، په هره لار چې وي، وځپي! خو کندهارښاروال او د ده نور ملاتړي بايد په دې پوه شي، چې زه د دوى په څېر کسانو يوه ذره هم په کيسه کې نه يم! لکه څنګه چې په همدې اړه يو پښتو متل هم دى: (چې غل نه يم، له پاچا څخه نه وېرېږم!). نو ما هم داسې کوم کار نه دى تر سره کړى، چې په قانوني لحاظ دې تر پوښتنې لاندې راشم. زما خپل مشروع کاروبار دى او زه په دې فخر کوم، چې په کندهار کې مې په لومړي ځل د ځينو نوښتونو بنسټ ايښودنه کړې او ستا برعکس، د يو څو کورنيو لپاره مې د تنخوا زمينه برابره کړې ده! کندهارښارواله! همدارنګه زه د (ي.ن) په څېر هم نه يم، چې ستا يا ستا د حاميانو له لاسه يې کاروبار وران شوى، د مرګ د اخطارونو له وجې مو هېواد ورباندې پرې ايښى او له خپل واک څخه په ناوړه استفاده يې تاسو (ش.ک او ا.ک) شتمنې د ځان کړې ده! (ښايي دلته درانه لوستونکي د ځينو نومونو په لنډون پوه نه شي، خو هغه کسان ډېر ښه ورباندې پوهېږي، چې زما خبرې ورته متوجه دي!). دا هم بايد زياته کړم، چې زما سره ستاسو د داسې تېريو، ظلمونو، غصبونو او نورو ناوړه کارونو ډېرې ژوندۍ بېلګې شته، چې که زيات مجبوره شم، نو ټولې به د کورنيو او بهرنيو رسنيو له لارې په جزئياتو په ډاګه کړم! ....کندهارښارواله، په حقيقت کې ته زما سره ستونزه لرې _چې هغه هم يو مخ ستا له کم عقلۍ، بې منطقۍ، نااهلۍ، بې استدلالۍ او بې فکرۍ څخه سرچينه اخلي!_ او زه ستا سره کومه ستونزه نه لرم _ځکه ما تر اوسه خپل شرکت په قانوني بڼه چلولى دى، يعنې ټول ماليات او رسمي و دولتي حسابات مې يې تل پر خپل معين وخت تصفيه کړي دي_ خو بيا هم پر دې هر څه برسېره زه چمتو يم، چې تا ته په کندهار راډيو-ټلوېزيون، ملي راډيو-ټلوېزيون، آريانا ټي.وي او يا هم نورو چېنلونو کې په ژوندۍ بڼه په ګيردي مېز کې د کښېناستلو چلنج درکړم! موږ-تاسې به هورې سره وږغېږو، خپل-خپل نظرونه به بيان کړو او بيا به قضاوت خلکو ته پرېږدو، چې معلومه کړي، څوک ملامت او څوک نه دى ملامت، څوک پر حق او څوک نه دى پر حق!ښاغلو او آغلو لوستونکو! د پورتني چلنج خبره ځکه کوم، چې کندهارښاروال تر اوسه په پر له پسې توګه له دولتي ميډيا څخه د خپلو شومو هدفونو او شخصي غرضونو لپاره ناوړه استفادې کړې دي. دى وخت-ناوخته په کندهار راډيو-ټلوېزيون کې راڅرګندېږي، او په هغو کسانو پسې _چې دى يې د ځان مخالفين ګڼي_ د خپلې شخصي عُقدې پر بنسټ هغسې درواغ وايي، لکه څنګه چې يې څو ورځې مخکې په ما پسې وويل. په داسې حال کې، چې دغه څه يو غيرقانوني عمل دى، او دى هېڅ حق نه لري، چې دولتي ميډيا د ځان په ګټه وکاروي! .... د دې يادونه هم اړينه بولم، چې ما به هېڅکله پر يوې داسې موضوع د (سورغر اوونيزې) له لارې، چې چلوونکى يې زه پخپله يم، ليکنه نه واى کړې _او نه هم خوښوم، چې څوک دې خپلې رسنۍ په خپله ګټه وکاروي_ خو دا چې پر ما ځيني بې بنسټه تورونه لګول شوي او هر انسان حق لري، چې د خپل ځان دفاع وکړي، نو ځکه مې دغه ليکنه په سورغر کې خپره کړه!په پاى کې په دې هيله يم، چې زموږ د ښاروال په څېر سخت زړي، بې منطقه او بې استدلاله خلک نور زموږ د بېوسه ښاريانو له ځورولو لاس واخلي، پر سمه لار برابر شي او پر ځاى د دې _چې د کار معيار خپله شخصي کينه او نور اغراض وګرځوي_ قانون، انساني حقوق او د خپلو خلکو _چې له هره اړخه په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې ژوند کوي او تر بل هر وخت زيات لاسنيوي ته محتاج دي_ اړتياوې په پام کې ونيسي. کنه نو دوى دې پوه شي، چې هغه د چا خبره (واک د حمام لونګ دى)، نن درسره موجود دى، سبا به نه وي، او بيا به خداى خبر، چې بېرته د همدغو خلکو له هغو لاسونو څخه _چې ستاسو تر ګرېوانونو به دررسېدلي وي او حساب-کتاب به درسره کوي_ ځانونه وژغورلاى شئ! په همدې آرمان! پاى MOHAMMAD NASEEM PASHTOON CEO ARAKOZIA AFGHAN ADVERTISING/CONSULTING SURGAR WEEKLY AFG +93-700-300-169 UAE +97-150-150-8803 [email protected] [email protected] www.arakozia.com - بېرته شاته