(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکتر کبير ستوری

ما د کبیر ستوری نوم اورېدو ، خو په وړومبي ځل مې پېښور کې د پښتو عالمي کانفرنس په موقع وليدو چې د جرمني نه راغلی و، په دغه وخت د هغوئي يو څو کتابونه زما تر لاسه شو ، بڼه ئې بيشکه چې ډېره ډړلي وه ، خو زه په هغو کتابونو نه پوهېدم ، بیا هم زما ډېر خوښ شو او خپلو کتابونو سره مې کېښودل ، هغه کتابونو کې نه شعر وه ، نه افسانه ، نه ناول وه او نه ډرامه ، هغو د طب د علم د يوې اهمې او نازکې څانګې پورې اړه لرله چې انګریزۍ کې ورته سائېکالوژي وائي ، مونږ ورته نفسياتي مرضونه وايو او افغانستان کې ورته روحاني مرضونه وائي خو ورستو چې نور کتابونه مې د هغو ئي وموندل نو معلومه شوه چې کبیر ستوری يو ښه شاعر هم دی، دده شاعري ښائي چې کبیر ستوری بامقصده ، ترقي پسند او قام پرست ذهن لرلو ، دلته زه د خپل ارواښاد ملګري خان افضل ناشاد خبره کوم ، يوه ورځ هغه نه چا پوښتنه وکړه چې ته هم شاعري کوې ، هغه جواب ورکړو . ما څه کی ، زمونږ کلي کې که ديوال له تينګړۍ ورکړې نو هم به درته دوه درې ټپې ړ وائي، او بیا خان افضل به وئيل چې ټپه دوه ئې نه وي زده نو هغه زه پښتون نه شمېرم .خبره ده هم داسې چې د پښتون عمر چې څومره سخت دی دومره د پښتو مزاج رنګين او عاشقانه دی ، پښتون خوږ ژبې شاعر ته په ښه نظر ګوري ، د کبیر ستوری غوندې د تعميري ذهن خاوند او عالم پښتنې ټولنه کې شهرت نه مومي ، خو دا د پښتون قوم غلطي نه ده ، پښتون قوم د خپلو واکدارانو او مشرانو د لاسه د علم نه لرې ساتلی شي ، تاسو ته به معلومه وي تېر کال د ملايانو حکومت کې پښتونخوا کې د یارلس کالجونه پرانستلی شو او يو کې هم د پښتودلکچرر سیټ نه و، سرکاري سکولونو کې پښتو په نوم شته ، خو هلته هم داسې استاذان شته چې پښتو ښودل ګونا ګڼي ، پرائېويټ سکولونو کې به شاګرد ته هر څه ښائي خو پښتو ورته نه ښائي ، او کوم ځای کې چې پښْتو ده هلته هم شاګرد کتاب نه اخلي ، هر استاذ خپل ګائيډ جوړ کړی وي او پاس کيدل فېل کېدل دهغې ګائيډ په سوال جواب وي نو شاګرد ته د کتاب اخستلو اولوستلو ضرورت نه پېښېږی. په دې پس منظر کې د کبیر ستوری او د هغه د ملګرو عظمت ته سر ټیټ شي او زه د دوي پښتو سره مينې او پښتون او پښتو د پاره جدوجهد ته من من غټيږم . بنيام ته د شعر او ادب ضرورت پدى دی چې ذهن ته ئې سکون او راحت وبخښي او د ژبې ساتنه وشي ، یانې تخلیقي ادب د بنيادم په ژوند کې د هر څه نه زيات ارزښت لري ، خو د ژوند جوړولو او پر مختګ د پاره علم پکار دی. کبیر ستوری د طبعي علومو ډاكتر و، نونس سوه شپږ شپېتم (۱۹۶۶) کې یو څو نورو ملګرو سره ئې د « افغان سټوډنټس ایسوسي ایشن ، دړه کېښوه او بیا يو څو ملګرو سره ئې په فرانکفرورت کې کال دوه اويایم ( ۱۹۷۲ ) کې د « جنرل يونين آف افغان سټوډنټس ، په نوم يوه ټولنه جوړه کړه او د هغې صدر وټاکلی شو .نولس سوه درې ایایم (۱۹۷۳ ) نه ئې د جرمني ريډيو سره د پښتو د اناونسر ترجمان او ايډیټر په حيث کار کولو . په ۱۹۷۶ كال کې د ځینو ملګرو په مرسته د « پښتنو او بلوچود آزادۍ دپاره د قومي اتحادئي، بنياد کښېخود او د هغې چيرمن منتخب شو دا راز کولن ښار کې ئې کال نولس سوه شپږاتيائم ( ۱۹۸۶ ) کې پښتون کلچرل اېسوسۍ ایشن ، بنیاد کېښوه او بُن کې ئې د پښتنو د کلتوري او ټولنيز ژوند د ښېګړې ، او (۱۹۹۳ ) كال کې ئې د پښتون کور ، په نوم يوه موسسه جوړه کړه ، کال ( ۱۹۹۸) کې ئې پېښور کې د پښتونخوا د پوهنې د دېره ، او کال نولس دوه زره دریم (۲۰۰۳ ) کې ئې کونړ کې د پښتو ادبي هنري ټولنه ، په نوم ټولنې جوړې کړې. دې دوران کې کبیر ستوری د ځينو مجلو مشر او د اېډیټوريل بورډ غړی هم پاتې شوی وه ، د هغو مجلو نومونه دا دي : سپرغی، ولس ژغ، لمبه، پیر روښان او د خبير وږمه. کال نولس سوه يو اتیائم کې جرمني کې مېشته پښتنو د «پښتون سوشل ډيموکرېټک پارټي (PSDP) په نوم يو ګوند جوړ کړ کبیر ستوری يي بنسټ ایښوونکو کې شامل او ددې ګوند صدر شو. په سیاسی لحاظ کبیر ستوری د باچا خان د فلسفې پلوي و او دهغې لارښودنې په رڼا کې ئې د پښتنو د يووالي ، آزادۍ او خېر ښيګړی د پاره کار کولو. ادبي ميدان کې د اجمل خټک په پل روان و، چې پښتو کې د ترقي پسند ادب پلار ګڼلی شي، د سیاسي هلو ځلو په وجه پاکستان کې کبیر ستوری کال نولس سوه درې اتيايم او څلوراتيم ( ۱۹۸۴ ــ ۱۹۹۳ ) کې جيل ته هم تلی و. کبیر ستوری ديارلس کتابونه چاپ کړی وو او څه نور ورسره چاپ ته تيار وو ، دی کې غالبا یو کتاب جرمنی کې دی ، او دوه نور يي پښتو_ الماني او اڼليسي ژبو كى هم ليكلي دي. دده ځينی چاپ شوی کتابونه دا دی : ویره ( د ساپوهنې په رڼا کې د ویرې نظري پېمانه او در مل ) ژوندي خیالونه ( د شعرونو ټولګه) د قلم توره ( د شعرونو ټولګه) د هوښیارتیا تله ( طبي موضوع) ژبساپوهنه ( د ژبې سائيکالوزي) سندریز پیغام ( د شعرونو ټولګه) خوږی مسرۍ او نور... په لنډه توګه کبیر ستوری د علم او عمل خاوند او په زړه کې ئې د پښتون او پښتو مينه په چپو وه ، خپل توان او مال ئې پښتو او پښتون ته وربخښلی و.
Dr. Sher Zaman Taizy Poet, Writer Speech on first Death Anniversary of Late Dr. Kabir Stori (13th April 2007) Pashto World Congress Peshawar, Pakhtunkhwa
- بېرته شاته