(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسوات نوي واکمنان

تېرکال دملاکند اوسوات دسيمود خلکولوى اکثريت دولسمشرزرداري دپيپلزګوند په شمول غيرمذهبي ګوندونوته رايې ورکړې . څۀ موده دمخه ښاغلي زرداري دخلکودرايو په وړاندې په سيمه کې دشرعي نظام له نافذېدوسره موافقه وکړه اودطالبانوپرضد يې پوځي عمليات ودرول . وال ستريټ ژورنال امريکايي ورځپاڼې دفبرورۍ د ٢٣مې نېتې په ګڼه کې په دې اړه په يوه ليکنه کې کښلي : ((موږ دا اقدام وېروونکى بللى شو،ځکه چې د دې مانا دا کېداى شي چې دسيمې خلکو رايوته په کم ارزښت کتل شوي دي .)) له ډېروکلونو راهيسي طالبانو او دهغو متحدانوهڅه کوله چې سوات اوشاوخوا سيمه يې ونيسي.هغوى په دې موده کې دنجونويوسلواتياښوونځي سوځولي يا ويجاړکړي هرچا چې د دوى داوامروسرغړونه کړې ، سر يې ترې پرې کړى دى . هغوى حتى نايانيا سلمانيان په دې خاطروژلي چې ولې دنوروږيرې خرېي . په سوات کې اوربند له صوفي محمد سره شوى چې دمولانافضل الله خسر دى .صوفي محمد څوکاله بندي وو خو په سرحد ايالت کې دنشنل عوامي ګوند له واک ته رسېدو وروسته خوشي شوخو دهغه زوم مولانافضل الله ډېر سخت دريځى ګڼل کېږي .دپاکستان پوځ هيله لري چې په سيمه کې به دشريعت له نافذېدو سره ،چې يواصلي شرط يې دا دى چې طالبان په وسلې پرمځکه ږدي ، دفضل الله نفوذ کم شي .دپاکستان حکومت دا موافقه يوتاکتيکي امتياز بولي چې طالبانوته يې ورکړى دى . د ايالت له حکومت سره دطالبانو دلاسليک شوي اوربندرنګ لا نه وو وچ شوى چې يوپاکستانى ژورناليست په داسي حال کې ووژل شوچې دصوفي محمدله لوري دتنظيم شوې سوله ييزلاريون راپور يې جوړاوه .په تېرو دوو کلونو کې په سوات کې شل تنه ژورناليستان وژل شوي دي. دسوات اوربند هغې موافقې ته ورته دى چې په ٢٩٩٦ کال دجنرال مشرف دواکمنۍ په موده کې په وزيرستان کې شوى وو.د نوموړي اوربند په نتيجه کې طالبانوته خوندي پناهځاى برابرشواو په دواړو هيوادونو ، افغانستان اوپاکستان کې دسخت دريځو بريدونه په شدت زيات شول.صوفي محمد تردې پخوا هم دپاکستان له مختلفوحکومتونو سره درې ځلې دشرعي نظام دنافذېدوپه بدل کې دسولې تړونونه کړي چې هيڅ يوۀ يې په سيمه کې دتاوتريخوالې له کمېدو سره مرسته نه ده کړې . ځيني کتونکي وايي چې که په سوات کې دطالبانوغوښتنه پوره شوه ، هغوى به دپاکستان په بله برخه کې ورته غوښتنه وکړي. د پاکستان د ډان ورځپاڼې يوچلوونکى (ايډيتر)مرتضي رضوي وايي که په سوات کې دطالبانوغوښتنې ومنل شي پرحکومت او پوځ به دپاکستان دامنيت دساتونکي قوت په توګه دخلکو اعتماد کم شي ځکه چې دا تاثر پيدا کېږي چېدپاکستان شل زره پوځ داسلام اباد په سل ميلۍ(يونيم سل کيلومترۍ) کېسخت دريځو ته ماته نه شي ورکولى . خودسوات دسيمې يومخور او دعوامي نشنل ګوند يومشرافضل خان لالا وايي چې په سوات کې تر١٩٦٩ مخکې ، چې پردې سيمې دپاکستان حکومت کنټرول ترلاسه کاوۀ ،فيصلې او دعوې د شريعت او دودپراساس کېدې خودپاکستان له لوري د دې سيمې له نيولو وروسته هم داساسي قانون پرځاى دپاټا ريګولېشن په نوم مقرره يا قانون نافذ شوچې ايف سي آر ته ورته دى .د قبايلي سيمو د ايف سي آر او پاټا ترمنځ په ځينو مواردوکې توپير شته .پاټا دايف سي آر په څېرله مرکزي حکومت سره نه بلکې له ايالتي حکومت سره تړلې ده ،پوليس پکې ځاى پرځاى دي اونيم نيمګړې محکمې هم لري . دهحمدافضل خان لالا په نظر که دپاکستان حکومت له پيله په دې سيمه کې اساسي قانون تطبيق کړى واى ، اوس به چا د بل قانون غوښتنه نه کوله.دهغه په وينا په ١٩٩٤ کې هم چې افتاب احمدخان شېرپاو دسرحد ايالت اعلى وزير وو په سوات کې دشرعي نظام دنافذېدوفرمان جاري شوى وو. خولوېديځ کارپوهان اندېښنه لري چې هرڅومره په سوات کې اوربند دوام کوي هومره طالبان موقع ترلاسه کوي چې دخوندي پناهځايونو په توګه له دې سيمې څخه دپاکستان دنوروسيموپرضدکارواخلي اوولسمشرزرداري او دپاکستان نورومعتدلومسلمانانوته خطرونه وزېږوي . quelle: Tand.com - بېرته شاته