(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ټولټاکنو کې د موبایلونو او میلمستیاوو بدې اغیزې

لیکنه: پوهیالی اسدالله حامد پیاروخیل لکه څرنګه چې د راتلونکې ولسمشرۍ د ټاکلو لپاره د ټولټاکنو لړۍ راونه ده، په ډیرې خوارشینۍ سره باید ووایم چې زمونږ یو زیات شمیر هیوادوال چې د سولې، ثبات، امنیت او یوالي دښمنان دی، بیا د موبایلونو، میلمستیاوو او پیسو په فکر کې دي او یواځې دې ته ناست چې څه وخت د خپلو بادارانو لپاره کمپاینونوه پیل کړي او عام خلک په دې او په هغه وغولوي، دا هفه کسان دي چې یواځې پیسې پیږني او د پیسو لپاره هر راز ناوړه قربانیو ته تیاردي، ّآن تر دې چی د حکومت له سرنوشت سره لوبې کوي. دا واضح خبره ده چې هر اتلس کلن او له اتلسوکلو پورته (ښځینه او نارینه) افغان د راتلونکې ولسمشر د ټاکلو لپاره د افغانستان د اساسي قانون له مخې د رایې ورکولو خپلواکه حق لري. د رایې ورکولو خپلواکي پدې مانا ده چې رایه ورکوونکی باید د رایې ورکولو عام او تام صلاحیت ولري، نه دا چی د بل چا په خوښه یا زور او یا د ځینو وعدو او اهدافو لپاره خپله رایه ورکړي. یو رایه ورکوونکی باید مخکې له دې چې رایه ورکړي، لمړی د له ځانه سره فکر وکړي چې د څه لپاره رایه ورکوي او هدف یې له رایی ورکولو څه ده. رایه ورکوونکی د دا فکر نه کوي چې یواځې زما په رایه به څه وشې، دا ډیره اشتباه خبره ده، یو رایه کولی شي چې د یوه کاندید د بریالیتوب اویا ناکامی سبب وګرځي، ځکه چی له رایی ورکولو وروسته د رایو شمیرنه کیږی او په ځینو حالاتو کې یوه رایه هم د کاندید په ټاکلو کې مهم رول لوبوي. ټول افغانان مخکې لدی چی رایه ورکوي د کاندیدانو په هکله باید څه نا څه مالومات ولري، د هغوي شخصیت، اهلیت، ژوند لیک او کارنامې د وڅیړي، ځکه چی زمونږ د ګران افغانستان او افغانانو د سرنوشت خبره ده. هغه کسان چې د کاندیدانو په هکله کافی مالومات نلري، ښه به دا وی چی له ځینو با تجربه او پوه خلکو سره د مشوره وکړي او د راتلونکی ولسمشر په ټاکلو کې د په پوره احتیاط او غور قدم پورته کړي. بل دا چی د پوه، روشنفکره او با تجربه خلکو دا مسولیت دې چی خپل کور، کلي او بانډو کې خلک دی ته وهڅوی چی د یو با اهلیته، با شخصیته او واقعي مسلمان لپاره خپله رایه ورکړي او هغوی د د ځینو شخصي وعدو، پیسو او داسې نورو تیروتنو څخه وژغوري. دا ډیره د تاسف خبره ده چې زمونږ یو افغان د یوه ګرځنده تلفون( مبایل)، میلمستیا او یا نورو ځینو وعدو په مقابل کی له خپل وطن او بې وزلو خلکو سره جفا او خیانت کوي. داسې خلک اصلا افغانان ندي او زمونږ د وطن او خاروی دښمنان دي، دې ډول اشخاصوته باید وخت ورنه کړل شي او پرینښودل شي چې زمونږ له ژوند سره لوبې وکړي. همدا لویه بد بختي ده چی نن د ځینومحدودو خاینینو او وطن فروشانو له وجې مونږ ټول افغانان د نړی په کچه ذلیل او کم معرفی کیږو. ولې؟ او تر څو؟ افغانستان خو د ټولو افغانانو کور دې نه د یوې محدودی ډلې او محدودو خاینینو، ټول افغانان په خپله خاوره کې مساوي حق لري، ولی نن ټول افغانان در په دره یوو او لاره راڅخه ورکه ده، ولې امریکا، پاکستان او ایران په مونږ حکومت کوي؟ مونږ خپله د دی اهلیت نه لرو چی خپله خاوره، ناموس او عزت وساتو. ډا ټولې هغه یادونې دي چې نن باید پرې فکر وکړو. هر افغان سره باید د افغانستان د آبادې، سرلوړې، سولې او څوکالې فکر وې او د رایې ورکولو ّپه وخت کی د له خپل وجدان سره فکر وکړي. نن مونږ ټولو افغانانو لپاره دا یو ډیر لوی او طلایی چانس دې چې خپل ولسمشر پخپله ټاکو او د افغانستان سر نوشت د افغان ملت په لاس کې دې، نو ولی باید له خپل کور، خاوری او ملت سره جفا وکړو، ولی د یوه مبایل په مقابل کې د دیرش میلونو افغانانو له سرنوشت سره لوبې وکړو. ولی د یوی میلمستیا په مقابل کې ټول ملت له لوږې، بې وزلۍ او بیچاره ګۍ سره مخامخ کړو. د ولسمشرۍ په تیرو ټولټاکنو کی د ډیرو ناخوالو، بی عدالتۍ او بی نظمیو شاهد وم. چا چی پیسی، موټر او ښه امکانات لرل کاندید شول او د ډیرو رایو خاوندان ول او هغو کسانو چې واقعا د افغانستان او ملت غم ورسره وو، د ښه شخصیت او اهلیت خاوندان ول، یا خو کاندید نه شول اویا هم کوم کسان چی کاندید شوي وو کافي رایی یی تر لاسه نه کړې، ځکه چی کم امکانات یې لرل او چا یې پوره ملاتړ ونه وکړ. نن سبا په افغانستان کې د اهلیت، شخصیت او لوړو زده کړو خاوندان ځکه اهمیت نه لری چی ملت ورسره په ښه توګه ملاتړ نه کوي او هم د ځینو هغو خاینییو او داړه ماران لخوا ځپل کیږي کوم چی په حکومت کې په نا وړه او بی عدالتې سره مقرر شوی او د لوړی څوکۍ او پوزیشنونه لری او د راتلونکی ډار ورسره ده چی کواکی له څوکیو څخه به لری شی او د غلا او لوټماری چانس به یی کم شی. نو ګرانو هیوادوالو راځې چې دا نن لاس سره یوو کړو او په پوره اتفاق او یووالي سره خپل وطن جوړ کړو، شخصي ګټې او مادیات ټول شاته پریږدو، سیمیزاو ژبیز تبعیزونه له منځه یوسو او یواځې د افغانستان لپاره کار وکړو نه د یوی سیمې، نژاد او یا ژبې لپاره. په ټولټاکنو کې له پوره احتیاط څخه کار واخلو او یو داسې ولسمشر وټاکو چې سوچه مسلمان او افغان وي او د افغانستان او بې وزله ملت غم ورسره وی. مونږ او تاسې لپاره دا ډیره یو ښه موقع او چانس دی چی نن خپل ولسمشر پخپله ټاکو، نو باید ډیرپه احتیاط سره قدم او قلم پورته کړو او خپل مسولیت په پوره صداقت او ایمانداری سره رفع کړو، تر څو یو آباد، سرلوړی او ودان افغانستان ولرو او د سولې، ورورولی، مینې او یوالي په فضا کې د عزت او خوشحالۍ ژونه وکړو. HAMID, Asadullah, Pyarokhil Student Department of Veterinary Anatomy Obihiro University of Agriculture and Veterinary Medicine. Nishi 2-13 Inada-cho, Obihiro Hokkaido 080-8555, JAPAN - بېرته شاته