(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شهید محمد موسی شفیق د هډونو (کالبوت) د موندلو اسانه لار

کله چې لوستونکي پورتنی سرلیک ولولي نو کیدای شي تعجب وکړي او دا پوښتنه ورسره پیدا شي چې شهید محمد موسی شفیق خو څه د پاسه دیرش کاله مخکې په شهادت رسیدلی دی نو څرنګه امکان لري چې هډونه (جسد) یې په اسانۍ سره و موندل شي. زه غواړم چې د خپلې پورتنۍ ادعا د ثبوت لپاره یوه بیلګه وړاندې کړم او هغه دا چې: ۱۳۷۰ ل هـ کال د ښاغلي جنرال عبدالقادر چې د غوايي د غمیزې په پیل کې او همدارنګه په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل څخه وروسته ددفاع وزیر په توګه دنده سر ته رسولې ده ددوو نورو تنو سره یوځای د ښاغلي جنرال عبدالقادرپه کور کې مېلمانه و. په خبرو اترو کې د. ا.خ. د. ګ په تیروتنو، اشتباهاتو، په ګوند پورې د تړلو ځینو کسانو د نه بښوونکو جنایتونو په هکله نیوکې کیدې. دلته زمونږ یو تن ملګري چې د خلقیانو په یوه وړوکي فرکسون پورې تړاو درلود او د ګوند په سیاسي بیرو کې د ځینو کسانو سره نژدې اړیکې درلودې او د همدې اړیکو په برکت لوړو پوستونو ته رسیدلی وو نیوکو خوند ور نه کړ او بې نوبته یې وویل: د خلقیانو په واکمنۍ کې خلک د اکثره وژنو او کړنو مسؤلیت اسدالله سروري د هغه مهال د اکسا په ریس وراچوي خو، په مسؤلیت درته وایم چې ښاغلی سروري ډیر زړه سواند او په خلکو مین انسان دی، هغه نه څوک وژلي او نه یې کړولي. جنرال عبدالقادر ددې خبرو په اوریدو سره تور او سور او ډیر زیات په غوسه شوو. ما فکر وکړ چې په توصیف کوونکي حمله کوي. جنرال عبدالقادر وویل: ستا لپاره شرم دی چې د یوسړي وژونکي دفاع او ملاتړ کوې ځکه، د خلقیانو د وخت اکثره وژنې د سروري او دده په څیر نورو بدنامو کسانو کړي دي او ګوند یې بدنام کړی دی. ښاغلي عبدالقادر زیاته کړه: د انقلاب په لومړیو ورځو کې د نورمحمد تره کي بوختیا ډیره زیاته وه نو ددفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر اسلم وطنجار او د اکسا ريس سروري ته لارښوونه کړې وه تر څو هره ورځ سهار وختي د ټول هېواد د سیاسي او پوځي چارو رپوټ حفیظ الله امین ته وړاندې کړي. یوه ورځ، زما په غالب ګومان د ۱۳۵۷ کال د غبرګولي (جوزا) د میاشتې وروستۍ ورځې دي لومړی ما او بیا اسلم وطنجار خپل رپوټونه وړاندې کړل. ورپسې د اکساد ریس اسدالله سروري د رپوټ نوبت شو. په دې ورځ اسدالله سروري د معمول په خلاف ودرید او خپل رپوټ یې داسې وړاندې کړ: قهرمان او د انقلاب قوماندان ملګری امین: ستاسو د هدایت سره سم مې بیګاه شپه اخوانی موسی شفیق او خاین نوراحمد اعتمادي په خپله ووژل او د بلدوزر په وسیله مو تر خاورو لاندې کړل او د تل لپاره مو ددوۍ له شر څخه ځانونه خلاص کړل. دلته امین موسکی شو او ویې ویل: ستا په څیر کسان انقلاب ساتلی شي. څرنګه چې اسدالله سروري په کابل کې موجود دی نو، هغه کمیسیون ته چې د ارواښاد شهید موسی شفبق د هډونو د موندلو دنده ورپه غاړه شوې ده کولای شي چې اسدالله سروري د معلوماتو په اساس په اسانۍ سره د ارواښاد محمد موسی شفیق او شهید نوراحمد اعتمادي هډونه ومومي. - بېرته شاته