(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

 اجمل خټک

وه پښتنو هېر نه کړئ دا ستاسو ملنګى خټک وخت به درنه داسې ليونى ګورئ بيا هم غواړي زه چې د پښتو ادب کوم ځوان کوم قهرمان کوم پهلوان يادوم دده د ژوند ماشوړه څه ډېره عجيبه، پيچيده او اوږډه ده. د وختونو د جبر په مټ کې چې څومره جرئت، طاقت ؤ د هغې د خپېړو، د څپېړو زور يې هم په ده ويستى دى، جېلونه، بندونه، ځنځيرونه، لوږې، تندې، ناروغۍ، جلا وطني، شغلې، شيلاغونه، تورونه، تهمتونه. خو عجيبه خبره داده چې دې هرې څپېرړې هر زور هر جور هغه ته نوې نوې تازه تازه حوصله ورکړې ده. د هر نوي تيندک سره به د هغه د مرام تيلى نور هم په ترپ شو، د قوم د ننګ د ژبې د جنګ او د شهۍ د رخسارونو د پسرلو د زنګ داسې کوم ګوټ، کوم ميدان، کومه قلعه ده چې هغه پرې د خپلې حوصلې د کامرانۍ جنډې نه دي رپولي، نن که هغه لوى دى، پوى دى ادب پهلوان او سياسي قهرمان دى، په خپل زور او خپل توان دى، ګنې وخت چې هغه ته لومړۍ څپېړه کومه ورکړه هغه د احساس کمترۍ وه، چې هغه يې په يو داسې کور کې پيدا کړ د چا به چې د يو وخت وه او د دوو نه وه، بيا دويم ستم دا چې هغه يې د مټو د زور نه محروم کړ، پلار يې مړ شو او بل ورور يې نه ؤ. د اوو خويندو يو ورو ؤو پدې وجه ډېر نيازبين، ناز پرور او نازولى هم ؤ، که کور کې به د چا وه او که نه، خو ده به غوړي ترې خوړل. پښتنې مور به ورته سپينه سورۍ پيسه په پيچکې کې زوړنده کړې وه، سر به يې په خوږ تېلو هر وخت شوړه ؤ، لندى واسکټ ترکۍ ټوپۍ، د حکيم شاعر استاد محمد يوسف تندر بابا د لاس غوږينۍ څپلۍ، مړه داسې خو به تهکار کې د ارباب شير علي خان ځوى ارباب جهانګير خان هم په پال پال خيال خيال نه ګرځېدو لکه چې دا د دهقان ابن دهقان طوطي څومره نيازبين ؤ، هغه د شروع ژوند د علم و فرهنګ د ګورونو لاندې تېر کړى ؤ، خان زمان خان بابا هغه وخت د يحى خان د کړې وارث او د لوى خوشحال د قلم د سنګر ادبي محافظ ؤ، دى د فيرنګيانو خان بهادر ؤ خو چې قوم د خطابونو د القابونو د پرېښودو پرېکړه وکړه نو زمان خان بابا هم انګرزۍ خان بهادرۍ له لته ورکړه. بيا د قوم عالمانو، مياګانو او معتبرانو په يوه غونډه کې هغه له د خان اعلى خطاب ورکړ، زمونږ د دې ماشوم قهرمان په شاد زمان خان غوندې د خوداره مشر لاس ؤ او هغه د خودۍ خود دارۍ لومړۍ پټۍ د همدغه کور سيوري لاندې ويلې وه. د زمان خان بابا په قلعه (ګهړۍ) کې لويه لېبريري وه په سونو قلمي نسخې په کې پرتې وې، يو ځل د افغانستان نه محمد امين خوګياڼى راغلى ؤ يو کتاب وغوښتو، خان ورته وويل کتلى يې شې خو وړى يې نه شې او د کتابه ورکړه کې دغه سخت زړى خان په ماشوم قهرمان داسې مهربانه ؤ چې د خپل ټول کتابتون چابۍ يې ورته سپارلې وې، د خان بابا د دغو کتابونو دې ډېري، دې څلي هغه نه شاعر جوړ کړ، د پښتو متل دى: ((چې درومې څه به مومې)) د هغه مطالعې د هغه خوارۍ رنګ راوړ، بيا به هغه ميرۍ ته ځانله ځانله پټ پټ تلو او د پېغمبري ګلونو سره به يې غلې غلې خوږې خوږې د شعر او شپېلۍ په ژبه کې خبرې کولې هغه ته خپل ګل کاکا يې ځل ويلي وو چې تر څو دې د صحرا د ګلونو سره د خبرو چل نه وي زده کړى تر هغې ته د جهانګيري د غلام محمد خان غوندې ښه شاعر نه شې جوړېداى، يو ځل د هغوى سکول ته د هغه وخت وزير تعليم ثمين جان خان راغى هغه ورنه د نظم په ژبه کې دا مطالبه وکړه چې زمونږ د سکول درجه لوړه کړه. خان بابا چې د هغه دا نظم واورېدو نو دومره خوشحاله شو چې پوره پنځه روپۍ انعام يې ورکړ، او د نيازبين خان دا هغه لومړۍ مزدوري وه چې د احساس په نوکه او قلم په څوکه يې وګټله. په شروع شروع کې چې نيازبين خان لا د شعر و شاعرۍ د رنګونو د بدرۍ د لوپټې پلو نه ؤ نيولى نو زيات تعلق يې د خپلې خاورې د عوامي شاعرانو يوسف تندر بابا د خپلې ترور منفته چې د نور نامې، وفات نامې، فال نامې، جنګ نامې او رشيد البيان نيمه نيمه حافظه هم وه، د هغه خور امر سلطانه او د خدايى خدمتګارو د مبارزې د انقلاب او ولس نوم ورکو د کوڅې کوڅې شاعرانو سره به يې ناسته پاسته وه، د هغه د شنې شونډې د ژوند لومړى ټکى انقلاب ؤ او د همدې انقلاب د زمزمه کولو په سوب هغه د هر خان، هر لوى، هر مغرور، هر سرکار او بادار د سترګو اغزى ؤ هغه چې په لومړي ځل پلار د نيلاو د غره په لمنه کې پروت د خپل غور نيکه خوشحال بابا قبر ته بوتلو دا ١٩٢٩م کال ؤ او چې هغه د خپل لوى نيکه خاوره خاوره په دربو کې پټ قبر ولېد نو په اوچت آواز يې داکوړي د خانانو، خان بادارانو، خلاف ا شعر ووايه:قبر د خوشحال نيکه په خاورو کې ورکېږيخانان يې ټول لمسي دي په بنګلو کې اوسېږينن اتيا کاله پس هم د هغه بدقسمته خان چا به چې (تخت مغليه) سره تندى جنګاوه، د چا حسب نسب چې د خټکو هر لېشتينک خان سره تړي، مزار کنډر کنډر پورت دى، هغه ته هغه وخت خپل پلار وويل: نه نه بچى! داسې مه وايه خانان به خفه شي. او زمونږ ددې نني لوى انقلاب دعي مبازر قهرمان د تړتړۍ ژبې جواب دا ؤ نه نه ګل بابا دا خانان د هيچا په کار نه راځي، دوى خپل سالار، سردار نيکه بابا هير کړ، نو زما او ستاسو به څه په کار راشي، خو د هغه پلار ځکه وېرېدو چې هغه دهقان بن دهقان ؤ. ده به هم پلار سره پردۍ دهقاني کوله،په وړو وړو لاسونو به يې د پټي د مټينې خاورې نه کاڼي، کنکر غونډول، پلار به يې چې په پټي کې په مالا سور ځان سره په لوړه چغه لوبې بدلې ويلې نو ده به ورته په ډېر فکر فکر غوږ اېښى ؤ وايي د پلار د صحرا دا چغه دا شعر به مې په عمر عمر کې هېر نه شي.کله شو ناکله چې تا ويل سبا به درشمهستا هغه سبا په کال و سر کې نه راځيد هغه چوست، چالاک او هلو ځلو نه ډک ژوند هغه په خپل سکول کې هم د نورو هلکانو په نسبت د ممتازۍ او د مسازۍ مقامونو ته رسولى ؤ، د سکول مشر پراکټر ؤ خو ددې نه علاوه هغه د سکول د استاذانو په نظرونو کې په دغه حواله هم د عظمت د نښې څښتن ؤ چې د هغوى دې د غيريب مزدور دهقان پښتونو ځوى شاګرد په کله کله خپلو استاذانو ته هم ټکى سمولو، د تعليمي لياقت او صلاحيت خو يې دا حال ؤ چې کله يې د اتم امتحان ورکړ نو باوجود د دې هغه به په هلکوانۍ کې زيات وخت د انقلاب د کاروان د جنډې لاندې تېرولو خو بيا هم په ټوله صوبه کې اول نمبر راغى، د هغه د رېډيو ژوند چې تر څو پښتو وي، او پېښور ريډيو وي، پښتو کالم نګاري وي او بيا د ريډيايي ډرامې ذکر کېږي نو ددې غښتلي ښاغلي ملنګ ذکر به يې په عنوان کې راځي.د کاميابۍ، کامرانۍ، هڅو هاندو، غورزو پرزو، ژوند د تکل مرامونه رو رو سر کېدل. کله ژړا، کله خندا، کله آزاد، کله بندي، کله د وطن د خاورې په درمنونو ورشوګانو کې د ژوند د ځوانۍ د سپرلو د وږومو ټپې ويلې کله په جلا وطنۍ کې د غاصب تربان نه د وطن د دل آرامې ګل اندامې د آزادۍ په ياد کې د زنځيرونو د درد، څړيکو زخمونو پرهرونو ساندې زمزمه کړې، دا چا ته پته وه، ددې نه څوک خبر ؤ چې د اکوړي په ميدانونو کې لينده په غاړه سرپېچک تړلى لنډى واسکټ اچولى ((اجمل)) به يو وخت د شعر و شعور لوى قهرمان د اتل خوشحال خان د علم فکر خود دارۍ او قلم د رسالت، حريت، عظمت، خودۍ، ((اسماني کرسۍ)) وارث او جانشين وي، هغه قهرمان پهلوان، او د پښتو د تورو ټکو نګهبان چې د خپل خوږ جادوګر، حسن ور، حسينو، مهينو، رنګباره، شعله زاره، شعرونو، نظمونو، غزلونو، ښايست، ښکلا نه پرته خپلو د ((راغلو)) او حاسدانو د خپلو دوستانو نه زيات لوستلى، پاللى او منلى دى!زه دا خبره بې ويرې او په دعوې سره کوم چې د اکوړي خاورې که په درې تېرو څلورو سوو کالو کې د خپل رسا، قوي قلم، سپېڅلي فکر، ژوندي، ويښ، پاکس احساس، لوړ هوډ او تلپاتو ټکو تور، خيالونو مشالونو په برکت د اتل خوشحال خان خټک نه پس کوم لوى پهلوان لوى قهرمان زېږولى دى هغه هم دا اجمل خټک دى. خو افسوس چې د يو پنډ کتابونو له غېږو غېږو مقالو او د ملي وطني، ورځې، يووالي، حسن د سنګار لپاره د منارونو منارونو قربانو دا قهرمان هم د خپل شوم خصلت په څېر لکه د خپل نر نيکه چا ونه پېژندو، نور قومونه خپل واړه واړه مشران لويوي او يادوي او مونږ خپل لوى مشران د خپلو فکرونو او قلمونو نه وغورځول، خو نه پدې لويه خټک نامه کې يو داسې جوهر شناس يو داسې ګوهري هم شته چې هغه ډېر مړي د خپل قلم په زور او زوږ ژوندي کړه او ډېر تش په نوم ژوندي يې د پښتون راتلونکي دور لپاره د تاريخ د منار په رنګ د کتاب د درناي رڼا رڼا غېږې ته وسپارل، هو دا زما خوږ دوست، دروند آشنا او لکه د خپل قلم د رسالت هسې پاک سپېڅلى، بې وټه ملاوټه نر پښتون هارون رشيد خټک دى، هغه همېشه د پښتون د سبا خيالولي، انقلابي فکر ته کتلي دي هغه نسل ته څوک به چې سبا ددې ليوني مبازر ملنګ ټکي ټکي کرښې کرښې پاڼې پاڼې فکرونو پسې لکه د لېونو ګرځي، زه چې د خپل تياره حال د کنډرو اديرې ته د سبانۍ رڼا مستقبل ښار ته ګورم نو بې اختياره مې د خولې نه دا حقه سپينه او په ځاى خبره وځي چې د پښتون د سباني نسل لپاره د خير آباد پل که خداى مه کړه مات شو نو جوړول يې دومره ضروري نه دي څومره څومره چې په خپل دې قهرمان مواد راټولول او داسې کتابونه چاپول او خپل نوي نسل ته پرېښودل ضروري دي، ځکه چې پرونو پښتنو خوشحال ونه پېژندو نو دا دى ننني نسل يې هم نه پېژني او که پېژندلى يې نو چې خپل درې درې جربه کې پرتې ماڼۍ محلونه جوړولى شي، دا درې لاسه ګمبت به يې هم جوړ کړى واى. دا خو دې خداى اصيل، نازولي او سوچه پښتون هارون الرشيد خټک سره ښه وکړي، چې د خوشحال ثاني د سبا د ورکېدو نه د ژغورلو غم، غنيمت يې د نن نه شروع کړى دى، دا خو يو هارون الرشيد خټک دى چې په هغه سپوره مېره کې يې د خپل سباني نسل د سکون، سهولت، آرام او ښېرازۍ لپاره لېونۍ لېونۍ، ژوندۍ ژوندۍ چغې کوکې وهل شورع کړې، چيرته چې نن غشي غشي بمبل له پیلوزی په مننه - بېرته شاته