(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پۀ افغان شاګردانو د تعليم دروازې ولې بندولے شى؟

Written by Zar ali khan musazai کالم: سنګر د اطلاعاتو ترمخه داسې راپورونه مخې ته راغلى دى چې د پاکستان مرکزى حکومت دا فيصله وکړه چې پۀ پاکستان کښې ميشتۀ افغانان طالب علمانو او شاګردانو ته به د هيواد پۀ حکومتى او غير حکومتى تعليمى ادارو کښې د داخليدو اجازه نۀ ورکړے کيږى. او پۀ دوى به دا بنديز هم وى چې چرته تعليمى ادارې سکول، مکتب يا کالج ته دننه لاړ نۀ شى. د صوبه پښتونخوا د تعليم وزير سردار حسين نه چې کله پۀ دې حواله پوښتنه وشوه نو هغۀ داسې قسمه څرګندونې وکړې، وفاقى حکومت دا قدم اوچت کړے دے او دوى ئې پۀ دې خبره خبر کړى دى چې افغان شاګردانو ته به پۀ تعليمى ادارو کښې د سبق وئيلو اجازه نۀ ورکړے کيږى. وزير صيب ووئيل چې بايد د دې حکم نامې تپوس د مرکزى حکومت څخه وشى. بله دلچسپه خبره دا ده چې وئيل کيږى چې ګنې دا فيصله د پاکستان مرکزى حکومت د سکول او کالج ترحده پورې کړې ده او اعلى زده کړې يا تعليم به جارى وى. د پاکستان د اعلى تعليم ادارې د اطلاعاتو په اساس داسې وئيل کيږى چې د اعلى تعليم يا زده کړې ترسره کوى. دا ټول طالب علمان د پاکستان په جامعو ا و تعليمى ادارو کښې پۀ خپل مصرف دا سبق وائى. افغان شاګردانو ته د جرمنى له طرفه يو سکالرشپ يا وظيفه ورکړے کيږى. ددې سکالرشپ پۀ نسبت افغانى شاګردان پۀ پاکستان او ايران کښې خپلې زده کړې ترسره کوى. وئيل کيږى چې دا سکالرشپ د يو کال څخه واخله تر پنځو کلونو پورې د شاګردانو پۀ فائده کښې وى او ددې پۀ وجه دوى خپل سبق ترسره کوى او د دوى خرچې ددې سکالرشپ څخه پوره کيږى. دا سکالرشپ د افغان شاګردانو دپاره پۀ کال ١٩٩٢ء کښې شروع شوے ؤ او تراوسه پورې جارى دے. جرمنى دا سکالرشپ د البرټ ائن سټائن پۀ نوم ورکوى او دا وائى چې ګنې البرټ هم مهاجر ؤ نو ځکه دوى د هغۀ پۀ درناوى کښې ددغه وظيفې شروع وکړه. د پاکستان د ٢� � ٥ء د حکومتى مردم شمارۍ مطابق پۀ پاکستان کښې د افغانانو شميره خواؤشا ٣٤ لکه ده. ددې تعداد ٥٥ فيصدى د هاغو ځوانانو دے کوم چې د اتلسو کالو نه کم دى معنى دا شوه چې د نيمو نه زيات ماشومان شول. د پاکستان مرکزى دولت له خوا دا پکار وو چې اعلان ئې کړے وے چې کوم افغان ماشومان دلته ژوند کوى د هغوى د تعليم اخراجات به دا هيواد پۀ خپله برداشت کوى او هيچا نه به کومک نۀ اخلى. پاکستان وائى چې دا هيواد د افغانستان پۀ بيا ودانۍ کښې ونډه اچول غواړى. مونږ ګورو چې خواؤشا ديرش کلونه پۀ افغانستان کښې وضعه ښۀ نۀ وه، د تيرو اتوؤ کالو راهسې افغانستان د جمهوريت او ترقۍ په لاره روان دے، دبيا رغونې کارونه پيل شوى دى. ډير پرمختګ شوے دے او نورو ته هم اړتيا لرى. خو لا اوس هم ډير کار پکار دے. افغانستان ته اوس تعليم يافته ځوانان پکار دى چې د خپل هيواد خدمت وکړى، پۀ تيرو کلونو کښې د جنګونو دلاسه تعليمى ادارې خرابې شوى دى. دا ادارې جوړيږى خو لا اوس هم وخت غواړى. پاکستان چې کومه فيصله وکړه يقيناً ډيره بده او د افغانستان شاګردانو پۀ ضد ده. دې فيصلې سره نۀ صرف د هاغو ماشومانو مستقبل تيارۀ شو د کومو شميره چې ٥٥ فيصده ده، بلکې دا فيصله د افغانستان پۀ بيا رغونې هم بدې اغيزې غورځوى. ځکه چې افغانستان ته تعليم يافته خلق پکار دى، او کله چې افغانانو ته د سبق وئيلو اجازه نۀ وى نو تعليم يافته خلق به چرته نه راځى. دې فيصلې سره د زرګونو طالب علمانو او شاګردانو مستقبل پۀ خطره کښې شو او د دوى مستقبل تيارې سره مخ شو. دا فيصله پۀ داسې وخت کښې رامنځته شوه کله چې تعليمى ادارو کښې نوې داخلې شروع کيدونکى دى. افغانان کۀ د لر دى يا د بر دى ټول يو خلق دى، يوه ژبه، يو کلتور، يوه خاوره، يوه جغرافيه، د يو پلار نيکۀ اولاد څنګه د يو بل نه جدا کيدے شى. زۀ د پنجاب خبره نۀ کؤم دلته زما مطلب د پيښور او کوئټې دے، دا دواړه د پښتنو افغانانو ښارونه دى، دلته افغانان پردى هيڅ کله نۀ دى، د پښتونخوا صوبائى حکومت بايد د مرکزى حکومت دا فيصله نامنظوره کړى او ورته نيغ پۀ نيغه ووائى چې کۀ پۀ دې وطن کښې د هند د مهاجرو دپاره ځائے شته نو د افغان شاګردانو او طالب علمانو دپاره به ارو مرو وى ځکه چې دوى زمونږ وروڼه دى او سبق وئيل او داخلې اخستل د دوى حق دے. هيچا ته دا حق نشته چې دوى څخه دا حق واخلى. Why doors of education are closed for Afghan ? - بېرته شاته