(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرګه... يوکوڼ اوبل بوغی

20.July 2007دپاک افغان جرګه والو يوبل سره د دواړو ملکونو دامن په اړه ليدۀ کاتۀ شروع کړى دى اودواړو اړخوته جرګه وال خوش بين دى چې مونږ به داتاوتريخوالی کم کړو. په سرکارى سطح خوجرګه مار ديوبل سرکارى ميلمستيا کوى اوداوائى چې جرګه کاميابه ده افغانان جرګه مار وائى !! وضعه ښه ده، پاکستان وائى ((سب اچها)) دغه شان سرکارى رپورټونه دواړو خواوته داتاثرورکوى چې پاک افغان تعلقات به داجرګه ښه کړى . دلته ددې جرګې په حواله يوسوال پيدا کيږى چې ايا دواړو خواو ته په دې قامى مشران شته اوکه نۀ ..!!؟؟ مونږ چې د جرګې روايت اودافغانستان تاريخ ته وګورو نو په لويه جرګه کښې افغانستان خپل ډيرجنګونه هوارکړى دابيله خبره ده چې ددريولسيزوکښې افغانستان هم دخپل روايت څخه غورځيدلی دی اووجه ئې داده چې په افغانستان کښې پردى خلق دغه ايجنډا تياروى . دې خوا چې مونږ خپلوسرکارى ادابوته وګورونو دلته سيمينارونه ،کنونشنونه مذاکرات ناستې پاستې فقط ددې دپاره وى چې په سرکارى فائلونو کښې خرچ اخراجات وښودلی شى اواخبارونوکښې تصويرونه راشى او دټيلى ويژن کيمرې ته وښائى بس ....!! ترڅوپورې چې افغانستان ته دپاکستان نه دجرګه مارو دتلوتعلق دی نوپه دغې جرګه کښې داسلام اباد دپاليسمارو سرکارى خلق شامل دى قامى مشران پکښې نشته. هغوى په خپله سرکارى ژبه خبرې کوى دافغانستان دپاره ئې دا اسانى ورکړې ده چې اسلام اباد هغه خلق راغونډ کړىدى چاله چې پښتوپه وئيلوورځى پښتو چې څوک په عمل کښې کوى هغوى په دغه جرګه کښې شامل نۀ دى ځکه چې داسې خلق د اسلام دپاليسيو په ضد دى . دپاک افغان جرګې مثال داسې دی لکه چې يوسړى بل ته په غوږ کښې خبره کوله خوپه غوږ کښې خبره کوونکی په مرۍ بوغ ؤ اواوريدونکی کوڼ ؤ ديوبل په مقصد نۀ پوهيدل اخرکښې ورته بوغى ووې چې زمااوستا خبرې ګرانې دى ځکه چې زما اواز بوغ دی اوتۀ په غوږو کوڼ ئې . مونږ چې دپاک افغان تعلقاتو ته په دغه حواله وګورونو پاکستان دکوڼ مثال لرى اوافغانستان اواز سلګو فريادونو وير ژړا بوغ کړی دی . دافغانستان مرۍ ناسته ده هغوى دټولې دنيا په غوږونوکښې چغې ووهلې دټولې دنيا غوږونه لکه چې په سرپورې ياوونۀ اويا دغه غوږونه هسې ډيکوريشن دپاره وو باقى پکښې داوريدو توان اوقوت نۀ ؤ. افغانستان دمودو مودو راسې دټولې دنياپه غوږونو کښې چغې ووهلې کريکې ئې ووهلې خوکه څوک داوائى چې ټولې دنيا دافغانانو چغې اوريدې اودنيا افغانستان ته راماته شوه نوداسې نۀ ده ټوله دنيا ځکه افغانستا ته راغله چې دهغوى خپل ضرورت راغی او داخوحقيقت دی چې مطلبى غرضى په خټه اورلګوى افغانستان کښې داحقيقت لږنورهم بدل دی چې په افغانستان کښې دنياغرضى خلقو په انسانانو اورولګولو په زمکه کښې ئې ورله اور وکرلو . دپاک افغان جرګه مار چې اوس يوبل ته مخامخ ناست دى نويوعجيبه غوندې صورتحال ښائى اوهغه دادی چې دافغانستان اواز ناست دی مرۍ ئې بوغه ده اودپاکستان غوږونه نشته ددې دپاره خو اول ضرورت ددې خبرې دی چې افغانستان دهرڅه نه اول دخپلې مرۍ علاج وکړى اواواز ئې راوخيژى اوپاکستان دخپلو کڼو غوږونو څه علاج وکړى چې داواز اودخبرو اوريدوقوت ئې پيدا شى هرکله چې دواړه ملکونه دهرڅه نه اول خپل خپل علاجونه وکړى نو بيابه هله ديوبل په خبره پوهيږى اوديوبل سره به په ناسته کښې خوند ورکړى . Nurul-Bashar Nawid - بېرته شاته