(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سيند په غاړه د سپينې سپوږمئ د پلوشو لاندې يوه شپه

د سپوږمئ د نندارو په حقله ډيرو شاعرانو خائيسته شعرونه،ليکلي او په اردو کښې خو ګڼ شمير سندرې د دغې شپې دسپيځلې حسن او ښکلا يو سحر انګيز منظر کشي کوي. .په پښتو کښې سپينې سپوږمئ وايه اشنا به چرته وينه، ګونګئ شې ولې نه وائې حالونه او بيا په ګڼ شمير ټپې مصرعې او غاړې د سپوږمئ په خائيست او ښکلا وئيلي شوې دي او د پښتون کلتور او ادب دا ئې د سپوږمئ په رعنائيو او پلوشو منور کړې دی. زه څو ورځې وړاندې يو نامتو ملګري پروفيسر اباسين يوسفزي صيب د سپوږمئ د راختلو او هم په دغۀ وخت د نمر د ډوبيدو منظر ليدلو د پاره د سيند غاړې ته راوبللم. ادغه منظر ليدلو د پاره د فطرت ښکلا پرستو د ۱۱ مارچ ورځ خوښه کړۀ. دا داسې ورځ وه چې سپوږمئ د خپل روڼ مخ نه ټول حجاب لرې کړې وو او پوره په اب و تاب کښېې ئې خپلې جلوې او خائيست خائيلو. ماسپخښېن درې بجی وخت مقرر وو اباسين صيب درې نيمې بجی زما غريب خانې ته راغلو او په منډا ئې زه په ګاډې کښې لکه د بار وردننه کړم. بار مې ځکه اوئيل چې په دغه ګاډي کښې د مخکښې نه ۵ کسان وو او شپږم ئې زه وروخېژولم اوم۷ مو هم راپورته کړو او دغۀ شان د منزل په لور روان شو. په څوکنو کښې راته حاجي ګلزار خان او مسافر هلال خيل په انتظار ولاړ وو. هلته چې ورسيدو نو د هغوئي سره مو ليدل کتل وشول او ورسره نزدې ګيس سټيشن کښې مو د مازيګر مونځ هم وکړو. يو څو کسان نور هم راسره ملګري شول چې پکښې شاعر ملګرې عاقل خان او څو کسان افغانان هم وو. مازيګر څه پينځه بجې د ازاخيلو سره د سيند غاړې طرف مو ګاډي ورتاؤ کړل او بيا دوه درې کلو ميټره مزل نه وروستو د سيند په غاړه د يوې غونډئ په غيږه کښې جوړې جونګړې ته ورسيدو. د خيشکو خان فياض خان سره د خپل لاو لشکر زمونږ استقبال ته ولاړ وو. څومره چې دا ځائي ښکلې وو د هغې نه زيات د دې جونګړي خان فياض خان خائيسته وو. سور سپين د مينځني عمر فياض خان د چا تندي لکه د پينځلسمې د سپوږمئ روښانه،په مخ ئې يوه مستانه مسکا ،مخمورې سترګې او ارته سينه د ميلمانو ستړي مشي ته لاس په نامه ولاړ وو. د فنون لطيفې په علومو مست دا خان څوک چې ځان د دې جونګړي ملنګ ګڼي په رښتيا هم د ډيرو اعلي خويونو ملنګ وو. د ريا حرقه ئې خدائي مکړه په غاړه رحمان کوږ دستار تړلې قلندر دی په دې خپله بادشاهئ کښې دې ملنګ بادشاه ځان له لکه د رحمان بابا په شان د سيند په غاړه يوه چوتره جوړه کړې ده چې د ورځې د کارونو راغونډولو نه پس مازيګر نه تر ماسختن پورې پکښې ناست وي. او زمونږ غوندې فطرت پسند ملګري ورته راغونډ وي. بادشاهئ د ملنګانو په دعا شي زه رحمان هله باچا شوم چې ګدا شووم. مازيګر تقريبا ټول ملګري راغونډ شوي وو. د دغه غونډئ ګير چاپيره سيند تاؤ شوې وو او لږ غوندې ځائئ پکښې د موټر د لارې د پاره د خشکې او اوبو ترمينځ پاتې وو. مونږ لږه شيبه پس د غونډئ سر ته وختو هلته مو د نمر د پريوتو خائيسته ننداره وکړه.اباسين صيب د غونډئ د پاسه خپل روزمره واک تر سره کړو .مونږ ملګرو په سيند کښې د نمر د پلوشو خوند اخيستو. د غونډي د سروکي نه د ازاخيلو ورشو او د سيند پورې شنه غاړه او بيا په سيند کښې يوه وړه غوندې د چپو والا کيشتئ کښې يو هلک پورې وتل او بيا راپورې وتل يو سيندريز غوندې ماحول جوړ کړي وو. ځيني ملګري په سيګريټي کشونو بوخت وو. ځينو پکښې خپل ملګرو ته په موبائيلونو د دې حسين منظر، په شاعرانه مصرو کښې انځور ګري کوله. فياض خان د خپلې کيمرې په سترګه د يو يو ملګري عکس په خپله اخيستل او بيا به ئې ورته په ډيره مينه هغه عکس خوؤلو. د کوربه د اخلاص دومره خوږ انداز ما په وړومبي ځل په شدت سره محسوس کړو. ما په زړه وئيل کښې سوچ وکړو چي پښتون څومره شدت پسند دی. په مينه کښې هم دومره متششد دی چې ځان قربانوي ،دومره مخلص دی چې په نياز کښې خپل سر هم د چا نه نه منع کوي. مونږه هر چا ته پيرزوئينې د زړګي ورکوو مونږ نازولو ته په نياز کښې زندګي ورکوو. … د ماښام په وخت ځينې ملګري د غونډي نه کوز شول او هلته د ناستې د ځائي سره نزدې په کبل ئې د ماښام مانځه له تغرونه خواره کړل. زه، حاجي ګلزار ،فيض محمد،مسافر خان د ټولو په اخيره کښې د غونډئ د سر نه کوز شو او په مانځه کښې مو ځان شريک کړو. د مانځه د فراغت نه پس ته مونږ د کټونو په طرف لاړو او بيا څو شيبې پس ابسين يوسفزي صيب د سپوږمئ د راختلو اعلان وکړو. ټول ملګري د سپوږمئ په ننداره شول په دغه ورځ وريځ هم وه خو د سپوږمئ مخ ئې پټ نه کړې شو. سپوږمئ ورو ورو راختله ،په بل طرف د غروب په افق د سور شفق سرخي خوره وه. يوه سحر انګيز منظر وو. ما مسافر ته اوئيل چې د اباسين صيب چې دومره ښکلې ګره چې په خپل تخلص اباسين لګوي نو د هغې وجه شائيد هم دغه د سيند غاړه وي چې دې ورله په تواتر سره رادرومي. نو بيا د اباسين صيب په شاعرئ کښې خو به دغه غورزنګونه خامخا راتلل. اباسين صيب هم د دغه فيملي يو بل ملګري څوک چې د حکومت يو لوئي چارواکې هم دی ،ډير په ښکلي انداز کښې د هغه د کريکټر تفصيل بيان کړو.او د هغه سره منسوب د پيښور پوهنتون په زړه پورې خاطرې ئې په بشپړ توګه بيان کړې . چې د خوند رنګ نه ډکې وې. مونږ په خپلو کښې ګپ شپ او ټوقې ټقالې کولې. او فياض خان خپل لاؤ لښکر ته د ډوډئ او خوراک څښاک هدايت جاري کولو کښې بوخت وو لږه شيبه پس جنريټر د بجلئ قمقمې روښانه کړې دغه قمقمو د سيند په اوبو کښې داسې خائيسته پلوشې جوړې کړې چې ماحول نور هم شاعرانه شو. ما د مينې او محبت په موضوع خبرې کولې او چا ته مې اوئيل چې کله انسان د څلوښتو کالو تير شي نو بيا دا د ځوانئ د دور محبتونه،مينې او عاشقئ يو ليونتوب ښکاري.او په خپل ځان پورې خاندي. نه پوهيږم چې فياض خان تر غوږ دا خبره څنګه ورسيده خو ناساپه زمونږ د کټ طرف ته راغلو .او دومره په دلنشين انداز کښې ئې زما د خبرې تائيد وکړو. دغه وخت کښې د هغه په سترګو کښې يوه عجيبه غوندې ځلا ښکاريده. او ډير په مخمور انداز ئې کښې د پوهنتون د يو استاذ ذکر شروع کړو. د سپوږمئ پلوشې نورې هم راخورې شوې او لږه شيبه پس څو کسانو په مخامخ اوږد او لوئي چوپال کښې پردې راځوړانده کړې. اته بجې د چوپال نه د موسيقئ د الاتو د مشق کولو اوازونه ورور ورو راتلل شروع شول. داسې په غير محسوس انداز کښې د نوښار نه څلور کسان موسيقاران وابلل شوي وو او هغوئي د خپلو خپلو د موسيقئ د الاتو ازميښتنه کوله ،او د سر تال مشق ئې پئيل کړي وو. اباسين صيب ما او زما نورو ملګرو ته په چوپال کښې د راتللو بلنه راکړه او بيا په فرشي نشت ټول ملګري کيښناستل چې کله ملګري راجمع شول نو د کلارټ استاذ يو راګ وڅيړلو او دومره په ژور انداز کښې د راګ سپړلو زيار باسلو چې زما زړه ئې ځان سره ډوب کړو،بيا لږه شيبه پس ئې يوه خوږه هندي نعمه پئيل کړه. او ما ته اندازه وشوه چې فنکاران که پښتانه دي بيا هم پۀ راګ او راګنئ ښه خبر دي. او پۀ خپله دې فن کښې استاذان دي. په باجه باندې د جهانزيب نوشهروي مرحوم ورور ګوتې پورې کړې وې په دبله هم د دغه خاندان يو ښه استاذ د ميځني عمر ډير په زړه پورې سنګت کولو،ورسره په ډهولک يو ځلمي هنرمند ډير په چټک انداز کښې ملګرتيا کوله،او بيا چې د چا فن په ما يو خوږ اثر کړې وو هغه د کلارټ يو مينځيني عمر سور سپين هنرمند وو چې د دې درې واړو نه په شکل صورت کښې هم مختلف وو او په فن کښې ئې هم يو خوږ او سحر کونکې تاثير وو. د کلارټ استاذ د هندي يوه نغمه او بيا ورپسي د نصرت فتح علي خان يوی نغمی ماحول غمجن غمجن کړو. مونږ د دغه نغمو نه خوند اخيستو چې په دغه وخت د دې جونګړي ملنګ فياض خان د سازيندوو سره جوخت کيښنا ستو. مخې ته ئې درې څلور کاپئ پراتې وې.ما ته معلومه نه وه چې د نن ستورې فنکار زمونږ دغۀ کوربه خان دی. دا د حيرت يوه بل دروازه زما په ذهن کښې خلاصه شوه او بيا هغه د حمزه بابا د رباعي نه په خپل خوږ اواز کښي ابتده وکړه او ورپسې يو غزل ئې په ډير ښکلي او ځانګړي انداز کښې اوئيلو. فياض خان د ځمزه بابا ډيرې غزلې په ياده په خپو جوړو شوو طرزونو کښې اوئيلې او يقينانا چې په وړومبي ځل ما په خپل ځان او په خوا کښې ناستو ځلمو د وجد يو کفيت محسو س کرو. څه وخت پس فياض خان خپلو کسانو ته د جنريټر بندولو او د چوپال د پردو لرې لولو اوئيل او چې کله پردې لرې شوې نو د پينځلسمې سپوږمئ سپينې پلوشو په سيند او د سيند په غاړه يو نور راخور کړې وو. ما په وړومبې ځل د سپوږمئ دومره خائيست وليدو. د سيند په غاړه بيخې خاموشي وه او د سپوږمۍ پلوشو يوه عجيبه د سحر ډکه نندره خووله. يو ځل بيا فياض خان د حمزه بابا او ورپسې د اباسين صيب غزل اوئيلو. په غزلو پسې سلام او قوالې نما غوندې منقبتونه هم اوئيل شول. او بيا د غني خان غزل پکښې يو بل شان تاثر پريخود. په دې منځ کښې يو بل ملګري دوه غزلی او په دې پسې يو ځل بيا فياض خان په ډير ښکلي انداز کښې یو غزل اوئيلو، تقريبا د شپی تر لسو بجو پورې د موسقئ دا محفل جاري وو .ما محسوسه کړه چۀ زمونع افغاني ملګرو د راګ راګنو سره دومره علاقه نه درلوده.ځکه هغوئي په مينځ کښې يو يو پاسيدو او د سيند په غاړه ئې د سپوږمئ د پلوشو لطف اخيستو . د افغانستان په جنوب کښې د اتڼ او تودې موسيقئ علاقمند ډير دي او هغوئي ګرمي لوبې خوښوي. چې يقينا د راګ او راګبنو د سوړ سرور نه مختلف انداز موسيقي ده. دوئې خپله وينه په اتڼې موسيقئ ګرموي. لس بجی د فياض کسانو مونږ ته د کورني چرګانو په خوروا کښې ماته ډوډئ او ورسره نور پخلي کيښخود،خو په خوروا کښې د ماتې ډوډئ چې کوم خوند او لذت وو هغه يقينا چې د ياديدو وړه خبره ده. تقريبا يولس بجې د شپې مونږ د فياض خان نه رخصت واخيستو. اباسين صيب ټول ملګري راغونډ کړل د خير يوه دعا ئې وغوښته د کوربه شکريه په خلاص زړه ادا کړه او زه چې کله فياض خان ته ورته غاړه وتم نو ما ورته اوئييل چې فياض خان زما ټول عمر په مسافرئ کښې تير شو.او ژوند په خوندونو هيڅ خبر نه شوم خو نن چې کوم خوند ما ستاسو د خلوص ډکې ميلمستيا نه واخيستو يقينا چې تر باقي عمر به ما ته دغه ننۍ شپه ياده وي. هغه په جار اوئيل چې کله هم وطن ته راځي نو زما د دغه جونګړې دروازې به ستا د پاره بيرته وي. او بيا به هم انشالله خامخا رادرومې. ما د هغه شکريه ادا کړه او بيا ټول ملګري د کاروان په شکل کښې د سيند د غاړې نه راستانه شو. ما ته د خپل يو وړوکي نظم “خپلې خارې ته کچه يم” مصري راياديدې نه مې ښکل کړله په مينه نه مې سترګو ته رانجه کړه نه مې مشکو په شان بوئي کړه شرمينده يم شرمينده خپلی خاورې ته کچه يم Saturday، 14 March 2009 ۱۱ مارچ ۲۰۰۹ په خيشکو کښې د سيند په غاړه ماښام - بېرته شاته