(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د يوې بلې تماشې پۀ انتظار

پنجاب د پاکستان تر ټولو لويه صوبه ده او حقيقت دا دى چې دغه صوبه د پاکستان پۀ سياست، معيشت، فوځي او ملکي بيورو کراسۍ قابضه ده، ددې نه هم انکار نۀ شي کيدى چې د پاکستان زياتره واکداران يا خو نيغ پۀ نيغه پنجاب سره تړاؤ لري او يا چې چرته د بلې صوبې څوک د پاکستان اعلى څوکۍ ته رسي نو د پنجاب د حمايت نه پرته ددې امکانات نۀ وي. د يو حکومت د غورځولو لپاره کۀ وړو صوبو کښې هر څومره احتجاجونه کيږي خو تر څو چې ورسره پنجاب ملګرتيا ونۀ کړي نو د هغې حکومت غورځول ګران کار وي. د پاکستان اوسنۍ سياسي منظر نامې ته کۀ وکتل شي نو داسې بريښي چې پنجاب يو ځل بيا د موجوده حکومت را پرځولو لپاره چمتو شوى دى. هر څو کۀ نواز شريف او شهباز شريف خپلو ويناګانو کښې ادعاوې کوي چې دوي به د هيڅ يو غير جمهوري طاقت لاسونه مضبوط نۀ کړي او د جمهوري ادارو د کمزوري کولو نه به ډډه وکړي خو مرکزي حکومت چې پۀ کومه طريقه پنجاب کښې د شهباز شريف د نااهله کيدو وروسته ګورنرراج قائم کړو نو دا د دوي يو داسې عمل ؤ چې ځان او خپل حکومت ئې پۀ زوره کمزوري کولو ته ورکړو. د پيپلزګوند خيال دا ؤ چې د ګورنر راج قائميدو نه وروسته به د مسلم ليګ ق ډلې د صوبائي اسمبلۍ غړي ځان سره ملګري کړي او دغه صوبه کښې به حکومت جوړ کړي خو د تيرو څو ورځو د خبرونو نه ښکاري چې پۀ دغه پروسه صحيح کار نۀ ؤ شوى او نن د ق ليګ غړي وائي چې مونږ به صوبه کښې د پيپلز ګوند د ملګرتيا پۀ ځائې د نواز ليګ اتحاديان شو چې مطلب به ئې صوبه کښې د ګورنر راج دوه مياشتې موده کښې نوره اضافه رامنځته کړي. خو د روانې مياشتې نيمائي کښې چې وکيلانو، د مدني ټولنو غړو او يو شمير سياسي ګوندونو د اوږد لاريون کولو کومه اراده کړې ده نو کيدى شي چې دغه لاريون د پيپلز ګوند ټولې منصوبې د خاورو سره خاورې کړي بلکې ددې احتمال شته چې د وکيلانو مارچ مرکزي حکومت ا و ملک کښې د نوي جمهورى نظام لپاره هم ستر ګواښ ثابت شي. د پاکستاني اولس بدقسمتي ده چې د نهو کالو دکتاتوري نظام نه پس د جمهوري نظام پۀ بشپړه توګه لا يو کال هم نۀ دى برابر شوى چې ددې نظام پۀ ضد دسيسې پيل شوې. د تير کال اګست مياشت کښې چې جنرال پرويزمشرف پۀ استعفى ورکولو مجبور شو نو اولس د خوشحالۍ ساه واخسته چې اوس به جمهوري واکداران د اولسونو د ګټو کړنلارې پيل کړي خو داسې ونۀ شوه. پښتونخوا کښې د سوات ستونزه د مشرف پۀ وختونو کښې دومره نۀ وه کړکيچنه لکه چې وروسته ئې کوم شکل واخستو. اوس کۀ هلته لږه قلاري ده خو بيا هم صوفي محمد وائي چې زۀ د صوبائي حکومت نه مطمئن نۀ يم. خدائې دې خير کړي چې هلته حالات يو ځل بيا خراب نۀ شي. کۀ سوات کښې امنيت په ځائې هم شو نو دپښتونخوا جنوبي ضلعو کښې چې جنګياليو کومې کاروايانې شروع کړې دي هغه د پرامنه سباؤن اشارې نۀ ورکوي.دغه راز د مشرف د اقتدار دوران کښې پۀ قبائيلي سيمو د بې پائلټه الوتکو بريدونه دومره زيات نۀ وو لکه نن چې کيږي. د جمهوري حکومت جوړيدو سره دا هيله کيده چې د صوبائي خودمختارۍ، د بجلۍ اوګاز د خالصې منافعې، اين ايف سي ايوارډ او د صوبه سرحد د نوم ستونزې به هوارې کړى شي خود پورته ذکر شوؤ مسئلو د حل لپاره تردې دمه هيڅ کوټلي ګامونه نۀ دي پورته کړى شوي. دغه شان د بلوڅو د محرومو د لرې کولو لپاره هم د ويناګانو نه پرته څۀ عملي ګامونه نۀ دي اخستل شوي نو اوس به ګورو چې د مسلم ليګ نواز ډلې پنجاب کښې د هړتالونو ا و د وکيلانو اوږد لاريون به يو داسې لاره پيدا کړي، چې دغه ستونزې هوارې شي او کۀ نۀ داسې حالات به جوړ کړي چې نوى جمهوري نظام د منځه يوسي او يو بل د پنجاب دکتاتور ته لاره هواره کړي چې د هيواد پۀ واک اختيار قبضه وکړي. کۀ مسلم ليګ او پي پي پي خپلو کښې جوړ نۀ شول او د مولانا فضل الرحمان او اسفنديار ولي د منځګړتيا هڅې شنډې شوې نو بيا هيڅ يو قوت نۀ شي کولى چې د نوي دکتاتور لاره ونيسي او د نړيوالو حالاتو رڼا کښې وئيلى شو چې دا به د پاکستان اخري جمهوري او دکتاتوري نظام وي ځکه چې د ملک دننه ورځ پۀ ورځ زياتيدونکې انتهاخوښي او عسکريت پسندي نۀ يوازې د امريکا او ناټو لپاره د قبوليت وړ نۀ ده بلکې چين، هند، روس او ايران هم د پاکستان پۀ حالاتو د انديښنې څرګندونې کوي De yau bali tamashi pa entizar By: Syed Mudassar Shah [email protected] - بېرته شاته