(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چې غمزده صيب مرکه نه کوي نو څه وکړو ..............؟

درحيم غمزده نوم دافغانستان اوپاکستان دپښتنو لپاره اشنادى اوټول خلک يې د يوښه هنرمند ، فرهنګي شخصيت ، دروند مشر ،خوږژبي شاعر اوددردمن افغان په توګه پيژني .نوموړى دامهال په پېښور کې دکډوالۍ ژوند تېروي اوداسې ښکاري چې دسندرو ددنيا سره يې دتل لپاره خداى پاماني کړې ده ،ځکه چې اوس نه پروګرامونو ته ورځي ،اونه يې په راډيو اوتلويزيون کې نوې سندرې مخې ته راځي . خوداسې هم نه ده چې ګوندې پښتنو هنرپالو دې رحيم غمزده ته شا کړې وي ،زما په څېر ډېرو هڅه کړې چې دوخت دغه ستر عظيم فنکاروغږوي ،دده مشکل معلوم کړي اوبيا يې پښتنو ته غږ ورسوي چې استاذ غمزده په دې غمجن دى ،خوهغه کسان چې نوموړى له نږدې نه پيژني هغوى به په دې خبروي چې دده سره خبرې کول داسې اسانه خبره هم نه ده .
سپينې جامې په تن،دمومندانوغوندې جګه شمله اوښائيسته واسکټ يې اغوستې ،خريلې ږيره اودبارعبه بريتونودلاندې په ښاييسته وو شونډو مرموزه مسکا دهغه ساحرانه شخصيت جوړوي . داچې نوموړى تلويزيوني څهره لري نو که يوځل يې څوک وويني نو خامخا يې خوښيږي اوکه نه يې پيژني نوخامخا به په څنګ کې ناست ملګري نه تپوس کوي چې ......دا څوک دى ؟ هودارحيم غمزده دى ،دافغانستان هغه ستر هنرمند چې دوخت ډېرې تودې سړې يې ليدلي ،دافغانستان ملي ورځې او جشنونه به په هم دې ښاغلي باندې اباد وو.هغه هندي او پښتو موسيقي داسره يو ځاى کړه چې بيا يې پيژندل ګران وو چې هندي کوم دى او پښتو کوم دى ؟ خواوس داسړى خفه دى ، مروردى ،ماڼيجن دى ،زمانه ، دتانه ،دپښتنو نه دافغانانو نه اوپه پېښور کې د ګم نامۍ ژوند تېروي .ددې باوجود چې هماغه طلايي خنجره ورسره ده اوکه محفل کې ودريږي اوسندرې ووايي نو ډېر به حيرانه کړي چې داښکلى غږ خو لاهم تانددى خو اوس يې څنګه کوې چې هغه سندرې ويل خولرې خبره ده چاسره مرکه هم نه کوي ؟ وايي چې نه ځې نو په شا به دې کړم او چې نه خورې نو څه به دې کړم ؟دنوموړي سره چې زه کله هم مخ شوى يم نو دهم داسې کيفيت سره مخ شوى يم . داچې غمزده صيب په ډېرو محفلونو کې نه ګرځي نو ځکه ورسره ډېر ليدل کتل هم نه کيږي .په دې تېرو څوکلونو کې ما نوموړى په دوه درې ځايونو کې کتلى اوپه هر ځل مې چې ترې د مرکې کولو غوښتنه کړې نوداسې په مرموز انداز کې يې راته کتلي ته به وايې چې په زړه کې وايي چې ((خلک پرې تېرشوي دسرونو نه ......خوله رانه خاطر په تشه خوله غواړي ))بيا يې راته ډېر په ستغ انداز کې ويلي ((روکى ! وال به رانه وخورې ،زه چاسره مرکې نه کوم ...... ))
يوځل مې دپېښور په يو هوټل کې دافغانستان ديو پيژندل شوي ځوان ربابي همايون سخي دورور په واده کې چې ميلمانه يې ټول هنرمندان ،شاعران او فرهنګي شخصيتونه وو وليدلو.هغه زما د بې روزګارۍ زمانه وه اوپه هيله مجله کې مي په دې هيله ((کلينډري )) کوله چې ګوندې موټرواني به زده کړم او پخپله به ډرايور شم ،زه بريالي ولي له ځانه سره بولى وم ،هلته نور ځوانان هنرمندان لکه ،زرولي افغان ،نوررحمان ،سيداګل مينا ، همايون حيرت اونور ډېر هم ناست وو.دګاډي موټروان يعنې د سټيج چلوونکى زه وم نو وار په وار مې ځوانان هنرمندان سندرو ويلو ته رابلل اوخلکو ته يې دخپل استعدادسره سم دخپل فن نمايش کولو .ماته يادشي چې دتبرک لپاره مې په اخره کې استاذ رحيم غمزده ته بلنه ورکړه .هغه په خپل مخصوص انداز کې سټيج ته راغلواو (( .......مستې پيالې راوړه ساقي .....اوبله پياله راوړه ساقي ......او ماله پياله راوړه .......))سندره يې شروع کړه .ما په ژوند کې په ژوندي پروګرام کې دچادومره خوږ اوژوندى اواز نه واورېدلى .زما مثال خو داجمل بابا دى چې وايي (( خوار خټک ته ګوره چې شعرونه په اوبو ليکي ......)) خو هلته ډېر خلک داسې هم وو چې پيالې يې په سر اړولې .تاسو اندازه ولګوئ چې درحيم غمزده غږ پر ما دومره تاثير کړى و نو دهغو به څه حال و چې پيالې پسې پياله يې جګوله .اوپه فضا کې د غمزده دا خوږ اوازهم خورېدو چې (( ....مستې پيالې راوړه ساقي ...... .اوبله پياله راوړه ساقي ......او ماله پياله راوړه .......)) سندره خو چې هر څومره اوږده يې اخر ختميږي خوبلانوشو استاذ نه هم داخواست کولو چې باجه به نه بندوې .په پېښور کې هوټلونه دشپي تر يو ټاکلي وخت پورې خلاص وي نواخر دهوټل مالک راغلو اوبخـښنه يې وغوښتله چې دهوټل د بندولو اجازه دې ورکړي .....دهماغې سندريزې بلانوشې اوخومارې شپې په ماحول کې راته بريالي ولي وويل ((عامره بې رزګاره ! چې نن يې هم نه څکې نو يابه غوث يې يا ........))ماورته وويل ((ساده باده سړى دى په شوملو هم نشه کيږي ......عامر کله دجام اودکاسوسره جوړيږي .))
په بل وارې مې استاذ رحيم غمزده څو کاله وړاندې پېښور کې دافغانستان د خپلواکۍ په جشن کې وليدلو.په کانټي نينټل هوټل کې دافغانستان قونصلګرۍ دخپلواکۍ پرتمين جشن نمانځلو.افغان مشران ، دقونصلګرۍ چارواکي ،شاعران ، ليکوالان ، هنرمندان اوفرهنګي شخصيتونه يې بللي وو.په هغه محفل کې غمزده صيب هم موجود و.دپروګرام نطاقه دافغانستان تکړه نطاقه اوشاعره فريده هوډسيفي وه چې هغه مهال لا ازادۍ راډيو ته نه وه راغلې .نوم يې ما پخوا ډېر اورېدلى وخوپه هغه محفل کې مې په لومړي ځل وليدله .خداى شته ښه په خوږه ژبه يې دپروګرام چارې سنبالولې .دنورو هنرمندانو سره سره استاذ غمزده هم دوطن ترانې په دغه محفل کې وويلې اودنورو ترڅنګ يې افغان جنرال قونصل حاجي عبدالخالق فراهي هم ښه خوشاله کړ ځکه چې کومه ترانه يې ويله چې په هغې کې يې بار بار دده نوم هم اخيسته .دډېرو ښو اوتل پاتې سندرو دويلو ترڅنګ استاذرحيم غمزده ددې نه مخکې هم په مختلفو نظامونو کې لنډمهاله سندرې ويلي چې په هماغه وخت کې دهماغه خلکوله خوا بدرګه شوي ولې د نظام په بدليدوبيا هغه سندرې دناچله لوټونو په څېر په نوي بازار کې بې ارزښته وې اوکله کله خويې ده ته ستونزې هم پيداکړې ،په هم دې تور يې څوکاله په افغانستان کې محبس هم تير کړى دى .دلويو استاذانو نه خلک داتوقع نه لري چې خپل هنر شعاري کړي ځکه که دوى دا کار کوي نو بيا خوهغه نوي هنرمندان هېڅ ملامته نه دي چې وايي (( مادکونړ له سينه جارکړې ......چې عجب شا به پکې مخ وينځلى وينه (( ..... اوله هغې وروسته مې څوکاله پس استاذ رحيم غمزده څوورځې وړاندې په پېښور کې يوځل بيا وليدلو . زما همکار ابراهيم اميري پېښور ته راغلى واودهغه هنرمند ورور اسحاق خان ((ليلا داپېښوري بنګړي دې مات شه ....))دهغه په وياړ کې يوه غونډه اوميلمستيا برابره کړې وه چې ګڼ شمير فرهنګيان يې غوښتي وو . قدرت زه او غم زده صيب بيا ديوبل سره مخامخ کړو .خبره مو هماغه دقونصلګرۍ دجشن نه پيل کړه . ما ورته وويل (( په هغه جشن کې دې فراهي صيب ښه خوشاله کړ .....))ده راته په ځواب کې وويل ((خوزه ترې خفه راغلم ....چې کله محفل خلاص شو اوراوتلو والله که يې خداى پاماني هم راسره کړې وي ،))خوترهغه ځايه چې فراهي صيب زه پيژنم په هرکلي اوخداى پامانۍ دواړو کې تکړه دى خو خداى شته پوى نه شوم چې غمزده صيب ترې ولې خفه و . دابراهيم اميري ، اسحاق خان اودهغوى دنورو خپلوانو په وړاندې مې يوځل بيا استاذ غم زده وچېړلو چې استاذ ولې مونږ سره مرکه نه کوې ؟راته يې وويل (( دامرکه څه فايده لري ؟ ته به پرې ډالرې وګټي او ما به په چا بندي کړې ....)) ماورته وويل چې نه پرې زه ډالرې ګټم اونه تا څوک بندي کوي ، هغه زمانه لاړه چې تش په خبرو به هم خلک بنديانېدل اويا هم وژل کيدل .خير دا خو زما خبرې وې خو په هغه باندې به چا منلې .ماورته وويل (( استاذ په داسې وخت کې خداى زما مخې ته راوستلې چې زه خالي صلاح يم ،نه راسره ټيپ شته اونه کمره ....)) دى مسکى شو او څودقيقې چرت يې وهلو ما زړه کې وويل استاذ به وايي هغه دوه وارې مخکې چې راسره مخامخ شوې او دواسکټ جېبونه دې د ځان مرګي بريد کوونکي په څېر دخبريالۍ په وسله سنبال وو څه توره دې کړې وه لا چې اوس وايي زه خالي صلاح يم . ماته يې په زړه کې دملا نصرالدين اخوند هغه ټوکه راياده کړله ،وايي چې په داتېر عمر کې ملاصيب په خپل خره باندې جوار بار کړي وو او بر کلي ته روان و چې خر يې په مستۍ کې بار په زمکه وغورزولو .ملاصيب ډېر کوشش وکړو چې دجوارو بوجۍ بيرته په خره کيږدي خو داچې سپين ږيرى شوى و نو زور يې پرې ونه رسيدلو .اخر يې له خولې ووتل چې ......ارمان دى ځوانۍ نو........بيايې اخوادې خوا وکتل چې څوک نشته نود ځان سره يې وويل والله که په ځوانۍ کې به هم چندانې سړى وم . بيا رحيم غمزده ماته مخ راواړولو او راته يې وويل ((اوس به دې هم په جيب کې پټ ټيپ ايښى وي ،تاسې خبريالان خو هم لکه د جاسوسانو په شان يئ (( استاذرحيم غمزده ته مې وويل زوى دې توريالي راته ويلي چې يوورځ راشه چې کله راغلې هغه خپله مجبوريږي مرکه درسره کوي .هغه راته په خندا وويل رانه شې ګنې سم وهل به رانه وخورې .زړه مې و چې هغه داسمعيل شاهد ډايلاګ ورته ووايم چې ((پنځه شپيته تاڼې مې ډزولي دي .....زه ګوره مجرم دپوندو نه پيژنم .)) خوورغبرګه مې کړه .(( په خپل عمر کې مې دخبريالۍ په ميدان کې دلويو لويو وزيرانو سره ، قوماندانانو سره اومشرانو سره مرکې کړي چا نه يم وهلى پرېږده چې ستا دلاسه وهل وخورم دابه يو لوى وياړوي .))هغه راته په ځواب کې وويل (( هغوى تاسې کله وهي ،ستاسې لاره ورسره يوه وي .)) زه پوهېدم چې استاذ غمزده اوس خپل ژوند داسې عيار کړى چې خاموشي يې خوښه ده ،دزړه هغه زور يې نه دى پاتې چې دستيژسرته به پاڅيدلو او خلک به يې خاموشه کړل .اوس هغه دسندرو دنيا يې که څه هم خوښه ده خو دزړه مزي يې ورسره شکيدلې ښکاري او هم دالامل دى چې درسره بحث ته حاضريږي اوښه مجلس درسره کوي خو دژورناليزم په اصطلاح (( اف دي ريکارډ )) . زه ورسره څوساعته ناست وم کاش کې ټولې خبرې مې په ذهن کې پاتې واى نواوس به مې پوره يوکتاب پرې ليکلى واى خودې ټيپونو اودثبت وسايلو مونږ نه تنبلان جوړکړي اوس چې دا سبيل مړى ټيپ راسره نه وي خبرې ټولې په هوا کې رانه الوزي .هغه په خپلو خبرو کې راته دا هم وويل چې په دې وروستيو کې دخپل کوم ډېر نزدې ملګري په مجبورولوجلال اباد ته تللى و اوهلته يې دوالي ګل اغا شيرزي له خوا په جوړشوي کوم سندريز بنډار کې همبرخه اخيستې وه . وه بله خاطره يې راته بيان کړه چې دکابل په راډيو تلويزيون کې احمد ظاهر ددې لپاره چې ده ورته کومه پښتو سندره نه ويله د سټوډيو دروازه يې په شوخۍ پرې بنده کړې وه اوورته يې ويلي وو ترڅو دوه پښتو غزلې هم دا اوس راته ونه وايې او دراډيو لپاره يې ثبت نه کړې دروازه به هم داسې بنده وي اوستا سره سره ټول سازندګان به هم کوټه قلفي وي .استاذ رحيم غمزده داخاطره ډېر په مهربانه لهجه کې بيانوله اوبيايې دا ومنله چې داحمد ظاهر ضد ته يې وسله کېښودله او هغه مهال يې دوه غزلونه ورته وويل ( کاش کې په ياد پاتې واى چې کوم دوه غزلونه )) په داسې حال کې چې په خونه کې داسحاق او دابراهيم جان نور ميلمانه هم ناست وو او زمونږ مجلس ته يې غوږ نيولى وماا نګيرله چې دوى ته هم زمونږ خوږ جنګ مزه ورکړې ده نو ما استاذ ته يو ځل بيا مخ ورواړولو اوورته مې وويل (( زه نو مجبور يم ،چې يوورځ دې په کومه سټوډيو کې داحمد ظاهر په څېر ګير کړم نو بيا به خامخا مرکه راسره وکړې ....)) کور دې يې ودان وي راته يې ونه ويل چې ته چېرته او احمد ظاهر چيرته ؟ هغه په نه ويلو کې هم ډېر څه ويل زياته يې کړه (( اوس زمونږ وخت تللى ،څه موده مخکې يو چاواده ته زه او توريالى (دغمزده صيب هنرمند زوى) بولي وو...ما چې ددوى جامو ته وکتل نو زړه کې مې تيرشول چې دالکه چې دغزل اواصيلې موسيقۍ اورېدونکي دي نو څو غزلې مې ورته وويلې ،په دې کې يو مشر راغى اوورو غوندې يې راته په غوږ کې وويل (مشره که خفه کيږې نه دې الک ته موقع ورکړه چې دځوانانو په طبع يو څه ووايي ،) ما ورته ويل سمه ده توريالي ته مې ويل بچى تکړه شه ورته .زه ترې پورته شوم ،څپلۍ مې واچولې ،هغه مشر بيا راغى اوراته يې وويل څه کوې ماورته ويل (اودس کوم چې لمونځ وکړم ،) هغه راغبرګه کړه (په دې کوټه کې جاى نماز شته لمونځ دې وکړه او که ويده کېدلې نو کټ بستره هم شته .)) استاذ غمزده داهرڅه په دې خاطر ماته ويلې چې راته وښايي اولس څومره دوى ته ارزښت ورکوي .او زما په اند هغه ملامته هم نه دى چې خفه دى ځکه چې په داسې (( دل ازاره )) موسم کې هر حساس سړى خفه کيږي . يوه خاطره يې بله هم راته وويله چې دامريکا غږ نه ورته کومې خبريالې ټيليفون کړى و نو ددود سره سم يې دده حال احوال پوښتلى و،ددوى مقدماتي خبرو چې څنګه يې او چيرې يې ؟ نزدې يو ساعت وخت نيولى و، بيا وروسته هغې خبريالې ورته ويلي وو(( ښه استاذکه ته اماده يې ،اوس به زه دسټوډيو مايک روښانه کړم او مرکه به پيل کړو .......)) استاذ غم زده په داسې حال کې چې دخپلو خبرو نه يې ښه ډېره مزه اخيسته راته وويل (( ما ورته په ځواب کې وويل چې زه خو د چا سره مرکه نه کوم .هغې راته په حيرانۍ وويل (زمادې يوساعت مصرف وکړو،وخت دې رانه ونيولواوپيسې دې راته مصرف کړې اواوس وايې چې مرکه نه کوم ،) ماورته وويل چې تا به په سر کې ويلي وو چې زه مرکه درسره کوم نو ما به اول نه درته انکار کړى واى .)) داستاذ رحيم غمزده دې خبرې خوشاله کوم چې ځه ! زه يوازې نه يم ډېر نور يې هم بې نوا شړلي دي . هغه په خپلو خبرو کې دا هم راته وويل چې دنزدې درېوو زرو نويو سندروطرزونه يا کمپوز يې په سينه کې زخيره کړى دى اودباندې يې ځکه نه راوباسي چې بيا خلک يې ترېنه غلا کوي اوبيا دده نوم هم ورسره نه اخلي .ما ورته وويل چې خالد ملک اوس اوس دده يو غزل (( ليلا ليلا ليلا ..... ځار شم له تا ليلا .....زما خوښيږي ستا د سرو شونډو موسکا ليلا ......)) ويلى اوهغه خو دايادونه هم کوي چې داشعر اوکمپوز درحيم غمزده دى ،ده راته په ځواب کې وويل (خو دانه وايي چې زما دخورجين نه يې دا څنګه غلا کړى دى )) ابراهيم اميري استاذ غمزده ته وويل اوس خو وخت نه لرم خوبيا چې فرصت وي يوه شپه به کېنواوتر سهاره به مجلس او بحث کوو او زه به قناعت درکوم خو که قناعت وکړې .استاذ ورته وويل (( داسې بله شپه به په نصيب سره راځي ....)) رښتيا هم چې داسې بله شپه به په نصيب سره راځي .اميري به پراګ ته ستون شي او زه به هم په خپلو کارو کې بوخت شم او خداى خبر چې ددغه ستر استاذ سره دبيا ليدلو چانس به کله راته پيدا کيږي .
Najib Amir زرپاڼه - بېرته شاته