(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوباما په افغانستان کې دطالبانو سره خبرو اترو ته چمتو دئ

لیکونکي : فرانک هرمن ژباړڼ : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ د الماني ورځپاني ویزه کوریر څخه نیټه د ۲۰۰۹ کال د مارچ نهمه واشنګټن : . په افغانستان کې کړکیچونو حالاتو ته په ګتو سره، چیر ته چې د کرزی لودیز پلوه حکومت خپله اغیزه په ډیر بیړنې ډول له لاسه ورکوي . سپینه ماني اندازه اخلي چې په خپله تګلاره کې بدلون راولي . د امریکی ولسمشر بارک اوباما په یوه پروني مصاحبه کې چې د نیویارک تیمز ورځپانې له خوا خپره شوه. وویل . د پخولاینې بهیر په چوکاټ کې موږ تیار یو د منځلاري ځواکونو او طالبانو سره خبري اتري وکړو. دغه خبرو اترو ته مخکښه لار ه باید د امریکایې څلور ستوري جنرال دیوید پطروس له خوا په ۲۰۰۶ کال کې د سوني قومی مشرانو سره په لودیز عراق کې خبري اتري تر سره شوي ، یوه کړنلاره وي . هلته مخالفینو د امریکایي پوځونو یا ( جي ائ ) سره ډیر ټینګ مقاومت کاوه، په څو میاشتو کې دوی خپلو مرچو ته بدلون ورکړو او د امریکایې سرتیرو سره یو ځای د خپل ګډ دښمن پر وړاندي وجنګیدل ـ د مذهبي توندلارو القایده سره . دغه تکتیک یو کلک ګوزار وو چې په دغه هیواد کې سبات رامنځته شو . واشنګټن په هندوکش کې همداسي یوه هڅه غواړي وکړي ، چیر ته چې اټکل وه کال وړاندي طالبان په کابل کې له واکه وشړل شول . د بیا زیږیدلو ، نوي ژوند یا رنیسانس جشن ولمانخي . اوباما وایې ، که دوی ( طالبان ) له جنرال پطروس سره خبرو ته کیني . دې دغه لار ه د بري یو ه برخه په عراق کې هم ګني، که چېرته موږ خلکو ته لاس اوږد کړو ، کومو ته چې موږ د اسلامي بنسټپالو په اند ګورو . او هغوي تیار وه ، چې له موږ سره یو ځای ګډ کار وکړي . په هر صورت افغانستان کې حالات نوره کړکیچن او ناوړه بڼه لري . هلته له یوې خوا یو کمزوري حکومتي اداره او له بلي خواد قومونو او قبایلي سیستم سره تړو لري . دوی ( افغانان ) خپل ستر ارزښت خپلواکی ته ورکړي دی او تل خپل منځي ژوري اړیکي لري . اوسني قدم د افغانستان د نوی استراتیژي یوه برخه ده چې اوس سپینه ماڼي او پنتاګوڼ پری کار کوي . چې تر اوړي پوري ۱۷۰۰۰ امریکایي سرتیري دغي جګړه ځپلي هیواد ته ولیږدول شي . د ۳۶۰۰۰ پوځیانو سره چې هلته موجود دي یو ځای شي . برسیره پر ې دوی د ولسمشر حامد کرزی څخه په واټن کې دریږي . ولسمشر د بوش اداري پر مهال داسلامي نړۍ یوه مخکښه سیاسي څیره و. اوس د باما اداره دې ته د اداري فساد او بې کفایتي څیري په څیر ګوري . د نیویارک تیمز ورڅپانې پوښتنه ، ایا متحده ایالات به د دې په اند جګړه په افغانستان کې وګتې ؟ او باما په یو لنډ ځواب کې وایې : نه . واضع ده چې کله او څنګه د چا له لاري له طالبانو سره خبري اتري وشي . که دا خبري په پټه کې ترسره نشي . همدا خبریال په یوه شننه کې بیا لیکي د اوباما سیاست په افغانستان کې په مړو کې شمیر ل شویو سره خبري اتري څوک چې په جګړه کې نه شي ماتیدلي ،هغه سره باید خبري وشي . دا یو زوړ درس اویوه تجربه ده چې انګریزي امپراتورې زده کړی ده . په خاص ډول په ورستي پړونو کې ، کله چې دوی د اسیا او افریقا څخه د په شا تګ جګړي کولي . دوی د مقاومت هري کچې سره په میز کې خبرو اترو ته کیناستل . په افغانستان کې بارک اوباما غواړي له طالبانو سره خبرې اترې وکړي . په ساده ډول باید وویل شي، چې لودیز متحدین نه شي دوی ماته ولي او ګټلي . او ښایې چې هیچ وخت به دوی ونشي کولاي وګټلي . په هر صورت په پوځي ټوکو او ډګر کې به دا لار نا شوني وي . په اصل کې دوی په مړو کې ګڼل شوی وو،دا د تیږي مهال بڼسټپال چې ښځي یې د بورکو لاندي کړي ، د نجونو زده کره مخه یې نیوه او ښځي یې د ښوونځيو څخه منع کړل شوي . موزیک یا ټنګ تکوری یې بند کړو . د یولسم د سپتمبر د پیښي څخه ورسته امریکایانو دغه د قران کریم بڼسټپال محصلین په کابل کې له واکه لري کړل . طالبان داسي ښکاریدل لکه د تاریځ پاڼو کې د لاندنيو کرښو یوه کرښه وي . اوس دوی داسي ځواکمن دي لکه د ۲۰۰۱ کال د یولسم سپتمبر څخه په مخکې . جورج دبلیو بوش د عراق د جګړې له امله دغه هیواد یې له سترګو پناشو او ویبایلو . په دغه هیواد کې یو وخت اوسامه بن لادن خپل ترهګر ي ډلي ته پوځي زده کړي ورښودلي . دغي تیروتني اوس سخت بدل واخیستو . دا مذهبي جنګیالي داسی مالومیده چې ختم دي . دوی دغه خلاٌ ډکه کړه ، او اوس ځان د پسرلني یرغلونو ته چمتو کوي . د اوباما پیاوړتوب په دې کې دی چې حالاتو ته داسې ګوري چې څنګه دي . ځان باید ګرم ونه ګني ، ایدیالوژیګې تیزي خبري دي څنګ ته کښیږدي . دجمهور ریس بوش په سري سترګیو کې د نړې ته نه ګوري، دغي سړې د امریکې اقتصاد یې هم سم و نه انګیره او زیانمن یې کړو لکه څنګه چې د افغانستان مخ په خرابیدو حالات یې را منځته کړو . دغه نوې سړې سم پوهیږي چې د کابل او کندهار په لویه لار کې پر دې څه راتلي شي . یو دویم ویتنام ، یوه ډیر ناوړه جګړه ، هیڅوک دا نه شي ویلي چې دغه جګړه به د دوی په ماتي او بلکل بربادي تمامه نه شي . اوباما د د غي هیواد تاریخ پیژني ، هغه پوهیږي چې د نړۍ دو ې امپراتوري په هندوکش کې څیرلي شوي دي. لومړي انګریزي دوهم د شوروي اتحاد امپراتوري . ځکه دې نه غواړي چې خبرو ته ښکلي رنګ ور کړي . له همدې موقع څخه په ګټه اخیستلو سره دې لاره خبرو اترو ته خلاصوي . هغه هڅه کوي چې له همدي لاري نسبتآ منځلاري له کانکریتي کوپریو طالبانو څخه بیل کړي . دا ورستي ډله انزوا ته کړي . دا ښایې یو ځیني لاره وي برې ته . پای - بېرته شاته