(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ادم د لور په نوم

اتم مارچ د ښځو نړیواله ورځ ده، زه نه پوهېږم چي موږ د نړیوالې ټولنې برخه یو هم که نه؟ د نړیوالو ورځو لمانځنه خو لا بېله خبره!!! فکر کوم بېخي تنها پاتي یو، که د نړۍ یم نو باید چي نړیوالو راسره پر غمیزو ژړلي واي. نننی کمرشلایزډ عصر په سینه کي زړه نه لري او په زړه کي درد او رشتې..... اخر له پردیو ګیلې؟ چا ویل چي خپل ناسم په پردیو سمېږي؟ خپل د حالاتو په ایینه کي بربنډول غواړي. هر څوکه جابر سرمایه دارانه نظامونه صنفي او جنسي امتیاز واکمن ساتي نو تردې زیات زموږ فرسوده او پسمانده قامي رویې او روایات د ښځو سماجي حثیت وهي. له ښځو سره بربنډ ناروا شوي دي خو نه دانساني حقونو علمبردارو ددې مخنیوی وکړای شو او نه د مقدس شرعي نظام علمبردارانو. د چادر او چاردیوارۍ جبر دي په سر سترګو خو په چادر او چاردیوارۍ کي هم جبر کول، غیرتونه پارول او تېزاب پاشل کوم انصاف او اسلام دی؟ دا نظام او دا کلتور د ښځو د حیا او پردې علمبردار ، خو دا نظام او دا کلتور ښځې ته دوه وخته ډوډۍ نه شي ورکولی. زه نه پوهېږم چي په بازارونو کي په لوڅو پښو د روانو سوالګر سوالګر لاسونو ښځو په حقله دا مقدس نظام او دا مقدس کلتور کوم غبرګون لري؟ دې منطق ته سلام ،په پښتني ټولنه کي د ښځو تعلیم ګویا د مغربي تهذیب نخښه او فحاشي ده خو بیا هم دا ښځې د ناروغۍ په وخت نارینه ډاکټرانو ته وړل کوم مشرقي تهذیب او حیا ده؟ حقیقتونه تراخه حتماً وي خو حقیقتونه به سره منو چي زموږ په وړاندي د ښځې هیڅ سماجي حثیت نشته. زموږ لپاره تر جنسي ضرورت زیات ښځه نور هیڅ ارزښت هم نه لري. دا به اوس څوک د کوم کتاب ماخذ وګڼي چي د نر فضیلت پر ښځه یو مسلم حقیقت دی؟ د زرعي انقلاب شمله د ښځو تر سر ده. دا د یو تخلیقي ذهن پېداوار دی. د بشري ټولنې لومړی تشکیل هم د ښځې تر مشرتابه لاندي وو ګویا ښځه د کورنۍ او خاندان مرکز وو. خو کله چي جاګیردارانه دور د نورو ډیرو حقونو قتلِ عام وکړ همدغسې یې د ښځې رښتینی شکل هم د خاورو سره ورخاورې کړ. د ظالم طبقاتي نظام ړومبنۍ پېژندګلو او کارنامه د ښځې او نارینه تر منځ د امتیاز کرښه راښکل دي. د نړۍ استبدادي مفکورو هر وخت زیار ایستلی دی چي د ښځو تخلیقي صلاحیتونه ورووژني او په سیاسي تحریکونو، ادب، ساینس، فلسفه او نورو ټولنیزو فعالیتونو کي د هغوي برخه په نیشت حساب کړي. په تېره په دریمه نړۍ کي خو ښځه د شر، فساد او کم عقلۍ سمبول ګرځېدلی دی. زموږ پښتني کلتور ښځې بې تعلیمه کړي دي. ځکه خو کورنی توازن ورک دی.ښځه د ولورونو د دولت یوه ښه وسیله ده. ودونه مو د پلار او مور په خوښه دي ګویا اسلامي او جمهوري روح مو وژلی دی. د باچا خان په قول "چي تعلیم یافته هلک ته بې تعلیمه جینۍ واده شي د هغه د کور به څه توازن پاتې شي" اخر دا څومره استحصال چي هلک ته دي تعلیم یافته او جینۍ ته دي بې تعلیمه وویل شي. اخر ولي نه چي مکتبونه دي سوځي او مدرسې دي خورېږي تعلیم به د کومه راځي؟ زموږ په سیاسي تحریکونوکي د ښځو برخه په نیشت حساب ده اخر دا تحریکونه به د ښځو د مسایلو څه ادراک ولري. د لېنن په قول " هیڅ یو تحریک هم د ښځو د ګډون نه پرته کامیابېدی نه شي" د لوی افغانستان د فساد په وخت د ښځو د حقونو بربنډ سپکاوی وشو، په اوږدو مهاجرتونو کي یې عزت نفس مجروح شو، په پنجاب کي یې خیراتونه وغوښتل او په خپل پېښور کي! د سایل خبره د پېښورو پښتنو خویندي افغانۍ ملالې خپل پېښور ته چي راځي نو هم په ورکه راځي او نن د سوات، باجوړ او وزیرستان ملالي هم ددې درد او کرب نه تېرېږي. اوږدې خبرې نه کوم ځکه چي نن به د ښځو د نړیوالي ورځې په حواله د سرمایه دارانه نظام نماینده این جي او ګانو لوې لوې غونډې کړي وي او د ښځو د حقونو د ګټلو لوې وعدې به یې کړي وي خو زه یواځي دومره وایم چي پرته د یوې اشتراکي مبارزې نه د ښځو حقونه نه شي ګټل کیدې. بس هم داعزم په کار دی. [email protected] Da Adam de Loor pa noom By: Khanzaman Kakar قلعه سېف الله - بېرته شاته