(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډيورنډ کرښه او د پښتنو ستونزې

:18.07.2007 د تير کال ٢� � ٦ء د دسمبر د مياشتې په شپږويشتمه نيټه دپاکستان د بهرنيو چارو سکتر رياض احمد په اسلام اباد کښې په خپله يو مطبوعاتى وينا کښې ژورنالسټانو ته ووئيل چې پاکستان به د ډيورنډ په کرښه ازغن تار خوروى او مائنونه به ښخوى. او دليل ئې دا وړاندې کړو چې دې عمل سره به افغانستان ته دپاکستان له طرفه د ترهګرو د تګ راتګ لاره بنده شى او دا اعلان ئې هم وکړو چې دې کار دپاره پاکستان ته د هيچا نه د تپوس کولو هيڅ ضرورت نشته. خارجه سکتر دا هم ووئيل چې د بارډر (ډيورنډ لائن) حفاظت صرف يوازې دپاکستان ذمه وارى نۀ ده. دا د ايساف، ناټو او افغان عسکرو ګډه ذمه وارى ده چې د ترهګرو لاره ونيسى. سکتر دا دعوه هم وکړه چې د ډيورنډ د حفاظت او د ترهګرو د مخنيوى دپاره پاکستان اتيا زره فوځيان مقرر کړى دى، ددې اعلان په ځواب کښې د افغانستان د خارجه چارو د وزارت وياند سلطان احمدبابهين داسې ووئيل چې افغانستان د هر يو هاغه قدم مخالف دی کوم چې خلق، خاندانونه او قامونه د يو بل نه جدا کوى او د دوى په ضد وى. دۀ دا خره په ډاګه کړه چې دې کار سره د ترهګرو مخنيوی نۀ شى کيدی او امنيتى وضعه هم ښۀ کيدی نۀ شى. بابهين ووئيل چې افغانستان غواړى چې پاکستان د ترهګرو او تروريستانو هاغه منابعې وتړى چرته چې دوى تربيه کيږى. د پاکستان له طرفه دې اعلان سره سمدستى د پښتنو سازمانونو، پوهانو، دانشورانو، ژورنالسټانو او سياستمدارانو او ملى ګوندونو ددې خبرې غندنه وکړه او دا ئې د پښتون قام خلاف يو سازش وبللو. د پاکستان مخالفې ډلې هم دا اعلان برملا وغندلو او داسې ئې ووئيل چې د ازغن تار لګولو سره به د پاکستان او افغانستان ترمنځه تعلقات خراب شى او دا ئې هم ووئيل چې دا کار د پاکستان غلطى او ناپوهى ده. د پاکستان په دغه فيصله ملګرو ملتونو انديښنه ښکاره کړه او دا کار ئې د بشرى حقونو خلاف وګڼلو. د ډيورنډ کرښه په اصل کښې د پښتون قام د زور او طاقت کمزورى کولو دپاره په هند قابض پيرنګى د نومبر د مياشتې په دولسمه نيټه کال ١٨٩٣ کښې راښکه. هنرى مورټيمر ډيورنډ د برطانوى هند د خارجه چارو وزير ؤ. دی کابل ته لاړو او د امير عبدالرحمان سره ئې د ډيورنډ دکرښې موافقتنامه امضاء کړه. دډيورنډ د کرښې د موافقتنامې نه د پيرنګيانو اصل هدف دا ؤ چې د روس مخنيوی وکړى چې د هند نيمې وچې ته رادننه نۀ شى. د ډيورنډ کرښه يو انتظامى کرښه ده چې مورټيمر ډيورنډ او اميرعبدالرحمان په منځ کښې شوې وه چې بيا د سرحد دواړو طرفونو ته پښتنو افغانانو دا کرښه ونۀ منله. کله چې پښتانۀ د ډيورنډ د موافقتنامې د لاس ليک څخه خبر شول نو دوى د دغه موافقتنامې سره خپل مخالفت څرګند کړو. او تاريخ ګواه دی چې د ډيورنډ د کرښې له طرفه داسې يوه ورځ نۀ ده تيره شوې چې پيرنګى عسکر په پښتون ډز نۀ وى کړی يا پښتون د کرښې د نۀ منلو په سبب په پيرنګى ډز نۀ وى کړی. د موافقتنامې د لاس ليک کولو نه پس د پښتنو د محسود قبيلې خلقو د انګريزانو په لښکر بريدونه پيل کړل او ټول عسکر ئې ورله مړۀ کړل. او د دوى چاوڼۍ ته ئې اور واچولو. ملايان او قامى مشران د خلقو سره يوځاې شول او د ملا نجم الدين په مشرۍ کښې ئې دا نګريز خلاف د جنګ اعلان پيل کړو، په پيښور او نورو پښتنو سيمو کښې د انګريزانو خلاف جنګونه شروع شول. حاجى صيب ترنګزى، ملاپاونده او فقير باچاخان او خان شهيد او د دوى ملګرو د پښتون قام ددې تقسيم خلاف يوه لويه مبارزه وکړه. دا کتل پکار دى چې دا کرښه د کومو وجوهاتو په بنسټ راښکلی شوې وه دا خبره يادول هم ضرورى دى چې د يو معاهدې د لاس ليک کولو دپاره د څو څيزونو ضرورت وى. کومه معاهده چې لاس ليک کولی شى هغه به په ازاد ماحول کښې وى. هيڅ قسمه فشار به نۀ وى. او هيڅ قسمه دباؤ به په فريقينو نۀ اچول کيږى. کۀ اوس وګورو چې د اميرعبدالرحمان او مورټيمر ډيورنډ ترمنځه کومه موافقتنامه لاس ليک شوې وه نو هغه په کوم يو ماحول کښې وه؟ هغه د فشار او دباؤ لاندې لاس ليک کړی شوې وه اوکۀ بله وګورو نو ډير داسې څيزونه وو چې هغې نه امير عبدالرحمان نۀ ؤ خبر کړی شوی. هغه ترې پټ ساتلی شوى وو. د ثور انقلاب نه پس کله چې د پاکستان واکمنو د افغانستان په مخالفت وکړو نو ډيورنډ په عملى توګه ختم شو. اوس نۀ پوهيږو چې بيا داسې څۀ وشول چې په ډيورنډ يو ځل بيا د پاکستان واکمنو د مائنونو ښخولو او ازغن تار لګولو اعلان وکړو. لکه څنګه چې مخکښې تير شول چې د انګريز موافقتنامه افغانانو په هاغه وخت کښې ونۀ منله نو اوس به ئې څۀ ومنى. چې هاغه وخت روس موجود ؤ. انګريز په هند کښې ناست ؤ، چا چې د ډيورنډ کرښه د پښتنو د جدا کولو دپاره راښکلې ده نن هاغه خلق په کابل کښې د هند په ځاې ناست دى. هغوى چې د کومې ويرې د وجې دا کرښه راښکلې وه نو هاغه وجه نن نشته. او دوى په خپله هم د هند نه وتلى دى. نن چې دوى کوم ځاې کښې ناست دى نوبايد چې دوى د هاغه طرفه د ترهګرو د منابعو د تړلو او ختمولو په خاطر د پښتون قام د وجود د يو والى دپاره فکر وکړى او د پښتون قام هاغه قرض خلاص کړى چې دوى ترې په زور اخستی ؤ. بايد چې دا مسئله پښتانۀ نن بين المللى فورم ته يوسى. ځکه چې معاهده انګريز سره لاس ليک شوې وه. انګريز په کال ١٩٤٧ کښې د هند نه ووتو. پاکستان جوړ شو خودا کتل پکار دى چې د پاکستان سره بيا افغانستان دا معاهده توثيق کړه او کۀ نه؟ دا خو ټولې نړۍ ته معلومه ده چې دا معاهده توثيق نۀ شوه او د افغانستان پارليمان په کال ١٩٤٧ کښې د پيرنګى سره د ټولو معاهدو د ختمولو اعلان وکړو. د ډيورنډ کرښه د زوره ورله خواد کمزورى په سينه کرښه ده چا چې زور لرلونو هانګ کانګ ئې واخستو، چې په چا کښې زور او جذبه وه نو د برلن ديوال ئې ونړولو. قطبى او سويلى يمن سره يو شول، دغه رنګ شمالى او جنوبى کوريا يو کيږى. کردان يو کيږى، په نړۍ کښې ټول ويشلى قامونه د خپل قامى وحدت په لورى روان دى. نو پښتانۀ افغانان بيا ولې د پښتون قامى وحدت په لور نۀ ځى؟ ضرور ځى او روان دى، عجيبه ده هند په پاکستان تور لګوى چې په هندى کشمير کښې د پاکستان د طرفه ترهګر ځى. هند د ترهګرو د مخنيوى دپاره د ازغن تار خبره کوى نو پاکستان ئې ډير مخالفت کوى خو کله چې پاکستان نه ترهګر او ورانکارى افغانستان ته د تلو خبره کيږى نو افغانستان د ازغن تار لګولو او مائنونو مخالفت کوى او پاکستان پرې زور راوړى. دا خبره کيدی شى دې دپاره وى چې پاکستان په افغانستان فشار راوړى چې د ډيورنډ کرښه مستقل سرحد جوړ کړى او دا ټوله لوبه ښکارى دې دپاره هم وى. خودا خو د پاکستان يا افغانستان مسئله نۀ ده دا خو د ټولو افغانانو مسئله ده چې دوى هيڅ کله خپل تقسيم ته تيار نۀ دى. بايد چې پاکستان واکمن خلق د ښۀ سياسى فضاء جوړولو، دپاره د داسې اعلانونو کولو نه په شا شى ځکه چې داسې اعلانونه سره کرکې او نفرتونه پيدا کيږى چې د دواړو هيوادونو ترمنځه تاؤ تريخوالی زياتوى او ټوله نزله ئې په پښتنو پريوځى. د دواړو هيوادونو واکمنو له پکار دى چې د دواړو ملکونو په منځ کښې تګ راتګ دپاره په پښتنو د پاسپورټ او ويزه نظام ختم کړی شى کۀ د اروپا په شپږ ويشت هيوادونو کښې داسې نظام کيدی شى نو دپاکستان او افغانستان د پښتنو ترمنځه دې ولې داسې يو سسټم جوړ نۀ کړی شى، بايد د دواړو هيوادونو مشران په دې مهمه مسئله فکر وکړى او د پښتون قام د ستونزو د کمولو دپاره د زړۀ د اخلاصه هلې ځلې پيل کړى. Zar Ali Musazai - بېرته شاته