(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راځی چه د ولسمشری د ټولټاکنی په برخه کې بی پری قضاوت وکو

بسم الله الرحمن الرحيم د دريولسيزو جګړو، ناخوالو او غميزو وروسته د لوی خداي (ج) په فضل زموږپه ګران هيواد افغانستان کې نوی اساسی قانون د لويه جرګی لخوا تصويب سو که څه هم په اساسی قانون کې داسی ستونزمنې مادې سته چه زموږ د هيواد د ولسی جرګی، ستری محکمی، مشرانو جرګی او حکومت ته تل د کړکيچ باعث ګرزيدلی دی او ولس يی هم حيران کړی تفصيل او پوهيدل ټولو ته مشکله خبره ده خو بيا هم د نوی اساسی قانون په رڼا کې د انتخابی دولت چاری پيل سوی. په هيواد کی د قانون حاکميت يی ټينګ اوسرکش چارواکې چه د مخه خپل سری او قومی حاکميتونه ېی په ټول هيواد کې کول په ډيرو سيمو کې پای ته ورسول، ملی اردو او ملی پوليس ځواکونه ايجاد او پياوړی سوه، د ښوونځيو دروازی په ډيره پيمانه بيا پرانيستل سوی او يا هم نوی ښوونځی جوړی سوی، د ښځو موقف په هيواد کې بيا خپل ځای ونيو او د پخوا په پرتله پرمختيا وکړه، د بيان آزادی او مطبوعاتو د ټولو برخو څخه په ښه کچه خپل ځای په ولس کې وموند او د دموکراسی د بيا پلی کيدو لپاره اغيذمند او اوچت ګامونه واخستل سوه او د بيارغوی په برخه کې که څه هم ډير اساسی ګامونه ندی اخستل سوی خو د صنايع، کرهڼی، د اوبو لګولو او بريښنا په لاره کې اساسی چاری تر سره سوی دی، دامنيت او سولی ټنګښت لپاره ډير زيار ايستل سوی خو په خواشينی سره دولت د بهرنيو پوځی ځواکونو په شتون سره د امنيت او د ولس د مصؤنيت په برخه کې د ولس مشر کرزی د ډېری پاملرنی او بهرنيو ملکونو ته په کراتو کراتو نيوکو او وړانديزونو سره سره پاته راغلی دی چه ځينی عوامل ېی په لاندی ټکو په ګوتو کيدلای سی: 1- په ولس کې د ملی ايدالوژي نشتوالی 2- د ځينو بهرنيو ملکونو په لمسون او مادی مرستو د ملت جوړولو پر ځای قوم پالنی خواته د خلګو هڅيدل 3- د بهرنيو پوځيانو زموږ د ولس د دينی او ملی عقايد او دودنو څخه ناپوهی 4- د بهرنيو ځواکونو او مغرضو استخباراتی شبکو افراد او د ولسی تربګنی د مخی د ناسمو راپورونو په اساس پر بی ګناه او مظلومو خلکو باندی پوځی عمليات چه د هوايی ځواکو په مرسته او ملاتړ اجرا کيږی ٥ - د يو تورن پر ځای د يو کور او کلی بمبارد چه ښځی، کوچنيان او سپين ږيری پکښی وژل کيږی 6- دبهرنيو پوځونو د ترهګرو او القاعده د ډلو پر اصلی پټ ځاينو او روزنيز کمپونو په له منځه تګ کې نه پاملرنه چه د ډيورنډ د کرښی هغه لور ته موجود دی 7- د هيواد په مختلفو سيمو کې د بهرنيوپوځيانو تر منځ خپل منځی سيالی ٨- په ځينو سيمو کې د بهرنيو پوځيانو او د دولت مخالفو جنګياليانو تر منځ نژدی اړيکی او د هغه سمبالول ٩- د بهرنيو پوځيانو او د افغانستان ملی پوځونو تر منځ نه همږغی ١� - بهرنيو پوځونو د مخکنی ژمنی پر اساس چه د پوځی فعاليتونو تر څنګ د(PRT) ډلو په واسطه د بيارغونی او د ولس د ستونزو لپاره هلی ځلی کوی، پاته راغلی ١١- د بهرنيو پوځونو لخوا په خپل سر د ولس کورونو لټون او دښځو او کوچنيانو سپکاول او وژل د پورتنی ټکی په يادونی سره زموږولس د ترهګرو او د دولت د مخالفينو د ګواښنی د کبله د هيواد د جنوب لويديز او جنوب ختيځ سيمو څخه په خاصه توګه د خپلو کورونو پريښودلو ته اړ ايستل سوی او د خپلی کورنی د يوی ګولی ډوډۍ پيداکولو په خاطر لالهانده او سرګردان دی، او د بلی خوا په پورتنيو سيمو کې د خاشخاشو دکښت او پلورنی سره هم د خلکو په ژوندانه کې بدلون ندی راغلی، هيواد يی په ټول نړی کې خوار او تور کړی دی. د پورتنيو سيمو د ښوونځيو دروازی ورځ په ورځ بنديږی، کوچنيان او ځوانان د سواد د نعمت څخه بی برخی کيږی، دينی عالمان، د روغتيايی برخی کار کونکی او ښوونکی ګواښ يا وژل کيږی او يا د ستونزو سره مخامخ دی . د دغه ټولو ناخوالو سره هم د انتخابی دولت پنځه کلنه موده د پای ته رسيدو په درشل کې ده او د ولسمشری نوی انتخاباتو لپاره تياری نيول کيږی، که څه هم د اساسی قانون د (٦١) مادی مطابق د جوزا د لمړی نيټی څخه مخکی بايد ټولټاکنی ترسره سی خو د مالی او لوژستيکی امکاناتو د نشتوالی او د نا سمو اقليمی موسم سره د ټول ټاکنی خپلواک کميسون د ټاکنی نيټه ځند کړی وه چه د ولس مشر کرزی، ملګری ملتونو، د امريکا متحده ايالاتو او اروپايی هيوادنو لخوا د تائيد وړ ګرځيدلی وه، ځکه پورتنی ستونزی د منلو وړ وی او هم د اساسی قانون د (٦١) مادی د مخی د افغانستان د جمهور رئيس چاری د پنځه کالو ورسته د جواز د مياشتی په لمړی نيټه د ټولټاکنی څخه وروسته پای ته رسيږ ی. څرنګه چه د افغانستان د اسلامی جمهوريت لمړی ولسمشری ټول ټاکنی د پای څخه وروسته ولسمشر د۱۳۸۳کال د قوس په مياشت کې د تحليف مراسم پر ځای کړ چه د شمير د مخی د ولس مشر د کار مهال د ۱۳۸۸کال د جدی د مياشتی په لمړی نيټه د ټولټاکنی څخه وروسته پای ته رسيږی خو د متحدی جبهی، مدنی ټولنی او حقوق پوهانو د نيوکی سره مخامخ سو او دوی ويل چه د جوزا د لمړی نيټی څخه وروسته د ولسمشر مشروعيت تر سوال لاندی راځی........ نو ولسمشر کرزی د اساسی قانون د (٦١-١٥٦) مادو د مخی د يو لړ سلا او مشورو څخه وروسته د ۱۳۸۷کال د حوت ۱۰ نيټه د ټول ټاکنی خپلواک کميسون ته د فرمان په صادرولو سره، دنده وسپارل تر څو چه د ولسمشری لپاره ټول ټاکنی د ۱۳۸۸کال د پسرلۍ په لمړيو کې ترسره کړی د فرمان سره جفت د متحدی جبهی د ولسمشری لپاره د نوماندو او ځينو شنونکو چيغی پورته سوی او بيا هم د ولسمشر کرزی څخه سرټکوی چه د ټولټاکنی لپاره موده لږ پاته ده او عجيبه دا ده چه دوی ورځی مخکی، د اسد په مياشتی کې کيدونکی ټولتاکنی باندی سوالونه پورته کيده او اوس د ثور پر مياشتی باندی؟ ځينو د ولسمشری لپاره نوماند دغونه وخت د خپل کمپاين لپاره کافی نه ګڼی، په داسی حال کې چې ټول ولس خبر دی چې ښاغلی احمد يا محمود دوه، دريی کاله کيږی چه د خپل ولسمشری لپاره کمپاين پيل کړی دی او د هيواد څخه په بهر کې دفترونه لری، مشرانو اوځوانانو ته بلنه ورکوی چې ماته رای راکړی ځکه چه زه ستاسو د قوم يا ........ څخه يم او ځينی نور چه اوس ځان په مطبوعاتو کې نوموی هغوی بيا د ولسمشری د ګټلو لپاره ندي نومول سوی بلکه يوازی غواړی چه د بريالی نوماند سره ملګری سی يا يو نيم چوکی تر لاسه کړی. ماته دا سوال پيدا کيږی چه هغه څوک چه داسی لوی مسؤليت تر لاسه کولو لپاره چمتو کيږی اول خو دی د ځان سره سوچ وکړی چه: - آيا په ولس کې می نفوس سته که يا؟ - آيا ولس ته می څه خدمت کړی دی که يا؟ - آيا زه په هيواد کې سوله ټينګولای سم که يا؟ - آيا د افغان ولس تر منځ د ملی وحدت سمبول کيدلای سم که يا؟ - آيا د بدخشان د پامير څخه تر د نيمروز کنګ پوری، د باميان د ورس څخه تر د ننګرهار لعل پورۍ پوری، د بولدک د کندهار څخه تر موريچاق د بادغيس، د پکتيا د ځاځی ميدان څخه تر ورسج د تخار پوری، د پريان د پنجشير څخه تر ارګون د پکتيکا پوری، د نورستان د برګمتال څخه تر پای بره د غور پوری ما خلک پيژنی که يا؟ - آيا پښتون ، تاجک، هزاره، بلوڅ ، نورستانی ، ايماق ، ترکمن ، مُغل او نور قومونه پر ته د تعصبه څخه د ځان ګڼلای سم که يا؟ - آيا د بهرينو ملکونو د مشرانو سره په زغرده د افغانانو د حق څخه دفاع کولای سم که يا؟ - آيا د ولس د غميزو او ناخوالو خوا خوږی يم که يا؟ - آيا د مختلفو سوچونو، سياسی هيلی، مذهب پالو، دود پالو او نازک خيالو جنګ ځپلی ولس د يووالی او همږغی سمبول کيدلای سم که يا؟ - آيا خپل مرستيالان او کاری ټيم غوره کولای سم که يا؟ - آيا خپل د هيواد ولس ته يواځی ژمن يم که بل ملک ته هم؟ - آيا د سولی د ټنګښت لپاره د دولت د مخالفو افغانانو سره و خبرو او اترو ته چمتو يم که يا؟ - آيا د هيواد بيا رغونی، د امن تأمينولو او بهرنيو چارو ته د کاری کړنلاری چمتو لرم که يا؟ که د دغه سوالونو ځوابونه ورسره مثبت وی، نو د ټول ټاکنی ډګر ته دی چمتو سی تر څو چه د ولس ملاتړ او را ی تر لاسه کولو وروسته د افغانستان د ملت خدمتګار سی. د اوسنی وضعی په پاملرنی سره چه هيواد د ناخوالو ستونزو او ګواښونو سره مخامخ دی، راځی د خپلی رای په کارولو خپل برخه ليک وټاکو تر څو چه د ملی يووالی او ملی پيوستون سره د اداری فساد، درغلی، د مخدره توکو کښت، ترافيک او ترهګرو پر خلاف بر حق مبارزه کې بريالی شو. د ١٣٨٧ ل کال د حوت د مياشتی ١١ مه نيټه - بېرته شاته