(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا زه پاگل وم؟

نۀ وم پوهـ چې دې حوالات کښې زما دا څوېمه ورځ وه. د دې نه هم نۀ وم خبر چې د نظام پور د تاڼې نه پس ئې په کومو کومو تاڼو ګرځولى يم او بيا ئې دلته راوستى يم. او کۀ رښتيا رانه تپوس کوئ نو چې سترګې مې وغړولې او چاپېره مې وکتل نو دغه وخت زۀ په دې هم نۀ پوهېدم چې دا زۀ چرته يم او څۀ دپاره پروت يم. البته دومره پوهـ شوم چې د تندې د زوره ما اوبۀ وغوښتې. يو ځل مې وغوښتې، بيا مې وغوښتې او بيا مې وغوښتې او ما ته چا ووې چې "هلکه! اوبۀ غواړي" او چې ما دغه اواز پسې وکتل نو د اوسپنې د جنګلې نه بهر ټوپک په لاس خړه وردۍ کښې سړى ولاړ وۀ. ما ووې چې دا خو تاڼه ده، ولې هغه تاڼه نۀ ده کومه کښې چې زۀ د نن نه، نۀ يم خبر، څو ورځې مخکښې پروت وم، ځکه چې د هغې فرش په سيمټو پوخ وۀ او د دې فرش د زړو خښتو وۀ چې ټولې ماتې ګوډې شوې وې او هغې کښې چې به زۀ پروت وم نو يو سړى به راسره بل هم اوږد اوږد راتلى شو، دې کښې ايله زۀ غزېدلى شوم. نو بس دومره پوهـ شوم چې بنده چرته بلې تاڼې ته ئې راوستى ئې. دغه پوهېدل وو او دې سره زما مغزو کښې هغه هر څۀ راګرځېدل وو، کوم چې به هره نوې تاڼه کښې ما سره کېدل، يا به ئې پرې ويرولم او دلته ما ته دې زړۀ ووې چې بنده بد دې وکړل چې اوبۀ دې وغوښتې او په خپله خُلۀ دې ځان ته ګند جوړ کړو. اوس به درته د اوبو په ځائى د چيلم اوبۀ، متيازې يا د غُلو غوشيانو ګړوبى راوړي او درته به وائي چې "هن اوبۀ واخله" چې تۀ ئې د بوئي نه وويرېږې او نۀ ئې اخلې يا ئې نۀ څښې نو په زور به ئې درته په خُلۀ دراړوي. کۀ تۀ سل کوې او کۀ زر دغه سلوک به درسره کېږي. تا ته چا وې چې تۀ اوبۀ غواړه؟ د تندې نه مړ ښۀ ئې خو اوبۀ مۀ غواړه. کۀ قسمت کښې دې وي نو بيا به کۀ خېر وي د بېړو ګودر سره د لنډي په غاړه د خوږو، رڼو، يخو او تکو سپينو اوبو ډک ډُوک لنډى درته مخکښې په مکېز مکېز بهېږي. کۀ څښې ئې کۀ لامبې پکښې، کۀ لوبې پکښې کوې، کۀ هسې ورته ګورې خوشحالېږې، خپل واک او اختيار به دې وي چې څۀ دې زړۀ غواړي هغه به کوې او کۀ قسمت کښې دې نۀ وي نو ځه په زړۀ دې هيڅ ارمان نۀ دى پريښى، د خپل کور د خوږ کوهي د شېرينو اوبو نه ئې واخلې د دهلي د جمنا د غاړې تر سپينو اوبو دې ښۀ ارمان رژولى دى. اوس چې تر څو د دې ظالمانو په ولقه کښې ئې او د اوبو په ځائى درته الا بلا درکوي نو تۀ ترې اوبۀ څله غواړې. په زړۀ کښې مې دا وکړه چې د دې نه پس به اوبۀ نۀ غواړم ولې چې اوس مې غوښتې دي نو د دې به څۀ چل کېږي. دلته راته زړۀ ووې چې راشه سترګې پټې کړه او ځان په زور اودۀ کړه او چې اودۀ ئې نو کېدى شي چې څۀ لحظه د پرزولو نه بچ شې. نو بس سترګې مې پټې کړې او په زړۀ کښې مې د جهان د اوبو ګودرونه، د کوهيانو غاړې، د چينو خوا، د سيندونو څنډې راپره کړې. اوس به د اميرو د شين ډنډ په غاړه ولاړ وم او اوس به د دير يخ تالاب ته ورسېدم، دلته مې د اباسين په غاړه په لپه اوبۀ څښل په زړۀ راورېدل او هلته بيا د غوربند سيند ته ناست وم چې په خپل اوويشت اتۀ ويشت کاله عمر کښې مې څومره اوبۀ ليدلې وې او خداى شته کۀ د دې تاڼې نه بهر مې بيا رايادې شوې هم وې، ولې اوس د بتکونو او ډنډونو نه راواخلې تر کوهي، ولې، سيندونو او نهرونو تړلې اوبۀ راته داسې رامخکښې کېدې لکه چې بس پرونۍ خبره وي. دې کښې زۀ د نجيب تالاب هغه شپږ ګزه غرق کوهي ته ورسېدم کوم چې ما په اخري ځل د نن نه پنځلس کاله مخکښې ليدلى وۀ او د دې نه مخکښې به د هر اتوار په ورځ چې مونږ ښکار ته يا خشاک پسې مېرې ته لاړو نو د دې کوهي سلام به مو ضرور کولو ځکه چې زمونږ په مېره کښې تر لرې لرې دغه يو کوهى وۀ او چې هر ځائى به تندې واخستو او ژبه به مو اغزي شوه نو دې کوهي ته به مو ځان رارسولو. زمونږ دپاره دا کوهى د آب حيات چشمه وه چې هره ورځ به پرې بيا راژوندي کېدو. زۀ په خپل فکر کښې دې کوهي ته راورسېدم نو په زړۀ کښې خوشحال شوم. ما وې چې اوس تنده نۀ شي ټينګېدې. چې بورکه مې کوهي ته ورښکته کړه، نو د سپېرې پړى لنډ وۀ، اوبو ته نۀ رسېده. سمدستي ما د خپل سر نه تاؤ څادر ته لاس کړو چې دې پورې ئې وتړم او اوبو ته ورسي. دلته زما خيال نۀ وۀ، ناڅاپه مې دواړه لاس په سر پورې پټکي کړي څادر ته يوړل نو غر شو چې بورکه سره د پړي کوهي ته لاړه او زما د خُلې نه چغه وخته "مِهردله!" (مهردل زما تربور دى او هر ځل به يو ځائى مېرو ته تلو او دې کوهي نه به اکثر هغۀ اوبۀ راوکښلې). د چغې سره مې سترګې وغړېدې. مخامخ د نجيب تالاب کوهى نۀ وۀ، خواوشا مهردل نۀ وۀ، په سر مې پټکى کړى څادر نۀ وۀ او زۀ د دولسو ديارلسو کالو هلک نۀ وم. دا تاڼه وه. مخامخ د تورو سيخونو جنګله وه، چارچاپېره پاخۀ دېوالونه، پاس مضبوط چت وۀ، د جنګلې نه بهر اوۀ اتۀ سړي ولاړ وو ما ته ئې نېغ نېغ کتل او زۀ نيم بربنډ د ماتو ګوډو خښتو په فرش پروت وم. دلته زر خداى راياد کړل چې بنده دا خو تۀ قېدي ئې او تاڼه کښې پروت ئې. دې کښې جنګله پرانستې شوه او يو سړي چې ما مخکښې هيچرې نۀ وۀ ليدلى د ښيښې ډک ګلاس راوړو او ما ته ئې رامخکښې کړو، وې چې "واخله خانه اوبۀ وڅښه". ما اول ګلاس ته او بيا سړي ته او بيا چاردېوارۍ او د اوسپنې جنګلې ته وکتل نو دې زړۀ راته ووې چې دا ئې څۀ نوى شرارت جوړ کړى دى او د دې سره مې ټک شو چې ګلاس ته سُوک راخلاص کړو او سړي ته مې ووې چې لرې کړه دا متيازې هغه چا ته يوسه چې چا درکړي دي او ما بيا خپل شلېدلى څادر واغوستو او اودۀ شوم. ولې اودۀ کېدى چرته شوم، زړۀ مې درزېدو چې دا سړى به ما سره څۀ عمل کوي. ځان ته په زړۀ کښې بد رد وايم چې کم عقله! ګلاس ته دې سُوک ولې ورکولو؟ د هغۀ هسې هم زړۀ د لېوانو دى او تا غصه هم کړو، اوس ټينګ شه ورته، هر څۀ چې ئې درسره وکړل. زړۀ کښې دا خبرې کوم او پټ پټ د څادر په سُوري کښې هغه سړي ته هم ګورم او د جنګلې نه بهر ولاړو سړو ته هم. دې سړي د هغه ګلاس ټوکړې راټولې کړې او يو سوړ اسوېلى ئې وکړو او بيا ئې ما ته ووې "خانه! دا متيازې نۀ دي، دا لېمن جوس دى. تۀ ډېر تږى ئې او کمزورى ئې. زما درباندې زړۀ اوسو او درته مې راوړى دى." دې وېنا سره ئې جنګلې کښې ولاړو کسانو کښې يو سړي ته اواز وکړو "فلانکي... ورشه هغه بوتل هم راوړه او اوبۀ هم او بل ګلاس هم". ما چې د څادر د سُوري نه وکتل نو ټول کسان زوړند غوندې وو. يو پکښې ووې "ښه خان" او منډې ئې کړې. دلته ما زړۀ کښې کرل رېبل شروع کړل چې خدايه! دا لا څۀ قيصه قطاره ده. دلته راته دې زړۀ صلاح راکړه چې بچُو! دوکه درسره کوي، دا ئې درسره څوک چالاک تاڼېدار مقرر کړى دى او دې درباندې په چل ول څۀ بلا څښوي او بې ځانه بې سوله کوي دي. د هغې نه پس به دې د لاسو پښو نه تړي او هغه عمل به درسره کوي، بلکې د هغې نه زيات، ګنې نو په تاڼه کښې دا لا څوک د فرښتې زوى راغلو چې ستا په تنده او کمزورتيا ترس کوي ترس – او دې دنيا کښې ترس، ترس او دې دنيا کښې....! بس د دې ګردان مې د ځان سره شروع کړو او دې کښې دومره ګرم شوم چې د بانګ په اواز مې د يو ټوپ سره يوه چغه وويسته چې ترس او دې دنيا کښې؟ چې کتل مې څادر مې د ټوپ سره دوه ځايه شوى وۀ او "خان" غريب سره د ګلاس د ماتو ټوکړو ګُټ کښې داسې غلى ولاړ وۀ لکه چې د جومات په ګُټ کښې غونډ کړى صف. او اخوا جنګله لرې شوه، يو سنتري او دوه د سپينو جامو سړي راننوتل، ولې د راننوتو سره ورته ګُټ کښې ولاړ خان ووې چې "هلکو! څۀ ورته وايئ مۀ." "څۀ ورته وايئ مۀ" ميراتې فقرې راته د نظام پور د تاڼې د کپتان صاحب خبره راياده کړه چې په کومه شپه هغه راغلى وۀ نو ټولو تاڼېدارانو او سپايانو ته ئې نصيحت کړى وۀ چې ګورې دۀ ته څۀ وايئ مۀ، ولې هم هغه شپه بلکې هم هغه وخت هم هغه تاڼېدارانو او سپايانو د هغه کپتان سره خوا کښې چې ما سره کوم سلوک وکړو نو ما وئيل خدايه! دا کپتان نۀ وې راغلى او چې بيا راغلى وى نو دې تاڼېدارانو ته ئې زما د همدردۍ دا نصيحت چې "دۀ ته څۀ مۀ وايئ" نۀ وې کړى چې د دې تاڼېدار د حوالات دننه د يو نوي سړي دې حکم ما ته د نظام پور د تاڼې د هغه نوي راغلي کپتان حکم او د هغې نه پس د سلوک نقشه رامخکښې کړه نو دې زړۀ نه مې تپوس وکړو چې بنده اوس څۀ کول پکار دي؟ خو يو خوا ډانګ بل خوا پړانګ؛ يو خوا د تېښتې او خلاصي هډو چرته رؤ نۀ وۀ او بل خوا دوه، درې، څلور، شپږ، اتۀ، لس او خداى خبر چې څومره سپايان وو، د هغوي کنځل، وهل، ټکول، پرزول، تزنول او څۀ نۀ وو؟ د فکر اسونه مې ډېر وزغلول خو هيڅ لار ګودر معلوم نۀ شو. اخر مې مغزو کار وکړو او زړۀ ته مې يوه داسې خبره راغله چې ارمان مې وکړو چې دا فکر مې نظام پور تاڼه کښې چرته وۀ؟ ما خو هره ورځ، هره ګړۍ د خودکُشۍ په سوونو لارو چارو سوچ کړى وۀ، ولې دا اسان ترکيب ولې مغزو ته نۀ وۀ راغلى؟ خدايه! چې د دې دومره کړاک او شرمندګو نه پس دې دا تجويز راښئيلو نو کۀ هغه وخت دې راباندې فضل کړى وى نو څنګه به ښه وه. دا مې زړۀ کښې ووې او سترګې مې پټې کړې. چې څومره زور وۀ راکښې ټول مې پښو ته ورکړو او په جنګله ورخلاص شوم، چې يو دړچ سره خپله ککرۍ تس نس کړم او ځان د دې کشالو نه خلاص کړم. ولې اخوا سپايان خو هم بُتان نۀ وو. هغوي بيا راننوتي وو او چې د اوسپنې جنګلې ته رسېدم نو مخکښې هغوي ولاړ وو. يو خو يو طرف ته شو ولې کاش چې بل هم يو طرف ته شوى وى، هغه بدبخت اخوا نۀ شو. زۀ ئې ايسارولم او يا ئې رانيولم، ولې غرز شو چې زما د تاوه په جنګله ورولګېدو او چې څومره خُوږېدو خُوږ شو، خو ارمان چې نۀ هغۀ سر وخوړو او نۀ زما ککرۍ ترې ترې شوه او چې په ځان پوهېدم نو هغه بل سړي رانه لاس تاؤ کړي وو او بيا ئې نيولى وم. دوه درې کسان نور هم راننوتل او ما نه چاپېر شول. خان ورته ولاړ دى او بيا بيا ورته وائي چې "پام ګورې څۀ ورته ونۀ وايئ، بس وې تړۍ چې په ارام شي." چې دې دا ووائي نو زۀ دې زړۀ کښې ووايم چې بنده راګېر ئې کړې، بيا دې تړي او بيا د نظام پور د تاڼې هغه سلوک درسره کوي. چې زړۀ کښې دا ووايم نو بيا زور کړم، وايم چې هر څنګه چې وي چې د دې سړو نه ځان خلاص کړم او په مخامخ جنګله خپل سر ختم کړم، مګر دا ارمان مې خداى ونۀ رژوو نو ساعت پس چې پوهېدم نو سُوټ بوټ تړلى شوى وم او د خان په رحم و کرم پروت وم، ورته مې په ويره ويره کتل چې دې به اوس څۀ حکم کوي. هغه ما ته رانزدې شو او لاس ئې زما سر ته رااوږد کړو. زۀ پوهـ شوم چې پوزه درته بندوي او بيا درته په زور خُلۀ کښې دغه الا بلا دراړوي نو دې زړۀ کښې مې ووې چې راشه مخکښې د دې نه چې دې درباندې لوبې وکړي تۀ د دۀ لاس ته چَک ورواچوه او داسې زور ورکړه چې بوټۍ ترې بېلې کړه او ښۀ زړۀ پرې يخ کړه. ما ځان غلى کړو خو چې د دۀ لاس زما د خُلې زد کښې راغى نو خُلۀ مې ورواچوله. خو خان هم ډېر استاذ وۀ، ځان ئې بچ کړو او ډېر په تېزۍ ئې زما سر دواړو لاسونو کښې ونيو. اوس هغه دا کوشش کوي چې زما خُلۀ د زمکې نه راپورته کړي، سم ستوني ستغ مې اودۀ کړي او زۀ دا کوشش کوم چې خُلۀ د زمکې نه ونۀ خوزوم، لۀ دې ويرې چې کۀ خُلۀ پورته کوم نو خداى خبر چې دې بوتل کښې ئې دا زيړې زيړې، خړې خړې د کوم ځناور پليتې متيازې راوړې دي. لږه لحظه پس هغه زورور شو او زما سر ئې نېغ کړو. چې دۀ مې سر نېغ کړو، ما په زړۀ کښې د څلورو ګُټو باباګان راولړزول. ما وې خدايه! دا پاکه خُلۀ چې تر نن ورځې په هيڅ هغه پليتۍ نۀ ده ګنده شوې چې تا ورته پليتي وئيلې ده، د دې ظالمانو د لارې د پليتو نه ئې وساتې. د دې دعا سره مې د خوشحال بابا دا شعر هم راياد شو چې: د زمري په خُلۀ کښې مۀ پرېږده همت نو دې زړۀ کښې مې ووې چې زړۀ کښې خداى هم يادوه او همت هم مۀ پرېږده او راشه کۀ اوس نور هيڅ نۀ شې کولى نو خُلۀ خو بندولى او سترګې خو پټولى شې کنه. نو بس خُلۀ مې ښه بنده او سترګې مې پټې کړې. اوس بس دغه هومره پوهـ شوم چې دوه لاسه کښې زما سر چا نيولى وۀ او نورو دوو لاسونو زما د سر لوئي لوئي ويښتۀ او بې حجامته اوږده ږيره او لوئي برېت سُتره کول. لحظه پس زما سر د لاسونو نه خلاص شو، ولې خلاصېدو سره سمدستي ما بيا سر تاؤ کړو او خُلۀ مې په زمکه داسې ولګوله لکه چې مې چَک پرې لګولى وي. اخوا په کش کړپ پوهېدم چې جنګله لرې شوه او پورې شوه. خان ووې "راځئ هلکو! پرې ئې ږدئ" او يوه لحظه پس مې واورېدل چې خان چا سره په زور زور خبرې کوي. ما غوږونه تکۍ کړل چې څۀ وائي او چا سره لګيا دى، ولې زۀ د خان خبرې اورم او هغه خوا نه څوک جواب نۀ ورکوي. خان وې "څوک ئې؟ زۀ د فلانکۍ تاڼې نه خبرې کوم. د کرائمز برانچ والا څوک نشته؟ ... په کوم نمبر به وي؟ ... ښه ... ښه ... ښه، څۀ وخت به راځي... هن ... ښه ده نو چې راشي نو ورته ووايه چې د فلانکۍ تاڼې نه ټېلفون شوى وۀ او ستاسو هغه ملزم نن سترګې غړولې دي خو پاګل شوى دى، زر خان راواستوئ مونږ ئې ذمه واري نۀ شو اخستى، هسې نۀ چې څۀ لانجه پېښه شي، هغه ډېر خراب دى، ... نه ... نه په يو سپاهي کار نۀ کېږي. خان ته ووايه چې خپله راشي، او ... او ... ډېر خراب دى...، نه نه ځان ئې په زور نۀ دى پاګل کړى... نه... نه سړيه! اخر مونږ هم شل کاله پوليس وخوړو، ښه دى، ... نو ضرور ګورې. وعلېکم السلام." ځان راپرزول "اجمل خانه واوره... د زړۀ په غوږو واوره – ما سړيتوب خپل دفتر کښې پريښى دى او راغلى يم – چې راتلم نو پښتونولي مې د اټک د پُل نه پورې پريښې ده – او مسلماني مې د دې ډاک بنګلې نه بهر ايښې ده. ستا دپاره نۀ انسان يم، نۀ مسلمان يم، نۀ پښتون يم. يو قصاب يم قصاب... قصاب پېژنې قصاب؟... چې څۀ زۀ وايم هغه به ټکى په ټکى منې، ګنې نو هغه کار به درسره وکړم چې ځناور به ئې د ځناورو سره هم ونۀ کړي. پوهـ شوې کۀ نه؟... مرګ پسې به چغې وهې ولې مرګ به هم نۀ وي چې مړ دې کړي. داسې سلوک به درسره وکړم چې نۀ به دې وژنم او نۀ به ژوندى رانه پاتې کېږې. دا درته ځکه وايم چې سوچ وکړه، فکر وکړه او ما وپېژنه. زما نوم "فلانکى کپتان" دى. ما ته هغه چل راځي چې د فولادو انسان شي نو هم ما ته درې ګېنټو پورې نۀ شى ټينګېدى، او تۀ خو... (خندا غوندې) تۀ خو د يوې څپېړې سړى ئې، چې خپل عمل درسره راواخلم نو په چغو چغو به ټول حال وائې، ولې واوره – بيا به دې زۀ نۀ پرېږدم، اوس دې وخت دى، سوچ وکړه، کۀ په ځان رحم کوې نو ټولې خبرې ومنه، ګنې نو ستا غوندې د هندو په بچي رحم کول ما ته ظلم ښکاري. او دا هم واوره چې دا يوه ورځ او هفته نۀ ده، د درېو مياشتو ريمانډ خو دا دى راسره دى او درې کاله خو دې په خپل اختيار ځان سره ساتم... درې کاله – او کۀ حال دې ووې نو سپين باز ئې، اوس ستا خوښه...؟" نۀ يم پوهـ چې د کپتان صاحب دا خبرې ما ته دومره ورځې پس نن دې تاڼه کښې څنګه او ولې رايادې شوې. زۀ کۀ پوهېدم نو بس دومره چې دا فقرې مې بار بار وئيلې او په خټ خټ مې په زوره زوره خندل. "ما سړيتوب خپل دفتر کښې پريښى دى" (خندا) "چې راتلم نو پښتونولي مې د اټک د پُل نه پورې پريښې ده" (خندا) "او مسلماني مې د دې ډاک بنګلې نه بهر ايښې ده"، "زۀ قصاب يم قصاب...". او د دې بيا بيا وېنا سره والوتم، غصه شوم او وايم چې – هغه د نظام پور تاڼه وه چې تا داسې خبرې کولې، هغه وخت زۀ پوهېدم نۀ، اوس راشه او اوس داسې ووايه چې د اسمان ستوري درته وښايم او د دې مرۍ نه دې داسې راونيسم او هغه کار درسره وکړم چې چا کړى نۀ وي. او د دې وېنا سره مې ځان د مرۍ نه راونيولو، ځان راپرزوم او په چغو چغو وايم چې "تا څنګه وې؟ اوس وايه کنه، دا د نظام پور هغه تاڼه نۀ ده تا زۀ څنګه په سپايانو وهلم؟ اوس درسره پوهېږم دلته دې رانه څوک نۀ شى خلاصولى؟" ما ځان د مرۍ نه رانيولى دى او دا شور مې جوړ کړى دى. دې کښې د تاڼې ټول سپايان او محرران راغلل. زما د حوالات ور ئې لرې کړو او په ما راچمبړ شول. راته وايي "بس دى، بس دى، ځان دې خُوږ کړو" او زۀ ورته وايم "لر شئ، لر شئ، دا ظالم رانه مۀ خلاصوئ، دې تاسو نۀ پېژنئ، دا ډېر ظالم دى، دۀ زۀ د نظام پور تاڼه کښې وژلم خو خداى ساتلى يم، دۀ زۀ چت کښې اوېزاندولم، دۀ ما ته د مرچکو لُوګى کولو، دۀ په ما د غُلو توبره راچلوله، دۀ زۀ ژوندى سيند ته غورزولم، دۀ زۀ په مارانو خورولم، دا ډېر ظالم دى، دى رانه خلاصوئ مۀ، ايله اوس خداى راکړى دى." دوى حېران شو او زما نه ئې تپوس وکړو "دا څوک دى، دا څوک دې رانيولى دى؟" ما جواب ورکړو "دا هغه ظالم کپتان نۀ دى هغه د نظام پور تاڼه کښې چې وۀ، هغه...؟" دوى ووې "څۀ نوم ئې دى؟" ما وې "نوم ئې؟ ... نوم ئې نشته... نوم ئې ما ته نۀ راځي، خو دا هم هغه ظالم دى، چې نظام پور تاڼې ته ما پسې راځي نو انسانيت ئې دفتر کښې پريښى وي، پښتو ئې د اټک د پُل نه هغه اخوا پريښې وي او اسلام د ډاک بنګلې نه بهر... هغه قصاب کپتان... قصاب" دوى چې دا واورېدل نو ما وليدل چې چا خندل او چا زړۀ زړۀ کښې ژړل او د دې خبرو اترو په دوران کښې ئې زما لاس زما د مرۍ نه راخلاص کړى وو او زۀ ئې اېغ نېغ څملولى وم، چا راته تلي مښل، چا سر، چا سينه، دې کښې د تاڼې تاڼېدار راغى، چې زۀ ئې په دې حال وليدم او د تاڼې محرر ورته زما قصه تېره کړه نو په غصه کښې ئې سپايانو ته ووې "تاسو دۀ سره ولې چېړئ او دۀ ته ولې تېرې خبرې رايادوئ؟ ګورئ نۀ چې د غريب مازغۀ خراب دي؟" ما چې د مغزو د خرابۍ خبره واورېده نو په تاڼېدار راسُور شوم، ورته مې وې "مازغۀ به ستا خراب وي، ستا د پلار به خراب وي او ستا د نيکۀ به خراب وي، د دوى مازغۀ خراب نۀ دي چې زما نه ئې ظالم خلاص کړو؟ ښه ده، ډېره ښه ده بچُو! تا سره به هم وګورم، تۀ هم ظالم ئې، هسې دې د ځان نه راته بزرګ جوړ کړى دى". ما چې دا ووې نو تاڼېدار مُسکى شو او وې وئيل "خفه کېږه مۀ دا سپايان کم عقل دي، نۀ پوهېږي – بيا به ستا نه ظالمان نۀ خلاصوي" (سپايانو ته ئې مخ کړو) "هلکه بيا د دۀ نه ظالمان مۀ خلاصوئ ګورى سزا به درکړم" بيا ئې ما ته ووې "ښه ده اوس تۀ لږ په قلار شه، زۀ دا جامې بدلوم نو بيا بازار ته ځم، ګورم هر چرته چې وي هغه ظالم کپتان تا ته بيا رانيسم او چې څۀ سلوک دې زړۀ غواړي ورسره وکړه." دا چې ما واورېدل، ډېر خوشحال شوم، او د تاڼېدار په صفتونو سر شوم او په ارام حوالات کښې کښېناستم، ورو ورو مې هر څۀ هېر شو او د ظالم کپتان خبره هم هېره شوه. - بېرته شاته