(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مطبوعات بايد "بې طرفه" نۀ وي

په وينو سُور ژورنالېزم ټولنه د ذهني ناروغۍ حالت ته رسولې ده. د سپرليو په بس کې هسې هم شور او زوږ ډېر وي؛ خو هلته ناڅاپه چيغې او سورې پېل شوې ـ موټروان خو ښۀ و په خپله دروازه يې ودانګل، نور خلک لا ايسار وو ځکه چې دروازې دوه او سپرلۍ ډېرې وې او هر چا غوښتل چې د مرګ له خولې تر نورو مخکې ځان وژغوري ـ خپله ما د کړکۍ له لارې ځان خلاص کړـ وروسته معلومه شوه چې هغه غوټه کې نه بم و نه باروت، يوه ښځه چې په وړاندې تمځائ ښکته شوې وه له هغې نه پاتې شوې وه او د ماشومانو د لوبو شيان پکې وو ـ ××× پخوا به مونږ په موټر کې ناستې يوې سپرلۍ ته يوه بوجۍ ګوړه ورکړه هغه به کراچۍ کې زمونږ خپلوانو ته رسوله، هغه ورځ مې دوه کتابونه لېږل چا نه وړل. هر چا ورته په داسې شکمن نظر کتل چې ګوندې دا کتابونه نه بلکې د باروتو تختې دي. ××× په دې وروستيو کې د خپل يو ملګري د بستر شوي پلار پوښتنې ته لاړم نو د روغتون په دروازه کې يې ښه کلکه تالاشي واخيستله. پخوا به د پېښور په سېنماګانو کې تالاشي اخيستل کېده، اوس په روغتونونو کې هم پېل شوه ـ په جوماتونو د پوليسو څوکۍ ودرول هم عادي خبره شوه ـ ××× يوه ورځ شبقدر ډېرۍ ته د يو خپلوان جنازې ته تللے وم، چې ماځيګر راستنېدم نو ومې ويل راشه زر زر به دا خپل ايمېل وګورم، خو چې هر نېټ کيفۍ ته به ورتلم نو بند به وه ـ له پوښتنې وروسته معلومه شوه چې نېټ کلبونو ته چا ليکونه لېږلي او د ځانمرګي بريدونو دړکه يې ورکړې ده ـ ××× د سعدالله جان برق صېب خبره د چانس ژوند دے، هيڅ پته نه لګي چې په کوم بس، په کوم رستوران، په کومه لاره، په کوم دفتر کې د ژوند ماښام کېږي. دا خو خېر چې کله کېږي، کېږي به. مشکل دادے چې هر تن په بل شکمن دے، ورور له وروره ډارېږي، دوست په دوست باور نه لري، که يو تن په بل د ځانمرګي ګومان کوي؛ نو دا بل په هغه د جاسوس ـ د پښتنو ټولنه چې د مېلمستيا، ورورولۍ، زغم او درناوي تاريخ لري، وضعه يې ولې دې حالت ته راورسېدله چې ژوند بې ارزښته، وينه ارزانه، ماحول وينې وينې او فضا د باروتو په لوګيو توره ده؟ ولې ټولنه د ذهني ناروغۍ سره مخ ده؟ که غور وکړائ شي نو لاملونه به يې نور هم ډېر وي، خو عمده او ستر لامل يې زمونږ په سيمه کې د "بې طرفه" يا "بې لوري" مطبوعاتو سېلاب دے چې د ژيړ ژورنالېزم درجه يې ډېره ليرې پريښې ده او اوس له سره تر پښو په وينو سور دے ـ له سهاره تر ماښامه، او بيا له ماښامه تر سهاره، که تلويزيون ګورې، که نېټ ته کېنې، که ورځپاڼه لولې او که راديو اورې، که نور څه وي او که نه؛ خو د ځانمرګيو بريدونو، چاودنو، خپلمنځي جنګونو او نښتو د خبرونو څه کمے پکې نه وي. هر څوک په دې کوښښ او منډه دے چې د زياتې مرګ ژوبلې خبر ترلاسه او تر ټولو وړاندې يې نشر يا خپور کړي ـ دا د انسان نفسيات او طبعي قانون دے چې کله په ورځپاڼه، کتاب، مجله، تلويزيون او راديو کې د کوم کار ذکر ډېر کېده، هغه د خلکو په ذهنونو اغېز کوي، سرچينه ترې اخيستل کېږي، د ورځنيو بحثونو موضوع ګرځي او په دې توګه ذهني رجحانات جوړوي ـ يانې دا رسنۍ په شريکه دغه کار ته په غېر مستقيم ډول وده ورکوي ـ په نورو ټکو کې زه ويلائ شم چې زمونږ رسنۍ لګيا دي په دې سيمه کې د چاودنو، ځانمرګيو بريدونو، خپلمنځي جنګونو، تروريزم او بنسټپالنې بهير ته په وده ورکولو کې يو ستر رول لوبوي او په ګړنګه ډمامه يې د پښتنې ټولنې په ورانولو او بدنامولو پسې بډې راوهلې دي ـ دې بهير ته دوئ د "بې طرفه" مطبوعاتو نوم ورکړے دے ـ مطبوعات بايد هيڅکله بې طرفه نه وي ـ چې مطبوعات د ټولنې د يو څو مهمو ستنو څخه يوه منل شوې نو دا بيا د ټولنې څخه بې طرفه بايد ولې وي؟ دا خو بايد د خپلې ټولنې طرفداره شي، بايد د خپل کولتور، د خپلو قدرونو، د خپلو عنعناتو، د خپلې خاورې، د خپلو خلکو او د خپلو ارزښتونو طرفدار وي ـ همداراز مطبوعات بايد د خپلې ټولنې د بشري حېثيت او مقام ساتنه او طرفداري وکړي ـ نو څه فکر کوئ چې زمونږ دا په وينو سرۀ مطبوعات په دې اوسني حالت کې ټولنې ته ګټه راوړي که تاوان؟ زما په نظر خو بشپړه تاوان راوړي ـ دليل يې دا ندے چې ګوندې مطبوعات ازادي نلري، ازادي او خپلواکي لري خو دا د ټولنې، د وطن او د خلکو څخه بې طرفه دي، او دوى ورته بې لورې خو زه ورته بې لارې ويل مناسب ګڼم ـ يوه سملاسي بېلګه به يې هم درته وړاندې کړم ـ ما څه موده وړاندې د " ترهګرۍ ته په وده ورکولو کې د مطبوعاتو ونډه" تر سرليک لاندې يوه ليکنه کړې وه ـ او پکې ليکلي مې وو چې په باجوړ کې د نامعلومو کسانو لخوا د ګواښونو خطونو چې د بي بي سي (اردو) په څېر سترې خبري ادارې په لومړي مخ، يا لومړيو خبرونو کې ځاې وموند نو دا يو ډول هغو خلکو ته ډاډ ورکول دي چاچې دغه خطونه ليکلي دي او دا لړۍ به نورو سيمو ته هم غځېږي ـ اوس يې ټول خلک ويني چې په ګرده پښتونخوا کې کله يو چا او کله بل چا ته خطونه لېږل کېږي او دړکې ورکول کېږي، خلک د وېرې ترهې او بې يقينۍ سره مخ دي، او بي بي سي غوندې سترې شبکې هم هغسې لګيا دي ددغو خطونو يا شبنامو خبرونه خپروي ـ همداراز څو ورځې وړاندې د اسلام اباد د سرۀ جومات په مسئله د پېښور مشرق ورځپاڼې په يوه ځانګړې خپرونه کې وليکل: " د سرۀ جومات د دوو ملايانو په "خرابولو" کې د مطبوعاتو هم لوئ لاس دے؛ دا ځکه چې هغوى به هر څه خبره وکړه، يا به يې هر اقدام وکړ، رسنيو ورته په خپلو لومړنيو مخونو کې ځاې ورکاوه او د ژورنالستانو يو پوځ به ورپسې و، چا به مرکې کولې، چا به يې عکسونه اخيستل، چا به ترېنه معلومات ترلاسه کول ـ د هغوئ په لور د مطبوعاتو دا دومره زيات پام ددې سبب شو چې هغوى دواړو په ځانونو د سترو رهبرانو ګومان وکړ او دا يې وګڼله چې د پاکستان د پوځ سره نۀ بلکې د ګردې نړۍ سره هم ډغره وهلے شي. همدغه سوچ و چې بالاخره يې د سرۀ جومات خطيبان او په سلګونو زده کوونکي يو خونړي انجام ته ورسول" ـ همدغه لوبه په مجموع کې زمونږ د پښتنې ټولنې سره روانه ده. عالمان، ساينسپوهان، سياستپوهان، ليکوالان، اديبان، شاعران، ډاکټران، هنرمندان، خدمتګاران او اصلاحي کارکوونکي، چې د ټولنې اصلي اتلان او بچيان دي، د رسنيو په پاڼو يا څپو کې لومړے خو هيڅ ځاې نه مومي، که بيا د دوئ خبرې ته څوک ځاې ورکوي نو هغه هم د ورځپاڼې په دننه مخونو، د مجلې په پاې، د راديو او تلويزيون په هغو پروګرامونو کې وي چې څوک يې نۀ اوري ـ هرکله چې د يوې ټولنې په رسنيو کې جګړه ماران، قوماندانان، وېره او ډاراچوونکي، قاتلان، قاچاقبران او تښتوونکي په لومړيو مخونو او خبرونو کې ځاى نيسي، او د هغوى هره خبره او هر عمل "غټ خبر" وي نو دا به خامخا د ټولنې ټول بچي او ځوانان دې ته هڅوي چې جګړه ماران، قوماندانان، قاتلان، قاچاقبران او تښتوونکي جوړ شي ـ زه نۀ وايم چې دغه ډول خبرونه دې بالکل نۀ نشرېږي ـ خامخا دې نشرېږي، خو داسې چې بس معمولي ذکر يې وشي او ورسره يې غندنه هم وشي ـ او په داسې طريقه نشر شي چې خلک ددغه کار څخه کرکه وکړي، نۀ دا چې تشويق شي ورته. اوس چې ددې خبرو په رڼا کې تاسې زمونږ په نننۍ مېډيا يو نظر واچوئ نو خامخا به درته احساس وشي چې دا په وينو سره مېډيا پښتنې ټولنې ته څۀ ورکوي ـ زما په فکر په هره ټولنه کې په ټوليزه توګه د هرې عقيدې، مفکورې او سوچ خلک وي خو په لويه کچه دا دوه ډلې تشکيلوي ـ يوه ډله د سخت دريځو او بله د منځلارو ده ـ زمونږ رسنۍ چې اوس وخت په کوم حالت کې روانې دي، دا سخت دريځۍ ته وده ورکوي، دوى سخت دريځه خلک جګړو ته تشويقوي او په دې توګه يو جنګي ذهنيت پېدا کوي ـ ځکه چې د مطبوعاتو اتلان جګړه ماران، قاچاقبران، قوماندانان، تښتوونکي او قاتلان دي ـ نو د يوې مفکورې سخت دريځي چې په جنګ لاس پورې کړي د هغې بلې مفکورې سخت دريځي به خامخا ځواب ورکوي ـ د مثال په توګه کله چې دغسې يو جنګي ذهنيت جوړ شوے وي او خلک ځانمرګيو بريدونو او چاودنو کولو ته هڅول کېږي (جنګي خبرونو ته له حده زيات ارزښت ورکول خلک جنګ ته د هڅولو په مانا دي) نو د يوې مفکورې يا يوې ډلې د سخت دريځو لخوا به د خپلو مخالفينو پر ضد ځانمرګي بريدونه او چاودنې پېل کېږي چې په ځواب کې به يې د هغې مفکورې يا ډلې د سخت دريځو لخوا هم ورته اقدام کېږي ـ کله چې رسنۍ خپله پاملرنه د دواړو مفکورو په منونکو کې سخت دريځو ته اړوي نو دوى تقويه کېږي او نور تشويقېږي ـ او کوم چې منځلاري دي، د هغوى خبره نۀ څوک اوري او نۀ څوک ارزښت ورکوي نو هغوى ورو ورو يوې خوا ته کېږي او په دې توګه ټولنه د امنيت او ثبات څخه د ګډوډۍ او انارشېزم په لور ځي ـ پخوا د نړۍ په يو ګوټ کې هم مطبوعاتو دا رول نۀ لرلو ـ اوس که تاسې وګورئ په امريکا او اروپا کې ځوان نسل د تشدد او تاوتريخوالي په لور روان دے ـ داسې پېښې به خامخا ستاسې له نظره تېرې شوې وي چې يو ځوان ټوپک راخيستے او هيڅ بې هيڅه يې په خپلو همصنفيانو ډزې پېل کړې دي ـ بيا يې ځان هم وژلے دےـ دا ذهنيت د هغو فلمونو زېږنده دے چې د تشدد او تاوتريخوالي په موضوعاتو جوړ شوي او خلک يې په پراخه پېمانه ګوري ـ چاپي مطبوعات تل د خبر رسولو او د خلکو د اګاه ساتلو لپاره استعمال شوي او فلمونه د ساعت تېرۍ لپاره. مطبوعات د جنګونو لپاره هغه وخت استعمالېدل پېل شول چې په نړۍ کې د ځينيو سترو جګړو د ګټلو لپاره حکومتونو د نورو ډېرو ناجايزو لارو څخه د کار اخيستلو تر څنګ "مطبوعاتي جنګ" هم په لار واچاوه ـ لکه د وېتنام جګړه او د افغانستان جهاد ـ د دغو جګړو څخه وروسته د پرمخ تلليو ټولنو مطبوعات خو څه ناڅه بيا هم په خپل اصلي ډګر پاتې شول او خپلو ټولنو ته يې که څو فيصده تاوان رساوه نو زيات کار يې د ګټې رسولو وـ بدبختي زمونږ د ټولنې او يا ددې سيمې ده چې دلته هر کار په افراطي توګه شوى دےـ او دغسې چې کله خبره يو ځل په اصطلاح د پاټلۍ څخه ښويېدلې نو بېرته يې سمېدل نۀ دي په نصيب شوي ـ لکه د مثال په توګه به د افغانستان جهاد واخلوـ کله چې امريکا او اروپا ددې جهاد د ګټلو لپاره د خپلو نورو ټولو وسايلو تر څنګ مطبوعاتو ته هم بشپړه دنده ورکړه او د جنګ او مرګ ژوبلې خبرونه نۀ يواځې د بي بي سي، امريکا غږ، سي اين اين، ټايم مجلې او نورو لپاره "غټې پېښې" وې، بلکې تر ډېره حده د مبالغې څخه هم کار پکې اخيستل کېده ـ کله چې جهاد پاې ته ورسېد، نو لويديځو مطبوعاتو د پاټلۍ څخه خپله ښويېدلې پښه بېرته په پاټلۍ وربرابره کړه، خو دلته دغه پښه همدغسې ښويېدلې پاتې شوه او مطبوعات د خبرپاڼو يا خبرغږ په ځاى جنګپاڼې او جګړه غږ جوړې شوې ـ او تراوسه پورې ګورئ چې همدغه حالت دےـ همدې جنګي مطبوعاتو خلکو ته کارونه دومره اسان کړي دي چې کوښښ، زيار، محنت، جستجو، زده کړه او پوهه نشته ـ خو بس يو سړے د دوو زرو روپو د باروتو نه ډک شوے واسکټ واغوندي او په يو بازار کې ځان والوځوي ـ بس هغه "شهيد" شو، جنت ورته تيار شوے دے او حورې يې په انتظار ناستې دي ـ دې بل يوه کامره په لاس کې نيولې د خورو ورو مړيو او د هغوې د ټوک ټوک شويو اندامونو عکسونه او فلم جوړوي او په تلويزيون نشرېږي يا په ورځپاڼه کې خپرېږي، بس دا "ژورنالست" شو. دا يو په دې غم کې نۀ دے چې که دى شهيد دے نو دده لخوا چې کوم مسلمانان وژل کېږي هغه څۀ دي، او دا بل دا نۀ وايي چې دے کوم څۀ خلکو ته ښيي هغه بدې اغېزې څومره لري!!! زه وايم که مونږ د يوې صحت مندې ټولنې ارزومند يو او غواړو چې له دغه جنګي حالت څخه وځو، نو دا کار مېډيا کولے شي ـ تر ټولو لومړے بايد ساينسپوهان، عالمان، اديبان او اصلاحي کارکوونکي خلکو ته د اتلانو په توګه وروپېژندل شي ـ د جګړو، چاودنو، بمباريو او جګړه مارانو خبرونه دې د بې ارزښته خبرونو په توګه نشر او خپاره شي او ورسره دې يې غندنه هم وشي ـ د ښو کارونو، لکه سياسي، ساينسي، علمي، تخنيکي، هنري، ادبي او ټولنيزو هلو ځلو خبرونه دې "غټ" او "مهم" وبلل شي او دې ته دې په هره رسنۍ کې لومړى ځاې ورکړل شي ـ او ددغسې کارونو او اقداماتو دې ډاډګيرنه وشي ـ دا پرېکړه به همدې مطبوعاتو ته پرېږدوـ که دوې غواړي چې دا يوه علمي ټولنه جوړه شي نو د علمي خبرونو په نشرولو او خپرولو سره دې علمي ذهنيت ته وده ورکړي ـ که سياسي او ساينسي ټولنه جوړول غواړي نو دغه خبرونه دې د خپلې توجو مرکز وګرځوي ـ او دغسې دا نورـ او که بيا جګړو او چاودنو ته وده ورکول غواړي نو دغه کار خو هسې هم لګيا دے کېږي، او دومره په عروج دے چې نوره انتها نلري ـ بيا دې نور هيڅ نه کوي بس د پښتنې ټولنې زوال ته دې انتظار باسي ـ - بېرته شاته