(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مصلح اومجاهد ملا نجم الدین آخونزاده

بسم الله الرحمن الرحیم مصلح اومجاهد ملا نجم الدین آخونزاده د« ســـعــیــد افغانی » په لـــیکونـوکی لــــیـــکــنــه او ټـــولــوونـــــه : امــیــن الــــــدیـــــن « ســعـــیـدی » دافغان اســـتراتـیژیکو څـیړنیزمرکز اودحق دلاری کلتوری ټولنی مسؤل مدیر– جرمني ګـــرانــو لوستونکو : خدایبخښلی دکتور مولوی محمد سعید « سعید افغانی » دخپل کتاب کی چی « زما ژوند» تر عنوان لاندی لیکلی وه او په کال ( ۱۳۶۵ ) هجری کی خپور شوی دمصلح او مجاهد ملا نجم الدین آخونزاده صاحب په هکله داسی لیکی: زه دخپل پلار ( ۱ ) سره څو واری « هډی » ته د مرحوم ملا نجم الدین اخونزاده صاحب زیارت ته تـــلی یم او اکثر به زما پلار د روژی د مبارکی میاشتی په اولو ورځوکښی دقرآن کریم خــتــم دنجم الدین اخند زاده په جامع جومات کی دزیارت تر څنګه کوه او هلته به د روژی د میاشتو په تراویحو کښی دری شپو کی ټول قرآن کریم ختم او لوستل کیده. دی ختم ته دمشرقی، ننګرهار حتی د سرحداتو ډیــر خلک را ټولیدل. هلته په هغو شپو کی تود لنګر د هغه ځای د شیخانو د اسلام پور د پاچایانو په مشری چلیده. په دی لنګر کی زرهاؤ خلکو ته ډوډی ورکوله کیدله، ډیر مالونه حلا لیدل او زیاتی وریجی او ډوډی پخیدلی. دی لنګر ته د روژ ی په اولو شپو ګی زیات خیراتونه او مرستی رسیدلی. مرحوم نجم الدین آخونزاده صاحب دوخت پوه عالم او سالک ؤ. دی د صوات مرحوم ملا غفور آخونزاده مرید ؤ. دی د قادری په طریقی کی پــیر او مرشد ګرځیدلی او په زرهاؤ مریدان او په سلها ؤ ماذونان ئي در لودل. د نجم الدین آخند زاده صاحب مأذونان په ټول افغانستان کی د پوره شهرت خاوندان ؤ. نجم الدین آخونزاده صاحب لوی مجاهد ؤ او دانګلیسانو په مقابل کی ئی د امیر عبد الرحمن په وخت کی زیاتی مشهوری غـــزاګانی کړی دی. دی دامیر عبد الرحمن په عصر کی دمهمندو د قام په « جړوبی » علاقی کی اوسیده او بی د امیر د اجازه ی څخه د انګلیسانو په مقابل کی ئی جهاد کولو تر داسی اندازی دده جهاد قوت موندلی ؤ چی انګلیسانو امیر عبد الرحمن خان ته یو لیک واستوه چی په هغه کی دری لاندی مطالب درج ؤ . ۱- ملا نجم الدین د سر حد څخه لری کړه ځکه دی زمونږ په قابل کی د جهاد پارونه کوی. ۲- څرخی سپه سالار چی په کنړ کی دی هغه د مجاهدینو سره مرسته کوی نو هغه له دی ځای څخه وغواړه او بل چیری ئی واستوه . ۳- دافغانستان او دسرحد دخلکو سره تک او راتګ بند کړه. امیر عبد الرحمن خان د انګلیسانو په ځواب کی داسی ولیکل: ۱- نجم الدین آخونزاده صاحب زما په واک نه دی هغه د مهمند و په آزاده ســـیمه کی او سیږی او په خپل سر دتاسو په مقابل جګړی تنظیموی، زه په خپله هم د هغه د زیات شهرت او اعتبار څخه ډاریږم. دی دلته په افغانستان کی زیات مریدان او مخلصان لری او خلک په ده باندی د ولایت دومره قوی عقیده لری چی که دوی چیری پس له محمد صلی الله علیه وسلم په چا باندی د رسالت عقیده منله نو به په دی باندی به ئی دپیغمبری ایمان راوړی وی نو ښه داده چی د افغانستان څخه بیرون وی. ۲- زه حاضریم چی څرخی سپه سالار دستاسی دلیکنی په اساس دکنړونو څخه بدل کړم خو په دی شرط که چیری هلته د تاسو په ضد وضعه زیاته ورانه شوله مسؤلیت به ئی زما په ذمه نه وی ځکه چی زما به فکر د څرخی سپه سالار وجود هلته چی پوه او مدبر شخصیت دی دستاسو په ګټه دی. ۳- لطفآ موضوعات لږ دقیق وڅیــړی هغه داچی دافغانستان او سرحدی خلکو تر مینځ پولی ارتی او دوی تر مینځه د وروری روابط نه شکیدونکی علایق دی چی هیچا ته دا امکان نه میلاویږی چی ددوی تر مینځه تګ او راتګ بند کـــړی. او که څوک دی کار ته اقدام وکړی ؤ به ئی نشی کړی - ځکه ورور د ورور څخه جداکول او خپل دخپلوان څخه بندول آسان کار نه دی او هغه هم بیا په داسی ارته سیمه اوبیدیا کی. وائـــی: د امیر عبد الرحمن خان په یاداشتونو کی راغلی دی چی ده په پټه د مرحوم نجم الدین آخندزاده صاحب سره رابطه درلوده او په مخفی ډول ئی خلک د انګلیسانو په مقابل کی پارول خو په ظاهر کی د انګلیسانو سره د عدم تعرض متعهد ؤ. (۱)مولوی عبد المجید د مولانا سید امیر زوی په قوم صافی دلغمان د ولایت دعمرزیو په قریی کی د خیر آباد د کلی او سیدونکی دی. دی دخپل دوخت لوی مجاهد ؤ او د افغانستان داستقلال او آزادی په جهاد کی یی پوره مؤثــره بر خه درلوده او دخپلو قومی ځوانانو ، مشرانو ، شاګردانو او پیروانو سره د انګلیسانو په مقابل کی دډکی ، تورخم ، او ناقی په سیمو کی جنګیدلی دی.
[email protected] - بېرته شاته