(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډيورنډ د توافق ليک پښتو متن

په داسې حال کې چې دهندوستان په خوا کې دافغانستان دسرحدي سيمې په هکله ځينې مسئلې رامنځ ته شوې،او په داسې حال کې دواړه اعلحضرت امير او دهندوستان حکومت هيله من دي چې دغه مسئلې د دوستۍ په فهم او ددواړو دنفوذ دساحو دحد په ټاکلو سره حل کړي ،تر څو په آينده کې ددغو متحدو حکومتونو تر منځ ددغې موضوع په سر دنظر اختلاف نه وي ، په دې وسيله په لاندې ډول سره موافقه وشوه. (١) دوالاحضرت دتوابعو ختيځه او سهيلي سيمه دې له واخان نه دپارس تر پولې پورې دي هغه ليکه تعقيب کړي چې په هغې نقشي باندي ښودل شوې چې له دغه توافق ليک سره مله ده . (٢) دهندوستان حکومت به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له دغې ليکې نه آخوا دافغانستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړې ،او والاحضرت امير به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له ليکې نه آخوادهندوستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړي . (٣) د برتانيې حکومت په دې ډول موافقه کوي چې والاحضرت امير دې اسمار او تر چاناک پورې پورته ساحه وساتي . له بلې خوا والاحضرت موافقه کوي چې دی په هيڅ وخت په سوات، باجوړ يا په چترال کې دباشگل يا ارنوايي درې په شمول مداخله نه کوي .دبرتانيې حکومت داسې هم موافقه کوي چې والاحضرت دې دبر مل سيمه ولري کومه چې په هغه مفصلې نقشې کې ښودل شوې چې والاحضرت ته لادمخه سپارل شوې ده،او والاحضرت دپاتې وزيرستان او د داورپه هکله له خپلې ادعانه تيريږي ،په همدې ډول والاحضرت دچاغي په باب له خپلې ادعانه اوړي . (٤) دسرحدي سيمي ليکه به دافغان او برتانوي گډو کمشنرانو لخوا له دې وروسته په تفصيل سره وکاږله شي او حد بندي به شي په کوم ځای کې چې دتطبيق وړ او مطلوب وي . ددغو کمشنرانو مقصد به داوي چې دسرحد په ټاکلو کې متقابل فهم ته سره ورسېږي داسې چې دغه ليکه دې تر نهايي امکان پورې دهغې نقشې له مخه وي چې له دغه توافق ليک سره مل ده،په داسې حل کې چې د دغې سرحدي سيمې دگانډيوکليو دموجودو محلي حقوقو رعايت پوره وشي . (٥) دچمن دموضوع په ارتباط والاحضرت دبرتانوي نوې قشلې په هکله له خپل اعتراض نه تېريږي او برتانوي حکومت ته دهغه حقوق پرېږدې چې دسرکې تايلري په اوبوکې يې په خپله په بيه اخيستې و. دسرحدي سيمي له دغه ټکي نه به ليکه په لاندي ډول وکاږل شي . دغه ليکه به پشا کوتل ته نژدې دخوجه امران غروله لوړې نه چې دبرتانيې په سيمه کې به پاته کيږي ،په هغه لور کښله کيږي چې مرغه چمن او دشربو چينه به افغانستان ته پاتې کيږي اود نوي چمن چاوڼۍ او دافغان پوستې چې خلک يې لشکر ډنډ بولي تر منځ نيمايي پورې رسيږي . دغه ليکه به بيا د ريل وی ستيشن اودهغې پوښتۍ تر منځ چې دميان بلاک په نامه ياديږي ،تر نيمايي پورې رسيږي او په داسې حال کې چې دجنوب په لور به روانه وي له خوجه امران غرونو سره به بيا يو ځای کيږي .په دې ډول غوښه پوسته به دبرتانيې په علاقه کې او دغوښي په جنوب او لويديځ کې دشوراواک سرک به افغانستان ته پرېږدي . دبرتانيې حکومت به ددغه سړک تر نيم ميلي پورې مداخله نه کوي . (٦) ددغه توافق ليک دغه پورته فقرې دهندوستان دحکومت اودافغانستان دوالاحضرت له خوا دنظر ټول عمده اختلافات چې دسرحدي سيمي په باب ددوی تر منځ پيدا شوي وو ،دپوره او قناعت ښوونکې فيصلې په ډول گڼل کيږي او دواړه دهندوستان حکومت او والاحضرت په ذمه اخلې چې جزياتوپه باب ټول اختلاف لکه هغه چې له دې وروسته به دهغو منصبدارانو له خوا پرې غور کيږي چې دسرحدي خط دحد بندۍ دپاره ټاکل کيږي ،ددوستۍ په روحيې سره به فيصله کيږي .د دې دپاره چې تر هغو چې ممکنه وي د دواړو حکومتونو تر منځ دشکونواو غلط فهميو سببونه له منځه ولاړ شي . (٧) دهندوستان حکومت چې دبرتانيې حکومت په نسبت دوالاحضرت له روغ نيتۍ نه په پوره ډول ډاډ من شوی او غواړي افغانستان پياوړی او خپلواک وويني دوالاحضرت لخوادجنگي لوازموپه رانيولواو واردولوباندې به اعتراض ونه کړي ،او دوی به په خپله دغه په هکله ښه مرسته ورسره وکړي .برسېره پردې د دې دپاره چې دوالاحضرت دهغې دوستانه روحيې نښه وساتل شي چې په دغو مذاکراتو کې يې ښودلې دهندوستان حکومت ژمنه کوي چې په هغه دولسو لکو کې شپږ لکه روپۍ زياتې راوستل شي چې والاحضرت ته هر کال دمالېي مرستي په ډول ورکول کيږي . هنري ماتمر ډيورنډدهندوستان دحکومت دباندنيو چارو وزير امير عبدالرحمن خان دافغانستان او دهغه دتوابعوامير کابل دنومبر 1893.12 پښتو کوونکی :::: پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د ډيورنډ د کرښې موافقتنامه د ١٨٩٣ کال د نومبر د مياشتې ١٢ نيټه د برتانوي هند د خارجه چارو وزير Henry Mortimer Durand د يوه هياَت په مشرۍ د ١٨٩٣ کال د اکتوبر د مياشتې په دوهمې نيټې کابل ته ورسيد . انګريزانو د مخه تر هغه چې د ډيورنډ موافقتنامې په اړه د افغاني مقاماتو سره خبرې وکړي دوی د افغانستان په سرحداتو کې وضعه په خپله ګټه مغشوشه کړه ، دوی په سرحدي سيمو کې د اقوامو تر منځ خونړۍ جګړې پېښې کړې ، انګريزانو د توري د قوم يوه قبيله ، دې ته تشويق کړه چې د نورو اقوامو په ځمکو کې د ( پتاله ) په نامه يوه نوې واله وکاږي چې دغه کار د هغه ځای د اقوامو تر منځ لوی اختلاف راپيدا کړ. چې مقابل لورې د خپل حق د دفاع لپاره راپاڅيدل او يو لوی خونړی جنګ ونښت . په ختيځو سيمو کې انګريزانو اعلانونه خپاره کړه او په دغو اعلانونوکې دوی خپلو سرحدي معاش خورو ته ليکلي وو چې د هغه چا معاش به دوه برابره شي څوک چې د انګريزانو دولت ته يو اطاعت ليک وړاندې کړي . هغه وخت چې امير عبدالرحمن خان دغه اعلانونه ولوستل ، نو يې خپل سپاه سالار غلام حيدر خان ته وليکل (( که د انګريزانو حيله او فريب او د پيسو پاشل په مسلمانانو کې نه وای ، دوی نه شوای کولای چې د هند اسلامي هيواد ونيسي ، بيا د سند د رود څخه چې د افغانستان طبيعي سرحد دی راتير شي پيښور ، ديره جات او د سند سيمه ونيسي او د افغانستان خاوره د افغانستان د دولت سره وويشي ، غبار ٦٨٧ مخ)) د ننګرهار په سرحد کې هم انګريزانو خلک تحريک کړه چې د ( ميچنۍ ) په سيمې کې يوه واله وکاږي او د هغه ځای د خلکو تر منځ دخمني ايجاد کړي . انګريزانو هميشه هڅه کوله چې د خپلو اجيرانو په وسيله د ډيورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې بې امنيتي جوړه کړي او امير عبدلرحمن خان دې ته مجبور کړي چې د يوې جناح دفاع وکړي . د مثال په توګه : کله چې د شينوارو او اتمانزو تر منځ جنګ پيښ شو . امير عبدالرحمن خان د سرحد د پورې خوا پر متجاوزينو باندې هجوم وروړ . د ډيورنډ هيات څلويښت ورځې په کابل کې پاتې شو ، خبرې ډېرې سړې او په کراره پر مخ تللې. انګريزانو سرحد ته نژدې نظامې قوتونه د تيارسۍ په حالت کې درولي وو . امير عبدالرحمن خان ته د انګريزانو پيشنهاد دا و چې د دوی جوړه شوې موافقتنامه او نقشه بايد لاس ليک کړي چې د نه امضا په صورت کې به د دواړو هيوادونو سياسي مناسبات پرې شي . دريم حالت موجود نه و. امير عبدالرحمن خان د ځان د بقا لپاره دغه موافقتنامه لاسليک کړه . دۀ د افغانستان د خلکو سره مشوره نه ده کړې . امير عبدالرحمن خان حتی خپل د دربار مامورين په دغه موضوع نه دي خبر کړي . دۀ وړه يا لويه جرګه چې د افغانستان د خلکو نماينده ګي وکړي نه وه راغوښتې . ( غبار ٦٨٨ ) د ډيورنډ د کرښې د موافقتنامې څخه د انګريزانو اصلي هدف دا و چې که روسان د افغانستان د لارې څخه د هند د نيولو اراده وکړي او يا د امير عبدالرحن خان تر مرګ وروسته په افغانستان کې د انګريزانو پر ضد ملي مبارزې پېل شي نو دوی به په ډېر سرعت سره د کابل ، غزني او کندهار ستراتيژيکي لارې تر خپل کنترول لاندې وروړي . ( کاکړ ، محمد حسن ، سياسي تاريخ ١١١ ) ډيورنډ د خپلو خاطراتو په کتاب کې ليکي چې د هند برتانوي هيات وظيفه درلوده چې امير عبدالرحمن خان دې ته تشويق کړي چې خپل عسکر د ( روشان ) او ( شغنان ) د سيمو څخه چې د بخارا يوه برخه ده او په ١٨٧٣ کال کې روسانو ته ورکړل شوې ده ، وباسي . او هم دې هيات وظيفه درلوده چې د امير عبدالرحمن خان د خوابدي چې د کوږک د غره د تونل او په نوي چمن کې د ريلوې پر جوړولو يې ښکاره کړې وه له منځه يوسي . د انګريزي هيات اصلي او مهم هدف د هند د شمال غربي سرحد يعنې د ډيورنډ د کرښې تثبيت و . ډيورنډ د خپل سفر په ارتباط ليکي (( مونږ د ١٨٩٣ کال د سپتمبر د مياشتې په نيمايي کې د پيښور څخه حرکت وکړ او زمونږ هيات په لنډي کوتل کې د سپه سالار غلام حيدر خان له خوا پذيرايي شو ، د جلال اباد ، جګدلک او لته بند د لارې څخه کابل ته ورسيدو او په اندکي کې چې د بابر د مقبرې او د چهل ستون د قصر تر منځ واقع وو ، ځای په ځای شو . په کابل کې د اوسيدو په وخت کې زمونږ تشويش و چې که په دغه وخت کې امير عبدالرحمن خان مړ شي او يا ووژل شي نو يقيناَ مونږ به د کيوناري او د دۀ د ملګرو په سرنوشت ګرفتار شو )) دی ليکي (( په کابل کې مذاکرات ډېر بطي وو د امير د اسلحه جوړولو ماهر Mr. Pyne چې امير ته ډېر نژدې وو ، زمونږ سره ډېره مرسته وکړه . دۀ به هميشه امير ته مشوره ورکوله چې دی بايد د انګريزي هيات خبرې ومني )) دی اضافه کوي (( يوه ورځ ما د مستر پاين څخه پوښتنه وکړه چې ولې امير د سرحد پر موافقتنامې باندې ژر تصميم نه نيسي ، دۀ زما په ځواب کې وويل چې امير ډېر عمده تصاميم د يکشنبو په ورځو کې نيسي . د مستر پاين خبره ريښتيا وه چې ډېرې ورځې وروسته امير په يوې يکشنبې کې د موافقتنامې منلو ته تيار شو )) ( سايکس ، برسي ، د ډيورنډ بيوګرافي )) د ډيورنډ د کرښې موافقتنامه د ١٨٩٣ کال د نومبر د مياشتې پر ١٢ نيټې امضا شوه دغه موافقتنامه اوه مادې او يوه نقشه لري . دا موافقتنامه د واخان څخه بيا د ايران تر سرحد پورې چې ( ١٥١� ) ميله يا ( ٢٢٥٥) کيلومتره کيږي د افغانستان ختيځ او جنوبي حدود داسې تشريح کوي . د ډيورنډ کرښه د واخان څخه پيل کيږي چې ( اسمار ) او پورته وادي تر ( چنګ ) پورې به د امير عبدالرحمن خان د ادارې لاندې وي ، ولې امير په ( دير ) ، ( سوات ) ، ( باجوړ ) ، ( چترال ) او ( باشګل ) په سيمو کې هېڅکله مداخله نه کوي په وزيرستان کې د ( برمل ) سيمه امير ته ورکول کيږي . ولې امير بايد د ( وزيرو ) او د ( دوړو ) په نورو سيمو کې مداخله ونه کړي . په بلوچستان کې د ( چاغي ) پر اوبه لرونکي سيمې باندې چې امير ادعا درلوده ، امير د خپلې ادعا څخه تيريږي . او دغه مهمه سيمه انګريزانو ته پريږدي . د چمن په سيمې کې پر ( نوې چوڼۍ ) باندې چې امير ادعا درلوده ، دی د خپلې ادعا څخه تيريږي ، او د ( سرکې تيلرې ) په اوبو کې به امير خپله برخه په پيسو رانيسي . په دغې سيمې کې به د سرحد کرښه داسې وي چې کرښه به د خواجه عمران د غره په سر تيره شي . او دا کرښه به د ( پشاکوتل ) سره نژدې چې د انګريزانو خاوره ده تيريږي . وروسته دغه کرښه په هغه استقامت ځي چې ( مرغه چمن ) او د ( شيرو اوبه ) چينه افغانستان ته پريږدي . وروسته دا کرښه د نوي چمن او افغاني تاڼې ( لښکرو ) تر منځ تيريږي . دا کرښه بيا د ريلوی ستيشن ته ځي او د هغو تپو څخه تيريږي چې اصلي بولدک بلل کيږي . او د دغه ځای څخه د جنوب خوا ته داسې کږيږي څو بيرته د خواجه عمران د غرونو سلسلې ته ورننوځي . دا کرښه د انګريزانو د ( ګواشه ) سيمي او د هغه افغاني سړک تر منځ اوږديږي چې ښوراوک ته ځي . د ډيورنډ په موافقتنامې کې دا هم ليکل شوي دي . ١ ـ وروسته تر دې به انګريزان د هغو حربي مهماتو د ورود ممانعت نه کوي چې افغانستان ته وړل کيږي . ٢ ـ انګريږان به پر پخوانيو ١٢ لکو کلدارو امداد چې هر کال به يې امير ته ورکلوې ، شپږ لکه نورې کلدارې اضافه کوي . امير عبدالرحمن خان د دغې موافقتنامې په لاس ليک سره څو ميليونه افغانان د افغانستان څخه بيل کړه . امير عبدالرحمن خان هغه موافقتنامه لاسليک کړه کومه چې انګريزانو جوړه کړې وه ، چې امير حتی يوه جمله هم په دغې جوړې شوې موافقتنامې باندې علاوه نه کړه . ځيني مؤرخين ليکي چې امير عبدالرحمن خان دغه موافقتنامه د دې لپاره امضا کړه چې دې کرښې د برتانوي هند د سرحد په حيث نه بلکې د امير د جنوبي او جنوب شرقي ساحې حدود تثبيتوله . امير عبدالرحمن خان د ډيورنډ د کرښې موافقتنامه امضا کړه ولې دۀ د موافقتنامې ضميمه نقشه ځکه نده امضا کړې چې دی د هغې نقشې ځينو ټکو سره موافق نه و . سرچينه : افغانستان د ديموکراسۍ او جمهوريت په کلونو کې ( عبدالغفار فراهي ) دريم چاپ - بېرته شاته