(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان او پښتنودپاره

July 12.2007 زمايو ډيرزړۀ ته نزدې افغانى روردښاغلى مصورقريشى په نوم يو خط کښې وئيلى دى چې افغانان وروڼه مانه خفه دى ځکه چې ما ددوى دستونزو تکليفونو او کړکيچونو په باره کښې کم ليکل کړىدى اوداخبره سل په سل رښتياده خودافغانستان په باره کښې دنه ليکلو ياکم ليکلو وجه دانه ده چې افغانستان او افغانانوسره زماڅه بغض ياعناد دی بلکې اصل کښې زۀ ويريږم اود دوو خبرونه ويريږم يودخپل ځان نه ويريږم چې زۀ بده مرغه دکونډې زوې يم اوبل ددې خبرې نه ويره لرم چې ددې دومره تباه کارۍ پرته هم زمونږ افغانى وروڼه دجذباتو دسمندر نه را وتلى نه دى اودافطرى خبره ده چې جذباتى هم جذباتى خبرې اوريدل غواړى اوپه حقيقت يادخپل عيب په ګته کولو سخت غصه کيږى دوى باندې هم دهغه نام نهاد خلقو خبرې ښې لګى چې ځان نه دافغانستان ياافغانى مسئلو ماهرين اودافغانستان خواخوږى وائى . اول به زۀ دخپل ځان باره کښې داخبره صفاکړم چې زۀ څنګه دکونډې زوې يم دادپښتو ډيره مشهوره قيصه ده چې يوه ورځ د کونډې زوې په ژړا کورته راغلو مورته ئې ووئيل چې زۀ فلانى ووهلم مورورته وئيل زويه داخلق ولې تاوهى چې تۀ هروخت دچادلاسه په فرياد راروان ئې زوې ورته ووې مورې داځکه چې زۀ رښتيا وائم مور ئې ورته وئيل داولې ؟ په رښتيا ؤ هم لاڅوک خفه کيږى زوې ورته وئيل مورې په رښتياؤ هر څوک خفه کيږى اوس که تاته مې رښتيا ووې نوتۀ به مې هم ووهې مور ئې ورته وئيل نه يره په رښتياؤ به زۀ تاولی وهم زوې ئې وئيل ښه نومورې دا راته ووايه چې زما دپلار خوډيره موده وشوه چې مړ دی نوتۀ اوس داشونډې چاته سرې کوې اونکريزې لګوې نور ډول سنګار کوې مور ئې زر چيترې ته لاس کړو وئيل وئې ته خله دې ماته شه داستاخبره وه چې اودې کړه. نودغه دکونډې زوې زۀ هم يم . زماپه نزد داسې ډير څيزونه فريب اودهوکه دى چې خلق پرې ځانونه وژنى اودشهادت مرتبې حاصلوى ددې ټولو حقيقت صرف دومره دی چې څوکسه هوښيار دبې شماره احمقانو په ذريعه خپل مقصدونه پوره کول غواړى نوڅه ناڅه داسې جذباتى څيزورته وړاندې کړى چې دوى پرې ګرم کړى اووې جنګوى . اودافغانستان داټوله مسئله هم ددغې جذباتى استحصال نه پيدا شوى ده خوپه دې خبره دپوهيدو دپاره به داخبره لږه ويړه کړو دايوازې په افغانستان کښې نه بلکې په ټوله دنياکښې کيږى اود زرګونو کلونو راسې کيږى دادهغه وخت نه راشروع شوى سلسله ده کله چې انسان په دووډلوکښې تقسيم شو حکمران اورعيت يابادشاه اوغلام ياتورې والا اوبزګرکسب ګر په هندى اساطيرو کښې داډلې دکش تورى کشترى اوويش په نامه ياديدلې اوداخالص پښتوټکى دى کشترى کش تورى ياتورې والا داکشش تورى په يووخت کښې تورانيمان هم بللی شوى دى اواساک (اسونو واله) هم بيادوى کښې ډير شاخونه وو خولنډه دا چې يوهغه حکمران ؤ چې لاس کښې ئې توره وه اوخپل رعيت ته ئې وئيل چې زۀ ستاسو دملک اووطن اوستاسو دمفاداتو محافظ يم نوستاسوفرض دی چې اوګټئ اوپه مونږه ئې وخوروئ ددوى يونوم بهادر ياترباطر ياباتور هم ؤ . دلته داسپيناوی ضرورى ګڼم چې داخبرې به تاسو ته يقيناً چې نوې ښکارى ځکه چې عام تاريخونه هم ددغه تورې واله کشتريانو په فرمائشونو هم ددوى په دربارونو او ددوى په مرسته ليکلی شوى دى کله چې بياانسان لږ نور بالغ شو اودجسم نه علاوه دۀ يو ذهن هم ولرلو نوصرف دجسمانى محافظ کشش تورى د پاره يوازې دقابوکولو نه ؤ نوکشترى ځان له روحانى اودينى مرستيال پيداکړو. دهند تاريخ او نورټول تاريخونه وګورئ نومذهبى پيشوا يا بامبړ ډير وروستو پيداشوی دی اودا دواړه ديوبل مددګار ؤ بامبړ به بادشاه ته ديوتاګانو زوې وئيلو اوبادشاه به د بامبړ سرپرستى کوله دغسې زمونږ په دې اسلامى دور کښې هم موجودؤ چې مذهبى بامبړ به ورته په ډکه خله ظل الله اوظل الهى ( دخدائى سوری) وئيلو دخدائى دسورى مطلب څه شو دخدائى جسم شته چې سوری ئې وى ؟ داخبره ډيره اوږده ده خولنډه لنډه ئې کوو چې په انسانى معاشره کښې هميشه هم ددغه دوو استحصاليانو بالادستى قائمه راغلې ده اوخپل ددې حيثيت دبرقرار ساتلو دپاره دوى هغه تمام نظريات په خپله قبضه کښې راوستى دى کوم چې کله هم دانسانيت دستونزو دلرې کولو دپاره راغلى دى . نبيانو رسولانو پيغمبرانو او نورونظرياتى مصلحينوتمام نظريات بس څه لږ په خپل اصل صورت کښې پاتې شوى دى اوبياډير زر پرې دغه استحصاليانو قبضه اچولې ده دخپل مطلب شکل ئې ورکړی دی اوداولس په ملائې خپله سورلى برقرار ساتلې ده. دڅلورو اولنى خلفاؤ نه پس يوبادشاه هم دخلافت په معيارپوره نۀ دی بلکې په هر لحاظ باندې مطلق العنان بادشاه ؤ . دبادشاهانو اوحکمرانې ډلې دايومشهوره طريقه ده چې داولس دجذباتى استحصال دپاره داسې څه ناڅه راپيدا کړى چې هغوى ګرم کړى دمذهب دپاره ،وطن دپاره ان ادب دپاره جنګونه ټول ګپ دی ددې ټولو جنګونو مقصد دحکمرانې ډلې دمفاداتو جنګ وى دمثال په طور چې زرکسيز په يونان حمله کوله نودپښتنو يونانيانو سره څه دښمنى وه چې دوى لاړل اوهلته ئې ((بهادرى )) وکړه اوددغه بادرۍ قيمت بياسکندر دهغه زرګونو کپرو نه وصول کړو کومې چې هغه دپښتنو په علاقه اورغړولی دايران اودافغانستان ديوبزګر مزدور ترکان جولا، خټ ګرحتى سپاهى سره ئې خپله څه دښمنى وه ؟ هيڅ هم نه خودواړه خپلوحکمرانانو ديوبل دښمنان کړى وو ديوسپاهى دبل ملک د سپاهى څه دښمنى ده خوهغه هم دسيراوړو دپاره نوکرى کوى اودی هم دافغان طالب دافغان عسکرسره څه دښمنى ده دواړه دخپلومشرانو نه مجبوردى . دازادۍ اوغلامۍ خبره به وکړو هندوانو دانګريزانو حکومت ته غلامى وئيله خوداهندوان څوک دى داهم هغه ارياوو چې دوسطى ايشيا اوسيدونکى وو اودهندى دراوړو نه حکومت ترلاسه کړی په نسلى لحاظ خودواړه انګريز اوهندى اريادى يونانی اوايرانی هم ارياؤ خودې خبرې ته دچاهم خيال نه دی چې دوه کسه ديوبل دښمنان کيږى ولې ؟ ځکه چې هريوته خپلوحکمرانانو او خپلومشرانو په غوږ کښې دا اچولى دى چې فلانی ستادښمن دی حالانکې اصلى دښمن د دواړو خپله حکمرانه ډله ده اوداجګړه په ((ښکار)) وى چې دا ((ښکار)) زمادی بل به ئې رانه څنګه اخلى دبل ملک بل مذهب يابل بادشاه فوځ مې راشى نوهغه به زمانه څنګه اخلى خو هم دغه به رانه اخلى کوم چې رانه خپل باچااخستی دی يوسپی چې دبل نه هډوکی اخلى نوهډوکى سره ئې هيڅ همدردى نه وى بلکې ځان له ئې ترې اخلى . په دې سلسله کښې يوه مشهوره قيصه ده وائى چې درې کسه ملګرى په يوځائې کښې ناست ووخوشحالى ئې کوله ځکه چې ظالم حکومت بدل شوی ؤ اوخپل قومى حکومت راغلی ؤ هغه ظالم حکومت به ددې دريو کسانونه ټيکس اخستو يو چې هقان ؤ هغه نه به ئې من غله اخسته بل چې جوله ؤ هغه نه به ئې يوتان کپړه اخستله دريم شپون ؤ چې هغه به يوګډ په ټيکس کښې ورکولو اوهغه ظالم حکومت نن ختم شوی ؤ دوى لاخوشحالى کوله چې وروټکيدو چې وې کتل نوهم هغه کوتوال هم دهغه سپاهيانو سره راننوتو وئيل کوم ځائې پټ يئى تاسوته پته نشته چې زمونږخپل قومى حکومت راغلی دی اوددې حکومت سره مددکول زمونږ فرض دى دوى ورته وئيل چې نومونږ څه وکړو کوتوال ورته وئيل شابه کړئ دهقانه تۀ فوراً دوه منه غله راوړه جوله دې دوه تانه کپړه راوړى او ای شپونکيه ته دوه ګډان راوله اصلى خبره داده چې دحکمرانې ډلې نه مذهب وى نه ئې وطن وى نه ئې عقيده وى نه ئې قوم وى اونه نظريه داڅيزونه هغه دموقعې په مناسبت استعمالوى که په کافر حکومت حمله کوى نومذهبب راواخلى که هم خپل هم مذهب سره ئې جنګ وى نوقوميت راواخلى که قوميت ئې هم وى نووطن که داهم نه وى نو نظريه علاقه ژبه څه ناڅه خوراپيدا کړى . په روس کښې چې اوس اوس کومه نظريه ډيره په زورشور دزار روس اودهغه دډلې خلاف پورته شوې وه دهغوى نعره د ظالم نه دغريب خلاصول وو خو چې غريب په ځان پوهيدو نوپه سر ئې بل حکومت ناست ؤ خونوم ئې بادشاه نه بلکې پارټى وه دغه روس چې افغانستان باندې راغلو نوامريکا دافغانانو دترور زوې نۀ ؤ چې دوى دغمه ئې ځان پکښې شامل کړو. دغه وخت موثره وسله مذهب وه دجهاد ډول وغږيدو داسوچ هيچاهم ونه وکړو چې داکومه وسله ماله نن دلته دجهاد دپاره راکوى هم دغه سلسله ئې هلته اسرائيل له دمسلمانانو دجهاد په خلاف ورکړې ده. اودپښتون خولابله الميه هم ده دزرګونو کالوراسې دې په يوه داسې زمکه ژوندکوى چې هميشه پرې دجنګ وجدل سيلابونه تلى راغلى دى کله ارياکله مغول کله تا تاريان کله يونيانان کله عرب کله ايرانيان کله يوچى کله هن اوددې بل طرف نه کله هندى ارياکله سکهان کله مغل بادشاهان ، کله انګريزان اوکله دا روس چې څوک دى نود جنګ وجدل په فضاکښې لوئې شوی پښتون ډيربهادر جنګيالی مارشل اوتوره بازقوم وبللی شو چې هريو راغلی دی په شائې ټپولی دی چې تۀ ډير بهادر ئې کله ئې څوک يونان ته مخه کړى کله ئې څوک مصرته بوځى کله عربوته اوکله بيا جرمن اوافريقې ته بازوئې شمشرزن يم زۀ يم زمری له مااتل نشته. حالانکې اصلى خبره بله ده چې کولی ئې نۀ شو يعنې تۀ ازمری نۀ ئې بلکې هغه بارګير ئې چې هرچادرباندې خپل مطلب بارکړی دی دبهادر توب ننګيال توب جنګيال توب دغه لکۍ در پورې داسې تړلې ده چې په هيڅ طريقه ترې نه هم خلاصيدی نۀ شى که د چاهرځائې جنګيالى پکاروى نودوى ورسره روان دى . سائرس له بابل دی ګټى، زرکسيز له يونان دی ګټى، سکندر له هندوستان دی ګټى، بابر له هندوستان دی ګټى دمغلوسلطنت دی ګټى، انګريزانو له جرمن دی ګټى ، امريکې له روس دی ګټى، اوس اسلام دی ګټى په دې لړکښې زۀ دمذهب خبره چيړل نه غواړم ګنې بيابه دا خبره هم سپينول غواړى چې جهاد څه وى مذهب څه وى دين څه وى ،اوايا جهاد نه بلکې قتال دچا خلاف کول پکاردى څنګه کول پکاردى اوڅه دپاره کول پکاردى اودا په افغانستان يانورو ځايونو کښې دجهاد په نوم څه کيږى په دې کښې داسلامى جهاد کومه نخښه ده . نودغه اړخ به ئې نه چيړو ځکه چې بيادهغه ټولو پرده نشينو نومونه اوڅهرې ښکاره کول غواړى چې دمذهب دڅادر لاندې صرف دډالر بندګان دى اوددين په نوم ددنيا په دې بازارکښې څه څه سوداګانې کوى . اوس به راشو موجوده صورتحال ته يوطرف ته کرزی دی بل طرف ته د مخالفينو په نوم خلق دى زۀ بنيادى طورهيڅوک هم ګرم نه ګڼم هغوى هم ديوې داسې دسيسې ښکار دى چې ددين مقدس نوم پرې ليکلی شوی دی بلکې که په ژور نظروکتلی شى نو ددې ډرامې ټول کردارونه خودمختار نۀ دى بلکې د مختلفو مجبورو ښکار دى هرکس دخپل تربيت چاپيرچل اوتعليم نه مجبوردی دهيچا نه مونږ داتپوس نه شو کولی چې داتاسو څوک وژنئ داڅوک دى ! که کافران دى نوتاسو دخدائى نه زيات دوژلو قوت لرى چې هغه ئې نه وژنى ساتى ئې رزق ورکوى نوتاسوله دا اختيار چا درکړی دی اودکوم کتاب دکوم ايات نه ئې درکړی دی اوداتپوس ترې ځکه نۀ شوکولی چې مونږ ته پته ده چې دوى هم وو هغه هومره مجبوردى لکه څومره چې يوه توره ټوپک يابم دخپل چلونکى په لاس کښې مجبوروى . که دتعصب نه پاک اوبې طرفه اويخ دماغ وکتلی شى نو جنګيالى ځان وژونکى ترهه ګر اوداسې نورعناصرهم دومره بې ګناه دى څومره چې يوه توره ټوپک کيدی شى . اصلى ګناه ګار ددوى شاته هغه خلق دى چې دخپلو مقصدونو اوغرضونو سرکولو دپاره ئې ددوى په مزغوکښې دغه دقتل قتال جذبه وراچولى دى نورټول حواس ئې ورله بيکاره کړى دى .اوصرف او ووژنه، يامړشه، يوه جذبه ئې پکښې وراچولې ده په اخبارکښې ديوکمانډر درې معصوم بچى مونږ ته ډير څه وائى خوکاش چې دۀ دخپل مرګ نه وړاندې دغه ديتيمانو په شکل کښې دغسې په اخبارکښې ليدلی وی . يائې دهغو خلقو بچو دخپلو بچوپه نظرکتلی وی . کوم به چې دۀ دافغانى فوځ ديوسپاهى کيدو په جرم کښې واجب القتل ګڼلو. حالانکې دغه افغانى عسکر بل د هيڅ جذبې اونظريې دلاندې عسکر نه وو بهرتى شوى چې بال بچ له د دوو وختوډوډۍ وګټى درست ده قتل قتال وشو چې څوک جنت ته تلل هغوى جنت ته لاړل اوچې څوک دوزخى ؤ هغه دوزخ ته ورسيدو خود دواړو دايتيم بچى به اوس هم ديوکلى په کوڅوکښې خيرغواړى ددوى مرام جنت دوزخ نه دی بلکې کپ ډوډۍ ده نودابه ښۀ نه وه چې دا دواړه ژوندى وی اوبال بچ ئې دخپلې عقيدې مطابق لوئى کړی وی نوکم ازکم د دواړه دغه لس اته کساه بال بچ خوبه دوى دخپلې عقيدې مطابق ساتلی وی اوس ئې څومره مسلمانان کړل ؟ وژل خوڅه کارنامه نۀ ده اوبل داکار خوخدائى پاک زمونږ نه په ډيره ښۀ طريقه کولی شى که هغه وغواړى خونن داټول کافران درله په يوه لحظه کښې وژلی شى نونه ئې وژنى اوځکه ئې نه وژنى چې ښۀ اوبده دواړه لارې ئې ورته ښودلی دى او تراخره موقع ورکوې نوتۀ ولې موقع نۀ ورکوى اووژنې ئې . خوزۀ داهم وئيل غواړم چې په دې سلسله کښې دپښتون صرف دومره ګناه ده چې دۀ له چادادبهادر خطاب ورکړی دی .نوهغوى خوپه خپل مقصد پوره کولو خوداجر ددۀ دومره خوښ دی چې دځانه ئې لرې کولو ته هرګزتيار نۀ دی که د جنګ موقع نه وى نوبيا خپل رور عزيز سره اړم وى اودخپلې بهادرۍ اظهارکوى اوکه دجنګ دپاره ورته شپيلی ووهلی شى نوبيا خو په دوو دوو پړوهم نه ټينګيږى قولنګى چرګ دی که خپل وى که پردی وى که ثواب وى که عذاب وى خوددۀ په لکۍ پورې چې کوم دبهادرۍ((چج)) تړلی دی دهغې نه مجبور دی . وحدت - بېرته شاته