(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ملي او پښتني قومي وحدت په سيمه کي دسولي ضامن دي

علامه اقبال په حقه ليکلي چي : دافغانا نو ملي او پښتني قومي وحدت د سيمي په لرغوني او معاصر تاريخ کي د سولي او ثبات ديوه ستر عامل او يواځيني ډاډمن تضمين په توګه پريکنډه رول لوبولي اوتر ډيره پوري خپل دغه تل پاتي تاريخی رسالت او اصالت ته وفادار پاتي شوي دي .شک نشته چي د افغانانو دغه سيمئيز او بلکه نړيوال ستراتيژيک موقف نه يواځي د نړيوالو آبر قدرتونو، بلکه دسيمي دهيوادونو او قومونو د حسادت ، قومي تعصب او تنګنظرۍ انګيزه راپارولي ده . جغرافيائي ستراتيژيک مو قيعيت او د هند دلوئي وچي په لور يواځينۍ ګذرګاه ، بل هغه ارزش دي چي افغانان ئي ديرغلګرو سره په جګړو کي اخته او هم د آبديده فولا دي عزم او ارادي خاوندان ګرځولي دي . د قبل الميلاد دمخه د مقدوني سکندر څخه نيولي تر اوسه پوري چي هر يرغلګر پدي لار دتګ تکل او يا ئي د افغانستان دسيمه ئيز ستراتيژيک بالاحصار د خپلولو بد نيت کړيدي، بري ئي ندي په نصيب شوي او دهري امپراطورۍ لمن دافغانستان دمقدسي پولي څخه ټوله شويده . هر يرغلګر دا ارمان ګور ته له ځانه سره وړي چي د افغانستان په خاوره کي دي خپل ناولي پلانونه پلي او يا دي په دغه مقدسه خاوره خپل منحوس قدمونه دنورو سيمو په لور روغ رمټ ور واړوي . دي او دا ډول ډيرو نورو عواملوکه د يوي خوا افغانان دتاريخ په اوږدو کي خپل رسالت ته مقيد او وفادار ساتلي ، د بلي خوا ئي د نړيوال امپرياليزم دښمني راپارولي او ور سره د مخامخ مستمر جنګ په پراخه جبهه کي واقع شويدي . همدا سبب دي چي تقريبا ً د نړۍ ټول جنګونه د افغانستان په خاوره او يا دهغي په نژدي چاپريال کي واقع شوي او ددغه جنګونوټول ثقلت هميشه د افغان اولس په اوږو بار وو. د تاريخ په اوږدو کي افغان اولس ددغه مقضي جبر له مخي هميشه متحد ، نه ماتيدونکي او تسخير ناپذيره پاتي شوي او سره ددي چي دښمن د تاوده ، ساړه، روانی او نورو جنګونو ټولو اشکالو څخه ډډه نده کړي اوپه ټولو جبهو کي ئي په ډير مهيليت او بي رحمۍ سره د افغانانو په مقابل کي سنګرونه تاوده ساتلي دي خو هيڅکله پدي ندي بريالي شوي چي د افغان ملي وحدت په صفوفو کي زنګ وهلي کړۍ اوياد شک او تردد فضاء ايجاد کړي . په کومه اندازه چي افغان اولس دملي وحدت په ساتلو کي تړلي او ثابت قدم پاتي شويدي ، په همغه اندازه ځيني روشنفکر ان او قومي مشران د خپلي ټولني د نارسه او خامو مناسباتو په کودکانه امراضو اخته او ددښمنانو د هر ډول دسايسوپه مقابل کي ضعيف النفسه ، طامع او قوق لعاده اسيب پذيره او معاملګر پاتي شويدي . دافغاني ټولني د ذات البيني مناسباتو داساسي تضاد او ضعف زړي په همدي غوټه کي تړلي او دښمن هميشه ددغه لاري په افغان اولس موقتي تسلط پيداکړي دي . هغه وطنپرست روڼ آندي چي دخپلي ټولني اساسي مسايل څيړل ، ارزول او مشکلات ئي له منځه وړل غواړي ،خپل کار بايد دهمدغه اساسي غوټي د سپړلو څخه پیل کړي . د افغانستان په موجوده وضعه کي مونږ عملا ً وينوچي همدغه ضعيف النفسه روشنفکران دسياسي ګوندونو ،ټولنيزو سازمانونو، دبشر دحقوقو د کميسيونونواود داخلي او خارجي خيريه ټو لنو د غړو ،مطبوعاتيانواو نورو ډلو ټپلو د په نوم د خپل اولس او وطن سره په علني دښمنۍ کي ددښمنانو د لعنتي سياست مبلغين ګرځيدلي او په شعوري ډول خلاف دافغاني ،انساني او اسلامي نواميسو اوعنعناتودخپل وطن اوهموطن پرضد دهغوئ سره د خپلو شخصي ګټو په خاطر پټي خاينانه معاملي کوي . نن د افغاني ټولني تر منځ په وينو سور غير قابل عبور خط کښل شوي او افغاني ټولنه ئي په دوه نه پخلاکيدونکو متضادوخواوو ويشلي ده . يوي خوا ملي متحد وطنپرست اولس ،روشنفکران او دولتي او قومي مشران او بلي خواته د نړيوال مافيائي امپرياليزم اود مخدره موادو قاچاقبرانوسره په تباني کي لږکۍ فاسده ، طامع ، خاينه ،بيکانه پرسته ډله دولتي او قومي مشران او روشنفکران قرار لري . دا فغان اولس په تاريخ کي تل همداسي وه خو دنهائي فيصلي حق افغان اولس تل له ځانه سره ساتلي او داخلي او خارجي معاملګر او يرغلګر ئي د خپل ملي وحدت په مټ دتاريخي ماتي سره مخامخ کړي دي . نن هم دقيقا ً همغه شيبه رارسيدلي چي افغان اولس د خپلي هميشنۍ تاريخي ارادي زلزلي او انقلاب جوړ او داخري ځواک په استعمال سره بشريت ته د امپرياليستي ا ُتيليتاريزم د توري دوري څخه دابد دپاره نجات ورکړي . افغانان هيڅکله د ملي وحدت د مشکل سره ندي مخامخ شوي او نه داخلي اوخارجي دښمنان د ټولو دسيسو سره سره پدي قادر شوي چي د افغان ملي حصار شيرازه ړنګه کړي ، نو ځکه خو په هره لوبه کي بري هميشه د دوئ په نصيب وو او په نننۍ لوبه کي ئي هم بري حتمي دي . پريږدئ چي افغان وطنپرست اولس تل ددغه افتخاراتو واګي پخپل لاس کي ولري او د ټولو دښمنانو د سترګو اغزي پاتي وي . په افغاني ټولنه کي دځيڼي ګنده تخمونو رازر غونيدل له هغه وخته څخه شروع شول ، کله چي انګليسي شرق الهند تجارتي شرکت په ۱۶۰۰ م کال کي ځان د هند لوئي وچي ته ورسوه او ورو ورو د هغه ځاي په ټولواک نظامي ــ ملکي حاکميت بدل او همداسي روسي تزاري دولت دخپل حاکميت لمن د افغانستان تر شمالي پولو پوري و غوړوله . ددي دواړو امپراطوريو په خاوره په څلر ويشتو ساعتو کي لمر نه پريووت .افغان اولس ددغه لويو آبر قدرتونو تر منځ واقع او تر اوسه پور ي د هغوئ د جفا سره مخامخ اولکه دغوښت د داني په څير دل کيږي . انګليسي او تزاري امپرياليزم په خپل دوجانبه متضاده تباني او تباين سره هڅي درلودي افغان مقدسه خاوره يا په يوجانبه ډول د خيټي لاندي او يائي په تقسيم باندي سلا مشوره شي ،په همدغه فرصت کي همدغه کسان چي په خپل اولس کي دسيال ژوند جوګه نه وو، دافغاني ټولني د نيمګړتياوو په پرهرونو کي ئي هرزه او پارازيت دلدلزار جوړ او د نننيو بي شميره بدبختيو او ناخوالو اساسي عاملين ګڼل کيږي . لکن تاريخي حقايق ګواه دي چي افغان اولس تل دخپل ملي وحدت په قوت هغه د غوښت د انه او زهر مهره پاتي شوي چي د دل کيدو او هضميدوقابليت نلري او د وطن او اولس دښمنان دتاريخ په اوږدوکي تل ناکام او مختوري پاتي شوي دي . افغان اولس حتا د هر نا انډول جنګ څخه بريالي وتلي او دانګريز او روس په څير لوئي امپراطورئ ئي ړنګي کړيدي . شک نشته چي افغانانو دغه برياليتوبونه په ډيرو مالي او ځاني تاوانونو ګاللي او خپلي ټولي مادي او معنوي شتمنئ ئي پکي له لاسه ورکړيدي ، نه مونږ د ټولو دغو بدبختيو څخه لازمه نتيجګيري کړي او نه قسم خوړلي دښمنان ارام ناست دي او دپيړيو په اوږدوکي ئي مونږ لکه دسيوري ګوټ په کوټ تعقيب کړي يو . د خپلو روزل شوواجنټانو پواسطه ئي خپل زوړسياست ( divide and Rolle ) برحال ساتلي او جبرا ً ئي پښتانه د جغرافيائي تقسيم دلاري په قومي ويش محکوم او دافغانستان شمال شرقي ، شرقي او جنوب شرقي بهتريني ستراتيژيکي سيمي ئي د خپلي هندي مستعمري پوري وتړلي چي خپل يواځيني قوي دښمن ضعيفه کړ ي . په تعقيب ئي روسي تزاري امپرياليزم هم په ۱۸۸۴م کال کي په غلچکي ډول د پنجده په منطقه کي په يوه دو ه سوه کسيزه نظامي قطعه حمله وکړه او يواځي هغه وخت ئي دغه منطقه اشغال کړي شوه چي افغان قهرمانو ساتونکو د خپلي خاوري د ځمکنۍ بشپړتيا په خاطر تر اخرين تن پوري ځانونه قهرمانانه فدا کړل . هغوئ پدي عمل نه يواځي قومي وحدت مات بلکه افغانستان ئي دهري خوا د ډيرو لوړو صعب العبور غرونو د سلسلي پواسطه په وچه کي محاصره او د افغانانو او پښتني قبايلو د مستقيمو برق آسا حملو څخه ئی ځانونه وژغورل . انګريزانوهمداسي په ډير سپين سترګتوب او خاينانه شکل سره د ګندومک په معاهده کي د خپلومعلوم الحاله ګوډاګيانو ناروا حقوق او امن د آمير محمد يعقوب په وا سطه تضمين او په افغانستان کي دننه ئي دملي خاينانو ازادانه فعاليت ته قانوني او حقوقي مشروعيت ورکړ . دغه ډول خاينانه دود او دستور بي شرمانه د افغان ملت د ملي وحدت د سپيڅلي ټغر په بوده او تنسته کي وآڅڼل شواو تر ننه پوري دځيني ناولو او خاينو څيرو په وجود کي د ملي وحدت په سپين څادر را څرګنديږي او دملي او قومي وحدت په تړلي او محکم ځنځير کي زنګ وهلي کړۍ جوړوي . پدي ډول د نړۍ پدي لويه ستراتيژيکه سيمه کي د انګريزي او تزاري استعمار دڅوپيړيو د « لوئي لوبي » په موده کي ددغه خاينانه ستراتيژۍ بنياد کښيښودل شو . هغوئ به په ښکاره خپل ګوډاګيان روزل او پالل او ملي وطنپرسته شخصيتونه به ئي له منځه وړل او يا لا اقل فرار ته مجبورول او ورځ په ورځ د اجنبي پرستانو لښکري په زياتيدو او وطنپرستانو د اختناق او جبر لاند ي شپي سبا کولي . ارزشونه په افغانستان کي بي ارزشه او حق نا حق او نا حق حق وو . ځکه د بيګانه او بيګانه پرستانو په حکومت کي وطنپرستي پخپله ستره ګناه ګڼل کيږي او په خاينانه لوبوکي وطنپرستانو ته سيالي کول مشکل او ناشوني کار وي ! خو ددي ټولو خبرو سره سره ، لکه چي دمخه وويل شول ، د اخري تصميم دعملي کولو حق افغان اولس هميشه د خپل ځان سره ساتلي او افغان اولس پدي سيمه کي هميشه ورد زبان ، هميشه مطرح بحث ، هميشه تري ددښمن سترګه سوي او حتا داستعمار په وخت کي ئي هم خپل حريت او خپلواکي ساتلي ده . يواځي د افغان اولس دقهرمانانه مبارزو په نتيجه کي انګريزان د متواترو ماتو سره مخامخ او په لره پښتونخوا کي هم کله چي په ۱۹۲۱م کال کي د باچا خان په مشرۍ دپښتنو انجمن جوړ او په ۱۹۲۹م کال کي همدغه انجمن د خدائي خدمتګارو په سياسي حزب بدل او همداسي ډير نور ملي مشران او مبارزين د مبارزي ډګرته راووتل ، جنبش منظمه سياسي بڼه پيداکړه او کله چي د خدائي خدمتګارو غورځنګ د کنګرس سره اتحاد وکړ اود پښتنو په وجهه د هند د لوئي وچي په ګوټ ګوټ کي په انګريزانوورځ په ورځ فشار په زياتيدو شو، انګريزان ئي دهند څخه وتلو ته مجبور کړل . خو کله چي په ۱۹۴۷م کال کي انګريزان دهند دلوئي وچي څخه وتل يواځيني قومونه چي د خپلو حقه حقوقو څخه محروم اود دسيسو اصلي ضربه هغوئ ته متوجه وه پښتانه او بلوځ قومونه وو. باچا خان په خپل کتاب «زما ژوند او جدو جهد » کي ليکي چي کانګرس ورسره بي وفا ئي وکړه، خو زه دا وايم چي نه يواځي کانګرس بلکه ،مسلم ليګ او انګريزانو هم د خدائي خدمتګارو د حزب سره بيوفائی او دوکه لا څه چي هغوئ ئي خپل يواځيني دښمنان ګڼل ،خوله بده مرغه خدائي خدمتګاران خپل دريز ته تر اخره وفادار پاتي وؤ . حال داچي سياست تحجر نه مني او بايد دالستيکيت قابليت ولري ! باچا خان ليکي چي کانګرس هم دعدم تشدد لار غوره کړي وه او خدائي خدمتګارانو هم ، خو عدم تشدد دکانګرس سياست او دخدائي خدمتګارانو عقيده وه . سياست او عقيده له بنياده کاملا ً دوه متفاوتي پديدي دي . سياست دنيائي پديده ده او پايلي ئي هم بايد پدي دنيا تر لاسه شي . دعقيدي پاداش خداي ج په اخرت کي وعده ور کړيده . د عقيدي لپاره يواځي يقين او منل کافي او ايمان پري لرل پکار دي . خو په سیاست باندي پرته له عقيدي د علم په حيث ثبوت او پوهه هم پکار ده .عقيده دخالق او مخلوق تر منځ رابطه اود انسان په ضمير او وجدان پوري اړه لري .په عقيده کي شروط وجود نلري . دمثال په ډول بنده دخپل خالق په وړاندي دمال ، مقام يا بل شرط نشي راوړلي چي په غير صورت کي ئي احکام ونه مني، عقيده بلا قيدو شرطه باور دي .پس خدائي خدمتګار حزب چي د عدم تشدد سياست ئي دعقيدي له مخي منلي وو په چا باندي شروط نشو منلي ځکه هغوئ د خپل خداي سره د خپلي نيکي عقيدي له مخي تعهد کړي وو . لکن کانګرس چي د سیاست له مخي د عدم تشدد لاره نيولي وه ،او سیاست د افرادو ، اقشارو ، طبقاتو او مملکتونو تر منځ مناسباتو او راکړي ورکړي ته ويل کيږي ، د انګريزانو او مسلم ليګ سره په تباني کي دپښتنو ،بلوڅو او حتا دکشميريانو پر ضد دسيسه کي سره سلا مشوره شول . هغوئ سياسي تشخص درلود ،سياسي ارمان او هدف ئي تعقيبوه او ترلاسه ئی کړ . افغانان چي د خپلي خوشباورۍ له مخي د مشخص هدف او ارمان څخه بي برخي وو،همغسي بي برخي پاتي شول . زه دا منم چي « عدم تشدد» خورا انساني او بشر دوستانه سياست دي ،پدي شرط چي جانب مقابل هم عدم تشدد ته اړ ايستل شي .په غير صورت کي دعلامه سيد جمال الدين افغان قول محقق دي چي ويلي ئي دي « زه دظالم او مظلوم دواړو سره عداوت لرم . د ظالم سره پدي خاطر چي په مظلوم ظلم کوي او دمظلوم سره پدي خاطر چي دظالم ظلم پر ځان مني » شايد ځيني کسان ووائي چي افغانانو خپل مشخص هدف او رسالت په سيمه کي د امپرياليستي آبر قدرتونو د جبر او مجبوري شرايطو په سبب نشو تعقيبولي . هغه سياستمدار او سپاه سالار چي ددښمن په مقابل کي د با المقابل تاکتيک او ستراتيژۍ جوګه نه وي ،بايد د سياست او مبارزي ډګر ته ونه ووځي چي يواځي د بايلونکي رول ولوبوي . بلکه هغوئ بايد دلوبي ګټونکي او ساتونکي اوسي . سيالي ټولني پخپله خپل سياستمداران او قوماندانان روزي ،افغاني ټولني هم بايدد مقدمي جبهي لپاره سيال رهبران اوقوماندانان روزلي ،پاللي او وړاندي کړي وي . شک نشته چي افغانان څه پخوا او څه نن د نړيوال امپرياليزم د جبر جفاء او غير عادلانه جنګونو سره مخامخ وو او دي او تل ئي خپله مبارزه د اخري ممکناتو او نا ممکنا تو په پوله پر مخ وړي او خپل بري ئي داور له لمبو او دزمر ي له کومي څخه تر لاسه کړيدي . اصيلو افغانو خپل د مبارزي داغ سنګر لا همغسي داغ ساتلي او نن که هم دښمنان او دهغوئ ګوډاګيان د پخوانۍ زړي ستراتيژۍ له مخي يوځل بيا غواړي د وطن او خلکو سرنوشت مجهول انجام ته و سپاري او دافغانانو مجبوري وضعيتونه د هغوئ د حقه حقوقو د تحريمولوپه خاطر دليل جوړ کړي ، دا ارمان به د خپلو نيکونو په څير ګورته له ځانه سره يوسي . د دومره اوږدي اومفصلي مقدمي څخه زما هدف داوو چي افغانان که لردي اوکه بر دملي او قومي وحدت مسايل د مشخصو تاريخي حقايقو او واقعيتونو له مخي يو له بل څخه په دقيق ډول تفکيک او درک کړي ، او هغه داچي : ــــ لکه څرنګه چي پورته ورته اشاره وشوه ، افغانانو د تاريخ په اوږدو کي خپل ملي تړون او ملي وحدت ساتلي او دملي ويش سره په هيڅ صورت او هيڅ قيمت نه پخلا کيدونکي دي . که داسي نه وي ، نن به واحد افغان اولس وجود نه درلودي . کوچنۍ ستونځي ديوه کوچني فاميل د غړو تر منځ هم پيښيږي چي اکثراً قابل دحل وي ، او که چيري د حل لار ونلري ، فاميل ړنګيږي . که څوک د افغان اولس وحدت ړنګول غوا ړي نو د علامه اقبال قول محقق او مصدق دي چي اسيا او نړۍ به هم ارامه پاتي نشي او ټول تاريخي حقايق ددي خبري ګواه او شاهد دي . که جهانيان پدي باور نلري او يا غواړي حقايق تحريف او بل ډول وښا ئي ، افغانان خو با يدچي پري معتقد اوسي ځکه چي بود ونبود ئی په همدي مسًلي پوري تړلي دي ! ــــ دقومي ا و ملي و حدت د ړنګو لو او قومي او ملي شخړو د را منځته کولو په خاطر نړيوال امپرياليزم دتاريخ په اوږدو کي د هر ډول دسايسو څخه کټه پورته کړي او اولسونه ئي په جبري شکل امنيتي ،اقتصادي ،فزيکي او نورو هر ډول مهاجرتونو ته اړ ئيستي دي او يا ئي نيغ په نيغه په جغرافيائي ويش محکوم کړيدي . دا ډول مثالونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کي کم ندي او د عمده مثالونو څخه ئي دپښتون قوم جغرافيائي ويش دي . نړيوال امپرياليزم دا ډول تجربي هم کړيدي چي يو قوم چي د خپل استکبار او غرور له مخي د سيمي او حتا نړيوالو قومونو د عکس العمل سره مخامخ او په ټوله نړۍ کي تيت شوي وو ، په مصنوعي او ميخانيکي ډول راټول او دسيمئيزو قومونو په مقابل کي ئي د شر او فساد په مرجع او منبع بدل او يا ددي کار دپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کي ئي نوي ملکونه او دولتونه ايجاد کړي ، چي عمده مثالونه ئي پاکستان او اسرائيل دي . دا موضوعات ډير وسيع بحث پوري اړه لري ، چي زما د بحث هدف ندي او ممکنه نده ديوي مقالي په امکاناتو کي وڅيړل شي ،خودا حتما ً ويل غواړم چي تا ريخي پراګماتيزم تر اوسه دجغرافيائي قومي ويش او په مصنوعي او ميخانيکي ډول خلاف د زماني او مکاني تاريخي فاکتورونو او خلاف دزيربنائي واقعيتونو کوم « مُثُل » او مثال په رسميت ندي پيژندلي ، نه په پنځو ورځوکي ددغه ډول جوړښتونو بنسټونه استحکام پيداکوي ، نه پايښت لري او نه په نننۍ متمدنه نړۍ کي دغه کار شوني ګڼل کيږي . انسانان او اولسونه څه دزړو فلزاتو ټوټي ندي چي په هره دشته کي ئي څوک راټولي او دکباړ په نرخ ئي خرڅي او يائي په موټرو کي بار اود شرق ،غرب ،شمال او جنوب په لور دنامعلوم سرنوشت سره مخامخ کړي . ټولنه ژوندۍ باشعوره کتله ده چي د خپل ښه او بد ،مثبت او منفي سرنوشت په باره کي قضاوت کولي شي . دافغان اولس د قهرمانانه مبارزو په نتيجه کي شوروي امپراطوري ړنګه ، مرکزي اسيائي او شرقي اروپائي هيوادونه ازاد ، د برلين ديوار په ړنګيدو جرمن قوم يو موټي اودامريکي په قطعي شکست سره جنوبي او شمالي ويتنام يوځاي شو ، هانګ کانګ وروسته له سلو کلونو دوباره د چين دخاوري جز وګرځيده او دابه هم ډيره ليري نه وي چي شمالي او جنوبي کوريا ،کردستان ،افغانستا،بلوڅستان ، کشمیر ، پنجاب او نوري ټولي سيمي چي په جغرافيائي ويش محکومي شوي دوباره د خپل سرنوشت څخه برخمني او ټول مهاجرين به هم د مساعدت او علاقمندۍ په صورت کي و کولي شي خپلو سيمو ته وکوچيږي . پدي باره کي هم نړيوال او ملي اصول او قوانين موجود او دهرچا حق تثبيت دي ، چي بايد جدا ً په نظر کي ونيول شي او په غير صورت کي بايد دي کار ته اړ ايستل شي . پدي ډول د قومونو او اولسونو سر نوشت د اشخاصو او افرادو په ښه او بد نيت او ارادي پوري هيڅکله اړه نلري او نه کله اشخاص او افراد د هغوئ سرنوشت ټاکلي شي . زه نه پوهيږم څه ډول ځیني احمقان هڅي کوي د اولسونو سر نوشت د يوه يا څونسلونو په زماني بعد کي تعين او پايلو ته ئي په اميد اوسي . خو داډول سياستونه او عقايد پرته لدي چي داشخاصواو ډلو ټپلو په حماقت دلالت وکړي ، نوري اميدوارئ تري پوچي او بي معنا دي . د ۱۹۴۷ م کال څخه کله چي دهند د لوئي وچي څخه انګريزان ووتل دنورو قومونو اومليتونو سرنوشت تعين خود پښتون او بلوڅ قومونه چي ددغه سيمي خلک ئي د خپل سرنوشت خاوندان کړل ،تر اوسه بي سرنوشته پاتي اود FCR « frontier krimes regulation »يعني د سرحدي جرايمو د مقرري او يا په بل عبارت د ځنګل د قانون له مخي ورسره معامله او کړه وړه کيږي او سرنوشت ئي د پوليټيکل ايجنټ په لاس کي ورکړي شوي دي . اولسونه حق نلري د قانون له مخي د خپلو عادي حقوقو خاوندان اوسي . دا خبره پخپله ددي معنا لري ، ولو که دوئ جبرا ً نن دغه وضعه تحميل کړي ،خو په ضمير کي پدي اعتراف کوي چي دغه اولسونو دچا دغه ډول پريکړي ندي منلي او دغه غوښت نه دل کيدونکي او دغه زهر مهره نه هضميدونکي ده . روسانو هم دشمال له خوا دپراخه ستراتيژيکوسيمو دنيولو پلانونه درلوده ،خو په ۱۹۰۵ م کال کي د بورژوازي او په ۱۹۱۷ م کال کي د سوسياليستي انقلاب په بريا لي کيدو سره د هغوئ دغه پلانونه نيمګړي پاتي شول او د پنجده مسًله هم دنورو سيمو په څير لاينحله پاتي ده . اساسي پوښتنه داده ،نن چي په اصطلاح ددموکرسۍ علمبرداران ،بين المللي سوله ساتي ځواکونه او ناتو د ملګرو مليتونو په مشرۍ په سيمه کي هر اړخيز حکمي حضور لري او بيا هم د پخوانۍ زړي استعماري ستراتيژۍ اود پوليټيکل ايجنټ د ځنګل دقانون له مخي د نسل کشۍ پراخه پلانونه عملي کيږي ، د عدل او انصاف د تحقق په خاطر به له دي څخه پورته نور عيني او ذهني شرايط او منصفه هيئت « ژوري » بل کوم ،او لر او بر افغانان نور هم کوم مناسب آجل ته سترګي په لار دي ؟ په افغانستان کي معمولا ًزياتي شخړي او جنګونه دورونو ،تره برونو ،طائفو ،قومونو او داسي نورو تر منځ هميشه د ځمکي په سر پيښيږي . که چا د خپل کور د حريم څخه نيمه خښته بيرون ايښي ،که چا دچا د پولي څخه يوه لوټه ماته کړي ، پتني د کورنيو او قومونو تر منځ د پيړيوپه اوږدوکي دوام پيداکړيدي او زه وينم چي نن هم د افغانانو تر منځ په يوه لويشت ځمکه شخړي او مرګونه روان دي . لکن دا خبره هيڅکله دپوهي وړ نده چي څه ډول نن ځيني افغانان سخاوتمندانه ستري ستراتيژيکي سيمي چي دهغوئ د متوليانو د ملکونو څخه لس او سل چنده په هر لحاظ با ارزشه او په لسګونو مليونه افغانان پکي اوسيږي ،د سر او مال سره دا ډول غير مسًو لانه خلاف دهر ډول انساني دود او دستور خو لاڅه چي ،خلاف د هر ډول حيواني مناسباتو ،چي خپل استوګن چاپريال په شکل داشکالو ( د داکتر عبدالمحمد درمانګر په قول « د خپلو فضله موادو ، په ونو ، تړو او نورو موانعو پوري د خپلو ډډو د مښلو او دخپلو وزغنو او دوجود د بوي او بله هره ممکنه وسيله سره د حفاظت او حراست په منظور محدودوي » ،او په خپل چاپيريال کي ډير ضعيف ذيروح د غرور په احساس دخپل ټاټوبي څخه شجاعانه دفاع کوي او برخلاف اجنبي حيوان ولو که ډير قوي هم وي احساس د ويري او ضعف کوي ) ،نپوهيږم څه ډول زمونږ ځيني «هيوادوال » دخوشامندۍ او يا شومو سياسي تعصباتو په منظور خپل طلائي ټاټوبي چي امريکا نن په ليوني حرص سره دهغي دخپلولو په خاطر راغلي ،بي قيدو شرطه او داو طلبانه پردو ته سپاري . ايا په رښتيا هم مونږ د وطنپرستۍ ټول احاسات ، غرور ،شعور ،عقل او منطق له لاسه ورکړي او خپل او دبل حريم او خپل او دبل حق نه پيژنو ؟ ايا دا ممکنه ده چي يو افغان دي دخپلو شخصي ګټو په خاطرد بيګانوؤ د خاينانه طرحو او دستور او يا دبي ارزشه تنګنظريو له مخي د خپل هيواد او اولس پرضد دا ډول بربنډخاينانه عمل ته غاړه کښيږ دي او دپارلمان ، ټولنيزو رسنيو او اولس په وړاندي دي ددعوه جلب په شکل ددښمنانو د شومو پلانونو د عملي کيدو په خاطر مدعي او حتا هغوئ ته دي په جاسوسۍ او ديته ورته خيانتونو اقرار وکړي اوپرته له پټي او پنا دي د هغوئ ملاتړي نماينده اوسي ؟ سره ددي چي په خيانت کي ارزشونه ، پرنسيپا ً د کميت ،کيفيت او کچي له مخي نه قيمت ګذاري کيږي ، ځکه چي د وړو خيانتونو د لاري لوي خيانتونه سرته رسيدلي شي ،لکه نن چي ددغه ډول اشخاصو او افرادو د خيانتونو په ذريعه دافغان اولس لويه غميزه او ماتم جوړشويدي ، بيا هم څرنګه چي ارزشي کميتونه او کيفيتونه متقابلا ً او متمما ً نوي او نوي کميتونه ،کيفيتونه او ارزشونه جوړوي نو ځکه د هر کميت کميت او دهر کيفيت کيفيت ، کميتا ًاو کيفيتا ًبالذاتهِ هميشه د ارزش وړدي . مفاهيم او پديدي همغسي چي عام ټوليز ارزشونه لري د هغوئ ځانګړي ارزشونو ته هم بايد ځانګړي ارزش قايل شو او يواځي د همدي لاري ملي دموکراتيک ارزشونه پالل کيدي ، روزل کيدي او ملي دموکراسي تأمنيدلي شي . که يو فرد ،قوم،او ملت ځانګړي غرور او شهامت ونلري ، سيال ټوليز نظام نشي جوړولي . يواځي ښه نيشنا ليست ښه انترنشنا ليست جوړيدي اودموکراسي تأمينيدي شي . هغه کس ، قوم او ملت چي د ځان د ساتلو او بقاء لپاره پردي طاقت او امسا لټوي او غواړي دهغي پواسطه ځان پايدار وساتي ،هيڅکله د ملي باهمي ژوند جوګه نه ګڼل کيږي اودملي محاط محيط په ځنځير کي زنګ وهلي کړۍ جوړوي . همغسي چي په ټوليز ډول دافغانانو ملي وحدت او رسالت د ارزش وړ دي ، همغسي په ځانګړي ډول د هر لوي او واړه قوم قومي وحدت او ارزشو نه يوشان د ارزش وړ او يواځي پدي صورت کي افغاني ا ُسپنيز ملي وحدت منځته راتلاي شي . پدي شرط چي ټول لوي او واړه قومونه منل شوو ملي او بين المللي قوانينو ،اصولو او نورماتيفونو ته غاړه کښيږدي او متناسبا ً خپل او دبل حقوق په رسميت وپيژني .يواځي پدي صورت کي به ټوليز تصاميم او پريکړي د ملي وجيبي او وثيقي حيثيت پيداکړي اود ځانګړو افرادو ،ډلوټپلو او اقوامو دمداخلي ، تعرض او ناوړه استفادي څخه مصًون پاتي وي . له هغه وخت څخه چي د پښتنو قومي وحدت مات شوي دسيمي او منطقي امنيتي قضايا وو اود افغانستان اقتصادي ،اجتماعي ،نظامي او بين المللي مسايلو هميشه د همدغه قضي څخه رنګ اخيستي او په حقيقت کي په همدغه محور څرخيدلي او له همدغه محراق څخه ئي دنړۍ په هر لور انعکاس پيداکړي او ټوله نړيواله سياسي فضاء ئی متأثره او مکدره کړي او دشرق او غرب په سیاسي انقطاب کي درولي ده . خو کله چي پخپله افغانانو دغه انقطاب ړنګ او سياست يو قطبي شو بيا هم نړيوال اوسني سياست دپښتنو دقومي وحدت دړنګيدو څخه متأثر او ټول قضايا په حقيقت کي يواځي په همدغه محور څرخيږي . اوباماپرون « ۲۰د جنوري ۲۰۰۹ » خپل سياسي قسم په همدغه مسًله ياد کړ او د جنوري له شلم څخه وروسته به هم جهاني سياست په عمده ډول د افغانستان په مدار څرخي . پښتون قوم پدي منطقه کي لوي او دډيرو نورو قومونو په څيرغيرتي اود ځانګړي وياړلي تاريخ لرونکي قوم اود ټولو افغاني ورونو قومونو سره د ا ُرګانيک ملي وحدت په جوړولو سره په تاريخ کي شکست ناپذيره ګرځيدلي دي . افغاني وياړني او غميزي هميشه شريکي او هيڅ قوم ځان دپاره دنورو په نسبت هيڅکله هيڅ ډول امتياز ندي قايل شوي . همدغه اصل په تاريخ کي دافغان اولس د هميشني بري ضامن وؤ . ملي ارزشونه او ملي ځانګړني په ملي جوړښت کي د افرادو د حقوقو دتساوي او دقومي واحدونو کمي او کيفي تناسب اصولو ته د وفادارۍ له مخي ارزيابي او قيمت ګذاري کيږي او يواځي د همدغه اصولو له مخي ديوه ملت دملي وحدت د کيفيت په باره قضاوت کيدلي شي ! ! ! که په پورتني بحث کي مونږ د افغانستان په جيو پوليتيک ستراتيژيک موقعيت او پخپله دافغان اولس په تاريخي مبارزاتي موقف متيقن شوي اوسو چي په تاريخي لحاظ د نړيوال جنګي تياتر د محراق په توګه پاتي شوي او د۵۵۰۰ څخه زيات محلي ،منطقوي او نړيوالو جنګونو چي تاريخ ثبت کړي ،اساسي ثقلت او بار ئي افغانانو په اوږو وړي او سره ددي چي پخپله د سون دموادو په توګه استعمال شوي ، نه يواځي پکي نابود او مزمحل شوي ندي بلکه د افغانانو رول برملا او قاطع او تل د هري امپراطورۍ لمن د افغانستان له خاوري او افغانانو په واسطه ټوله شويده . افغانانو که خپل ژوند او ټولي مادي او معنوي زيرمي له لاسه ورکړي او جنګي ماشين تل ددوئ په وينو او غوښو فعال پاتي شوي نن هم د ملي متحد اولس په حيث په ټولو نړيوالو پيښوکي دافغان متحداولس شتون دمقايسي او محاسبي وړ او لکه څرنګه چي پخوا وؤ ،نن هم د خپل جغرافيائي او اجتماعي ستراتيژيک وضعيت او موقف لرونکي دي . مونږ دپورتني بحث په نتيجه کي يوه کثيرالجوانب او کثيرالوجهي د پريکړو محراق ته رارسيدلي يو . هره فيصله چي هر چاته ښه ښکاري ،تصميم دي ونيسي او ودي کړي ، زمونږ خپله فيصله په لاندي ډول ده : ــــ افغانان په خپله خاوره کي پردي واک نه مني ، نو ملي او قومي ويش هم د هغوئ دپاره د منلو وړ ندي ؛ ــــ که نړيوال ،په سيمه ،منطقه او نړۍ کي د سولي پلوي اوسي لازم دي چي د هرڅه دمخه په افغانستان کي سوله تأمين کړي ؛ ــــ په اوسنيو شرايطو کي افغانانو ته په افغانستان کي دسولي دتأمين لپاره يواځي يوه لاره موجوده ده چي د ملي تړون څخه وروسته دخارجيانو څخه دوتلو غوښتنه وکړي اوکه نه ووځي ملي قيام وکړي ځکه چي خارجيان په افغانستان کي سوله نه غواړي ، که ئي غوښتلي وختي به لا تأمين وي ؛ ــــ هغه افغانان چي دهيواد دننه او دباندي دخارجيانو سره په کارونو بخت دي ،هدف ئي يواځي شخصي ګټي اود خارجيانو دناروا اعمالو څخه ملاتړدي ؛ ــــ پخپله ځيني افغان دخارجيانو سره يوځاي د افغانستان په جنګي تياتر کي نړيوال سراسري نظامي انقطاب ته لمن وهي او نړۍ غير مسًولانه ددريم نړيوال ذروي جنګ يعني د قطعي نابودۍخواته کشوي او په پايلو ئي سترګي پټوي ؛ ــــ په افغانانو هر ډول ناوړه مجبوري ګذرا حالتونه راتلاي شي ،خو په نهايت کي بري تل دافغانانو په نصيب وو ،لکن ځيني بي احساسه بيګانه پرست افغانان د افغان ملت ددغه مجبوري حالتونو په دليل دپښتنو دقومي وحدت په مسًله د بطلان کرښه کاږي ، حال داچي دغه قرباني دافغان ملي وحدت د ساتني په بيه شويده ؛ ــــ پخوا که افغانانو دمجبوريت له مخي د خپلو حقوقو داعادي غوښتنه نه شوه کولي ، نن چي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو په مشرۍ د څلويښتو څخه زياتو هيوادونو نماينده ګان حکمي حضور لري ،ولي په قانوني شکل د خپلو حقوقو داعادي ادعا نه ک ــــ کومه وضعه چي نړيوالو په افغانستان کي رامنځته کړي او دوام لري ،او دهغي له مخي بي ګناه افغانان وژل کيږي اوملي شتمنئ لوټيږي ، د اصيلو افغانانو دپاره د منلو وړنده اونه دملي افغاني او بين المللي منل شوو قوانينو سره سمون لري ،هيڅوک حق نلري دغه ډول ناوړه وضعه په افغانانو وتپي ،په افغانستان کي کله هم د نظاميانو زياتوالي پرابلم ندي حل کړي ،که بارک اوباما په رښتيا د « بدلون » د سياست پلوي وي بايد دبشريت دپاره دغه دشرمه ډکي وضعي ته دپاي ټکي کښيږدي او دبهبود په لور ورته بنيادي تغير ورکړي . ځيني وختونه چي اشخاص او افراد د خپلو ناوړه عقايدو او افکارو بار پخپله نشي پورته کولي ،ځانونه په نارو الکه پارازيت پخپل قوم څټه کوي او خپل قوم په خپلو مرداريو کي له ځانه سره شريکوي او ځيني وختونه قومونه هم لاشعوري او بي مورده دځيني افرادو مسًو ليتونه په غاړه اخلي . په دواړو حالاتو کي دا ډول اعمال معقول نه بريښي . کله چي جنرال عبد الرشيد دوستم دخپل مربي او رهبر داکتر نجيب الله د سرکوب څخه وروسته د شاه شهيد او جادهً ميوند د پاچا هي په تخت کښيناست او په لومړيو شيبو کي ئي دري پښتني تور سري په ميوند جاده کي بي پته ځغلولي ،وئي ويل « کجا است پشتونها که از پيش ما خلاص شان کنند » ؛ همداسي کله چي دوستم د شمالي ټلوالي سره په اتحاد کي لا دقدرت څښتن شو ، ما پخپله د راديو څخه واوريدل « دوران پشتونها ګذشت ،حالا قدرت دردست ما ميباشد » او کله چي البته کوم متولي به خپلي اشتباه ته متوجه کړي وو ، په سبا ئي د همغي راديو څخه وويل چي « مصًونيت اقليتها در تحت حاکميت اکثريت تا ً مين شده ميتواند » او همدا مسًله ددموکراسۍ منل شوي بين امللي اصل هم ګڼل کيږي . يا کله چي روسانو افغانستان اشغال کړ او دکارمل ډله په قدرت کي وه ډاکتري اناهيتا راتبزادپه تاجکستان کي د خپل سفر په وخت کي ويلي وؤ « برادران تاجک ! کمک کنيد به کشوريکه حالا توسط تاجکها حکومت ميشود واختيار آن از پشتونها ګرفته شده است » . دا ډول بي مسًوليته اظهارات ځيني کسانو چي د روسانو په موجوديت کي په قدرت کي وو او يا اوس چي په اصطلاح د بين امللي سوله ساتي ځواکونو په حضور کي دواک په ګدۍ ناست دي هميشه کوي او هيڅکله د اولس او وطن سود او زيان په نظر کي نه نيسي او نه خپلو تاريخي مسًوليتونو ته متوجه کيږي . ځيني ډلي ټپلي هم په ناروا او غير مسًولانه داشخاصو او افرادو په ملاتړ کي راپاڅيږي او هيڅکله ئي بدو پايلو ته نه متوجه کيږي . تر څو چي په افغا نستان کي اکثريت او اقليت دملي وحدت په ځنځير کي خپل موقف ، موضع ، رسالت او مسًو ليت ، خپل حق او دبل حق تشخيص او ونه مني او غاړه ورته کښینږدي، ملي ، قومي او فردي مسايل به هم هيڅکله د حل لار ونه مومي . افغانستان يواځيني هيواد ندي چي هلته قومي اکثريت او اقليتونه وجود لري ، په نورو هيوادونو کي دغه تعداد له سلګونو څخه هم اوړي . معتبره خبره داده چي «که غر لوي دي په سر ئي لار شته » نو د ملي ، قومي او فردي ټولنيزو مسايلو او قضاياوو دسولئيزاو دموکراتيک حل لپاره هم ملي او بين المللي منل شوي قوانين ،اصول اوبشري موضوعه نورماتيفونه موجود دي ،پدي شرط چي اکثريت ،اقليت او فرد يو تر بله سر ه واقعبينانه او شرافتمندانه دغه قوانينو او اصولو ته غاړه کښيږدي . په غير صورت کي به ،په ملک کي شخړه او دپرديو ملکونو لاسوهنې دوام ولري . - بېرته شاته