(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا – که صوبه سرحد

30/01/2009 ډیوه:د پاکستان صوبه سرحد نوم که څه هم تر اوسه په رسمي توگه پښتونخوا اعلان شوی نه دی. خو د صوبایي حکومت لخوا ځیني جاري کړلو شوو بیانیو کې د صوبې نوم پښتونخوا اخستل کېږي. نه یواځې دا بلکې په اسمبلۍ کې دننه ځیني غړي او د صوبې وزیراعلی امیر حېدرخان هوتي هم په وینا کې د صوبې نوم پښتونخوا اخلي. داسې رپوټونه دي چې جمهوررئیس زرداري هم په شخصي توگه د سرحد نوم په پښتونخوا کې د بدلولو پلوي دی. نوموړي خپل دغه خواهش پارلمان ته په لومړۍ وینا کې ښکاره کړی وؤ. او د ملگرو ملتونو اسمبلۍ ته دوینا په وخت یې هم د پښتونخوا نوم کارولی وو. ښاغلي زرداري لومړی جمهوررئیس دی چې سرحد صوبې ته یې په ډاگه د پښتونخوا نوم کارولی دی. په سرحد صوبه کې گڼ شمېر خلک د صوبې په اوسني نوم خوشحاله نه دي. دوي وایي دغه نوم د پاکستان د نورو ځوبو په شان د اوسیدونکو پېژندگلو نه کوي. خو د پاکستان پوځي او ملکي بیوروکریسۍ او د پنجاب سیاستمدارنو د صوبې د نوم د بدلولو تل مخالفت کړی دی. د سرحد صوبې د مذهبي گوندونو مشران او د ایې این پي نه علاوه نور سیاسي گوندونه هم د صوبې د نوم د بدلولو په موضوع متفق نه دي. او اکثره د سرحد په سیاست کې د پنجابي فکر استازیتوب کوي. - بېرته شاته