(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوينې سرطان ناروغۍ پیژندنه ،درملنه اومخنیوی

( طبي لکچرنوټ : پینځمه برخه ) لیکوالان : پوهنوال ډاکټرنظرمحمد ،سلطانزی ځدراڼ دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمدسلطانزی ځدران دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرو سرچینه Hematopoietic stem cells Source : دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرې HSCs دسترسړي د پلنوهډوکوپه مغزکې لکه د پښتۍ ribs هډوکي ،دملاتیر Spine ، حوصله Pelvis ، دسرکوپړۍ Skull اودسټرنوم sternum په هډوکوکې شتون لري .
په ۱–شکل کې دوینې هغه حجرې ښوول شوې دې چې دهډوکي په مغزکې پیداکیږي . دبیلګې په توګه میلوسایتMyelocyte ، وازده Fat ،میلوپلاکسMyeloplaxe ، سره کرویات Erythrocyte ،نورموبلاست Normoblast،اییزینوفیل Eosinophil cell، سړی کولای شي چې بنسټیز حجرې دحوصله Pelvis هډوکي څخه دیوې ځانګړې ستنې په مرسته ترلاسه کړي . همدارنګه دکلینیکي اوساینسي څیړنوپه موخه کیدای شی چې HSCs بنسټیزحجرې دنامه په غوټی پورې اړوندبرخې اویا دبلاربښت هډیانې پلاسنتا Placenta څخه راویستل شي . په بدن کې بهیدونکې وینه هم کیدای شي چې د بنسټیزحجرودسرچینې په توګه وکارول شي . دنوموړې موخې لپاره اړین ده چې مخکې له دې د یوډول پروتین Cytokines په مرسته وپارول شي . په دغه ډول چلنلاره کې د (granulocyte colony-stimulating factors), فکټورپه کارولوسره دهډوکوپه مغزکې دوینې پرتې حجرې هڅول کیږی چې دمغزڅخه ووځی اودبدن د وینې جریان ته ورننوځي . دتجربوپه موخه دمورپه رحم کې دودې په حال کې دجنین ینه Fetus liver او طحالSpleen دوینې ا ړین سرچینې تشکیلوي . انتي باډي Antibodies : انتي باډي یوپروتین دی چې دبدن معافیتي سیستم له خوا دانتیجین دشته والي په وړاندې دځواب په توګه تولیدکیږي . په ۲–شکل کې دیوه اریتروسایت (سره کرویات) په سطحه باندې ګڼ شمیر انتيجن شتون لري اوپه وړاندې یې انتي باډي تولیدشوي دي . په پایله کې انتي باډي دانتیجن سره یوګډکیمیاوي تعامل منځ ته راولي Antigen-antibody reaction . Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.
-۲شکل : دانتيجن اوانتي باډی ترمنځ یوګډکیمیاوي تعامل منځ ته راغلی دی . . انتي باډي دایمونوګلوبولین immunoglobulins په نامه هم یادیږي او لنډیز یې په Ig سره کیږي . انتي باډی دګاماګلوبولین پروتینود ډلې څخه شمیرل کیږي اودشمزی لرونکوژووپه وینه اودبدن په مایعاتوکې پیداکیږي . انتی باډي دبدن ایمون سیستم څخه دپردیوشیانو اواورګانیزمو لکه باکټریاوو bacteria اووایروسونو viruses دخنثی کولواو پيژندلوپه موخه کارول کیږي . انتي باډي یوبنسټیزجوړښت لري چې ددوواوږدودرندو ځنځیرونو heavy chains اودوولنډوسپکوځنځیرونو light chains څخه جوړدي . په ۳–شکل کې انتي باډي دکارکولواوجوړښت بڼه ښوول شوې ده . دایمونوګلوبولینوIg درندوځنځیرونوڅخه پینځه ډوله پيژندل شوي دي اوپه یونانې ټکولکه ګاما،دیلتا،الفا،میو اوایپسیلون ښوول کیږي (γ, δ, α, μ and ε ). * دایمونوګلوبولین دسپکو ځنځیرونوڅخه دوه ډولونه شتون لري چې دکاپا ( kappa (κ) اولمبدا ( lambda (λ) په نامه سره یادیږي . انتي باډي دسپینوکرویاتویوډول ځانګړوحجروڅخه تولیدکیږي چې د B cells په نامه سره یادیږي . وروستۍ حجرې لمفوسایتونه دي چې دانتیجینوپه وړاندې انتي باډي جوړوي * انتیجین داسې موادوته ویل کیږي چې دیوه اورګانیزم څخه لکه دخپل ځان مواداویا دپرديو موادوپه ډول پيژندل کیږي اوپه وړاندې يې دایمون ځانګړی ځواب ( لکه دانتي باډي اویا ځانګړوټي لمفوسایت T-Lymphocyte)) اویادایمون زغم منل (لکه دخپل ځان انتيجین) دانتي باډي تولیدراپاروي . دبیلګې په توګه لکه ویروسونه،باکټریااونورمایکرواورګانیزم . هریوانتي باډي دمخصوصوجینو Antibody genes په مرسته داسې تولیدکیږي چې دانتيجین ټاکلې برخې سره خوله په خوله تړون وکړای شي ، په بله مانا لکه یوه کیلي چې دیوه قلف په منځ کې ورننوځي . په ۵-شکل کې دانتي باډي اوانتیجن ترمنځ دغبرګون کړنلاره ښوول شوې ده کله چې دبدن ایمون سیستم دیوه اورګانیزم سره په تماس کې راشي . په دې ترځ کې دانتي جین په وړاندې دټي لموسایتونو اوپلازما حجروڅخه ایمونوګلوبولین تولیدکیږي اودبدن مایعاتوته وربهیږي . په پایله کې دانتیجن –انتی باډي دغبرګون یوځانګړی غبرکون منځ ته راځي . څرنګه چې انتي باډي د وینې په جریان کې ازادګرځي نوویل کیږي چې هغوی دبدن په هومورل معافیتي سیستم humoral immune system پورې اړه لري . داځکه چې دغه ډول انتي باډی دبدن مایع ته داسې توکسیک موادافرازکوی چې پتوګین مایکرواورګانیزم خنثی کوي، ویلې کوی اودپرڼ کولوله لارې یې بیخي دمنځه وړي .
۳-شکل : په وینه کې دهراړخیزوحجروبڼه ښوول شوې ده . په کیڼ شکل کې دانتيجن –انتي باډی کیمیاوي تعامل antigen-antibody reaction ښوول شوی دی. انتي باډي دځینوناروغیولکه الرژي (حساسیت) او autoimmune diseases په اړوند ډیراړین رول لوبوي . په وروستی ناروغۍ کې دبدن معافیتي سیستم د خپل ځان انتیجین موادواونسجونوپه وړاندې غبرګون ښيي. په پایله کې دبدن معافیتي سیستم اوتوانتی باډيautoantibody اوټي لمفوسایت جوړوی . نوموړي دخپل ځان غړوځانګړوانتیجینو،دخپل بدن نسجونواړوند اوتوانتیجینو اودخپل ځان په حجرويرغل کوي . داسې اټکل کیږي چې نوموړې یوه ارثي ناروغۍ ده اود HLA-System سیستم نیمګړتیا سره تړاولري . HLA دپیوند کولو یوځانګړی انتیجین دی چې دبدن هرې یوې حجرې په سطحه پیداکیږي . دانتیجین نوموړی مالیکول دټي لمفوسایت څخه پيژندل کیږي اوله دې کبله دنسجونود پيوندکولوپه کړنلاره کې دغبرګون ښکاره کولویانې ردکولو اویا زغملو په هکله بنسټیزرول لوبوي . دمعافیتي سیستم دډیرحساسیت دکمښت په موخه د ځینودرملنوimmunosuppressives لکه Cyclophosphamid, Azathioprin ، Glucocorticoide ، 1-Anti-CD3 (OKT3), Anti-TCR ، Corticosteroids څخه ګټه پورته کیږي . سره کرویات Erythrocytes: سره کرویات په وینه کې دنوروحجروپه پرتله ډیره برخه تشکیلوي اوسوررنګ لري . دسروکرویاتوپه منځ کې یونامتومالیکول شتون لري چې د هېموګلوبین په نامه سره یادیږی . دهېموګلوبین پروتین دسروکرویاتو په سل کې پینځه دیرش ۳۵ ٪ برخه جوړوي او دهیم په ګروپ باندې یې دوه قیمته اوسپنه Fe ++دیوه کمپلکس مرکب په بڼه تړلې ده . همدااوسپنه ده چې سروکرویاتوته یې سوررنګ بښلی دی . دسروکرویاتودنده داکسیجن اوکاربن دای اکسایدانتقال دی . سره کرویات دسږوڅخه اکسیجن رانیسي او دبدن هرغړي اونسج ته یې لیږدوي . همدارنګه سره کرویات د هېموګلوبین په مرسته دنسجونوڅخه کاربون دای اکساید رانیسی اوسږوته یې لیږدوي . سره کرویات ترمایکروسکوپ لاندې لږڅه ټول په یوه اندازه غټ ، ګردپلن ښکاري اوپه منځ کې دیوه ډیسک په توګه ورننوتلې بڼه لري ( biconcave disks) . دیوه پتولوژيکي سره کروي بڼه اوقطرکیدای شي چې دنارمل قیمت نه ډیربدلون وښيي . په ۴–شکل کې دپتولوژیکي سروکرویاتوبڼه هم ښوول شوې ده . دژوندموده یې لږڅه یوسلوشل ورځې۱۲۰ ده اوبیاوروسته دوینې ټاکلوحجرو یانې Phagocytes له خوا په ینه اوتوري کې دمنځه ځي . په ۴–شکل کې دسروکرویاتو،سپینو کرویاتواویوه ترومبوسایت بڼه په سکین الکترون مایکروسکوپ (scanning electron microscope (SEM کې شوول شوې ده . هغه کړنلاره چې سره کرویات پکې وده کوي او منځ ته راځي د اریتروپویسیس په نامه سره یادیږي Erythropoiesis . دماشوم دزیږدنې ترمخه اریتروپویسیس کړنلاره په لوړه کچه په ینه کې ، یوڅه برخه دهډوکوپه مغز کې ،په طحال یانې توري کې ، ژبړکڅوړه yolk sac خوبیا وروسته دسروکرویاتوتولیددغټوهډوکوپه مغزوکې ترسره کیږي . اریتروپویسیس دیوه هارمون په مرسته چې Erythropoetin نومیږ ي لمڅول کیږی اوپه دې توګه پیاوړی کیږي . که چیرته د اریتروپویسیس کړنلاره نیمګړې شي نودوینې کمښت منځ ته راځي .
۴-شکل : دبنسټیز حجرې څخه دسروکرویاتو،سپینوکرویاتواوترومبوسایتونوتولید او دهغوی هیستولوژیکي بڼه ښوول شوې ده (1) . سره کرویات دهډوکي په مغزکې دبنسټیزحجروڅخه منځ ته راځي چې په لومړي پړاوکې یوهسته لرونکی ایروتروبلاست Erythroblast تولیدکیږي اوورپسې دځانه څخه هسته بهرته شړي اوپه ریتیکولوسایتونواوپه اخیر پړاوکې په ایروتروسایتونواوړي . سره کرویات هسته نه لري اوددې وړتیا لري چې پروتین پخپله جوړکړي . سره کرویات دپلازماڅخه دسنتریفوګ تخنیک په مرسته ترلاسه کیدای شي . (په ۲۰۰۸ ز کال کې داسې خپرونې وشوې چې درشیم (جنین ) بنسټیزحجرو Embryonic stem cells څخه په لابراتوارکې په مصنوعي توګه سره کرویات ترلاسه شوه . ترټوله ستونځمنه کړنلاره داوه چې حجرې ودې ته وهڅوي ترڅو هسته دځان څخه وشړي . بریالیتوب هغه مهال ترلاسه شه کله چې بنسټیزحجروته دهډوکودماغزوپه stromal cells حجروکې وده ورکړه شوه . اوس ددې هیله کیږی چې دغه ډول مصنوعی سره کرویات به دپیوندکولوپه کړنلاره کې ډیرګټورتمام شي .)
۵-شکل : هیموګلوبین دسروکرویاتوپه سایتوپلازماکې پروت دی اوپه چاپیره یې څلورهیم ګروپونه تړل شوي دي . دوینې لاندې ناروغۍ دسروکرویاتوسره تړاولري : * Anemia : دوینې کمښت : لامل یې دسروکرویاتودشمیرکمښت ، دسروکرویاتوغیرنارمل جوړښت ، دهیموګلوبین غیرنارمل جوړښت * Iron deficiency anemia : داوسپنې کمښت : لاملونه يې لکه لږاوسپنه رانیول ، د بدن څخه په ټیټه کچه داوسپنې جزب کیدنه ،له دی کبله هیموګلوبین هم په کافی اندازه نه جوړیږي * Thalassemia : یوه جېنیتیکي ناروغي ده چې دهیموګلوبین دیوه ځنخیرجوړښت پوره صورت نه نیسي . په پایله کی یوغیرنارمل هیموګلوبین منځ ته راځي * Polycythemia : یوه داسې ناروغي ده چې په لوړه کچه دوینې حجرې خوپه تیره بیا سره کرویات تولیدکیږي . له دې کبله کیدای شي چې دوینې لزوجیت ډیرشی اونورې ستونځې منځ ته راشي . په همدې ډول یوه بله ناروغۍ یانې Polycythaemia vera کې په لوړه کچه سره کرویات ، ترامبوسایت اوګرانولوسایت تولیدکیږی داځکه چې دهډوکي دمغز په بنسټییزحجرو اویا په پښتورګوکې یوه ارثي نیمګړتیاشتون لري . دوینې لزوجیت اوهیماتوکریت قیمت یې ډیر لوړوي . دغه ډول ناروغان په لوړه کچه اوسپنه جزب کوي hemochromatosis اودبدن په غړوکې یې زخیره کيږي . ددرملنې پخوانۍ لاره یې دوریدپه پرې کولوسره دوینې ټاکلې اندازه (ca. 500–800 ml) بهیدل phlebotomy اویالیرې کول دي ترڅوپه وینه کې داوسپنې کچه راټیټه شي . * Pernicious anemia : نوموړې ناروغي ځکه منځ ته راځي چې دیوه انترینزیک فکټور Intrinsic factor دنشتوالي له کبله په کولموکې دویټامین بې دولس Vitamin B-12 کمښت شتون لري کوم چې دهډوکوپه ماغزوکې دوینې دتولیدلپاره پکاردی .
وینه په شمزیولرونکو ژوو Vertebrates کې دوینې حجرواودوینې پلازما څخه جوړه شوې ده . اخځلیک : en.wikipedia.org/wiki/Blood en.wikipedia.org/wiki/Heme_group en.wikipedia.org/wiki/Hematopoiesis en.wikipedia.org/wiki/Antibody en.wikipedia.org/wiki/Apheresis en.wikipedia.org/wiki/Bone_marrow www.health.gov.mt/nbts/leukocytes.htm www.health.uab.edu/15524 - بېرته شاته