(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

(Terrorism) اسلام او ډار اچونه یا ټروریزم

نن سبا ډار اچونه او ترهګري د دنیا په هر ګوټ کې یو داسې لوي او جدي مشکل ګرځیدلی چه زیات شمیر عام او بی ګناه وګړي ورڅّخه په عذاب دی او د دغه ناوړه عمل له امله مري، چه زیات شمیر یی زمونږ بې وزله او بې ګناه افغانان دي، پدې مانا چه د ټروریزم د قربانیانو کچه له هر بل هیواد څخه په افغانستان کې زیاته ده. نو راځی چه دغه ناوړه عمل په پوره مانا سره وپیژنو او وګورو چه زمونږ مقدس دین اسلام پدې هکله څه وایي. (Definition of terrorism)د ټروریزم تعریف ټروریزم یا ډار اچونه تر سلو زیاتې ماناګانې او تعریفونه لري، چه په عامه توګه یې کولای شو په لاندې ډول تعریف کړو: د خاصو فکري او یا سیاسي اهدافو لپاره د عامو خلکو په منځ کی هر راز ډار اچونی او تهدید ته ټروریزم وایي یا دا چه د خاصو سیاسی، فکری، اجتماعی، او یا اقتصادی مقاصدو د لاس ته راوړلو لپاره بی ګناه او عام خلک استعمالول دی. یاهم دا چه د دښمن د مغلوبولو او ماتولو پخاطر له بیلابیلو تکتیکونو او سټراتیژیو څخه کار اخیستل دي، البته چه دا ډول ټروریزم څه بده معنی نلري، پدې شرط چې عام او بې ګناه خلکو او عامه منافعو ته هیڅ ضرر ونه رسیږي او د جنګي قوانینو سره سم وکارول شي. (Act of terrorism) د ټروریزم عمل د خاصو اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره ټروریزم یا ډار اچونه د لاندې ناوړه اعمالو او تکتیکونو پواسطه تر سره کیږي: )Threats of terrorism۱. د ټروریزم یا ویرې اچونی تهدید او اخطار ( (Assassination)۲. په بی رحمانه توګه وژنه (Kidnapping)۳. د ماشومانو، ښځو اویا سړیو په زور بیول، پټول او اختطاف (Hijacking)۴. د خاصو اهدافو لپاره د د نقلیه وسایطو په خاصه توګه د الوتکی تښتول (Bomb blasting)۵. په یو معین وخت او ځاې کې، په بې رحمانه او نا څاپه توګه د بمونو چاودول ۶. د کمپیوټر او انترنیت پواسطه د حکومت یا مخالفینو لپاره هر ډول دار دهشت او آوازه خپرول او یا هم د کمپیوتر له لاره د حکومت او یا د بانکونو د پټو رازونو او معلوماتو لاس ته . [Cyber attacks (computer-based)] راوړل (Targets of Terrorism)د ټروریزم نښې او اهداف ۱. د نظامي، ملکي او دولتي اسانتیاوو او د عامه خدمتونو مرکزونو لپاره خطر او تهدید پیښول. ۲. د هوایي ډګرونو، لویو ښارونو او دولتي یا شخصي ملکیتونو لپاره تهدید او خطر پیښول. ۳. ټروریستان د خپلو اهدافو دلاس ته راوړلو لپاره د غونډو، جرګو او یا هم د ځینو خوښیو د محافلو لپاره تهدید او خطر پیښوي. ۴. د خوړو او اوبه رسونې د کمپنیو لپاره هم ځینې وختونه خطر پیښوي، تر څو د عامو وګړو او دولت لپاره ډار او دهشت خپور کړي. ۵. د شخصي او دولتي ملکیتونو لکه بانکونه، موسسې او راډیو تلویزیونو لپاره خطر پیښول. ۶. همدا رنګه ټروریستان د ځینو کیمیاوي ، بیلوژیکي او چاودیدونکو موادو په واسطه د عامه رسنیو، انټرنیټ او بریښنا لیک له لارې هم ډار او خطر پیښوي. ټروریزم یا دهشت د اسلام له نظره´ د اسلام په مقدس دین کې چه مانا یی سوله، اتحاد او ورورولي ده، هر ډول دهشت، ویره او ډار اچونه حرام ګنل شویده. اسلام مقدس دین انسانان سولې، خواخوګې، او یوالي ته رابولي. انسان هغه اشرف المخلوقات ده چه تر نورو ټولو ژوندیو مخلوقاتو غوره او له کراماتو ډک خلق شویده. خداې (ج) مونږ ته عقل او شعور راکړی تر څو ښه او بد وپیژنو او د سمو او ناسمو اعمالو فرق وکړو، په خپل خلقت کی فکر وکړو او پدی پوه شو د څه لپاره پیدا شوي یوو او زمونږ هدف پدې نا چیزه دنیا کې څه ده. برسیره پر دې مونږ مسلمانان یوو او د اسلام دین (چه تر نورو ټولو ادیانو غوره او کامله دین ده) زمونږ اصلي لارښود ده. زمونږ اصلي هدف پدی دنیا کې د اسلامي اوامرو او احکامو تر سیوری لاندې د مینی، سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند کول دي. مونږ باید د اسلام ټول احکام او اوامر ومنو او په ورځني ژوند کې د ُخپل لارښود پیغمبر محمد (ص) د پاکی لاره پیروي وکړو. یو واقعي مسلمان مومن هفه څوک ده چه په رښتیا سره یې واقعي اسلامي زده کړې کړې وي او په پوره او واقعي توګه یې د اسلام دین پیزندلی وی او هدف یی د الله (ج) او ستر پیغمبر محمد (ص) مینه او رضایت وی. د ژوند په ټولو ډګرونو کې د ستر لارښود محمد (ص) د لاری پیروي وکړي او د اسلامي او قراني احکامو په چوکاټ کې د مینی او ورورولۍ ژوند وکړي. یو واقعي مسلمان همیشه مهربانه وي او په ټولنه کې د وګړو سره ښې اړیکې ساتي او په هر وخت کی د سولې، مینې، ورورولۍ او صله رحمۍ فکر ورسره وي. زمونږ ستر پیغمبر محمد(ص) د انسانو تر منځ جنګ، نفاق، نفرت او وهشت په واضح توګه سره منع کړی او همیشه یی د انسانانو تر منځ د سولې، یوالي او مینې لارښونه کړې چه په یوه مبارک حدیث کی فرمایی (( الله (ج) په خپلو هغو بنده ګانو مهربانه او رحیم ندې، کوم چې دوی په خپل منځ کې له یو بل سره مهربانه نه وي)). او په یو بل مبارک حدیث کې یې هم مسلمانانو ته لارښونه کړې او فرمایي چه تاسو نه یواځې په خپل منځ کې مهربانه اوسﺉ بلکې په ټولو ژوندیو مخلوقاتو مهربانه اوسﺉ او ټینګار یې کړی چه مونږ باید د ځمکی پر مخ پر ټولو ژوندیو مخلوقاتو مهربانه اوصله رحمه واوسو تر څو الله (ج) له مونږ نه راضي وي او په مونږ خپل رحم او مهرباني وکړي. ټرورزم او دهشت داسې یو نا وړه عمل ده چه بڼسټ یې د انسانانو په منځ کې د ویرې اچونی، او د بې ګناه خلکو په وینې تویولو بنا ده، چه هیڅکله د اسلام په مقدس او سپیڅلي دین کې د قبول وړ نده، ځکه چه داسې ناوړه او له انسانیت نه لرې عمل د یوه سوچه او په اسلام مین مسلمان خاصیت نه ده او یو واقعي مسلمان هیڅکله داسې ناوړه او بی رحمه عمل نه اجرا کوي. که چیرې یو انسان چه ځان ته مسلمان وایي د ټروریزم او ډار اچونی داسې ناوړه عمل تر سره کړي او یا په هر ډول عمل سره د مسلمانانو او بې کناه انسانانو تر منځ ډار او دهشت خپور کړي او یا د هغوي ویني په بې رحمانه توګه سره تویې کړي، مسلمان ندې، ځکه چه اسلامی احکام او لارښونې یې تر پښو لاندې کړي. کیداې شي چه د اسلام له سپیڅلي نوم څخه یې د مالي، سیاسي، فکري اویا هر ډول شخصي اهدافو لپاره بده استفاده کړی وي، چه د اسلام په په سپیڅلي قانون کې یو مجرم بلل کیږي او سخته سزا باید ورکړل شي. الله (ج) په خپل سپیڅلي کتاب قران مجید کې فرمایي (( د یوه بې ګناه انسان وژنه بې له کوم ثابت جرم نه حرامه ده، او د قاتل ځای به د تل لپاره دوزخ وي)) او همدا رنګه فرمایي (( که چیرې یو انسان بل بې ګناه انسان بی له کوم جرم او ګناه ووژني نو دا ما نا لرې چه ګواکې ټول انسانان یې وژلي، او که چیری یو انسان د بل انسان ژوند وژغوري، نو پدی مانا ده چه ټول انسانان یې ژغورلي. زمونږ ستر لارښود حضرت محمد (ص) د غزاګانو په وخت کې د بې ګناه خلکو لکه ښځې، ماشومان ، سپین ږیري او مذهبي خلک( کوم چه په عبادت بوخت ول ) او یا هم عام وګړی کوم چې په جنګ کی ښکیل نه ول وژنه منع کړی وه. او همیشه به یی خپلو ملګرو او لښکرو ته د هغوي د ژغورنې لارښونه کوله. همدا رنګه یې د کورونو، عبادت ځایونو، او پلونو ړنګول، د ونو غوڅول، د کښتونو له منځه وړل او د څارویو وژنه هم په کلکه سره منع کړي وه. د پورتنیو څرګندونو په رڼا کې، په ښکاره ډول سره ویلی شو چې ټروریزم، ډار اچونه، دهشت او په بی رحمانه توګه د بې ګناه انسانانو وژنه له اسلام سره هیځ اړیکي نه لری، ځکه چی اسلام په کلکه سره دا رنګه ناوړه او له انسانیت نه لرې اعمال حرام ګڼلي او همیشه یی مسلمانان په ټولنه کې یوالي، سولې او اخوت ته رابللي. نن سبا د اسلام او سولې دښمنان ټرورزم او دهشت د اسلام مقدس دین او مسلمانانو پوری تړي، له مختلفو تکتیکونواو چالونو څخه استفاده کوي تر څو د اسلام له مقدس دین څخه د خلکو عقیده واړوی او هڅه کوی چی د مسلمانان په منځ کې تفرقه واچوي او په ټولنه کې یی ذلیل او ټروریستان معرفي کړي. که چیرې ټول مسلمانان لاس سره یو کړي او په ټوله نړی کې د اسلامي بیرغ تر سیوري لاندې د وحدت، ورورولۍ او سولې ژوند وکړي او د دښمن په مقابل کې یو موټی و اوسي، نو واضح خبره ده چه هیڅ قوت به ونه شي کولای چه د مسلمانانو په منځ کې تفرقه واچوي. که څه هم نن سبا غربي نړی او د اسلام دښمنان ښه فزیکي او مالي قوت لري او د هر ډول نوې تکنالوژی سره سمبال دي، بیا هم له مسلمانانو څخه په کلکه ویریږي او د دوي په زړه کې همیشه د مسلمانانو د هیبت او معنوي قوت ویره شته. نو راځی چه دغه معنوي قوت او اسلامي جذبه لا پیاوړې او قوي کړو. د شهادت کلمه خپل شعار وګرځوو او د مسلمانانو تر منځ د سیمی، ژبی، قوم او ملت سرحدونه له منځه یوسو او په نړی کې یو اسلامي غورځنګ او انقلاب منځ ته راوړو، تر څو د عزت او سر لوړی ژوند وکړو او دښمن له هر ډول ګواښونو او چالونو څخه ځان په امن کی وساتو.
HAMID, Asadullah, Pyarokhil Student Department of Veterinary Anatomy Obihiro University of Agriculture and Veterinary Medicine. Nishi 2-13 Inada-cho, Obihiro Hokkaido 080-8555, JAPAN Tel: 81-90-1809-8247 E-mail: [email protected] [email protected] [email protected] - بېرته شاته