(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبان خپل خلک وژني

دغه مطلب له یوې پاکستانۍ انګلیسي ژبې خبري سرچینې څخه ژباړل شوی دی په وسلو سنبال طالبان د افغانستان په اکثره سيمو کې د بريدونو، سړک غاړې ماينونو، ځانمرګو بريدونو او چاودنو مسؤوليت پرخپله غاړه اخلي . له دې معلوميږي چې دغې ډلې له تېرو اوو کلونو راهيسته په پښتنو سيمو کې د پښتنو له منځه وړلو ته ملاتړ تړلې ده چې ښايي تر شا يې ډېر کرغېړن لاسونه وي . دوی د سلګونه کسانو ژوند له لاسه واخيست او په سلګونه نه بلکې زرګونه نورو بيا بهرنيو اشغالګرو ځواکونو واخيست . که وسله وال طالبان پر افغان مظلوم ولس زړه سوی نه لري، نو د دی دوښمنان (بهرني ځواکونه) هم تر دوی کم نه دي، په ځانګړې توګه امريکايي پوځيان خو د خره پر سر هم سرپه نه کوي . دا خو پرېږده چې د ولسي وګړو وژنه دې څه اهميت ورته ولري . اوسمهال چې په دنيا کې د پښتانه نوم اخيستل کېږي، د نړيوالو ذهن ته د ترهګر کليمه هم ذهنونه ته راځي، خو په هرحال، اصلي حقيقت دا دی چې طالبان ايله پر پښتنو پسې راخيستې ده، او پاړسيوانان دې شخ برېتونه ګرځي، له دې معلومېږي چې طالبان د پښتنو دوښمنان دي اوتر شا يې هغه کرغېړن لاسونه دي چې نه غواړي پښتانه پرمختګ وکړي، پښتون زده کړه وکړي، د پښتنو په سيمو کې د بيارغاونې چارې پرمخ ولاړې شي . نو له همدې امله وينو چې جګړه يوازې په پښتنو سيمو کې ده، هغه که د پولې دې غاړې ته وي او که هغې ته، نارامه سويل او ارامه شمال په دې غاړه کې د افغانستان سويلي ولايتونه په ناارامۍ شهرت لري، همدارنګه ختيځ ولايتونه همداسې درواخله، خو په شمالي ولايتونو کې (چې ډېری اوسېدونکي يې پاړسيوانان دي) هېڅ خبره نشته، ارامه ارامي ده، بهرنيان هم پکې خوشاله دي او د بيارغاونې پروژې دم په دم پکې پلې کيږي . په سويلي ولايتونو کې تر نيمايي ډېر ښوونځي له منځه وړل شوي، د ښوونکو غوږونه غوڅ شوي، په داسې حال کې چې په اسلام کې د کافر لپاره هم مثله نه شته، (مثله دا چې د يوه انسان غړي غوڅ کړل شي)، دا خو پرېږده چې د يوه مسلمان د بدن غړي دې په دې تور غوڅ کړای شي چې يا له دولت سره کار کوي او يا ولې زده کوونکو ته زده کړه ورکوي . تر دې هم ور هاخوا، د نجونو زده کوونکو پرمخونو تېزاب شيندل شوي، ان ځينې ښوونکي وژل شوي هم دي . الله تعالی په سپېڅلي قرآن شريف کې خپل وروستي پيغمبر ته د لومړي ځل لپاره چې وحې کوي ورته وايي چې (ولووله ) «اقرآ»، پيغمبر ته د خدای خطاب ټولو مسلمانانو ته خطاب دی، نو طالبان که په ريښتيا غواړي چې د الله احکام جاري کړي، د ښوونځيو بديل خو دې ولس ته وړاندې کړي، دوی هغه هم نه شي کولای، او پښتانه لا هم د تيارې پر لوري سوق کوي . طالبان د پښتنو قومي مشران هم نه پرېږدي، وژني يې، دا خو پرېږده چې ولسي وګړي هم تر پوزې ترې راغلي دي، له يوې خوا بهرنيو اشغالګرو سوټی پسې راخيستی دی او له بل پلوه يې ددوی کوتک پر سر هر دم ولاړ وي. د پښتنو سيمې خو دومره وروسته پاتې او له ډاره ډکې پېژندل شوې چې پخپله پښتانه هم ورتګ ته زړه نشي ښه کولای. هره بلا د پښتانه پر سر راکوزيږي، که چېرې دوی وايي چې د اسلام او اسلامي نظام د جوړولو لپاره جنګېږي، دا هم دروغجنه ده، ‎په دوی کې به داسې فيصدي چې سوچه د اسلام لپاره جهاد کوي، ډېره کمه وي، که وي هم په نشت به حساب وي، خو دا يې هېره ده چې مشران يې لاهم د آی اس ای ‎پر دسترخوان ناست او د هغوی په اشارو او مشورو کوچنۍ اووړه ترسره کوي. دوی ولې پر دوستم بريدونه نه کوي او د وژلو تابيا يې نه لري، چې د دوی زرګونه کسان يې تر خاورو لاندې کړل او اوس هم د ليلې دښته د تنکيو طالبانو پر وينو سره ده . د يونس قانوني د ترور لپاره ولې هڅه نه کوي، چې د دوی په واکمنۍ کې په مخالفه ټلواله کې و او د هغه پروفيسر صاحب وژنه خو په پنځه مذهبه روا ده چې پر افغانستان د امريکايي بريدونو پرمهال يې ان د راديوګانو له لارې چيغې وهلې چې دا بمونه کم دي، لږ درانه بمونه پر پښتنو راوغورځوۍ، په داسې حال کې چې امريکا د دويم ځل لپاره په افغانستان کې د طالبانو د رژيم د ځپلو پرمهال اټومي ازمايښتونه وکړل . داسې ښکاري چې طالبانو له اسلام نه سوء استفاده کړې ده، او اسلام يې هسې يو شعار ګرځولی او ترشا يې نور اهداف دي، دوی اسلام په ګرده نړۍ کې داسې بدنامه کړ چې مسلمان چېرته خپل ځان مسلمان نشي معرفي کولی . دوی په بداخلاقۍ څوک نه دي وژلي، خو د هغو لوستو پښتنو پر سر يې هېڅ سرپه نه ده کړې، چې ټولو پښتنو ته يې ګټه رسېدله . طالبانو ته د نژدې سرچينو له خولې ويل شوي چې دوی ته د امريکايانو له خوا هرڅه ورکول کيږي، وسلې ورکوي، پيسې ورکوي، خوراکي توکي ورکوي، ولسمشر کرزی هم په دې ښه پوهېږي چې لوبه پر کومه خوا روانه ده، خو چوپ ناست دی، هغه غريب خو اوس د امريکايانو له اجازې پرته خپله پوزه هم نشی پاکولی دا خو پرېږده چې دوی ته ووايي چې ولسي وګړي مه وژنۍ. په يوه سيمه کې مور او مېره توب موږ وينو چې د يوه ولايت په پښتنو مېشته سيمه کې هرڅه په ټپه ولاړ دي، ښوونځي يې تړل شوي، کلينيکونه نشته، ډاکټران له وېرې هلته کار نشي کولی، خو د پاړسيوانانو سيمې ګل ګلزار دي، ښه بېلګه يې د غزي د قرباغ او هزاره جاتو ولسوالۍ دي . د کابل – هرات پر لويه لاره شاوخوا پنځوس پلونه الوزول شوي، چې مسؤوليت يې طالبانو په غاړه اخيستی دی . هېچا دا ترې نه دي پوښتلي چې پلونه نو ولې ړنګوﺉ، د پلونو له ړنګولو به د دوی ګټه څه وي؟ هېڅ نه. که له دغه هېواده بهرني سبا خارجي قوتونه وزي پلونه خو له ځانه سره نشي وړلی، دا ټول به افغانانو ته پاتې کيږي. طالبان پوهيږي چې د افغانستان په جنوب کې خلک له دوی سره دي، خو که خلک قوت له طالبانو نه دومره هم نفرت لري چې د سوټي په زور به يې له خپلو سيمو څخه وباسي . دولت خو پرېږده چې د خلکو لپاره يې لس فيصده کارونه هم نه دي کړي، او دومره ضعيف دی چې مرکز کابل هم نه شي ساتلی . له طالبانو سره پوليس هم ارتباط لري، ويل کيږي چې د کندهار په امنيه قومندانۍ کې څه موده وړاندې خپله د پوليسو له خو اځانمرګي بريدونه وشول، خو په دې خبره نه رسنۍ او نه هم کوم بل څوک خبر کړل شول . د افغانستان په دولت کې خو اداري فساد دې کچې ته رسېدلی چې هېڅ د ويلو خبر پکې نه ده پاتې، په ځانګړي ډول پوليس د اجتماع چټل ترينه طبقه ده، دوی د شپې غلاوې کوي، کورونه لوټوي، او د ورځې مهال د امنيت نيولو په بهانه د پوليسو يونيفارم اغوندي . طالبان خو خلکو ته بديل هم نه لري، که دوی بېرته واک ته ورسيږي نو خلکو ته به څه وړاندې کړي، ډېری مشران يې په کوټه کې کورونه لري، د پاکستان شيطاني څارګره ادارې هرڅه ورته مهيا کړي دي، غم پر عامو او بې وزله افغانانو دی، د طالبانو مشرانو ته خو ان په اسلام اباد کې هم لوکس لوکس کورونه د نامعلومو کسانو له خوا ورکول شوي دي . د دوی په ليکو کې د بهرنيو هېوادونو جاسوسان ورننوتلي د جهاد په نامه چې افغانستان ته هر ډول ورانی او ويجاړی رسيږي، سرپه پرې نه کوي. دوی نه غواړي چې افغانستان دې پر خپلو پښو ودرېږي . خو حتماً يوه داسې ورځ راتلونکې ده، چې پښتانه به يو ځل بيا پاڅون کوي، د هېواد دوښمنان به محاکمه کوي، او بيا به د غرب پوڅو ځای ورک وي، يا خو به خپلو بادارانو ته منډې ورهي پناه به ور وړي او يا د محاکمې ميز ته راکشول کيږي . - بېرته شاته