(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډالر ډالر افغانستان

د صنف نوي زده کوونکي خپله پېژندگلو په ماته گوډه انگليسي کې په دې ډول وکړه: "زما نوم سميع الله دى. زه د ننگرهار ولايت د سرخرود د ولسوالۍ اوسېدونکى يم، دلته پېښور کې مې کور په ورسک روډ دى او د دايکندي ولايت په مرکز اناردره کې د يوې موسسې سره کار کوم." ښوونکي ترې وپوښتل: "دا صنف دې ولې غوره کړ او د دې ځاى له زده کړې څه هيلې لرې؟" زده کوونکي ځواب ورکړ: "زه اوس د دوو مياشتو په رخصت راغلى يم. زه غواړم په دې دوو مياشتو کې څومره چې کولاى شم خپله انگليسي ښه کړم. زما يو دوست مخکې دلته انگليسي زده کړې نو هغه راته دا ځاى وښود او راغلم. د موسسې مشر راسره ژمنه کړې چې که انگليسي مې ښه کړم نو معاش به مې له ٣� � ډالرو ٥� � ډالرو ته لوړ کړي." دا په پېښور کې د کابل انگلش لېنگويج سنټر د Conversation صنف و. دا سنټر د انگليسي ژبې د زده کړې لپاره له پېله نيولې تر اخري کچې او د انگليسي گرامر او ليکدود د ځانگړيو پروگرامونو پورې صنفونه لري چې په سلگونو شاگردان پکې د انگليسي په زده کولو بوخت دي. پر دې برسېره په پېښور (او افغانستان) کې نورې هم گڼ شمېر دا ډول سنټرې ځاى په ځاى موجودې دي چې د زده کوونکو شمېره يې هره مياشت زرگونو تنو ته رسي. سړى چې دې سنټرو ته لاړ شي نو وايي چې ټول ځوانان بس د انگليسي په زده کولو پسې راوتلي دي. يا داسې ښکاري چې د دې خلکو په نظر کې له انگليسي پرته ژوند کول ښايي امکان نلري. تر دې حده خو خېر دى. مگر د دې رجحان زړه بدوونکى اړخ دا دى چې نه خو دا زده کوونکي د هغه علم او پوهې په لټه کې دي چې د انگليسي ژبې په زده کړه ورته لاسرسى کېداى شي او نه په دې سنټرو کې د دې کار لپاره کوم په زړه پورې پروگرام شته. بس ټوله منډه په ډالرو پسې ده. هر تن په دې غم کې دى چې دومره انگليسي زده کړي چې په يوه موسسه کې پرې ځان ځاى کړي او د ډالرو په راټولولو پېل وکړي. دې سره ما ته د يو پاکستاني ژورنالست فخر کاکاخېل خبره راياده شوه چې دوه کاله وړاندې کابل ته تللى و او بېرته پېښور ته په ستنېدو يې په يوه اردو ورځپاڼه کې د خپل سفر په گزارش کې ليکلي وو، "مونږ چې د کابل په هوايي ډگر ښکته شو نو لومړى تورى چې زمونږ غوږونو واورېد "دالر" و." سره د دې چې پاکستاني مطبوعات د افغانستان په اړه ډېر بې سروپا پروپاگنډ کوي خو په دې خبره کې ما ته څه مبالغه ښکاره نه شوه. د هغې لامل دا دى چې زه په خپله د ډېرو پېښو داسې شاهد، يا به يې په جار ووايم چې "ځپلى" يم، چې په گران وطن کې د ډالري جادو اغېزې ترې له ورايه ښکاري. زړې کيسې به پرېږدم خو يوه تازه کيسه د يادولو وړ ده. څو ورځې وړاندې زه په پېښور کې د افغانستان کونسلگيرۍ ته لاړم چې خپل پاسپورټ د دوو کلونو لپاره نوى کړم. څو ساعته په کتار کې له ودرېدو وروسته چې مې لمبر راغى نو په کړکۍ کې ناست د کونسلگيرۍ کارکوونکي رانه پاسپورټ او کاغذونه واخيستل او راته وې ويل چې بانکونه بند شوي دي سبا راشه. سبا چې بيا ورغلم او په بيروبار کې خپل لمبر ته ودرېدم نو بيا د دولسو بجو نه خبره واوړېده. کارکوونکي راته بيا هماغه خبره وکړه. زه ورسره لږ سخت شوم چې بيروبار زيات دى او تاسې کار نه کوئ يا د بهر نه درته خلک کارونه راوړي يا هسې په خبرو ساعت تېروئ. زه خو په وخت راغلى يم اوس چې لمبر ناوخته راغى نو زما څه قصور دى؟ خېر، د بانک هغه پاڼه مې ترې واخيستله چې د څلوېښتو ډالرو د جمع کولو لپاره وه او کور ته په دې فکر لاړم چې سبا به وختي نېغ بانک ته لاړ شم. خو کله چې بانک ته تللم او د کونسلگيرۍ په مخه ورغلم نو گورم چې کونسلگيري بنده ده. ورغلم او پوښتنه مې وکړه چې کونسلگيري ولې بنده ده. "هړتال دى" هلته ناست سړي ځواب راکړ. د ځان سره حېران شوم چې عجيبه هړتال دى، زه په دومره لاره راغلم هيچرته هم هړتال نه و، بازارونه ټول خلاص دي، بانکونه کار کوي، موټرې چلېږي، ښوونځيو ته ډلې ډلې زده کوونکي روان دي. دا هړتال بيا چېرې دى؟ بيا مې زړه ته راغله چې ښايي په افغانستان کې هړتال وي. نو زړه نا زړه بېرته کور ته لاړم. خو ماځيگر راته معلومه شوه چې قاضي حسېن احمد په خېبر بازار کې دېرش څلوېښت کسان راټول کړي وو او څه هړتالگوټى يې کړى و. د خداى په خاطر! په خېبر بازار کې يوه دومره وړه جلسه او په صدر کې د کونسلگيرۍ بندېدل. د بانک پرچې ته مې وکاته، پرې ليکلي وو چې څلوېښت ډالر دې ادا شي. په زړه کې مې وويل چې ډالر بس رخصتيو ته يو څه بهانه لټوي. او د خندا خبره دا ده چې همدا خلک بيا کله د دوو تنو په مخکې کېني نو مخ سر ټکوي چې هېواد پرمختگ نه کوي! په سبا چې بانک ته لاړم او په کتار کې له اوږد انتظار وروسته مې لمبر راغى نو بانک والا راته وويل چې ډالر راوړه. زما فکر دا و چې ډالر به فرض او واجب نه وي خو چې د ډالرو څومره کالدارې کېږي ور به يې کړم. مگر په بانک کې ناست سړي د کالدارو له اخيستلو سروپ انکار وکړ چې کونسلگيري يې نه قبلوي. مجبوراً دوه کيلوميتره ليرې د اعسارو ايکسچېنج ته ورغلم چې څلوېښت ډالر ځنې واخلم. هلته ناست تن له ډېر لټون وروسته راته وويل چې څلوېښت ډالر نشته د پنځوسو ډالرو لوټ به اخلې. مجبوراً مې ترې واخست. بيا بېرته په منډه منډه بانک ته لاړم او بيا له نوي سره په کتار کې ودرېدم څو لمبر مې راغى او ډالر مې جمع کړل. بالاخر چې کونسلگيرۍ ته راستون شوم نو هغه بيا بنده شوې وه! اوس سړى فکر واخلي چې ايا د افغانستان کونسلگيري د افغانيو يا کالدارو په اخيستلو شرمېږي؟ که نه نو ولې يې په خلکو ډالر فرض کړي دي؟ په پاکستان کې تر دوو مليونو زيات افغانان پراته دي چې زياتره يې د خپلو پاسپورټونو او نورو اړتياو لپاره همدې کونسلگيرۍ ته ورځي. يو زيات شمېر پاکستانيان هم د وېزو اخيستلو لپاره دلته مراجعه کوي. اندازه لگېدى شي چې اوسطاً به دا کونسلگيري هره ورځ شاوخوا څلور يا پنځه سوه مراجعين لري. که دغه ټول نه وي نو زيات شمېر به يې د ډالرو لپاره د همدې سر درد څخه تېرېږي. په اسلام اباد کې د امريکا او اروپايي هېوادونو سفارتونه د وېزې فيس په کالدارو کې اخلي نو بيا د افغانستان کونسلگيري خپل مراجعين د ډالرو لپاره ولې دومره په تکليفوي؟ ښايي د ډالرو جادويي اغېز ډېر زيات وي که نه نو پکار وه چې تراوسه پورې دا ستونځه حل شوې واى. - بېرته شاته