(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګرانه طالب جا نه کله به پوهیږی

یوه مشهوره خبره ده وایی چه یوکس یوی وني ته ختلی ؤ او یو ښاخ یی اره کولو خو پدغه ښاخ د بیخ یا سټی د طرف نه د سرطرفته نا ست ؤ . او ښاخ یی اره کولوکله چه یی اره لږه کابو کړه نو په ښاخ زور راغی او د ښاخ سره یوځای ښکته راولیده او ځان یی پخپله د مرګ خولی ته ورکړو. د طالبانو مثال هم نن په افغانستان کی د همدغه اره کوونکی دی ځکه ،پخپلو لاسونو خپل ورونه وژنی او خپلی مټی او پښې وهی . ګرانه وروره طالب جانه ستا د تحریک مطلب د خپل پښتون ورور وژنه، د پښتون ورور کمونه او ختمونه ده او که د شین سترګی پیرنګی او انګریز سره جهاد دی ډیره عجیبه خو دا ده چی انګریز چا راوستو،چا تقویه کړو خونن د جنګ اور په چا بل دی ګناه د چا ده او سزا یی څوک خوري د یوی خوا موانګریزان بمباری کوی او د بلی خوا مو تاسی (طالبان) راته روڼ انده طبقه یعنی ډاکټران، انجنیران، ښوونکي او تنکي ګلونه ماشومان راوژنۍ‌ء دا کوم انصاف ، کوم عدالت او کوم جهاد دی . هغه ډاکټرچه 19کاله یی ښوونځې لوستلی وي ،تکلیفونه یی ګاللی وی پدی امید چه خپل ربړیدلی او کړیدلې ولس ته خدمت وکړی او په درد ورته دوا شي او کور کلی او ولس ورته هم د امید په تمه ورځی او شپی سبا کړی وې چه ډاکټر به راځی او زمونږه خدمت به کوی بیا همدغه ډاکټر ستاسی (طالبانو) د کلاشینکوف یا بلی د بشریت ضد وسلی د یوی ګولۍ سره پیمانه او ارزول کیږی.همداسی یو انجنیر،ښوونکی ،او یا یو خبریال چه د ټولنی او ولس د حالاتو او مالوماتو یو حقیقی ترجمان دی اودا لا څه چه دوطن هغه ستره سرمایه، ګلونه ماشومان چه د راتلونکی ارمانونه او امیدونه دي . هغوۍ ستاسی د لاسه دیوی رڼا او علمی نړۍ نه د تورتم او ناپوهۍ نړۍ ته ورسم شول. ځکه تاسی یی نه پریږدۍ چه ددې نعمت نه برخمن شی تاسی یی ګواښوۍء .ښوونځی تری نه ورانوۍ ښوونځی تری نه سیځۍء . دا ټول هغه څه دی چه ولس یی په یو غټه اندیښنه او تشویش کی اچولی دی دا جهاد نه د ا د پښتون ټبرد ریښو پورې د ختمیدو یو پلان دی . ددی خو ښکاره مطلب دا دی چه تاسو د پښتون ملت پسی راخستلی ده تا سی خو د خپلو پښتنو بیړۍ تبا کړه . د خدای (ج)لپاره لږ سوچ او فکر وکړۍ ستاسی پخاطر نن زمونږه پښتنی میندی د بچو خرڅلاوو ته کیناستي د خدای(ج) پخاطر ، د قران عظیم ا لشان پخاطر، د رسول الله پخاطر نور ددې بیوزلو ، بیچاره وو په حال لږ رحم وکړۍاو دا پښتون وژنه بنده کړۍ. دا خو نه په قران پاک کی شته اونه په افغانیت (پښتو) کی او که د تورو پنجابیانواو یا د ایرانیانو په کتاب کی وی نو نور دغه کتاب وربند کړۍ او پخپل مسیر راوان شۍ. مونږه کوم غم وژاړو د وحشی امریکایانو وحشیانه بمبارۍء او که ستاسې ظالیمانه کړنې تاسې خو مونږه (ولس) په دوه کی حیران کړی یو یو طرفته پړانګ او بل طرفته ډانګ دی که وحشی امریکایان مو وژنی نو هغه مو د مذهب اودین دښمنان دی، ښه تاسې ته کوم نوم درکړو . ولی د پردیو په لمسه خپل ورونه وژنۍ تاسو ته چه ستاسې کوم امر کوونکی د ټوپک کومه ګولۍ د یو پښتون د مرګ لپاره درکوی همدغه ګولۍ پخپل همدغه امر کوونکی باندی وچلوۍء ځکه دغه درباندې خپل ورور وژنی دغه اصلی جهاد دی . نو ګرانه طالب جانه! ته خو دی لږ په ګریوان کی سرښکته کړه.او لږ سوچ وکړه چه تا د پردیو په لمسه څومره غټ نه جبیره کیدونکی تا وان خپل پښتون ملت ته واړوه . او هغه دا چه په افغانستان کی نور لږه کی اقوام او خلک هم اوسیږی ته اوګوره د هغوۍ بچیان درسونه وایی علمی لاره یی خپله کړی ده هڅی او کوششونه کوی . ښونځی جوړوی ، پوهنتونونه جوړوی ځانونه یی ورسول. او تاسی برعکس د خپل پښتون ملت اولاده د تعلیم او سواد نه بی برخی او محروموۍ . دا خو ښکاره خبره ده د سبا ورځی حکومت خپله هغه چا ته پاتی دی چه د قلم او پوهی خاوند وی، نه د ټوپک اوبی تعلیمه . ځکه اوس هغه څوک میر دی چه قلم او ټکنالوجی لری. نو ګرانو طالبانو! څه چه وشول هغه وشو نور زمونږه دا عاجزانه وړاندیز ومنۍء او نوره د ټوپک ملا ماته او د قلم ملا راټینګه کړۍ دا د کامیابۍ لاره ده اوخپله مبارزه د صلحی او دیپلوماسۍ له لاری مخ په وړاندی یوسۍء.او بل د امریکایانو دغه بهانه به هم ورکه شی چه دلته القاعده یا طالب دی ځکه جنګ به ختم شی هغوی به پخپله وتو ته مجبور شی .او که دا لاره نه خپلویء نو بیا مو دغه روانه کړنلاره بدله او په دغه دوه کلمو کی توپیر وکړۍ چه یو جهاد او بله پښتون وژنه ده . دا دواړه مختلفی کلمې دي یو د بل سره ځمکه او اسمان توپیر لری . نو که غواړۍ چه صحیح او حقیقی جهاد وکړۍ او کامیاب شۍء نو بیا د پښتون وژنی پر ځای پښتون ژوندون ته لاس واچوۍ او د پښتنو هغه بیړۍ چه دډیرو ظالمو طوفانونوپخاطر د سمندر په نا ترسه امواجو او څپو کی د ډوبیدو په حال کی ده خلاصی اونجات ورکړۍ بیرته خپل ګلونه ماشومان ښوونځو ته ور تشویق کړۍاو هغه ډاکټران او انجنیران چه ددې مظلوم ولس د خدمت لپاره یی مټی را بډ وهلی دی تقویه کړۍ ښوونکی تشویق کړۍ او په خپل زړه کی ولس ته ځای ورکړۍ چی ولس مو تر شا ودریږی او خپل دوست ،ورور ، او دشمن وپیژنۍ. ځان مرګی بریدونه په یو مظلوم بی ګناه نه ، بلکه په هغه چا وکړۍ څوک چه مجرم وی چا چی افغانستان نن دی حالت ته رارسولی دی. ځان مرګی برید په هغه چا وکړۍ چا چی د افغانستان شتمنی او تاریخی اثار لوټ کړل . چا چی افغانستان خرڅ کړو.چا چی د یو نیم میلون شهیدانو امیدونه خاوری کړل. چاچی د کونډو رنډو ، یتیمانو او زمونږه د بیچاره ولس په وینو او زوو خارجی بانکونه ډک کړل. یعنی خلاصه دا چه هغه غټ غټ جنایتکاران ، ډاکوان ، د پردیو ګوډاګیان چی نن سبا ښه په مزوکی دی اسمان څکی ماڼۍ او بیلډینګونه لری او په جګو،جګو مقامونوکی دی په کروزین نمبرون موټرو کی ګرځی هغه ګوډاګیان چه لاسونه یی د ملت په وینو سره دی ،هغه ګوداګیان چه د افغانستان لپاره صلحه او ټیکاوو نه غواړې، هغه ګوډاګیان چه دافغانستان په ورانۍ کی خپله ګټه وینی او د ملت د وینو په سکلو اخته دی . نو که صحیح جهاد کول غواړۍ نو ځان مرګی بریدونه پدغه جنایتکارانووکړۍء چه دا مظلوم ربړیدلی ملت یی د عذاب نه خلاص شی. په اخیره کی زه د خپلو ګرانواو خوږو لوستوونکو نه ډیره زیاته بښته غواړم که کومه ادبی خطا یا ځینی ترخه الفاظ رانه لیکل شوی وی . ژوندې دې وي پښتانه او مړه دې وي د پښتنو دښمنان. هاند رفیق الله بریالی په بنګله دیش کی د زده کړیالانود ټولنې نماینده(استازی). - بېرته شاته