(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پرديو لس ږغونو (ليکونو) پښتو را څخه پردۍ کړېده

په هره ژبه کې چې دنوي ويي (لغت) اړتيا اوموندل شي نو هغه لازمي يا خپل نوې ويي (لغت) جوړوي يا يې له بلې ژبې څخه رااخلې او بيا دا يو ځلاند ه رښتيا او منونکې خبره ده چې دنړۍ په هره ژبه کې له نورو ژبو څخه ويي (لغات) اخېستل (مستعار) شوي دي او هغې ژبې ښه په ورين تندي منلي هم دي خو هغې ژبې ددې مېلمنو لغاتو دپاره هيڅ کله هم خپل ابېڅې (الفبا) نه دي ورته بدل کړي او نه يې هم زيات کړي يا کم کړي دي هغه دژبې ويي پانگه (زخيره الفاظ) وي که د ځايو او خلگو نمونه وي او که مذهبي يا سائنسي گڼنه (اصطلاح ) وي هغه يې په خپله ژبه کې تر هغو پورې په خپله اره (اصلي ) بڼه کارولي دي تر څو چې د ژ‌بې ابېڅې اجازت ورکړی وي چې خبره دکوربنې ژبې له ابېڅې څخه تېره شي نو بيا هغې يو داسي تگلاره خپل کړې وي چې د مېلمنې ژبې ږغ کوربنې ژبې له کوم ږغ سره نږدې وي نو په هغه اړول کېږي هر څو که هغه توری بيا په خپل اره (اصلي) ژبه کې خپله مانا له لاسه ورکوي خوکوربنه ژبه يې ددې خبرې پروا نه لري او هغه دې بدل شوي توري ته هم هغه مانا ورکوي کوم په مېلمنه ژبه کې و خپل اصلي توري ته ورکول کېږي- په پارسي کې ستان وخاوره يا ټاټوبې ته وايي او د افغانستان مانا د افغانانو ټاټوبی لېکن په انگرېزي کي ورته افگانسټان وايي چې که په پارسي کي وکتل شي نو رښتياهم دغه توري خپله مانا له لاسه ورکړې ده خو د انگرېزي والا هيڅ کله هم ددوی دادليل نه مني په پارسي کې افگانسټان څه مانا لري او که نه خو دوی (انگرېزان) به ورته افگانسټان وايي اوله دې توري څخه دوی هم هغه مانا اخلي کوم چې پارسي والا له افغانستان څخه اخلي دغسي پاکسټان(پاکستان)، فلسټائن (فلسطين) ، کهوسټ (خوست)، زهوب (ژوب)، زيارټ (زيارت) ،ټورجان (طورجان)، کهايسټه کهان (ښايسته خان) او و طالبان ته ټالبان وايي لکه حديث يو مزهبي گننه (اصطلاح ) ده وه دې ته په انگرېزي کې حاديت ويل کېږي او و دعوت ته ډاوټ ويل کېږي نو که څوک داوايي چې په دې باندې سړی گناه گاره کېږي دا يوه بې مانا خبره ده ولې چې د انگرېزانو حاديت او ډاوټ هم هغه مانا لري کم چې په عربي کې حاديث او دعوت لري دغسي به داربي( عربي) ژبې بېلگې راواخلوپه عربي کي و کراچي ته کراتشي وايي و گل محمد ته جل محمد وايي و پښتون ته بشتون وايي دغسي په اردو کې و مڼه ،کڅ اوځنگل (په جنوبي پښتونخوا کې دځايو نومونه دي ) منه ،کچ او جنگل وايي خو روڼ رښتيا دادي چې زموږ پښتانه وروڼه به ورسره خامخا يو ژبې کېږي چې نه خو انگرېزانو دحادث د "ث" ، د دعوت د "د" او "ت" ، افغانستان د "غ" او "ت" ، د فلسطين د "ط" ، د خوست د "خ" او "ت" دپاره کوم ځانگړي ابېڅې يا اې بي سي جوړې کړې دي او نه اربي (عربي) والا د کراچي د "چ"، گل محمد د "گ" د پښتون د "پ" او "ښ" دپاره په خپلو ابېڅې کې کوم زياتوب کړی دی او هم اردو ژبې ويونکيو د مڼې د "ڼ" ، کڅ د "څ" او ځنگل "ځ" دپاره کوم کړاو گاللی دی او نه هم په دې اړه کومه اندېښنه لري يوازې پښتانه دي چې دپرېدۍ ژبود پاللو ټېکه يې اخېستې ده دخپلو ژبو پالل خو ورڅخه پاتې دي دپرېديو ژبو په پالنه کې که لږ څه هم کمی راشي نو يو توپان به جوړ کړي۔ داخبره ځکه کوم چې ډېری زموږ پښتانه وروڼه دا پرېدي ږغونه (ليکونه) له پښتو څخه ځکه ايستل نه غواړي چې بيا د اردو، پارسي او اربي په ليکلو او لوستلو کې ستونزې پيداکېږي او بيا به يو پښتون داژبې په سمه توگه نشې ليکلی او لوستلی ۔ ځکه نو دا لس تورې له پښتو څخه ايستل په هيڅ ډول نه دي پکارکه په داسي کولو سره پښتو په اردوواوړي يا په پارسي بدله شي بيا هم هيڅ خبره نه ده۔ او د خوند خبره خولادا ده چې يو ملگرې راته ويل چې (( په پښتو کې دا ږغونه شته خو ډېری پښتانه بې تعليمه (ناپوهه) دي ځکه هغه لس ږغونه په سمه توگه نشي ادا کولای پکار ده چې په ښوونځيو کې ورته ددې ږغونو په خپله اره (اصلی ) بڼه ښوول وشي)) ۔ يانې موږ له ځانه اربيان جوړوو خو د اربي دا لس ږغونه ونه غورځوو۔ پښتو چې يوه ډېره اسانه ، خوږه او په اهنگ برابره ژبه ده هم دغسي پرېدۍ ژبپالنې، په ويلو کې ډېره سخته کړې او په زده کولو کې ډېره گرانه کرېده۔ په دې اړه ما دکمپيوټر په مرسته يو ه څېړنه کړېده چې د هغې د پايلې له مخې د اربي لس هغه تورې چې په پښتو کې په رښتيا هم نشته خو ورباندې په زور تپل شوي دي دهغو کارونه يوازې په سلوکې درې نيم ده چې دا رښتيا هم يو سترگې خلاسونکی او ا يرانوونکی کاردی چې موږ يوازې د درې نيم په سلو کې په کارونه د لس پرېديو اربي ټکو بار په ځان منلی دی ۔ زما دا وړانديز دی چې موږ بايد نور خپل ځانونه په بې ځايه دليلونه ونه غولوو او د اربي ،انگرېزي ، اردو او د نړۍ د هرې ژبې رنگه دپرېديو لغتونو او نومونو دپاره په خپله ژبنۍ ابېڅې کې کوم بدلون ونه منو او بايد د هرې ژبې هغه ابېڅې چې په پښتو کې شتون نه لري د دپښتوپه خپلو ارو (اصلي ) ابېڅې واړوو ۔

د اربي د لسو تورو بدل : ۱) ث ـــــــــ په ـــــــــ س ۲) ح ـــــــــ په ـــــــــ ه ۳) ذ ـــــــــ په ـــــــــ ز ۴) ص ـــــــــ په ـــــــــ س ۵) ض ـــــــــ په ـــــــــ ز ۶) ط ـــــــــ په ـــــــــ ت ۷) ظ ـــــــــ په ـــــــــ ز ۸) ع ـــــــــ په ـــــــــ ا ۹) ف ـــــــــ په ـــــــــ پ ۱۰) ق ـــــــــ په ـــــــــ ک

په دارنگه کولو سره به مو نه يوا زې ښايسته پښتو ته دنورونويو پرېديو تورو راتللو لار وتړل شي بلکې دا شته توري په هم پښتني بڼه واوړي چې هم به يې ليکل اسان وي او هم لوستل ۔ احسان الله کاکړ، زيارت سهېلي پښتونخوا :[email protected] de pradaeeo lass ghagono pakhto rachakha pradai kra By: Ahsanullah Kakar Ziarat - Soheli Pashtoonkhwa - بېرته شاته