(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انوارالحق مجاهد دامریکاولسمشرته داسلام بلنه ورکړه

د پښتونخوا پاڼې ته! هيله کوم ددغې خبر تر څنگ لاندې پوره پرانيستى ليک خپور کړئ د تور بوړې د جهادي محاذ وياند قاري سجاد انوارالحق مجاهد بارک اوباما ته د اسلام بلنه ورکړه د ارواښاد خالص بابا ځاى ناستي او زوى مولوي انوارالحق مجاهد د امريکا غوره شوي اولسمشر بارک اوباما ته د اسلام بلنه ورکړه. د تورې بوړې د جهادي محاذ مشر انوارالحق مجاهد بارک اوباما ته په پرانيستي لېږلي ليک کې ويلي، چې " دا چې تاسې د امريکا په تاريخ کې لومړى تور پوستى ياست، چې د سپينې ماڼۍ واګي په لاس کې اخلئ، د تاريخ په پاڼوکې دا هم ورزياته کړئ، چې تاسې د امريکا په تاريخ کې هغه لومړى ولسمشر واوسئ چې حق ومنئ او د اسلام سپېڅلې عقيده خپله کړئ". انوارالحق مجاهد بارک اوباما ته په لېږلي پرانيستي ليک کې ويلي، چې "له عراقه د امريکا د پوځونو ويستل يوه پر ځاى پرېکړه ده، خو له افغانستان څخه هم خپل پوځونه وباسه!. د امريکا دا اټکل ناسم دى، چې په يوه اسلامي هېواد بريد په يوه هېواد بريد دى. هيڅکله داسې نه ده ". د طالبانو د تورې بوړې د جهادي محاذ مشر انوارالحق مجاهد بارک اوباما ته ويلي، چې له نړۍ څخه خپل لاسونه ټول کړي او په نړۍ کې خپل بايللى حيثيت دې بېرته ځانته خپل کړي. انوارالحق مجاهد اوباما ته په پرانيستي ليک کې وړانديز کړى، چې"که تاسې غواړئ، چې له خپل ولس سره په ژمنو وفادار واوسئ او ريښتيا هم امريکايانو ته د وحشت پر ځاى د انسانيت، د گواښ پر ځاى د امنيت او د غربت پر ځاى د پياوړي اقتصاد حيثيت خپل کړئ، نو بې له ځنډه دبوش او د امريکا په تېره پاليسۍ د بطلان کرښه راوکاږئ . په سمدستي توگه د افغانستان په گډون له ټولې اسلامي نړۍ څخه خپل ځواکونه وباسئ، له مظلومو ولسونو څخه بخښنه وغواړئ او د وراوښتو زيانونو تاوان ومنئ". مجاهد زياته کړې، چې"بارک اباما! که تاسې هم د بوش پر پل، پل واخلئ او په تېره پاليسۍ له سره غور ونکړئ، يوازې دا نه چې د امريکا رعب به ختم شي، اقتصاد به يې ونړېږي او مصئونيت به يې له منځه لاړ شي؛ بلکې امريکا به د تاريخ يوه تېره کيسه وگرځېږي، د نني متحده ايالاتو په څېر يو وخت شوروي اتحاد هم په نړۍ د واکمنۍ خوبونه لېدل چې په زوال تعبير شو......بارک اوباما! تاسو په سيمه کې په ټکنالوژۍ سمبال رقيبان لرئ او هيڅکله هغوى نه غواړي چې دلته نفوس وکړئ". انوارالحق مجاهد اوباما ته ويلي، چې که له افغانستان څخه پوځونه ونه باسي، نو د دوى ځواکونه به د امريکا ملا ماته کړي. انوارالحق مجاهد د افغانستان د اسلامي حزب د پخواني مشر ارواښاد مولوي محمد يونس خالص زوى او ځاى ناستى دى، چې اوس د افغانستان په ختيځ کې د طالبانو د تورې بوړې د جهادي محاذ مشر دى. انوارالحق مجاهدد امريکا لپاره ځکه د پام وړ دى، چې د امريکا پوځونه په ختيځ افغانستان کې پراته دي او په ختيځ افغانستان کې د انوارالحق مجاهد نظامي زور دى، چې له امريکايي پوځونو سره يې اوږه اړم کړې. امريکايي ځواکونه ادعا کوي، چې په ختيځ کې د انوارالحق مجاهد ځواکونو دوى ته سرخوږى جوړ کړى، ځکه خو مجاهد د امريکا السمشر بارک اوباما ته پرانيستى ليک ولېږه. بسم الله الرحمن الرحيم د تورې بوړې له سردرو څخه سپينې ماڼۍته! پرانستى ليک د متحده ايالاتو ولسمشر بارک حسين اباما! السَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى وبعد : تر ټولو دمخه بايد په دې واقعيت پوه شئ، چې د نړۍ له ذلت او د جهنم له اورڅخه بچ کېدل يوازې په اسلام کې دي او يوازينى دين چې د انسان ددنيا او اخرت برياليتوب تضمينوي، هغه د اسلام مقدس دين دى. دا چې تاسې د امريکا په تاريخ کې لومړى تور پوستى ياست، چې د سپينې ماڼۍ واګي په لاس کې اخلئ، د تاريخ په پاڼوکې دا هم ورزياته کړئ، چې تاسې د امريکا په تاريخ کې هغه لومړى ولسمشر واوسئ چې حق ومنئ او د اسلام سپېڅلې عقيده خپله کړئ. له موقع څخه په استفادې سره غواړم ستاسې پام يو څو ټکو ته راوگرځوم. لومړى دا چې ايا تاسې پوهېږئ، چې ستاسې ولس له يوه داسې امت سره په جگړه کې ښکېل شوى، چې د يوه جسد مثال لري او دغه جگړه پيل لري، خو پاى نه لري. د امريکا دا اټکل ناسم دى، چې په يوه اسلامي هېواد بريد په يوه هېواد بريد دى. هيڅکله داسې نه ده! تاسې په خپل اټکل کې تېروتي ياست؛ نو ځکه مو جگړه له اټکله اوږده او لگښت موله تخمين څخه زيات او خساره مو له اټکله څو چنده زياته وليده؛ دا ادعاء نه ده، دا د بوش خپل اعترافات دي. اوس چې د امريکا ولس هم په دې پوهېدلى، چې واکمنو يې د اټکل پر خلاف جگړې ته کوز کړي او د راوتلو لار نه گوري. په نړۍ کې چې امريکايانو د يوه ځواک په توگه ځاى درلود؛ نن يې هغه حيثيت بايللى. د جگړې په ډگر کې يې د وسايلو، ټکنالوژۍ او افرادو ماتې هغه څه دي، چې د امريکايانو رعب او داب يې په صفر کې ضرب کړي. له دې جگړې څخه د راوتلو په هيله يې تاسې ته خپله رايه درکړې. دا چې تاسې د تور پوستو په توگه په امريکايي ټولنه کې پرېوتې اقليت ياست، خو بيا هم دغه ولس ستاسې د هغو ژمنو په هيله، چې د امريکا بايللى حيثيت به راوگرځوئ، د دغه هېواد ويجاړ اقتصاد او امنيت به بېـرته ورغوئ او د دوى بچي به له جگړه ييز حالت څخه رابهر کړئ؛ تاسې ته رايه درکړه. له دې څخه تاسې خپله اندازه واخلئ، چې امريکا څومره گواښمنو څپو لاهو کړې، چې اوس هر کمزوري او قوي بوټي ته د خپل نجات په تمه لاس غځوي. که تاسې غواړئ، چې له خپل ولس سره په ژمنو وفادار واوسئ او ريښتيا هم امريکايانو ته د وحشت پر ځاى د انسانيت، د گواښ پر ځاى د امنيت او د غربت پر ځاى د پياوړي اقتصاد حيثيت خپل کړئ، نو بې له ځنډه دبوش او د امريکا په تېره پاليسۍ د بطلان کرښه راوکاږئ . په سمدستي توگه د افغانستان په گډون له ټولې اسلامي نړۍ څخه خپل ځواکونه وباسئ، له مظلومو ولسونو څخه بخښنه وغواړئ او د وراوښتو زيانونو تاوان ومنئ. ايا تاسې پوهېږئ، چې هره پېښه لامل لري او ترڅو چې لاملونه له منځه ولاړ نشي، د پېښو مخنيوى ناشونى دى. په امريکا د يوولسم ستمبر د بريدونو په گډون ټول بريدونه او گواښونه هم لامل لري، تاسې بايد د امريکا د گټو په خاطر او د خپل ولس د خونديتوب په هيله دغه لاملونه درک کړئ او له منځه يې يوسئ، چې هغه د اسراييلو په اړه د امريکا ناکامه پاليسي ده. اسراييل يوازې په منځني ختيځ نه، بلکې په ټوله نړۍ کې د فسادونو منشا او سرچينه ده، د امريکا لخوا د اسراييلو بې درېغه ملاتړ امريکا هم له گواښ سره مخ کړې. د بيت المقدس مسالې ته د فلسطين يا د عربو د قضيې په توګه کتل حماقت دى، د بيت المقدس قضيه د ګرد اسلامي امت قضيه ده او ترڅو چې بيت المقدس له گواښ سره مخ وي اسراييل او ملاتړي به يې هيڅکله له بريدونو په امن نشي. تاسې خبر ياست، چې اسراييلو تل هڅه کړې بيت المقدس و نړوي او اوس يې هم په بېلا بېلو لارو د بيت المقدس د ورانولو هڅې پيل کړي؛ نو په دې صورت کې د اسراييلو ملاتړ او حمايت د اسلامي امت پر وړاندې د يوې داسې جگړې اعلان دى، چې پايلې يې ترخې دي. بارک اباما! که تاسې هم د بوش پر پل، پل واخلئ او په تېره پاليسۍ له سره غور ونکړئ، يوازې دا نه چې د امريکا رعب به ختم شي، اقتصاد به يې ونړېږي او مصئونيت به يې له منځه لاړ شي؛ بلکې امريکا به د تاريخ يوه تېره کيسه وگرځېږي، د نني متحده ايالاتو په څېر يو وخت شوروي اتحاد هم په نړۍ د واکنۍ خوبونه لېدل چې په زوال تعبير شو. دا چې تاسې له عراق څخه د خپلو ځواکونو د ويستلو پرېکړه کړې، دا يوه ښه پرېکړه ده، د نورو ازادي سلبول، د هغوى پر حقوقو يرغل، د بې گناه انسانانو وژل او زورول او د هېوادونو ورانول په نړۍ کې د امريکا پر وړاندې د پاڅون احساس راپاروي. تاسې بايد د افغانستان په اړه هم دا پرېکړه وکړئ او زر تر زره خپل ځواکونه زمونږ له ګران ټاټوبي وباسئ! تاسې ښايي د افغانستان جغرافيوي موقعيت په ځير نه وي لوستى. ستاسې دا گمان چې افغانستان ته به د نورو ځواکونو په رالېږلو سره دا هېواد ستاسې تر اشغال لاندې راشي، دا يوه ناسمه انګېرنه ده او دا اټکل هم هغومره ناسم دى لکه بوش چې په افغانستان د بريد پر مهال کړى و. د افغانستان موقعيت يوازې دا نه چې ښامارانو ته يې ددې هېواد هضمول سخت کړي، بلکې د تل لپاره يرغلګرو دلته ساه ورکړې اوله همدې ځايه يې د امپراتورۍ د پاى شيبې پيل شوي. بارک اباما! ايا تاسې پوهېږئ، چې په دې سيمه کې په ټکنالوژۍ سمبال رقيبان لرئ؟، هغوى هيڅکله په دغه سيمه کې ستاسې تسلط نه شي زغملى، په ويتنام کې د ماتې کيسې به مو په زړه وي؟ تاسو خو يوځل دغه سيمه ازمايلې، د بيا ازمېښت اړتيابه نه وي؛ خو که تاسې بيا هم دا تېروتنه تکراروئ، نو بيا ددې تابيا هم ولرئ، چې د اور دغه لمبې په سپينه ماڼۍ راتاوېدلاى شي او يوه ورځ د واشنګټن او نيويارک په ښارونو کې هم د هلمنداو فلوجې حالات راتلاى شي. که ستاسې موجوده ځواکونو لږ څه برياليتوب ترلاسه کړى واى، نوکېداى شول، چې د نورو ځواکونو په رالېږلو به مو د لا زياتو برياليتوبونو تمه درلوداى، خو دا چې د اووکلونو په تېرېدو د اربونو ډالرو په لگښت او د زرگونو پوځيانو په قربانۍ بيا هم نه تاسې د افغانستان ځمکه تر کنټرول لاندې راوسته، نه مو د خلکو زړونه خپل کړل او نه مو د خپل خونديتوب هيله ترسره شوه؛ برعکس د هرې ورځې په تېرېدو سره سيمې له لاسه ورکوئ او د خلکو نفرت او کرکه ستاسې پر وړاندې مخ په زياتېدو ده. يوازې په افغانستان نه، بلکې په ټوله نړۍ کې د امريکايانو ژوند له گواښ سره مخ کېږي. د نورو ځواکونو رالېږل يوازې همدا پايله درلودلاى شي، چې ډېرې جنازې به يوسئ، د لگښت کچه به مو زياته شي او د ډېرو ځواکونو په رالېږلو سره بيا هم ستاسې ناکامي ستاسې په تندي د شرم او پېغور يو بل داغ دى. افغانان د خپلې سپېڅلې عقېدې او هېواد په دفاع کې د جګړې لپاره پوره چمتووالى او صلاحيت لري، ډېر هغه کسان چې تاسې يې خپل ملگري او غلامان گڼئ، بيا هم د خپل افغاني طبيعت له مخې له تاسې څخه کرکه لري او ستاسې پر وړاندې د مبارزې له کاروان سره پټه خوله ملگرتيا او همکاري لري. په افغانستان کې ستاسې زيات شتون او دنوروخت لپاره پاتې کېدل په سيمه کې ستاسې پر وړاندې د نويو خوځښتونود راټوکېدو سبب گرځي، چې بيا به له سيمې څخه د ځواکونو په ويستلو آرام نه شي. بار ک اباما! تاسې په داسې حالت کې د جگړې له برکته د کمزورۍ پر خوا روان ياست، چې ستاسې رقيبان ورځ تر بلې د قوت او ځواکمنۍ په لور گامونه اخلي . تاسې په افغانستان کې د نورې نړۍ له ملگرتيا څخه د تجريد پر لوري ښوځېدلي ياست؛ خو بل خوا د مجاهدينو مقاومت ته ډېر هېوادونه هيله من شوي او غواړي اړيکې ورسره ټينگې کړي. مخکې له دۍ، چې د وتلولارې مو بندې شي او بيا د واشنگټن په توگه له افغانستان څخه ووځئ؛ ښه به داوي، چې له اوسني حالت څخه په استفادې سره د متحده ايالاتو په توگه زمونږ گران هېواد تخليه کړئ او نور خپل يرغل ته د پاى ټکى کېږدئ. پرېږدئ، چې افغانان په خپل هېواد کې د خپلې خوښې اسلامي نظام رامنځ ته کړي . له هغه قوم سره جگړه فتحه نه لري، چې مرگ له ژوند څخه بهتر بولي. لا تراوسه يې مازغـــه پـــــــه قرار نه دي چا چې ما سره وهلى سر په سنگ دى مولوي انوارالحق "مجاهد" د عاليقدر مولوي محمديونس خالص رحمه الله جانشين او د تورې بوړې د محاذ مشر تاريخ / ١٥/١٢/٢� � ٨ز _ ١٣٨٧/٩/٢٥ل - بېرته شاته