(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتو په ليکدود ( ابېڅې) کې و يو ستر بدلون ته اړتيا ده

لکه څنگه چې موږ او تاسي ته دا مالومه ده چې پښتو څه دپاسه پنځه نيم زره کاله لرغونې ژبه ده او بېلابېلو پړاونو کې راغليو شکېلاکونو دا تر خپل اغېز لاندې راوستلې ده خو د سوچه او ار شي ځانگرتياهم دا وي چې هغه که هر څومره په گند کې ولوېږي خو څه وخت وروسته هغه خپله اره بڼه بېرته ښکاره کوي هم دغسي پښتو د يوناني، فارسي، عربي ، سنسکريت او نورو ژبو تر اغېز لاندې راغلې وه خو پښتودخپل سوچه تورو اواهنگ د خوږوالي له کبله هغه پرېدي توري بېرته وغورځول او خپله سمونه يې وکړه ددې شا ته د پښتون قام هغه زبردسته ځانگرتيا ده چې دوی له خپلې ژبې،خپل وطن او خپل کلتور سره بې کچه مينه لري۔ که چېري اسلام ددوی له پښتو(دود)او کلتور سره سمون نه خوړلای نو شايي چي دوی تر اوسه لا اسلام هم نه وای منلی۔ ژبه که يوې خوا ته ويل کېږي او اورېدل کېږي نو بلې خوا ته ليکل کېږي او لوستل کېږي هم ۔ د پښتو ويل او اورېدل خو لکه چې څنگه مومخکې ياته کړې ده چې څه دپاسه پنځه نيم زره کاله تاريخ لري خو ليکلې بڼه يې دوه نيم زره کاله پخوانی تاريخ لري چې ډاکټر کبير ستوری په خپل کتاب ژبساپوهنه کې د پروفيسر ډاکټر گل جانان په حواله ليکي چې دپښتو پخوانی ليک ميخمري و چې د مېخي ليک په نامه هم يادېږي دمېخي ليک څخه مطلب هم دادی چې دمېخي څهرو په شان توري لري او دهغو مېخمري ډېبونو الفبا چې په پښتو پورې اړه لري تراوسه د پېژندل شول تورو شمېر ۳۶ ته رسېږي ۔ خو د پښتنو داسلام له منلو سره سم عربي ليک دود وپښتو ته راننووت هغه وخت خو داهم دپښتو دپاره لوی پرمختگ و چې په دې ليک کې دپښتو ستر خدمتونه وشول او پښتو ادب ډېرزيات پر مخ ولاړه او داخبره هم له هيچا څخه پټه نه ده چې هغو خلگو دپښتو دپاره زيات کارونه وکړل کوم چې عالمان ول يا مذهبی خلگ ول خو نن که موږ فکر وکړو نو د عربي هغه ليک چې و پښتو ته ورکړل شوی دی دپښتو ټول ږغونه نه وړاندي کوي او دپښتودغه ليکدود موږ ته نيمگړی ښکاري ولې که يوې خوا ته د عربي د لسو بېځايه ږغونو چې په پښتو کې هيڅ نه ويل کېږي دا ليکدود ډېر بې مانا کړی دی لکه ث،ح،ذ،ص،ض،ط،ظ، ع،ف،ق نو بلې خوا ته دپښتو بېلابېلو ږغونو ته يو ليک يا گرافيم ورکړل شوی دی چې بېلگې يې دا لاندينۍ دي: ۱۔ واو څلور ږغونه لري چې په يوه ليک (ګرافيم ) يې غاړه ورايستلې ده ا۔ اوږد واو لور (ښځينه اولاد) ب ۔ لنډ واو لور ( دغنمو درېبلو اله) پ ۔ زوروال واو لور ( د مېړه ورور) ت ۔ زورکيوال واو ټ ۔ جزم وال واو لوز ( وعده) « په هندي کې چې په دېونانگريک ليکدود کي ليکل کېږي پنځه قسمه واو ليکل کېږي لکه ( कन,कू,कु,कौ,को ) » ۲۔ هې درې ږغونه لري چې په يوه ليک (ګرافيم) يې غاړه ايستلې ده ا۔ زورواله هې وزه ( بکري،( goat ب ۔ زورکيواله هې ساړه (يخ،سردي) پ ۔ لنډه هې غاره (سوری) ، غاړه ( مرۍ) « په هندي کې دوې هې دي لکه( कह,कः) » ۳۔ يې چې پنځه ږغونه لري يو خوا ته خو د يې يو ږغ خپل ليک (ګرافيم) نه لري او بلې خوا ته بيا يو ږغ يې دوه ليکونه (ګرافيمونه ) لري ا ۔ کوچنۍ يې سړي (د مرد جمع ) ب ۔ لويه يې وزې (د بکري يا goat جمع) پ ۔ لنډه يې يخې (يخې اوبه) (دغه يې چې څوک يې په لويه يې "ې" اړوي او څوک يې په کوچنۍ يې "ي" اړوي خو حقيقت دادی چې دانه لويه يې ده او نه کوچنۍيې ده بلکې دواړو يېگانو ترمنځ ږغ دی نورې بېلگې يې دادي (نورې،چې،کې، مې )) ت ۔ زورواله يې سړی ( مرد ) ټ ۔ زورکيواله يې خولۍ ( ټوپي) (دغه رنگه دزورکيواله يې دپاره دوه ليکونه (ګرافيمونه ) چې ۍ (چې نومواله يې ) او ئ ( چې کړواله يې ) ورته وايي هسې بې مانا خبره ده ولي چې ليک يا گرافيم د ږغونو پر بنسټ ټاکل کېږي نه د گرامر پر بنسټ ۔ که چېري ددې دوو يې گانو تر منځ دږغ له کبله څه توپير وي نو دابه په يوه ځانگړی گړدود کي وي خو ترڅو چې زه خبر يم زما د هرگړدود له خلگو سره ولاړه ناسته شوې ده خو ما داسې کوم توپير نه دی ليدلی اوکه چېري وي زه به په دې ډېر حيران يم چې څه رنگه يوکس چې هغه دپښتو په گرامر هيڅ نه پوهېږي په مورزاده توگه د نوم (اسم ) او کړ (فعل) دپاره بېل بېل ږغونه کاروي ۔ دغسې و زورواله او زورکيواله يې ته نارينه او ښځينه يې نوم ورکول هم ډېر بې سر وپښو کار دی ولې چې ضروري نه ده چې زورواله يې د هر ځای په نارينه تورو کې وکارول شي يا د زوکيواله يې هر وخت د ښځينه تورو دپاره په کار راشي۔ ۴ ۔ د گاف سمه بڼه د "ګ" پر ځای "گ" ا ۔ محترم مجاور احمد زيار صاب دا دليل وړاندي کړی دی چې دکومو ژغونو په ويلو سره ژبه کړی کېږي و هغو گرافيمونو ته کړی ورکول کېږي له ( ټ، ډ، ړ، ڼ ) و گاف ته ځکه کړی نه ورکول کېږي ولې چي د گاف په ويلو ژبه نه کړی کېږي۔ ب ۔ په اردو ژبه کې د هغو گرافيمونو پر سر کوچنۍ "ط" ورکول کېږي دکومو په ويلو چې ژبه کړی کېږي لکه ( ٹ، ڈ، ڑ ) لېکن گاف يې " گ" ليکل کېږي۔ که چېري موږ په پښتو کې د کړۍ واری گاف سم وگڼو نو په اردو ژبه کې به هم د گاف پر سر کوچنۍ "ط" راتلای ۔ پ ۔ ما د ښوونځي په زده کوونکيو يوه سروې وکړله چې اوسط پايله يې داراغله چې څومره وخت چې د "گ" په ليکلو ولگېده تر هغه ۳۳ په سلو کې زيات وخت د "ګ" په ليکلو ولگېده۔ نو له دې څخه دا مالومه شوه چې "گ" تر "ګ" نه يوازې اسانه او لږ وخت نيونکی دی بلکې ارزان بيعه هم دی ۔ ۵۔ زور،زورکی،زېر،پېش،سکون لکه نن سبا په ورځپاڼو، مجلو،کتابونو او ويب پاڼو کې په برنيوحرکتونوکې د پېش پر ځای واو او د زېر پرځای کوچنۍ يې کارول کېږي که هر څومره دا سې کول د حرکاتو ژغ په بشپړ توگه نه وړاندي کوي خوبيا هم ترډېره حده په لوستلو کې اساني ورکوي او د زور،زورکي او سکون حرکتونه تر اوسه هيڅ نخښه نه لري۔ په دې پنځه واړه حرکتونو باندي له سره فکر کول پکار دی چې د ليکدود داسي نظام جوړ کړل شي چي په ليکلو کې اسان هم وي او ارزان هم دغسي په لوستلو کې هم کومه پېچلتيا نه کړي رامخته ۔ د عربي غوندي اعراب که يوې خوا ته په ليکلو کې ډېر وخت او خواري غواړي له بلې خوا ډېر گران بيعه او پېچلي هم دي۔ که موږ دامنو چې پښتو يوه اريايي ژبه ده نو وموږ ته له سره دا فکر کول پکار دی چې موږ دعربي چې سامي ژبه ده ليکدود ولي اوس هم منلی دی ايا د عربي ژبي دا ليکدود دپښتو ټول ږغونه په اسانتيا او بشپړتيا سره وړاندي کولای شي؟ که چېري ددې ځواب مثبت دی نو په لږ څه بدلون سره دي د پښتو ليکدود بشپړ کړل شي او که چېري عربي ليکدود ددې جوگه نه دی چي هغه دې د پښتو ټول ږغونه په بشپړ ډول وړاندې کړي نو بيا زموږ ژبپوهانو ته دا پکار دي چې د نړۍ د ټولو سکرپټونو ( بنسټيز ليکدودونو) مطالعه وکړي هغه انگرېزي دی که عربي دی که هندي که چينايي، که چاپاني که نور او دا د مالومه کړي چې پښتو په کوم سکرپټ کې په بشپړ او په اسانه توگه ليکل کېدای شي۔ ما د هندي (ديونانگريک) سکرپټ مطالعه کړې ده زما په اند خو پښتو د عربي سکرپټ په پرتله په هندي سکرپټ کې زياته په ښه توگه وړاندې کېدای شي په هرحال دا که څه هم پېچلې ستونزه ده خو دومره نه ده موږ ته لږ سوچ پراخول پکار دی موږ بايد چې اسلام پالنه د پښتو ږبې تر عربي ليکدود پوري محدوده نه کړو بلکې اسلام پر خپل ځای او پښتو پر خپل ځای وپالو۔ په بنگالي، هندي، يوناني، انگرېزي، فرانسيسي، الماني، چينايي او چاپاني ژبو ويونکيو کې هم ښه مسلمانان شته او هم پکې عالمان او مذهبي ليکوالان شته نو بيا موږ ولي د پرېديوخلگو او پښتو دښمنانو دا پروپيگينډا ومنو چې پښتو ددوزخ ژبه ده، پښتو سړی لېونی کوي، پښتو په کوم بل سکرپټ کې ليکل کفر دی ۔ دعربي ژغونه (گرافيمونه) له پښتو څخه ايستل گناه لري ولي چي هغه تور بيا په سمه توگه نه ادا کېږي۔ ځنې خلگ بيا دا دليل وړاندې کوي چې اوس په پښتو کې بېخي زيات کار شوی دی په هر شعبه کې که هغه مذهبي ده که ادبي ، که ساينسي ده که مسلکي بېخي زيات کتابونه او ويب پاڼې په عربي ليکدوديز پښتو باندې ليکل شوې دي نو داسي کول پښتو له بېخ او جرړو څخه را ايستل دي ۔ و دې وروڼو ته به زه دا ووايم چې دا يويشتمه پېړۍ ده دا د ساينس او ټيکنالوژۍ پېړۍ ده اوس خو د ژباړې دپاره هم په کمپيوټر باندې سافټ وېرونه کارول کېږي او په منټو کې لوی لوی کتابونه په بله ژبه ژباړل کېږي او دسکرپټ بدلونه خو بېخي ډېره اسانه ده هغه ځکه چې پښتو که عربي سکرپټ کي وي هم او که په انگرېزي يا بل سکرپټ کې وي هم يو رنگه ادا کېږي ۔ ولې چې د يوې ژبې له يوه سکرپټ څخه وبل ته په اړولو نه خو څه گرامري ضابطې پکار دي او نه د لغاتو بدلونې ته څه اړتيا شته هم يوه جمله او يوه ږغ وي يوازې له يوې بڼې څخه بلې بڼې ته اړول کېږي۔ او داسي سافټ وېرونه خو لا ډېر پخوا جوړ شول چې په اورېدلو سره ليکل کوي نو يو کتاب که هر څومره لوی وي نو لوستل خو يې پرله پسې دوې ورځې لا نه خوري نو داسي يې قياس کړه چي يو کتاب به په دوې ورځي کي وليکل شي ۔ دا دپښتوليکدود دپاره ډېر نازک وخت دی که چېري موږ د پښتو دا نيمگړی ليکدود بشپړ نه کړو او له پرېديو بې مانا او بې کاره ږغونو يې پاک نه کړو نو بيا به پښتو يوه داسي عجبه غوندې ژبه جوړه شي چې ويل کېږي به يورنگه او ليکل کېږي به بل رنگه ۔ کمپيوټر به وي ټيکنالوژي به وي هره اسانتيا به وي خو پښتو به هغه بنسټيزي تخنيکي نيمگړتياوي لري چي نه به يې کمپيوټر سمولای شي او نه به يې نوي ټيکنالوژۍ چې پدې باندې به راتلونکی کهول موږ هيڅ کله ونه بخښي۔ احسان الله کاکړ کادي کڅ زيارت سهېلي پښتونخوا ۱۹-۱۲-۲۰۰۸ - بېرته شاته