(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان په اوسنیو شرایطوکې د ځوانانو مسّؤلیتونه

ځوانان د یوی ټولنې هغه فولادي قوت دی ّّچه کولای شي په بیلابیلو پړاوونو کې غورځنګونه او انقلابونه منځ ته راوړي او د حکومت جوړولو په ټولو اړخونو کې فعاله ونډّه ولري او د خپلو حقوقو څخه پوره دفاع وکړي. افغانستان په تیرو دریو لسیزو کې د داسی کورني جنګونو، کړاونو، سیمیزو او قومي تبعیضونو شاهد وؤ چه سارۍ یې په ټوله ڼړی کې نه لیدل کیده. افغان ملت درپه دره شو، ښکلۍ افغانستان په خاورو او کنډوالو بدل شو، میندی کونډې شوی، ماشومان یتیمان شول ځینو کورنیو چه څه نا ّڅه د هجرت توان درلود په ډیر خوارشینۍ اوبی وزلۍ سره ګاونډیو ّهیوادونو ته مهاجر شول او له هر رنګه کړاونو او محدودیتونو سره سره د هجرت او جلاوطنۍ ژوند ته دوام ورګړ. هغه کورنې چه د جنګ په میدان کی پاتې وی له هر ډول امنیتي اقتصادي او ټولنیزو تکالیفو او کړاونو سره مخ ول. باید په ښکاره ډول سره ووایو هغه ّځوانان چه په تیرو دریو لسیزو کې په جنګي شرایطوکې لوی شوي دي هیّڅ ملامت نه دي، ځکه چې امنیتي او اقتصادي مشکلات یی لرل، د زده کړې او تحصیل زمینه ورته برابره نه وه، آن تر دې چه ډیرو ځوانانو د راتلونکي ژوند تمه نه لرله. دا یوه معلومه اوښکاره خبره ده چه جنګي شرایط نه یواځې د یوی ټولنې په امنیتي، اقتصادي، سیاسي او ملي ارزښتونو تاثیر لري بلکې د ملت په خاصه توګه د ځوانانو په روحیه، ټولنیزو اخلاقو، زده کړه او فکرونو هم ډیری اغیزې لري چه نن سبا زمونږ ډیر ځوانان ددغو بدو اغیزوپه نتیجه کې په هیوادکې د ځینو نا امنیو او نا خوالو لامل ګرځیدلي دي او په همدې ډول ځینې ځوانان د هجرت په دوران کی د پردیو د کلچرونو، فکرونواو ایډیولوژی تاثیرلاندې راغلي دي چه تر نورو زیات سیمیز، ژبیز او قومی تبعیضونو ته لمن وهی او نه پریږدي چه ګران افغانستان کې امن او څوکالي راشي. ددې ټولو بد بختیو اوکړاونو تر څنګ په ډیری خوښی سره باید ووایو چه زمونږ ډیر ځوانان د هجرت په دوران کې د هر ډول مشکلاتو او کړاونو سره سره د زده کړې ډیرې ښې زمینې ورته برابری وی او د ښه زده کړې او تحصیل خاوندان شول، چه بیرته ګران وطن ته راستنیدوسره یی ډیرې ښې لاسته راوړنی لرلې. همدا رنګه ډیرو ځوانان په افغانستان کې د نا امنۍ او جنګي شرایطو سره سره یې خپل زده کړې او تحصیل ته ډیر پام وو اود هر رنګه مشکلاتو او کړاونوسره سره یې خپلو درسونو او تحصیل ته ادامه ورکړه. بی له شکه باید ووایو چه په هغو بدو شرایطو کې ځینو والدینواو کورنیو د خپلو اولادونو په روزلو کې ډیره فعاله ونډه درلوده چه په ځانونویې هر ډول کړاونه اوتکالیف قبول کړل ولې خپلو اولادونوته یې د زده کړې او تحصیل زمینې برابری کړې او له هر څه نه یی زیات د هغوي راتلونکي ته ډیر پام وو چه زه هم د همدغو ځوانانو له جملې څخه یو خوشبخته او طالعمنده ځوان یم او همیشه خپلې کورنۍ او موروپلار ته دعا کوم اود څښتن تعالی څخه ددوي د خوشحالۍ او صحت غوښتونکۍ یم. د افغانستان په اوسنیو شرایطوکې سره له دې چه اکثرو ځوانانوته ښه امکانات برابر دي او د اقتصاد له پلوه هم ّّڅه نا څه بد ندي، خو څرنګه چه لازمه ده د نسبي امکاناتو او وخت نه یي پوره ګته نده اخیستی. دا اوس مهال په افغانستان کې د ښونځیو،پوهنتونونو، بهرنیوژبو، ساینس او کمپیوټر اود ځینو نورو تعلیمي کورسونو ښه زمینه برابره ده او د اقتصاد له پلوه هم ډیر ځوانان ددې وس لري چه عالي تحصیلات وکړی او یا په خصوصي برخو کې کورسونه تعقیب کړي او په آینده کې د ویجاړ وطن لپاره د خدمت مصدر وګرځي. ولې له بده مرغه باید ووایوچې چه ځینې ځوانان د ښونځي او یاد ژبې د کورسونوپه ختمولو اکتفا کوي او یا یې ښونځي هم نیمګړي پریښي دي او په ځینو بهرنیو غیر دولتي موسسو کې کار کوي، یا هم په غیررسمي توګه د بهرنیو نظامي او یا ملکي وګړو سره په ترجمانۍ بوخت، ډالری معاشونواو موټرو ته خوشحاله دي اویا داسې ځوانان هم شته چه د ښه علمي او فکري استعدادونو خاوندان دي ولې له بده مرغه ځینو ګاونډیواونورو هیوادونو ته د کاراو مزدورۍ لپاره ځي خو دې ته متوجې ندي چه راتلونکی ژوند لری او د خپل ځپلي وطن بی وزله ملت او راتلونکو نسلونو په مقابل کې درانه مسؤلیتونه لری. دافغانستان په اوسنیو شرایطوکې، ځوانان له هر څه نه وړاندې خپل زده کړې او تحصیل ته باید زیاته توجه وکړي، ځکه چه افغانستان تکړه او با استعداده ځوانانو ته اړتیا لري او د ځوانانو د هدف ته رسیدو یواځنۍ لار ده، دوي د اوسني شراط غنیمت وګني او له وخت نه د پوره ګته واخلی. ټول ځوانان د لاس یو کړي او د یو واحد قوت په لرلو سره کولای شي چه هر رنګه ژبیزُ، قومیز او منطقیز تبعیضونه له منځه یوسي، ددریو لسیزو له تاریخ نه د عبرت واخلی او پرینږدي چه هغه شرایط او کړاوونه بیا تکرارشي، که چیریٌ ځوانان ملي یوالۍ او وحدت ولری نو هر څه کولې شي. د ویجاړ وطن په جوړولو کې د فعاله ونډه واخلي، افغانستان په ټوپک نه جوړیږي، بلکې په قلم او مټو جوړیږي که چیرې ځوانان لاس یو کړي او په پوره صداقت کار وکړي نو واضح خبره ده چه ددوي زحمتونه به پوره نتیجه ورکړي. هغه ځوانان چه په دفترونو او دولتي اداروکې کار کوي، کولی شي چه د بډې اخیستنی او بډې ورکونی مخه ونیسي او اداري فساد له منځه یوسي، پدې شرط چې دوی په پوره صداقت او ایمانداری کار وکړي او اصلي هدف یی د ویجاړ افغانستان جوړول وی نه د پیسو او مقام لاس ته راوړل. هغه ځوانان چه افغانستان نه بهر ژوند کوي، که د مالي مرستی توان لری نو له بی وزلو ځوانانو سره د مرسته وکړي تر څو وکولۍ شي خپل تحصیل او زده کړې ته دوام ورکړي، او هغه ځوانان چه په بهر کی پخپله په زده کړه بوخت دی او د مالی مرستی توان نه لری نو کولی شي چه خپلو ملګرو او نورو ځوانانو ته نیکې مشورې ورکړي او دوي خپلو درنو مسؤلیتونو ته متوجه کړي. نو راځی ځوانانو چه لاس سره یو کړو او په پوره صداقت او ایمانداری خپلې دندې مخ ته بوځو اود بې وزله ملت او ویجاړ افغانستان د جوړولو لپاره ملا وتړو. تول افغانان یوو، دیوه ملی بیرغ لاندی ژوند وکړو اوپری نږدو چه دښمنان زمونږ په منځ کې تفرقه واچوي د ژبی، سیمې او یا قوم په بهانه مو سره بیل کړي de Afghanistan pa osanaeu sharayatom ki de zwananu masoliatona. By: pohyalai asadullah hamid pyarokhil - بېرته شاته