(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماشومانو سره دا سلوک؟

ورځپاڼه وحدت د تيرې نهې (سې شنبې) ورځ وه اؤ زما چُوټى وه نو پۀ شيخ اباد نمبر 4 ( ګنج ) کښې د يؤ خپلوان خوا ته لاړم. د ماذيګر وخت ؤ د هغۀ سره ددغې محلې د مسجدِ عمر فاروق پۀ صحن کښې ناست ووم اؤ څۀ خبرې مو کؤلې. زما توجه به اکثر د ګلونو پشان د هغو ښکلو ښکلو ماشومانو طرفته شوه چې زمونږ پۀ مخه به د سبق لپاره جومات ته ننوتل. زړۀ مې ډير خوشحاله ؤ خو ناڅاپه د جومات دننه داسې درزا شروع شوه لکه سړی چې د ټاټ کپړه د وينځلو لپاره پۀ څوباړى پۀ زوره زوره وهى. ورسره سم د يؤ ماشوم داسې کړيکې هم اوچتې شوې چې نزدې وه زړۀ ئې راله چؤلی وی. زۀ پۀ منډه پاڅيدم اؤ جومات ته ورننوتم. څۀ ګورم چې يؤ بدشکله قارى سره دومره لوئى کوتک پۀ لاس کښې دی چې ما پۀ خپل ژوند چرته د ميښو والا سره هم نۀ ؤ ليدلی اؤ پۀ زوره زوره لګيا دی يؤ ښکلی ماشوم پرې داسې وهى لکه بدن چې ئې د غوښو نه نۀ بلکې د خاؤرو شګو نه جوړ وى. ورسره نور ناست اؤ ولاړ ماشومان هم د ډيرې ويرې نه راغونډ شوى دى اؤ رنګونه ئې زيړ تښتيدلى دى. زۀ دې منظر ډير زيات ودردؤلم اؤ پۀ منډه ورغلم د قارى لاسونه مې ونيؤل. اؤ پوښتنه مې ترينه وکړه چې دا ماشوم دومره پۀ بې دردۍ سره ولې وهې؟ هغۀ لکه د ليونى غوندې سَر وڅنډو، ماله ئې ديکه راکړه اؤ غړمبا ئې کړه: " اخوا شه! نن ئې وژنم، نۀ ئې پريږدم. دا دوه ورځې ولې نۀ ؤ راغلی". ما ورته ووئيل چې تۀ ورسره داسې د څاروؤ سلوک کوې نو څنګه به راشى؟ هغۀ بيا سَر وڅنډو اؤ خواته ولاړ يؤ بل ماشوم باندې ئې راکيښودې. زۀ خداى شته جومات غوندې مقدس ځاى کښې د ګل پۀ شان ماشومانو ( چې مور اؤ پلار ئې پۀ ډيره مينه اؤ هيله د دين د تعليم لپاره راليږى) سره پۀ دې ظلم اؤ ليونتوب ډير ودرديدلم اؤ د قارى سره د څه لانجې کؤلو نه بغير پۀ ډير بَد زړۀ د جومات نه راووتلم. البته د راوتو پۀ وخت مې د هغه قارى نوم معلوم کړو چې چا راته طاهر راوښودو. وروسته نور تحقيق سره معلومه شوه چې دی د ماشومانو سره هم دا سلوک کوى اؤ د ګڼو ماشومانو لاسونه اؤ ښپې ئې هم ماتې کړى دى. ددې وجې نه ډير ماشومان د کورونو نه د جومات د سبق لپاره ووځى خو بل چرته لاړ شى اؤ پۀ نتيجه کښې بيا د مور اؤ پلار د وهلو سره هم مخ شى. ددې ماشومانو به څۀ مستقبل وى، څۀ به تعليم حاصل کړى اؤ څۀ به ئې ذهنى صلاحيتونه وده وکړى چې جومات ته ځى نو د قارى د ظلم سره مخ کيږى اؤ کۀ نۀ ځى نو د مور اؤ پلار سزاوار کيږى؟؟ د دغه جومات د امام مولوى محمد جمال حقانى سره چې مې پۀ دې حقله خبرې وکړې نو هغۀ ووئيل چې قارى طاهر ددې محلې د ډيرو ماشومانو لاسونه مات کړى دى اؤ د ماشومانو سره ډير بدسلوک کوى خو زۀ د هغۀ خلاف هيڅ نۀ شم کؤلی ځکه چې هغه چا دې جومات ته راوستی دی زۀ د هغوى د مخالفت وَس نۀ لرم. دۀ زياته کړه چې زۀ د دې قارى د سلوک اؤ کردار نه ډير سخت تنګ يم خو چې د محلې خلق ددۀ خلاف څۀ کارروائى نۀ کوى نو زۀ څۀ کؤلی شم!!؟ راقم چې پۀ دې باب لږ نور تحقيق وکړو نو معلومه شوه چې پۀ ډيرو جوماتونو اؤ مدرسو کښې د ماشومانو سره دا رنګه سلوک کيږى. کوم چې د ماشومانو د مشقت ( چائلډ ليبر ) يؤ بدترين شکل دی. دا ډيره د تعجب خبره ده چې د تيرې څۀ مودې نه وفاقى حکومت پۀ مدرسو کښې د اصلاحاتو اؤ نوى والى خبرې کوى اؤ دې سلسله کښې ئې ډيرې دعوې هم کړى دى اؤ بل طرفته د پښتنو صوبه کښې د متحده مجلس عمل حکومت د حسبه بِل پۀ نوم د يؤ داسې قانون د منظورؤلو لپاره غير معمولى هلې ځلې کوى چې د دوى پۀ خيال د جوماتونو نه بهر به د هر مرض علاج وى. خو ايا داسې څۀ قانون هم شته چې د جوماتونو دننه د داسې کارونو مخنيوی وکړى؟ دا څۀ د معمولى نوعيت خبره نۀ ده بلکې بايد چې پۀ دې ډير غور وشى ځکه چې د ماشوم د ښۀ تربيت، ښۀ تعليم اؤ ښۀ صلاحيت لپاره ضرورى ده چې د هغۀ سره ښۀ سلوک وشى، مينه ورسره وشى، حوصله افزائى ئې وشى اؤ د جذباتو خيال ئې وساتل شى. پۀ داسې وخت کښې چې د ماشوم ذهنى صلاحيتونه د ودې پۀ حالت کښې وى، د هغۀ وهل ټکول اؤ بدسلوکى ورسره کؤل هغه پۀ ذهنى طور د عُمر عُمر لپاره مفلوج کوى اؤ د تعليم نه ئې متنفر کوى. اؤ دا د تجربې خبره ده چې راروان وخت کښې داسې ماشومان د قام اؤ ملک پۀ کار خو څۀ چې د خپل ځان پۀ کار هم نۀ راځى. وفاقى حکومت اؤ د متحده مجلس عمل حکومت له پکار دى چې د يؤ قانون اؤ بل قانون د جوړؤلو پۀ نوم د هاؤ هُو پۀ ځاى سنجيدګى خپله کړى اؤ دې اهمو کارونو پله پام وګرځوى. نن سبا خو د علمائی کرامو حکومت د دنيوى تعليم اهميت هم منلی دی اؤ حتى چې د تعليم صوبائى وزير د ښځو لپاره د يونيورسټيانو اؤ کالجونو جوړؤلو کښې هم ډير سرګرم دی نو پکار ده چې د دينى تعليم پۀ دې صورت هم خپله مهربانى وکړى تر څو ماشومان د دين نه د متنفر کيدو اؤ پۀ ذهنى طور د مفلوج کيدو نه بچ شى. د انسانى حقوقو، خصوصاً د ماشومانو د حقوقو ادارو له پکار دى چې يوازې د شيخ اباد نمبر4 د مسجدِ عُمر فاروق نۀ بلکې نورو جوماتونو کښې د ماشومانو د زده کړو د حال احوال معلومؤلو لپاره دې کله کله د دغو ځايونو دورې کوى اؤ پۀ خپله دې ګورى چې د ماشومانو سره څۀ څۀ سلوک کيږى. د ماشومانو مسئلې يوازې پۀ دې نۀ شى حل کيدی چې کوم فائيو سټار هوټل کښې راټول شئ، خپلې خبرې يؤ بل ته وکړئ، ښۀ دروند خوراکونه وکړئ اؤ کورونو ته مخه کوئ. د پښتنو پۀ معاشره کښې اګر چې د ماشومانو پۀ تربيت کښې پوره پاملرنې ته اهميت نۀ ورکؤل کيږى خو هغه د شاعر خبره چې: ستاسو لپاره خو به ځانله پيغمبر نۀ راځى پکار ده چې پښتانۀ اوس پۀ دې خبرو ځان پوهه کړى چې د ماشوم ښۀ تربيت اؤ ښه پاملرنه د هر څۀ نه زيات ضرورى دى ځکه چې ماشومان د دې قام اؤ ملک سبانى مشران دى. نو مور اؤ پلار له هم پکار دى چې يوازې پۀ دې کار نۀ کيږى چې بچی مې جومات يا سکول ته وليږلو اؤ ځان مې ترينه خلاص کړو، نور هغه پوئى شه اؤ استاذ ئې. پکار ده چې د ماشوم د ضرورتونو خيال وساتلی شى، د هغۀ خبره واوريدلی شى، د ويرؤلو پۀ ځاى ئې ډاډګيرنه وشى اؤ پوره خيال ئې وساتلی شى. اؤ کۀ استاذ ئې ورته ښۀ سبق نۀ وائى يا ورسره بد سلوکى کوى نو بايد چې د هغۀ نه تپوس وکړى. دا د مور اؤ پلار ذمه وارى ده دپښتنو قامی سنګر ۲۰۰۴ - بېرته شاته