(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بابړه - کۀ د چارسدې کربلا

اې د بابړې خاورې ! د چارسدې کربلا ستا په سينه کې ترمې ترمې شيهدان پراتۀ دي (خداېې بښلی عبدالاکبر خان اکبر) دولسم اګست د بابړې د شهيدانو د شهادت ورځ ده - دا ننګيالي خداېي خدمتګار هغه وخت شهيدان کړل شول چې د پښتونخوا د قيوم حکومت د خدايي خدمتګار تحريک په پرامن لاريون بې له څه خبردارۍ ډزې اوکړې - لاريون د خدايي خدمتګار تحريک له اړخه رابللې شوې جلسه ځاېې ته روان و - غونډه د قيوم حکومت د ناوړه ، ناروا اؤ غير سياسي سلوک پر ضد د احتجاج په توګه رابلل شوې وه - قيوم او د هغه انډيوالانو چې د ملک په سياست کې کوم ډول ناوړه اؤ ناروا دودونه وزيږول ، هغه زموږ د سياسي تاريخ ناولې او کرکجنه پاڼه ده - د مخالفو سياسي کارکنانو ځورول ، وهل ټکول ، په سيندونو لاهو کول ، بندي کول ، جائيدادونه سرکاري کول ، په خرو سورۀ ول ، د حيا او ناموس خاوندان بربنډول ، په کوڅو کې ګرځول او پر دغه بربنډ حال کې خپلو کورونو ته ليږل د قيوم شاهي حکومت د هرې ورځې او عادي پيښې وې - په شرافت ، اخلاقيات ، عدالت ، انسانيت ، او قانون نومې يو څيز هم، قيوم او د هغه کورنو او بهرنو انډيوالانو باور نه درلود - په زرهاؤ سياسي غړي په شمول د باچا خان ، ډاکټر خان صيب ، قاضي عطا الله بې شيمره خدايي خدمتګار بغير د څه جرم او ګناه په زندانونو کې پراتۀ وو- له دغه ظلم ،زور ، زياتي او غير سياسي چلن پر ضد خدايي خدمتګار تحريک په دولسم اګست کال 1948ء په چارسده کې د احتجاجي غونډې اعلان کړی و - د غونډې اعراض د قيوم سرکار په ضد خپله ناخوښي ښکاره کول ، سياسي او جمهوري حقوق غوښتل او د نورو صوبو د اولس او نړۍ پام د قيوم ځناورتوب ته راګرځول وو- د حکومت له خوا د جلسې د ناکامه کولو د تمامو هڅو باوجود د صوبې د ګوټ ګوټ نه په زرګهاؤ خلک چارسدې ته را اورسيدل - او د لاريون په شکل کې د بابړې ميدان ته روان شول - هر کله چې لاريون د بابړې ميدان ته ورسيد ، نو پوليس او مليشيا بې له څه خبردارۍ پر دغه پرامنه او تش لاسي خدايي خدمتګارو وچ پر وچه بې دريغه او ړندې ډزې پېل کړې - په سلګونو کارکنان په ټق مړه شول - د ټپيانو خو هډو شمير نه و معلوم - سپين ګيرو او زنانؤ قران شريفونه په لاسونو کې نيولي د ډزو بندولو زارۍ کولې - خو شايد هغوۍ پر دې حقيقت نه وو پوهـ چې ويده ضميرونه په داسې خبرو نه ويښيږي - نو ځکه هغه زنانه او بوډاګان هم شهيدان شول او د قران پاک نسخې په مړدکو سورۍ سورۍ او پاڼې پاڼې شوې -د مارټر بمونو استعمال اوشو - او په رښتيا چې د وينو رودونه اوبهيدل - د نامتو صحافي ښاغلي انور خان په وينا په دغه ورځ په ډزو کې دوه د بره شپږ سوه کسان شهيدان شول خو څه سرچينې د مړو شميره تر زرونه هم زيات ښايي - د ژوبل شوو خو څه شمير نه و خو ورغنتونونو ته هم حکم اوشو چې د ژوبلو دارو دورمل او پخې به نه کوي - څه کم يو ساعت کې د شپږ سوه تش لاسي سياسي کارکنانو قتل عام څه وړه پيښه نه وه - په مهذبه نړۍ کې په دغه ډول پيښو تختونه او حکومتونه پاستر شي - دا قتل عام په هغه مملکت خداداد پاکستان کې اوشو چې ايلۀ يو کال وړاندې هم د دغه خدايي خدمتګار تحريک د بې څاري سياسي مبارزې په نتيجه کې ازاد شوی و - او لا د مسلم ليګ دعوا وه چې د اسلام پر نامه دا د اسلام قلعه جوړه شوې وه - خو د قيوم غوږونه چا تاؤ نه کړل - او تپوس به ترې نه څه رنګ شوې وی چې مرکزي حکومت په خپله د قيوم د ځناورتوب پر شا ولاړ ، څه چې شريک و - د پاکستان د جوړيدو فقط يوه اوونۍ وروستو د ګورنر جنرال په حکم د پښتونخوا د خدايي خدمتګار وزارت مات کړی شو - خدايي خدمتګارو ته په اسمبلۍ کې په پنځوسو کې د 33 غړو ملګيرتيا يا ملاتړ په شا ولاړ و - د نوي چاڼ يا د ګورنر راج پر ځاېې قيوم ته دحکومت جوړولو بلنه ورکړل شوه - پر داسې حال کې چې قيوم د اولس او اسمبلۍ د اکثريت نه برخه من نه و - او هم له دغه ځايه د پاکستان په سياست کې د اسمبلۍ د ممبرانو د خرڅيدلو او اخستلو رواج بيا اوموند - او بيا دا يو ښکاره حقيقت دی چې هر کله يو حکومت د اکثريت د ملاتړ نه بې برخې وي نو هم دغه ډول شرميدلی سياست رواج کيږي - او بيا قيوم پخپله هم د څه ويخ ضمير خاوند نه و ، هر کله چې وزير اعلا شو نو په خپل ليکلي کتاب gold and gun ېې په خپله بنديز اولګولو - د قيوم سره د مرکزي پاکستان د ملګيرتيا ددې نه لويه بيلګه څه کيدی شي چې په څلورم جولاېۍ کال 1948 قيوم حکومت يو ارډيننس خور کړو چې له هغې تر مخه خدايي خدمتګار تحريک غير قانوني تنظيم اوګرځول شو - پښتون مجله بند کړل شوه -او هم په دغه حکم کې قيوم حکومت ته واک ورکړل شو چې که اوغواړي نو يو څوک هم بې له څه جرمه او خطا د زندان د تورو تمبو شاته ارتاوهلی شي - د بنديز يا نظربندۍ لپاره څه ټاکلې موده نه وه - د ارډيننس تر مخه يو عدالت هم حکومت پر دې نه شو مجبورولی چې حکومت دې بندي کس ته د هغه د نظربندۍ يا ګرفتارۍ ثوب grounds of detention اوښايي - سره سره حکومت ته د قيدي د منقوله او غير منقوله هر ډول جائيداد ضبط کولو احتيار هم ورکړل شو - د صوبې فرنګي ګورنر چې دا حکم لاس ليک کړو نو شايد چې خپل ضمير ملامت کړو او د ارډيننس په تندي ېې اوليکل -؛ زه دا ارډيننس د ګورنر جنرال محمد علي جناح په هدايت جاري کووم؛ - قيوم او يا ګورنر جنرال صيب خو د وهلو ټکولو او بندونو سره بلد نه وو - ولې د خدايي خدمتګار تحريک لپاره دا څه نوي شيان نه وو - که د هغوۍ دا خيال و او په يقين سره چې و ، چې په وهلو ټکولو ، ګرفتارو ، جائيدادونو ضبطولو به خدايي خدمتګارتحريک او د هغې سياسي اثرات له مينځه يوسي ، نو وخت او د خدايي خدمتګارو حوصلو ثابته کړله چې هغوۍ څومره پر غلطه وو - خدايي خدمتګار تحريک په پښتني دود ، دستور او رواياتو ولاړ د پښتنو وړومبی منظم سياسي تحريک و - دې تحريک د اولس ژوره فکري وداني کړې وه - په اولس کې ېې ژورې ريښې لرلې - د براعظمږي په ازادۍ کې له دغه تحريک بې څارې مبارزې او قربانو نه څوک هم سترګې نه شي پټولی -د شلمې پيړۍ تاريخ ، د هند د ازادۍ او د پښتنو سياسي او سماجي تاريخ به د خدايي خدمتګار تحريک د شتون او ذکر بغير نيمګړی وي - متل دی چې څوک په جارو کړي ميدان راشي ، هغه ته څه پته لږي چې پخوا دلته څومره ګند پروت و - نن که موږ ته څه لږې ډيرې سياسي آزادۍ شتون لري نو دا چا پښتون اولس له په خيرات کې نه دي ورکړي - ددې په شا او اخستلو کې د خدايي خدمتګار تحريک اوږده مبارزه او قربانۍ پرتې دي - په دولسم اګست د بابړې د ننګيالو شهيدانو لوۍ جرم هم دغه و ، چې هغوۍ د جمهوري او سياسي واک او آزادۍ غوښتنه کوله - د بده مرغه حکومتونو د خپلو لنډ وختي سياسي ګټو په حاطر مدام د حقيقي سياسي او قامي تحريکونو د ملا ماتولو ، چقولو او لار ډب کولو هڅې کړي دي - لاکن په دې طريقو سياسي او قامي تحريکونه يا د هغوۍسياسي او سماجي اغيز چيرته هم نشي ختميدلی - البته د لږ وخت لپاره د هغوۍ وړاندې تګ وځنډيږي - ولې تش سياسي تالار ته بنسټ پال او تند لاري قوتونه ، غير سياسي او شډل فکرونه راننوځي ، چې پائلې يې بيا له هيڅ چا لپاره هم ښه زيري نه لري - د اسلامي او دريمې نړۍ معاصر سياسي تاريخ زموږ لپاره ډير سبقونه لري - د خدايي خدمتګار تحريک د پښتنو د سياسي او سماجي مبارزې تاريخ دی - د پښتونخوا د هرې تيګې لاندې ، په هر تنګي ، کنډاؤ او دره کې ، په هره لاره او ګودر د پښتنون ملت د ننګ ، پت ، ميړانې او شکور يوه کيسه پرته ده - هو اوښياران وايي، تشه لاسه ، ته مې دښمن ېې - د ليک لوست نه بې برخې پاتې شوي يا ساتلې شوې ملت د خپل سياسي او ملي تاريخ سره اشنا نه دی - د بده مرغه پښتانۀ په يويشتمه پيړۍ کې هم يو اغيز منه چغه او ميډيا نه لري - چې نړهيز تالار ته خپله چيغه ، خپل سياسي دريځ ، کلتور او تاريخ ور اوښايي - د وخت جنګ د وخت پر کالو کيږي - ميډيا د يويشتمې پيړۍ اغيزمن کالی دی - اوس بايد موږ ټول واړۀ زاړۀ ، پيغلې زلمي ، اديبان دانشوران ، هنرمندان ، فنکاران دغه اړخ ته پام اوکړو او دغه تشه ډکه کړو - چې نړۍ په عمومي ډول او خپل ځوان او راتلونکی نسل په خاصه توګه د خپلو نيکونو د تورې اوميړانې نه خبر کړو - او دغه رنګ ېې د خپل تاريخ سره تړون او پيوستون پيدا شي - د دولسم اګست پيښه زموږ د تاريخ نه هيريدونکې پاڼه ده - بايد چې موږ دغه ورځ په عقيدت او احترام سره اونمانځو - او د بابړې شهيدانو ته د خپل عقيدت پيرزونې وړاندې کړو - پکار ده چې د لر او بر پښتونخوا ورځپاڼې ، مجلې او بريښنايي پاڼې په خصوصيت سره ددغې ورځې د تاريخي اهميت په اړوند ځانګړې ادراېې اوليکي - موږ د پښتو ژبې يواځيني ټيليويژني شبکې خېبر نه هم هيله لرو چې ددغې ورځې پر مناسبت سره خصوصي خپرونې اولري - د بابړې د شهيدانو تاريخ د يو کس ، کلي ، قبيلې يا د يو ګوند نه ، بلکه د هغو ننګيالو بې څاري سر شيندنه د قام اوملت ګډ تاريخ او شته مني ده - د باچا خان فکرونه او د خدايي خدمتګار تحريک مبارزه د يو فرد يا يوې قبيلې لپاره نه ، د ټول ملت لپاره وه - دا به هم بې ځايه نه وي ، که موږ ټول په شريکه سره دا غوښتنه اوکړو چې د دولسم اګست ورځ دې زموږ د اسکولونو په نصاب کې شامله کړل شي - دغه شهيدان زموږ د ملي تاريخ ستوري دي - او بايد چې زموږ په اسمان اوځليږي - زموږ لپاره د اګرې ، علي ګړ ، او د فرغانې د اسمانونو ستوري څه راښکون لري؟ پکار ده چې موږ دا تاريخي حقيقت په پام کې اولرو چې پښتون ملت په خويي او فطرت کې نن هم هغه پرونی ملت دی ، هر کله چې د رهبرۍ او ملت تر ميځ کلک تړون پيداشي رهبري په خپلو هدفونو او مرام کې واضحه وي او اولس د هغوۍ په ژبه د مرام او د مرام د خوږو نه خبر کړل شي - او چې يو ځل د ملت ، په رهبرۍ ، په خلوص او په مرام باور پيدا شي نو پښتون ملت چيرته هم د مال او سر شيندنې نه تيښته نه ده کړې - بېرته شاته