(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په باچا خان جوړ شوې فلم کې زما يوه وړه غوندي حصه

نن چې ما په ټي وي دا خبر وکووت چې په پیښور کښې نن هغه فلم چي يو ې کاناډائي ښځې ټي سې مکلوهن / په حضرت باچا خان باندی په دوويشت کال کښې جوړ کړې وو .د پارټئ د سنئير ممبرانو په شمول د صوبې وزير اعلې امير حيدر هوتي هم د دغه فلم ننداره وکړه.زه ډير خوشحاله شوم او د خپلو وروڼو خوئيندو د پاره مې دغه څو کرښي وليکلی. د دغه فلم په کتو هر سړې(نندارچيان( ډير خوشحاله وو،او پکار هم وه ځکه چې دا د ټولو پښتنو لپاره د فخر او وېاړ ځائي وو چې د کاناډا يوې ښځې فلمسازې په يو پښتون ليډر دا فلم جوړ کړو.او د هغه په ژوند،کار،د ازادئي د پاره د هغۀ قربانئي، منډې ترړې ،جيلونه تکليفونه او بيا د هغه د خدائي خدمتګار تحريک بی لوثه ملګرو قربانيانې په ډير موثر انداز کښې د ښؤولو يو ښه کوشش وو. دغه فلم د يوې هندې ناول نګارې ښځي Eknath Easwaran په باچا خان باندې ليکلي شوې ناول جوړ وو زما برخه څنګه پکښي شامله ده؟ زما برخه داسې شروع کيږي چې دوه کاله وړاندې چۀ کله فلم په اخيري مرحلو کښې وو نو يو انډين پروفيسر شاهد صديقي څوک چې د دغه فلم په رسيرچ کښې ډير زيار باسلې دی او شپه او ورځ يې په ځان يوه کړي وه .هغه مختلف خلکو، او پښتي ويباڼو سره تماس ونيوو د پیښور باچا خان مرکز له ئې هم ډير زيات ايملز وليږل خو تاسو يقين په خدائي وکړئ چې د غه کس له په سمه خله ځواب هم چا ونکړو هغه وخت کښې ما سره ئې تماس ونيو او ما ته ئې هم د خپل خواهش اظهار وکړو چې زه د هغه لپاره د حضرت باچا خان،حاجي صيب ترنګزو،او فادر وګرم څوک چې د باچا د اوليني خوندګي(سکول( ايډورډمشن سکول پشاور ګنج په ۱۹۰۵ کښې پرنسپل وو تصويرونه پيدا کړم د باچا خان بابا څه تصويرونه په نيټ موجود وو او د حاجي صيب ترنګزو تصوير مې د يوې مجله نما غوندې بروشر نه سکين کړو کوم چې ما ځان سره د پاکستان نه څه موده وړاندې راوړی وو او دغه سکيچ نما غوندې تصوير د حاجي صيب ترنګزو په مزار جوړ عرس او مشاعره لپاره د مهمندو شاعرانو ملګرو په زيار چهاب شوی بروشر سرورق وو..په بل مخ ئې د حاجي صيب د ځوئي او خليفه په سپين اس سور عکس وو چۀ دا دواړه هم زما په وسيله شاهد صديقي صيب ته وليږل شول. بيها وروستو د فادر وګرم د تصوير مسئله وه ما د پیښور باچا خان مرکز ډاکټر فضل رحيم مروت،د خيبر واچ ملګرو،دسرحد کنزرويشن ډاکټر علي جان،د ايدورډ کالج پروفيسر ډاکټر يارمحمد مغموم،پشاور اکيډمي ،د باچا خان بابا خورئي پروفيسر جهانزيب نياز ،ډاکټر شيرزمان طائيزي صيب او کوم کوم ځايونو ته ټيلفونونه او ايملونه ونکړل خو د بده شامته دا تصوير پيدا نه شو. ما خپل ځوئي امجد علي خان پسې د پیښور ارکائيوته ،او بيا هم هغه سکول ته وليږلو او هغوئي ټولو ورته د فادر وګرم تصوير پيدا نه کړو. زما ځوئي په خپل موبائيل کيمره د ايډورډ مشن سکول ګنج پټ په پټه څو تصويرونه اويستل او هغه ئې ما ته راوليږل. دغه ټول کار تقريبا په ۵-۶ مياشو پورې زما او د شاهد صديقي صيب تر منځ په رابطو اوپرله پسې يادګيرو نه پس له مکلمل شو .په دغه وجه زما او محترم شاهد صديقي صيب کلکه ملګرتيا جوړه شوه ،او هغه ما ته په ښکاره اوليکل چې ستا کار زموږ د پاره ډير مهم وو،ځکه چې په دغه کار پسې ما پاکستان ته سفر نشو کولی او په پاکستان کښې ميشت خلکو زما د ايمل ځواب هم نه کولو،هغه زياته کړه چې مونږ خپل محسنا ن نه هيروو،ما ورته اوليکل چې زه اګر چې د ای اين پي ممبر نه يم خو بحثيت پښتون په يو لوئي پښتون ستاسو دغه کار ډير زيات قدر کوم اوستاسو سره هر قسم مرستې ته تيا يم..صديقي صيب زما ډير زيات مشکور وو او زه د هغه چې زما د وطن په يوه لويه هستي هغه شپه او ورځ کار ته يو کړې وه څه وخت پس بيا صديقي صيب غائب شو.دا کار ما د کوم لاچ په خاطر نه وو کړې او نه ئې اوس په چا احسان کول غواړم خو خوشحاله په دې شوم چې دويشت کاله وړاندې کومې ښځي چې دا کار شروع کړې وو په ډير استقامت ئې سر ته ورسوو،او زمونږ هغه لږې ډيرې منډي بې ځايه نه شوییی. زما د دغه خبرو تائيد به دغه پاس کسان وکړي کوم چې وخت په وخت ما په دغه سلسله کښې په تامس کښې نيولي وو. تيره ميا شت چې کله د فلم جوړيدو او په امريکه کښې د پرئيمر خبر خور شو نو ما د امجد د ايمل بکس نه د شاهد صديقي صيب ايميل اېدډريس پيدا کړو او ورته مې مختصر ايميل واستوو چې دوه اونئ پس ئې جواب راکړو چې هو دا هم هغه فيلم دے چې دوئي په کار پئيل کړې وو.او د خوشحالئ زيرې يې هم راکړې وو .اوس نه يم خبر چې په دې فيلم کښې زما هغه تصويرونه شته او کنه خو د صديقي صيب اخيري ايمل ستاسو د پاره دلته رانقل کول غوارم. مننه پيروز افريدي قطر
Dear Feroz Afridi Sahab Thank you so mucch for your message.My apologies for not being able to respond back earlier.I am in Canada now for another research project. Anyway it gives me tremendous joy and satisfaction to inform you that the documentry on Bacha Khan(BK)has been completed now after many turbulent and difficult experiences and to let u know that its because of the support of people like you that I along with my director and crew have been able to realise this dream called Bacha Khan, its our humble tribute to the great legend and idea called Bacha Khan and his unprecedented committment to peace and non violence. I am also happy to inform you that the movie was opened in New York last month at the Lincoln Center to a unprecedented scale n inspite of heavy rains was well received n apreciated.I am attaching a picture of Bk from the Lincoln Center. Probably my director would be taking the movie to Pakistan sometimes next month if verything goes well.I won´t be able to make it as I am in canada but will inform you in advance. take care Allah hafiz Dr Shahid M Sidddiqui On Tue, 21 Oct 2008 Feroz Afridi wrote : >hello Dr.sahib. >This is feroz khan .I lost your email address .thanks to my son amjad who was in pakistan and sent me this. >what I wanted to know whether that documentary project started by you on none voilant freedom fighters of india has been completed or no??? >please also let me know about yourself. >thanks >feroz afridi >qatar shahid - بېرته شاته