(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنيم ملااونيم پښتون دپښتوژبې قرارداد

په صوبائى اسمبلۍ کښې پخوانى ډپټى سپيکر اکرام الله شاهد دپښتوژبې په حواله بل پيش کړو چې پښتوژبه دې دپرائمرۍ نه داتم جماعت پورې تعليمى سرکارى ژبه شى . که ددې قرارداد اوددې بل په متن مونږ نظرواچوو نوټول پښتانۀ به ئې هرکلیوکړى بلکې دا مطالبه به نوره زياته کړى چې پښتودې تعليمى سرکارى دفترى او عدالتى ژبه کړیشى . دسکول کالج اويونيورسټۍ پورې په دې ژبه کښې دهرڅه دپاره زور شته خوچې څوک دزاڼو نه کټورى غواړى نوبيابه دا قرارداد هم زاڼو نه کټورى غوښتل وى ځکه چې په کوم وخت کښې اکرام الله شاهد ډپټى سپيکر ؤ نودايم ايم ای حکومت دپښتوژبې په معامله کښې دپنجاب داردو خوانۍ ثبوت ورکړو اواردو ئې سرکارى دفترى ژبه وګرځوله چې دوړاندې نه هم اردو په دغه ادارو کښې موجوده وه په دغه موده کښې دانيم ملا اودنيم پښتون داسمبلۍ ډپټى سپيکر ؤ اوداردو په حق کښې ئې مبارکۍ واخستې . خودنيم ملا اونيم پښتون دپښتوپه حق کښې داهمدردى په داسې وخت کښې ښکاره شوه چې اوس په ټوله صوبه کښې سرکارى کتابونه ورکړیشوى دى او چې په کومو سکولونوکښې دپرائمرۍ پورې دجنرل فضل حق دحکم مطابق په پښتوکښې کورس منظورشویؤ نودغه پښتو په سکولونوکښې بياهم نشته اودپښتو دمضمون سره ئې عربى ډرائنګ اوکمپيوټر اچولیدی اودماشومانو په ذهن کښې ئې داخبره کښينولې ده چې پښتو په ليک لوست ګرانه ده . په ځينو سرکارى سکولونو کښې خوپه طالب علمانو په پښتو کښې خبرې هم بندې دى حتى چې دکاړيسوپښتنو په علاقوکښې سوچه پښتانۀ استاذان داپابندۍ لګوى داعمل د اقوام متحده دچارټر دنکاتو هم خلاف ورزى ده ديوقام په حيث دپښتنو نه خپله ژبه هم تروړل دى اوخدائى پاک چې کوم حق ورکړی دیهغه ترې هم اخلى . په دې ټولو قامى، مذهبى،اخلاقى اوبين المللى اصولوخلاف ورزوکښې ايم ايم ای مکمل طور شريک دی په دغه خلاف ورزو کښې دموجوده بل محرک پخوانیډپټى سپيکر هم برابر شريک دی. دبده مرغه زمونږ ملا مکمل پوره طور پښتون نه دیزمونږ ملا په خټه پښتون دیپه ژبه پښتون دی خوتحفظ داردو دانوکوى دغه وجه ده چې ايم ايم ای ټول پښتانۀ دى خوکار ئې دپنجاب دپاره کړیدے. دايم ايم ای که حاميان دى که باغيان دى دټولوقدر مشترک دادیچې هغوى دحکومت په اخرى ورځو کښې دپښتون قام پرستۍ ليبل په ځان ولګولو اول ئې دپښتونخوا نعره راپټه کړه اسلامى نعره ئې پريښوده اوپښتنونه ئې زيری وررکړو چې مونږ درله نوم بدلوو اوس هم په دغه نعره باندې وخت تيرول غواړى دايم ايم ای باغى نيم ملانيم پښتون پخوانیډپټى سپيکر د پښتنوبله نعره دژبې نعره راپورته کړه اودپرائمرۍ نه ئې داتم جماعت پورې دپښتوتعليمى ژبې بل اسمبلۍ ته راوړو خوپه غاړه ئې داردوګناه ده عن لکه چې زوې دخپلې مورپه حق کښې ملامته وى . يوخوااسمبلۍ ته دپښتو په حق کښې بل راځى بلخواپه سکولونو کښې شته پښتودمينځه وړى پخوانیډپتى سپيکرنتکۍ راوړى خواول ئې دځانه پوزه پريکړې ده بايد چې اول خو ځان له پوزه جوړه کړى ...!! ايم ايم ای دژبې په حواله دخپلې مورسره نارواسلوک کړیدیاوداځکه چې مونږ ژبې ته مور وايو دټولې دنيا په ژبه کښې ژبې ته مور وئيلیشى ځکه خو يوويشتمه فرورى دمورنو ژبو عالمى ورځ ياديږى خوتعجب دادیچې په پاکستان کښې ميشته قامونه هرکله داورځ نمانځى نو هغوى به ژبې ته څه وائى !!؟ په دغه حواله مونږ ايم ايم ای ته هغه زامن وايو چې دهغوى خپله مور نشته اوبدبخته دى هغه زامن چې دهغوى دمورشناخت نۀ وى اوس ددغه رنګ پيغورونواوالزامونو نه د ځان خلاصى دپاره دپښتونخوا دکوم هائى جيک کولونه پس دژبې نعره هم نيم ملا اخلى اوځان دنيم پښتون نه پوره پښتون جوړوى خودتاريخ دانو په بدترينه واقعه چې ټول پښتانۀ استاذان صاحبان پکښې شامل دى دوى به په کوم صف کښې اودريږى ..!!؟؟ استاذان صاحبان بايد چې لږ دسکولونو دننه سردننه کړى اودکورس په سليبس کښې دې دپښتو حال وګورى او بيائې چې کوم کتابونه دسرکارى زکات په نوم راليږلى دى په هغې کښې دې دخپلې ((مور)) تپوس وکړى ځان به ورته ډير نافرمانه اولاد وښکارى ....!! وحدت ۲۸ جون ۲۰۰۶ - بېرته شاته