(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خان عبدالعزيز خان کاکا

خان کاکا د باچا خان په هغه خوږو ملګرو(خدائی خدمتګارانو)کي وو چې داول ورځې نه ترمرګه ې د هغه ملګرتيا پرېنښوه. کاکاجی په هغه څو خاص کسانو کي وو چې د باچا خان په کورنۍ او د هغه په ذاتی ژوند کي ې ډېر دخل وو،چې په دغه کورنۍ کي به د خان کاکا خبرې ته ډېر اهميت ورکړی کېدو خان کاکا په 1905 کي د زېدې په مشهورې او عزت دارې کورنۍ (خان ارسلا خان کورنۍ)کي د امير محمد خان کره سترګې ؤغوړؤلې،امير محمد خان د شهباز خان زوې او ارسلا خان نمسی وه. تعليم ې تر شپږم پورې کړی وو او د روايتی خانانو په رنګ به یی مړزان،تنزری او ښکاری سپی ساتل دحکيم عبدالمقدر په دکان کي به ې ناسته پاسته کوله چې د آل انډيا نيشنل کانګرس سره ې تړون لرلو هم د هغه د اثر لاندې ې سياست شروع کړو خو پلار په کانګرس کي شاملېدو ته پرېنښودو دسياست باقاعده اغاز په 1921 کي کړی وو،کله چې باچا خان زېدې ته د خدائی خدمتګار تنظيم سازۍ لپاره راغی نو د ټولو نه اول خان عبدالعزيز خان پاسېدو او باچا خان ته ې د هر قسمه ملاتړ ډاډ ورکړو او باقاعده ممبر شو ورسره حکيم صيب هم.......... په 1930کي د خدائی خدمتګارانو په ګرفتارۍ کي حکيم صيب هم ؤنيؤلی شوچې په هری پور جېل کي وفات شو او خان کاکا انډر ګراؤنډ شو په 1936کي د صوابۍ نه ووټونو ته ودرېده، مقابله کښي ورسره صاحبزاده عبدالقيوم وو، صاحبزاده عبدالقيوم ورته د نه اودرېدو په بدل کي په پيښور کي د بنګلې آفر ؤکړو خو خان کاکا وئېل؛ په ما د، صوابۍ خلکو اتبار کړی دی او په هغوۍ زما هېڅ وَس نه رسی، تاسو ورله لاړ شۍ ، ګوری که ستاسو په ؤمنی!!!... ووټونو کې ې صاحبزاده عبدالقيوم صيب ته ماتې ورکړه،صاحبزاده عبدالقيوم پرې اعتراض وکړو او د دوۍ کيس قيوم خان چې بيا په مسلم ليګ کي شامل شو ګټلی وو چې په 1942 کي ٬٬ هندوستان چهوړ دو٬٬ تحريک شروع شو خان کاکا ې د مردان کيمپ چې په ګوجر ګړۍ کښي وو انچارج وو او په وهلو ټکولو کي ې يو هډوکی هم مات شوی وو،درې کالولپاره په زخمی حالت کي قيد شو چې 1945کي بيا راخلاص شو د 1946 په ووټونو کي بيا پاس شو، دې ځل له ې د بام خيلو مشور روحانی کورنۍ واله عبداشکور ته ماتې ورکړه په 1948 کي د شپږو کالو لپاره جېل ته لاړو، مختلف جېلونه لکه د مچ بلوچستان جېل ې هم ؤخوړو،هلته پرې د زړه دوره راغله او په پيرول علاج لپاره خلاص کړی شو، پېښور کې د لاج په وخت د صوبائی اسمبلۍ اجلاس شروع وو نو خان کاکا په خصوصی دعوت پکي ګډون ؤکړو،بيا دلته نه کوهاټ ته ؤلېګلی شو او شپږ مياشتې پس هری پور جېل ته، چرته نه چې 1954 کي راخلاص شو په1962 کي چې ايوب خٰان په کومو څوارلس ليډرانو خصوصی مقدمه چلولې وه په هغې کي خان کاکا هم شامل وو چې ورته څوارلس کاله سزا واورولی شو او د مچ جېل ته واستولی شو،يو کال پس سخت بېمار شو،داسې بېمار چې مرګ ته نزدې وو د بلاچستان سياسی ليډرانو خاص کر عطاوالله مينګل په کوششونو او د قامی اسمبلۍ په خصوصی سفارش راخلاص کړی شو،د 1970 اليکشن کي ې د صوابی هزاره نشست نه د قامی اسمبلۍ لپاره د نيپ په ټکټ ووټونو ته ودرېدو خو د مسلم ليګی قيوم خان نه ې په دا وارې ؤبائېلله د مرکزی ليډرانو سره د څه اختلاف په وجه ې 1972 کي د پارټۍ نه استعفی ورکړه خو د زړو خدائی خدمتګارانو اسرار په واپس کېدو مجبور کړو د مانېرۍ د فردوس خان کاکا چې په 1970 کي د صوبائی اسمبلۍ ممبر وو وفات نه پس د هغوۍ په خالی سيټ ضمنې انتخاب ته ؤدرېدو چې د تورډيری د عبدالرزاق خان نه ې ؤګټله خو هغوۍ رټ داخل کړو چې يو کال پس ې په حق کي فيصله ؤشوه خو خان کاکا په سپريم کورټ کي کيس ؤګټو خو بيا مارشل لا لګېدلې وه او دوۍ جېل کي وو،د سخت بيمارۍ په حالت کي د هائی کورټ د ججانو په سفارش خلاص کړی شو چې په 1985 کي بيا ؤنېؤلی شو يکم اکتوبر 1987 کي پرې د فالج حمله ؤشوه،او په 13اکتوبر په حق ؤرسېدو چې په څوارلسم اکتوبر 1987 خاورو ته وسپارلی شو الله دې ورته مغفرت نصيب کړی - بېرته شاته