(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وير كلى

د ليلى دښته (ناول) اخری برخه موږ په حجره كې ډډې واچولې، تر ډېره موږ دواړو ته خوب نه راتلو. په همدې سوچ كې چې ايا ماشومان او كلى كور به څنګه وي؟ سهار وختي لمانځه ته جګ شولو، قوماندان د خپلو باډي ګارډانو سره وختي تللى و. موږ د هغه راتګ ته انتظار پاتې وو. دوه ورځې تېرې شوې، په درېيمه ورځ هغوى راروسېدل. زه او پرويز دواړه د ماسپښين په لمانځه ولاړ وو، چې وړاندې غږ شو ويلى راغلل. موږ لمونځ خلاص كړ، راپورته شوو. يو هلك راغى، ويلې پلار مې خلك راوستل. موږ د كلا مخې ته ورغلو. كتل مو چې د بازار له خوا هغوى په كڅ كې راروان وو. موږ سمدستي مخې ته ورغلو. غوښتل مو چې پيټي ورسره راواخلو. كله چې د هغوى خوا ته ورغلو، ماشومانو زموږ په لور رامنډې كړې. زما اولادونه ماته راغاړې وتل او دپرويز ماشومان له هغه نه تاو شول. د كڅ په منځ كې زموږ مېرمنو په ژړا پيل وكړ. زما مېرمن ځكه ډير ژړل، چې زه خو د هغىو نه د نورو كليوالو سره يوځاى له كوره راوتلى وم، نور كليوال خو كور ته نه و ستانه شوي، ټول د كلي پاتې مېرمنې او واړه زاړه په دې پوه شوي وو، چې يا خو بنديان دي او يا يې وژلي دي. قوماندان شېر خان د خپلو كسانو سره زموږ كډې راوستې او د هغوى كلا ته ننوتل. په كلا كې شپږ كوټې وې، د ځاى مشكل نه و. ښځې او ماشومان يې سره په كوټو كې ووېشل. موږ نارينه هوجرې ته لاړو. د قوماندان وسله وال څلور تنه له كلا بهر د وسلې سره په څار بوخت و. شېرخان وويل راځئ موږ درې واړه به په هوجره كې كښېنو. لږه شېبه وروسته چاى راوړل شو. چاى مو څښو چې قوماندان شېرخان خپلې خبرې داسې پيل كړې: شمس الدين خانه ماما! له ژونده مې زړه تور شو، داسې كار د نړۍ په تاريخ كې نه دى شوى لكه ستاسې په كلي كې چې شوى دى. په هغه لوى كلي كې چې له خلكو ډك و هېڅ پاتې نه دي. نارينه يې وژل شوي او پاتې كسانو كډې كړي دي. په ټول كلي كې وګرځېدم، وير دى او ژړاګانې دي. په هره كوڅه به چې ورتلم، په غېر له ژړا مې نور څه نه اورېدل. توبه، توبه څه حال دى ستاسې په كلي كې؟ ستاسې په باب مې چاته څه نه دي ويلي، يوازې مې په پټه توګه ستاسې د مېرمنو سره رابطه پيدا كړه. د نورو ماماګانو كورونو ته لاړ نشوم، ځكه چې كه چېرته ستاسې كورونو ته تلاى واى، رسوايي ګډېدله. دا واړه مې بيا په اّسانه نشو راوستلاى. دوى ته مې ځاى وروښود، لومړى مې ورته ځان وروپېژاند او ستاسې د خولې سوال ځواب او نښې مې ورته وويلې. پس له هغې دوى ټول سړك ته راووتل. په دوو ګاډو كې مې كښېنول او رامې وستل. بې له هغې نه د كلي پاتې ښځې او ماشومان د تېښتې په حال كې وو. هر چا خپلې كډې بارولې. له ما سره په غېر له دې څلورو تنو نه، نور د تنظيم كسان راسره وو. دا ځينې خبرې خوند نه راكوي، چې په خوله يې يادې كړم. د يوه قوماندان سره مې شپه وه. هغه راته ټولې كيسې وكړې، هغه په خټه تركمن دى، مېرمن يې تاجكه ده. ولې ما سره له پخوا نه دوست دى. په غير له تنظيم او جهاد نه ما او هغه ډېر كلونه سره يوځاى په څو جبهو كې سره تېر كړي دي. يو له بله مو هېڅ پټ نه دي. ددې ماشومانو په رايستو كې راسره تر پايه مرسته وكړه. پېګانه اّبل بېګاه مې ورسره شپه وه، د تېرو څو شپو تېرې شوې كيسې يې راته وكړې. هغه راته دا خبره هم وكړه: ويلې په غېر له دغه كلي، يانې ستاسې كلي نه په غير نورو كليو كې هم همدغسې عمليات شوي دي، خو يره په دې كلي كې له حده زيات ظلم شوى دى. ما وى د ظالم بچي ته په دې عملياتو كې وى. كسم يې راته وكړو. ويلې ښځه دې راباندې خور شي، چې زه قصدي پخپل كور كې وم. يوه هفته وظيفه كې نه وم، زه خبر وم، چې په دې كليو باندې همدغسې عمليات كوي. زما كسانو به راته راپور راوړو. وخت په وخت به خبرېدمه، غم او غوسه مې پسې زياتېدله، ولې چاره څه وه؟. دا لا څه كوې، تاته يو بل راز هم وايم، ځكه چې يار مې يې. داسې خبره مې اورېدلې ده، چې په دې سيمه كې د تللو پښتنو نه ځمكې اخلي او كډه كولو ته يې مجبوروي. خو پام دې وي چې زما دا خبره بل چاته ونه كړې. دا يې راته وويل او زه ترېنه بيا رابيل شوم. دلته په بغلان او پلخمري كې اكثره پښتانه دي. كه زه او يا ما غوندې څو نور د دوى سره سر ونه خوزوو (د شمالي ټلوالې) سره، دا پاتې پښتانه هم بې ابۍ او سپكاوي ته رسېږي. په زړه مو كله قبلېږي، هغه داسې ورته ډېرې خبري گوكړې. بيا يې وويل پرويز ماما دوى د ټولې كورنۍ احوال مې واخيست. لكه څنګه چې شمس الدين خان ورور پخپلو سترګو هرڅه ليدلي كتلي دي، هماغسې شوي دي، خو خلك لا په كلي كې د اصلي واقعې او پېښې نه سم خبر نه دي. زيات يې پوه دى، چې د كلي ټول خلك يې د ليلى په دښته كې وژلي دي. زه په همدې سبب سره كلي ته دننه ورننوتم نه. له بهره مې ټول معلومات واخيست. كلى ورځ په ورځ تشېږي، كډې ترې روانې دي، ما هم چالاكي كوله، چې ژر ستاسې ماشومان راوباسم. زما له لاسه همدومره كېدل، نور نو ستاسې خپله خوښه ده!. د خبرو وار مارته راورسگېد: وروره! تا دې خداى ژوندى لري، ډېر لوى احسان دې په ما واړاوه، ترڅو ژوندى يم، دا مرسته او احسان به دې هېر نه كړم. زما به له خدايه سمه وه ، ګنې په دومره اسانۍ سره دا كار نه كېده. له ښه مرغه، چې پرويز مې په بازار كې وليد او دلته يې راوستم، كه نه خدازده په كومو ځايونو به ګرزېدئ؟. قوماندان صاحب زه داسې فكر كوم، چې دا خلك پښتانه په تركستان زمين باندې نور نه پرېږدي. د طالبانو دې كور وران شي، ډېر زيات يې قهرولي دي. طالب او ناطالب نه ګوري، خو چې پښتو وايي، بې مرګه يې نه پرېږدي. د تركمنو، اوزبكو او هزاره و سره دا تاجك ګفته ټول د پښتون په بربادۍ او نابودۍ پسې يې دا ځل بډې وهلي دي. قوماندان شېر خان وويل: هو، هو همدغسې ده، د ټولو يوه خبره ده. پرويز له د خبرو وار ورغى، ده وويل: اوس خو مو سر له راغلې ده، د پېښې نه تېښته نشته دى. ولې پښتانه خو بلا وهلي نه دي؟ په اتفاق دې ټول پښتانه په يو اواز سه خارجي راغلو قواوو ته (امريكايانو ته) ووايي، چې دا وطن د پښتنو د اكثريت خاوره ده. له پخوا زمانې نه راپدې خوا يې د خارجي يرغلګرو نه دا خپله خاوره ساتلې ده. دا اوس دا خلك د امريكايي او انګليسي عسكرو او قوتونو په زور پښتانه وژني، له خپلې ځمكې يې باسي او د القاعده او طالب په نوم يې خارجيانو ته په ګوته كوي. دا عمل غېر انساني او غېر افغاني عمل دى. دا خارجي قواوې بايد پوه كړى شي. په كرار كښېناستو خو نه كېږي. قوماندان د پرويز خبره ونيوله، ويلې ماماجانه! كه رښتيا راباندې وايې، په كوم پښتون دا اواز جګوې؟ په دا پېنځه ويشتو كالو كې دې پښتون پاچاهي نه كوله، خو اصلاً هغوى له سره پښتانه، نه وو. د پردو غلامان وو. سبا ته همدا خبره ده او بيا هم همدغه حال دى. د پښتنو كيسه دې مفته ده، د ځان، مال او بچو غم وخورئ، پښتانه پرېږده، چې تشې لاپې شاپې وكړي. هغه پخواني پښتانه، نه دي پاتې. ما بيا د خبرو وار ونيو، ما وې: شېر خان قوماندان صيب ستا د خبرو سره زه موافق يم، خو يوازې دومره ويلى شم، چې داسې هم نه ده، چې دوى څنګه فكر كړى دى. په افغانستان كې ټولو سياسي ډلو ټپلو خپل وار تېر كړو، هر چا د افغانستان خلكو ته خپلې نادودې پرېښودې. نن دې شېر پنجشېر او شمالي ټلواله هم خپل وار تېر كړي. ولې دا ناروا چې دوى رااخيستې ده، هېچا په تاريخ كې داسې نه دي كړي. لكه چې دوى وكړل. په افغانانو هېڅكله د چا بدل چاته نه دى پاتې شوى، ترڅو به داسې وي. زموږ غټ عېب او قصور دا دى، چې سره په اتفاق نه يو. پخوا هم همدا خلك وو، دوى له مونږه څل وهلى نشو، خو له دا ځينو پښتنو له لاسه په موږه داسې شپې ورځې راغلې دي. ټولې نړۍ ته يې لكه د ببو غوندې وروپېژندلو. ته والله د يوه ملك پاچاهي چې طالب ته پاتې شي، نو د داسې ملك به څه حېثيت وي؟ قوماندان صيب، چې رښتيا راباندې وايې، دا كارونه چې دوى وكړل، د اسلام په تاريخ كې كله داسې شوې دي؟. مطلب د پښتون شمله يې راټيټه كړه. طالبان خو دبل چا په مرسته د څو تنو لوړ پوړي خرڅ شوي غلامان طالبان وو، چې پخپله مخه ولاړل. په نوم طالب خو يې ټول پښتانه دل كړل. اوس نو بله چاره نشته دى، هرڅه چې دي په ځان به يې تېروو. پرويز رانه خبره ونيوله. ويلې شمس الدين خانه وروره! راځه چې اوس ددې خپلو ماشومانو او د خپل سر غم وخورو. شپه په وتو ده، اوس به خپلې خبرې وكړو. ته څه تصميم لرې، چې څنګه وكړې؟. ما وى زه خو وروره تاسې ته صفا خبره كوم او هغه دا چې زه چې ژوندى يم، نور به خپل كلي ته لاړ نشم، ځكه چې په كلي كې څوك نه دي پاتې. اوس نو هلته ژوند خوند نه راكوي. ځمكه او كلا، مالونه مې دهقان ته پاتې دي. زړه مې دى څه موده وروسته دغه ځمكه كلا هرڅه خرڅ كړم، څو خپل وطن ته لاړ شم. پاتې ژوند د خپل پلار نيكه په پخواني كلې تېركړم. سبا ته به له خيره د كابل په لور وخوزېږو. رښتيا قوماندان صيب! د سالنګ لاره څنګه ده، تګ راتګ پرې كېږي؟ هغه وى: هو تر پرونه خو د سالنګ لاره خلاصه وه، چې خلاصه وي ښه ده. موږ به سهار ته په خير سره له تاسې نه رخصت شو. قوماندان شېرخان وويل: ماما ولې يو څو شپې خو به مو راسره تېرې كړې واى. ما وى: تاسې دې الله ژوندي لري، كه ژوند باقي وو، زه يو ځل بيا څه موده پس بېرته دلته راځمه. پرويز وويل: سمه ده تاسې دې خداى په خير سره خپل وطن ته ورسوي، موږ به تر هغې دلته يو نو ترڅو چې وروسته نور څه پېښېږي. نور نو شپه زياتې په وتو وه، قوماندان وويل: اوس به ويده شو، سهار به له خيره بيا څنګه چې ستاسې خوښه وه، هغسې به وكړو. شپه تېره شوه، سبا شو. وختي لمانځه ته پاڅېدو، وروسته بيا چاى وڅښل شوې. قوماندان شېرخان وختي يو تن په موټر پسگي بازار ته لېږلى و. لږه شېبه وروسته هغه راغى. ويلې موټر مو دربس تر كابله نيولى دى. موټروان ويلى سورلۍ دې راوله، چې حركت وكړو. د سالنګ لاره نامعلومه غوندې ده، څومره چې په وخت لاړ شو، ښه ده. ما خپلې مېرمنې ته وويل واړه درسره سنبال كړه، چې ځو په خير. په دې وخت كې قوماندان شېرخان او پرويز دواړو جېب ته لاس كړو، پيسې يې راووېستې او ماته يې ونيولې. شېرخان پيسې زما جېب ته راختا كړې، ما بېرته وركړې. ويلې وروره! ته په سفر ځې، ماشومان درسره دي، چېرې بند پاتې نشئ. ما وى كور دې ودان. زما مېرمنې له كوره ځان سره پوره پيسې راوړې وې. ګومان كوم، چې خداى به مو بگد نه پاتې كوي. د هغه مور او ماشومان، مېرمن يې او موږ ټول سره په يوه ځاى لاسونه پورته كړل، دوعا مو وكړه. بيا ما هغوى ته وويل: ستاسې ښېګڼې به نه هېروم. تاسې دې الله ژوندي لري. قوماندان صيب، پرويز خانه څو ورځې وروسته به زموږ د كور، كلي، ځمكې او زموږ په دهقان به درسره ټينګه وكړئ، چې په هرڅه ورسره پام وكړي. زه په خير سره بېرته زر راګرځم او كه دې وكولاى شواى، زموږ دهقان ته د كوم باوري سړي په خولې ځواب ورولېږه. ورته ووايه شمس الدين روغ جوړ دى، خپل واړه يې د څو ورځو لپاره مومنددرې ته بيولي دي. څه موده وروسته بېرته راځي. زما خو اصلي خبره ستاسې سره ده، چې زه بېرته كه ژوندى وم، خپل كلي ته به دوباره ور ونه ګرځم. زه به بيا په كلي څنګه سترګې ولګوم؟ وروڼه، خپلوان او كليوال به نه وي او زه به يوازې په كلي كې ژوندى ګرځم. نه، نه دا نشم كولى. پرېږده، چې زه هم خپلو كليوالو او پښتنو ته خپله پښتو او ننګ وروښيم. پرويز جانه كه چېرته كلي ته لاړې، په ټول كلي او كاڼو بوټو باندې به زما سلام وايې. اوس نو د خداى په امان، د كور له ټولو غړيو نه مو مخه ښه راواخيستله. يوازې شېر خان او پرويز راسره تر موټره ولاړل. د پلخمري ښار د كابل موټر تم ځاى ته ورسېدو، زموږ موټر تيار و، ماشومان موټر ته وروختل. ما له قوماندان او پرويز نه خداى په اماني واخسيتله. دوى لا ولاړ وو، چې موټر روان شو. هغوى راته لاسونه خوځول، چې زموم موټر په دوړو كې راپناه شو. پـــــــا ى de Laila Dakhta Nawal Akhra Barkha By: MohammadaJan Yar, Germany - بېرته شاته