(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پاكستان شتون به تر ۲۰۲۵ ز كاله دوام ولري

د امريكا د متحده ايالاتو د بهرنۍ څارگرۍ د ملي شورا په هغه رپوټ كې ، چې د نوامبر د مياشتې په ۲۱ (( د ۲۰۲۵ ز كال سترې مفكورې او نيتونه )) په نامه چاپ شوى ، ويل كيږي چې د پاكستان راتلونكې په سيده ډول په افغانستان كې د هغو پېښو له ودې سره تړلې ده چې څوك يې وړاندوينه نشي كولاى . دغه رپوټ په (( نيويارك ټايمز )) ورځپاڼه كې له څه موده مخكينۍ هغې چاپ شوې ليكنې سره نږدېوالى لري ، چې د (( اصلاح شوى نږدې ختيځ به څه ډول ښكاري ؟ )) تر سرليك لاندې خپره شوې او ليكونكى يې د امريكا د متحده ايالاتو د هوايي پوځي ځواكونو پخوانى ډگروال (( رالف پېترس )) دى . د رپوټ د چمتو كوونكي (( توماس فينگر )) او ډگروال (( پيترس )) په نظر ، د نوي نږدې ختيځ نقشه كښنه به ، چې افغانستان او پاكستان هم پكې شامل دي ، يوه د پاموړ او په زړه پورې موضوع وي . (( پېترس )) داسې گڼي چې پاكستان يو ناطبيعي دولتي جوړښت دى او (( طبيعي )) پاكستان بايد په اصل كې په بشپړ ډول د اباسين سيند ختيځ لورته پروت وي ، له دې نه هغه كوشنۍ لوېديزه ژبه ، چې د كراچۍ په سيمه كې ده ، مستثنا ده . (( فينگر )) له خپل پلوه دا وايي چې (( پاكستان به دا توان ونه لري چې خپله بشپړتيا تر ۲۰۲۵ ز كاله پورې وساتي او پښتانه به وكولاى شي چې د ډيورنډ كرښه ( د پاكستان او افغانستان ترمنځ پوله ) د زمكې له مخ نه لري او له منځه يوسي . د پښتنو د ژوند ساحه به په پاكستان كې د پنجاب ايالت او د افغانستان په تاجكي زمكو سره پراخه شي )) . (( پېترس )) داسې وړاندوايي ( پېشگويي كوي ) چې دوه نور نوي دولتونه به هم رامنځته شي چې له هغوى نه به يې يو د توركيې ، ايران او عراق له خاورو نه جوړ شي چې موخه يې له (( ازاد كوردستان )) نه ده . بل دولت به د بلوڅو په سيمه كې د پاكستان او ايران د خاورو له يوې يوې برخې نه جوړ شي چې موخه يې بلوڅستان دى . د ژباړن يادښت : دغه ليكنه له روسي ژبې نه راژباړل شوې چې ليكوال يې نامالوم دى ، خو داسې ترې رامالوميږي چې چمتو كوونكي او ليكونكي پكې د خپلې روسۍ سياسي موخې په گټه څرگندونې كړې دي . د متن ځينې برخې يې چې بايد په اصلي بڼه تشرېح كړې واى ، نه دي تشرېح كړې . د ساري په توگه ټولې نړۍ ته ، له هغه شمېر نه روسيې ته هم ، پوره څرگنده ده چې پر افغانستان باندې د ډيورنډ توره تپل شوې كرښه د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د افغانستان او پاكستان ترمنځ قانوني پوله نه ، بلكې د برتانوي هند د ښكېلاكگرو چارواكو او امير عبدالرحمان خان ترمنځ د يوې لاسليك شوې لوظنامې پر بنسټ ، چې د افغان ولس د ارادې پرضد يوه كړنه وه ، رامنځته شوې كرښه ده چې ان پخپله په انگليسي لاسوندونو كې هم د قانوني پولې په نامه نه ، بلكې د مقدماتي كرښې په نامه ياديږي . دغه كرښه چې تر اوسه پورې هېڅ افغان دولت د رسمي پولې په توگه نه ده منلې او بايد ويي هم نه مني ، روسان يې ان په دغسې مواردو كې هم (( د افغانستان او پاكستان ترمنځ پوله )) په نامه يادوي . د متن د همدغه پاراگراف په دويمه برخه كې ددې پر ځاى چې په نياومن ډول وليكي : (( د پښتنو هېواد خپله ټاكلې تاريخي پراختيا لري او له پښتونخوا ايالت سره د دوى يوځاى كېدنه ددغه ولس مدني ، قانوني او تاريخي حق دى )) ليكي چې (( د پښتنو د ژوند ساحه به په پاكستان كې د پنجاب ايالت او د افغانستان په تاجكي زمكو سره پراخه شي )) . مانا دا چې پښتانه خو خپل هېواد نه لري خو بس د پردي پنجاب او تاجكي زمكو له بركته به د هېواد خاوندان شي . دا د روسيې د هغه پښتني او افغاني ضد سياست د كرغېړنې څېرې يوه بله ښكارندوى ده چې لوستونكو ته د لمر په شان روښانه او زما په اند سپړنې ( تشرېح ) ته به اړيزه ونه لري . د امريكا د متحده ايالاتو له خوا د نږدې او منځني ختيځ د ځينو هېوادو نوې طرحه شوې نقشه د روسانو په زړه برابره نه ده ، په ډېرو سپورو او غندونكوكليمو سره يې يادونه كوي . de Pakistan shtoon ba ter 2025 pory dawam walari Translated By: Mr.Mohammad Tahir Kanay - بېرته شاته