(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په هیوادکې داټومي پاتې شونو خبرتیا (لکچرنوټ : څلورمه برخه)

لیکوال : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ) دجرمني هیواد، نېټه : ۲۸ /۱۱/٢� � ٨ دهستوي بټۍ د کارکولوپه کړنلاره کې اټومي پاتې شونې سریزه : دلکچرنوټ په تیرودریوبرخوکې لوستونکوته په هیوادکې د اټومي پاتې شونوپه هکله لنډبنسټیزمالومات وړاندې شو. په څلورمه برخه کې دهغو اټومي پاتې شونوپه اړوند رڼااچوو کوم چې دهستوي بټۍ په کارولوکې منځ ته راځي . نن ورځ په ډاګه شوې ده چې اټومي پاتې شونې چاپېریال اوهمدارنګه بشرته دروغتیاپه تړاودزیان لوړه سرچینه ګرځیدلې ده . د یورانيم U^238 انرژي طیف : دطبيعي يورانیوم دوه سوه اته دیرش ايزوټوپ U^238 راديو اکتيو خاصيت لري . دا په دې مانا چې په خپل سر، بې له باندنۍ کيمیاوي او فيزيکي اغېز ې څخه چوي . دراديواکتیو تجزيې په ترځ کې په نوروعنصرونو لکه توريم Th^23 http://de.wikipedia.org/wiki/Thorium ، پروتاکتينم Pa^234 اويورانیوم U^234 ايزوټوپوباندې بدليږي . په ۱ شکل کی ديورانیوم دوه سوه اته دېرش دتجزيې انرژي شپېکترم (طیف) ښوول شوی دی .
۱-شکل
۱- شکل : په پورتني شکل کې ديورانیوم U^238 تجزيې شپـېکترم ښوول شوی دی چې دالفا دوه ذرې خپروي . نوموړی عنصر اوه اويا په سل 77% کې دالفا یوه ذره α1او درويشت په سل کې 23%دویمه الفا ذره α2 خپروي . دهغوی حرکي انرژي په خپل وار سره څه ناڅه څلورمیگا الکترون ولته4,18 MeV α1= او α2 = 4,13 MeV قيمت لري . په دغه تجزيه کې يورانیوم دتوريم Th^234 راديواکتیو يوه نوي عنصر بنسټيز انرژي ليول ته رالويږي . په سل کې درويشت ، يورانیوم په يوه هيجاني توريم عنصر تجزيه کيږي . په نوموړي صورت کې يورانیوم يوه بله الفا وړانگه خپروي چې انرژي يې څلورعشاريه دوه 4,23 MeV ده او د توريم يوې هيجانې انرژي ليول ته رالويږي . دهيجاني ليول او د بنسټيزليول (Ground state) توپير 0,05 MeV قيمت لري . دغه اضافگي انرژي دگاما وړانگې په څېر له لاسه ورکوي . (17)
دطبيعي يورانیوم ايزوټوپ U^238 هسته، د چاودېدونکي يورانیوم دوه سوه پينځه دیرش ايزوټوپ U^235 په بر خلاف د حرارتي نيوترونوپه ويشتلو سره نه چوي . له دې کبله د هستوي بټۍ لپاره د سونگ موادو په ډول نشي کارېدلای . خو د گړنديونيوترونو په ويشتلو سره، چې انرژي يې د يو میگا لاکترون 0,1 MeV ولټه څخه پورته وي، ددې امکان شته دی، چې نيوترون د يورانیوم دوه سوه اته دېرش ايزوټوپ U^238 هستې ته ورننوځي او بيا دنوموړې هستې څخه جذب شي . په هستوي بټۍ کې نوموړې کړنلاره تر سره کيږي، اوپه مصنوعي ډول سره راديو اکتيو پلوتونيم Pu^239 لاس ته راځي .
دا ځکه چې د يورانیوم دوه سوه پينځه هستې په چاودنه کې دوه تر درې گړندي نيوترونه ازادکيږي او دشاوخوا يورانیوم دوه سوه اته دېرش هستو سره غبرگون کوي . کله چې يو گړندی نیوترون n د يورانیوم په هسته ولگيږي، نوپه پايله کې په خپل وارسره د يورانیوم دوه سوه نهه دېرش U^239 نېپتون دوه سوه نهه دېرش Np^239 او په اخېر کې پلوتونیم دوه سوه نهه دېرش Pu^239نوې هستې لا س ته راځي . د نوموړي هستوي تعامل په ترځ کې د بېتا وړانگې β خپريږي چې معادله يې په لا ندې ډول ليکلای شو .
۱ جدول : دطبعي یورانیوم ايزوټوپو،فيزیکی خواص اوپه طبیعت کې دپیدايښت سلیزه برخه ښوول شو ېده .  پلوتونيم د يورانیوم دوه سوه پينځه دېرش په څېر،دحرارتي نیوترونو په جذب کولو سره، سمدلاسه چوي . له دې کبله دچاودېدونکې موادو په صفت په هستوي بټیو کې دسونگ موادو اوپه تېره بيا دهستوي وسلوپه جوړولو کې، لکه اتوم بم خورا اهمیت لري . په پورتني شکل کې يونيوترون په يوه هسته لگيږي اوپه پایله کې دوه سپکې هستې او درې نيوترونه منځته راځي . د طبيعي يورانیوم دويم ايزوټوپ، يورانیوم دوه سوه پينځه دېرش تشکيلوي او د پلوتونيم په ډول په هستوي بټۍ کې د سونگ موادو په توگه کارول کيږي .کله چې ديورانیوم دوه سوه پينځه دېرش هسته وچوي، نو په منځني ډول دوه او يا درې گړندي نيوترونونه ور څخه آزاديږي . دوی بيا په خپل وار سره خپل گاونډي يورانیوم دوه سوه اته دېرشU^238 هستو باندې لگيږي اوپه پايله کې ورڅخه پلوتونيم دوه سوه نهه دېرش Pu^239 لاس ته راځي . دنوموړې چاودنې څخه په گټه پورته کولو سره، کېدای شي چې د سپکواوبوهستوي بټۍ، او يا په بريډرهستوي بټۍ (Breeding Reactor) کې دپلوتونيم چاودیدونکی سونگ مواد ترلاسه شي . • ديورانیوم U^238 د مول کتله، دوه سوه اته دېرش گرام ده . دا په دې مانا چې په دوه سوه اته دېرش گرام يورانیوم کې 6,02×1023 اتومونه موجوددي . په دې اساس په يوه گرام کې 2,53×1021 اتومونه او په يوه مايکرو گرام کې2,53×1015 اتومونه شته دي . څرنگه چې د يورانیوم نيمايي عمر څلورنيم مليارده کاله دی، نو دا مانا لري، چې د نوموړې مودې څخه وروسته، په يوه کال کې يوه هسته چوي . نوپه يو مايکرو گرام يورانیوم کې، لږ څه نيم مليون چاودنې په يوه کال کې تر سره کيږي . په يوه ورځ کې يوزرو پينځه سوه څلويښت هستې چوي او په همدغه کچه الفا وړانگې خپروي . د يورانیوم بډاې کولو کړنلاره (Uranium enrichment) : تعریف : په عام توګه سره د بډای کولو کلمه ټولو هغو کیمیاوي، فيزیکي اومایکروبیالوژيکي تگلارو او کړنلاروته ویل کیږي، چې دهغوی په مرسته سره په یوه مرکب (گډ) کې، ديوې ځانگړې مادې او یا عنصرسلیزه برخه دنورو په پرتله ډیره شي .  دعنصرونواټومي وزن اويا په بله ژبه دکتلې نمبردتوپيرنه په گټه اخېستلو سره، دراديو ایزوټوپوفيزیکي بیلول، لکه یورانیوم دوه سوه پېنځه دیرش U^235 اویورانیوم دوه سوه اته دیرش U^238 رادیواکتیوايزوټونه چې دهغوی اټومي نمبریانې دپروتونوشمیريې سره یوشان اومساوي په دوه نوي اودکتلې نمبر تناسب يي یوپه سلمه برخه توپير لری (238/235 = 1,27%) .  دبیوکیمیاوي کړنلارې په کارولوسره، لکه دکثافت توپير،دلیپوپروتیینو لکه LDH او HDL بیلول .  دمایکروبیولوژي کړنلارې په مرسته سره، لکه د مالېکولوسرعت (چټکتيا) د وایرس، غټو مالیکولواوانتیجن بیلول .  داتومونو د جذب شپېکترم په مرسته سره، لکه دلیزر(Laser) په کړنلاره کې د ایزوټوپو بیلول . په طبيعي يورانیوم کې د چاودېدونکي يورانیوم دوه سوه پينځه دېرش ايزوټوپ، دبډای کولو لپاره ډیرې کړنلارې منځته راغلې، چې اړينې يې دادي : د سنتريفوگ کړنلاره Uranium Gas Centrifuge)http://www.cronaca.com/archives/002207.html ) د ډيفوزيون يا د نفوذ کړنلاره Uranium Gas Diffusion) http://www.cronaca.com/archives/002207.html او د لیزر کړنلاره .(Laser processes) په ۲- شکل کی د يورانیوم د بډای کولو نفوذ کړنلاره ښوول شو ېده . ديورانیوم بډای کولو نفوذ کړنلاره ( Uranium Gas Diffusion) : په نوموړې کړنلاره کې جامد يورانیوم هیکسا فلورايد (UF6) په يوه لوښي کې مايع کيږي اوبیا دلوړ فشار اوتودوخي په مرسته سره، په غاز بدليږي . نوموړې کړنلاره، دلومړي ځل لپاره ددویمي نړیوالې جگړې په پیل کې د امریکا يي کارپوهانولخوا، دهستوي وسلودجوړولو په موخه، دمانهتان په پروژه کې (Manhatten project 1942) وکارول شوه . نوموړې کړنلاره، دروغتیا په تړاوډیره خطرناکه گڼل کیږي . داځکه چې يورانیوم هیکسا فلوراید، یو کیمیاوي او راديولوژیکي ډیر زهرجن غاز دی . دنوموړې کړنلارې یوه بله نیمگړتیا داده، چې ډیره انرژي ورته په کارده او له دې کبله نن ورځ په ډېروهیوادونو کې نه استعماليږي .
۲-شکل
۲ شکل : ديورانیوم دبډای کولوکړنلاره چې دغازنفوذ (Gaseous Diffusion) تکنالوژي ورته ویل کیږي . په پورتني شکل کې، کوچنۍ دایرې ديورانیوم دوه سوه پينځه دیرش او غټې دایرې د يورانیوم دوه سوه اته دېرش اتومونه راښئي . د۲ شکل په کيڼ اړخ کې، طبیعی يورانیوم هیکسا فلورايد غاز،ترلوړ فشار لاندې د یوه فیلتريا میمبران (Porous membran) څخه تېريږي، چې ډیر واړه سوري لري . څرنگه چې د طبيعي يورانیوم هیکسا فلوراید غاز په مرکب کې ديورانیوم دوه سوه پينځه دیرش U235 اويورانیوم دوه سوه څلوردیرش U^234 ايزوټوپونه ديورانیوم دوه سوه اته دېرش U^238 په پرتله سپک دي . نوله دې کبله د فيلترسوريو څخه په ډېر لوړسرعت (چټکتيا) تېريږي . کله چې ديو گڼ شمیر فیلترونو څخه نوموړی غاز تېر شي، نو په اخیر کې دبډای شوي يورانیوم (Enriched uranium)اوخوارشوي يورانیوم (Depleted uranium)ديوه بل څخه بیليږي  نوموړې فيزیکي کړنلاره، چې دیوې خوا دروند ايزوټوپ (U^238) د سپک ايزوټوپ(U^235) څخه بيلوي ،او دبلې خوا دچاودیدونکي يورانیوم دوه سوه پينځه دیرش ایزوټوپ سلیزه برخه د طبیعي يورانیوم په مرکب کې د پخوا په پرتله ډیره کوي، ديورانیوم د بډای کولو کړنلارې په نامه سره ياديږي (Uranium enrichment) . (دڅلورمې برخې پای )

( د رېیمی برخی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ )

( د دویمی برخی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ )

( د لومړۍ برخی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ )

په درنښت پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ)
اخذلیک : 1-http://www.ne.jp/asahi/mh/u/INSCAP/Radwaste.html 2-http://nuclear.org/info/inf60.html 3- http://www.radioactivewaste.gov.au/Radiation_radioactive_waste 4-http://www.iaea.org/ 5- http://www.bbc.co.uk 6- http://en.wikipedia.org/wiki/Radioactive_waste
پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
Pa Hewad Ke Da Atomi Patey Shono Khabartia Lacture Note: Salorama Barkha written by Dr. Nazar Mohammad Sultansei Zadran - بېرته شاته