(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرزى صاحب! مبارک شه دانشګاه

افغانستان پر پنځه زره کلن تاريخ سربېره اصل فرهنګ او د يوې منل شوې ترمينالوژي لرونکى هيواد دى چې د تاريخ په اوږدو کې د هر ډول اخ و ډب په ترڅ کې يې خپل فرهنګ او ملي ترمينالوژي په خپله اصلي بڼه ساتلې ده، خو له بده مرغه د تېرو درې لسيزو په درشل کې د سيمې ځينو مغرضو او د دښمنو هيوادونو له وخت نه په ګټې اخيستو سره د هيواد هرې شتمنۍ ته زيان ورساؤ او هر چا د خپلو ګټو لپاره لاس پوڅي کسان وروزل چې له دې ډلې څخه يې يو سخت غليم ايران ؤ چې د هفۀ د جعلي فرهنګ په نورو پلي کوونکي اخوندان اوس هم لاس په کار دي چې د جهاد په دوران کې يې هم د افغانانو د نفاق او د افغاني فرهنګ او ملي يووالي د له منځه وړلو لړۍ روانه ساتلې وه او اوس هم په ډاګه د افغاني ملي ترمينالوژي پر ځاى په افغانستان کې خپله ايراني ترمينالوژي د خپلو ګوډاګيانو په لاس پلي کوي او په دې سېه غواړي چې لا نور هم د افغان ولس ملي يوالي ته زيان ورسوي. ايراني اخوندان چې دلته له ځواکمنو جنګسالارانو او جنايتکارانو ملګرو څخه يې په وزارتونو او ملي شورا کې شتون لري په پوره ډول برخمن دي او هر وخت د افغانستان د ملي فرهنګ او ترمينالوژي د بدلون هڅې کوي چې ځينو بېلګو ته يې ساسې پام رااړوم: يو کال وړاندې چې د اطلاعات او کلتور وزير ولسي جرګې ته په دې جرم چې ولې يې "نګارستان ملي" په "ملي ګالري" اړولى و، د پوښتنو ګروېږنو لپاره وغوښتل شو. په اصل کې "ملي ګالري" د ډېرې مودې راهيسي استعمالېده چې ايراني مزدور مخدوم رهين په "نګارستان ملي" اړولى ؤ. بله دا چې څو ځلې د عسکري، پوځي او نورو علمي رتبو لکه: پوهيالى، پوهنيار، پوهنمل، پوهندوى، پوهنوال، پوهاند، سمون مل، مل پاسوال، څارندوى او داسې نورو نومونو سره مخالفت او د هغو د بدلون او له مينځه وړلو هڅې يې کولې او لا داسې ناپوهه او جاهله کسان هم شته چې لا د ايران د هغې دعوا ننګه کوي چې افغان سيد جمال الدين ايرانى ګڼي او وايي چې په افغانستان کې سيدان له کومه شول. داسې نورې په ځلو ځلو شوي دي.د باميان، بلخ او بغلان پوهنتونونو لوحې پر "دانشګاه واړول شوې" او دا دى اوس يې لمن تر کابل راورسېده. پدامي او زريابي محصلين هڅه کوي چې د خپلو ايراني بادارانو په امر د کابل پوهنتون لوحه هم بدله کړي. که چېرې داسې خپل سري او پردي لاسي کارونه دوام ولري نو هفه ورځ ليرې نه ده چې نو د نويمې لسيزي د د اينچه ايزو ميخونو فرهنګ به يو ځل بيا را ژوندى شي او بيا به هيواد د بې سياستۍ سره مخ شي. په پاى کې د هيواد له ليکوالو او درنو شخصيتونو څخه هيله کوم چې د خپل افغاني فرهنګ، ترمينالوژي او تاريخ په کلکه ساتنه او د ايراني اخوندانو د کلتوري يرغل مخنيوى وکړي. Karzi Saheeb! Mubarak Shah Daneshgah Sherpau Ahmadi - بېرته شاته